• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونېسف: د ۲۰۲۵ کال تر پایه به له ۲،۲ میلیونو ډیرې نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شي

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي، چې د طالبانو له خوا له زده کړو د نجونو محرومول د اوسني وخت یوه لویه بې عدالتي ده. یاد سازمان وايي، د ۲۰۲۵ کال تر پایه به له ۲،۲ میلیونو ډیري نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شي.

یونېسف په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیزو دوام په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، د ۲۰۲۵ کال تر پایه به له ۲،۲ مېلیونو ډیري نجونې د زده کړو له حقه بې برخې پاتې شي.

د یونېسف اجرایوي رییسې کترین رسل ویلي، چې د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام افغان نجونې د زده کړو ترڅنګ له ټولنیزو اړیکو، د شخصیت له ودې او د راتلونکي له جوړولو څخه هم بې برخې کړې دي.

کترین رسل وايي:« په کور کې د نجونو بندې پاتې کېدل د رواني ستونزو، د کم عمره ودونو او د زیاتو زیږونونو لامل ګرځي.»

همدارنګه نوموړې ویلي چې روان کال له ګاونډیو هېوادونو څخه د ۲ مېلیونو افغان کډوالو راستنېدو سره به په افغانستان کې له زده کړو څخه د محرومو نجونو شمېر نور هم زیات کړي.

د کترین رسل په وینا، د افغان نجونو پر زده کړو روان بندیز د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او پرمختګ پر وړاندې جدي ګواښ دی.

کترین رسیل زیاته کړې:«هر هغه هېواد چې نیم وګړي یې له زده کړو منع وي پرمختګ نه شي کولی. که افغانستان غواړي پرمختګ وکړي نو د نارینه او ښځو بشپړه ونډه اړینه ده، چې پیاوړی کاري ځواک جوړ کړي، اقتصادي وده چټکه کړي او د یو مخ پر ودې هېواد اړتیاوې پوره کړي.»

یونېسف له طالبانو غوښتنه کړي، چې ژر تر ژره دې د نجونو پر زده کړو بندیز پای ته ورسوي او ټولو نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۴

له افغانستان نه وروستی وتلی امریکايی پوځي له دندې ګوښه کېږي

۵

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

•
•
•

نور کیسې

د ایران د سوداګرۍ وزیر په هرات کې له افغان او ایراني سوداګرو سره وکتل

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۴ GMT+۱
د ایران د سوداګرۍ وزیر په هرات کې له افغان او ایراني سوداګرو سره وکتل
100%

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر افغانستان ته د خپل سفر په درېیمه ورځ هرات ته تللی او هلته یې د ایران او افغانستان له سوداګرو سره کتلي دي. په دې کتنه کې سید محمد اتابک ویلي: «د اقتصادي همکارۍ هدف د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د فعالیتونو لپاره اسانتیا رامنځته کول دي.»

په کابل کې د ایران سفارت د چارشنبې په ورځ وویل، چې سید محمد اتابک د خپل سفر په درېیمه ورځ هرات ته تللی او هلته یې د هرات له والي اسلام جار، طالب چارواکو او سوداګرو سره کتلي دي.

له دې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې اتابک د یاد وزارت له وزیر نورالدین عزیزي سره کتلي دي. عزیزي له خپل ایراني سیال سیدمحمد اتابک او مل پلاوي سره د کتنې پرمهال ویلي، چې د کابل او تهران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه کچه باید تر ۱۰ مېلیارد ډالرو ورسېږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي له ایراني پلاوي سره د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه لوري په بندرونو کې د شته ستونزو، بانکي اسانتیاوو، ګډو اقتصادي کمېټو پر فعالېدو او د ټرانزیتي همکاریو د لاپیاوړتیا په برخو کې هوکړې ته رسېدلي دي.

پرون په کابل کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سید محمد اتابک او ورسره مل اقتصادي پلاوي سره کتلي او د اقتصادي همکاریو پر پراخولو یې ټينګار کړی.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې، د چابهار بندر او ګډې اقتصادي کمېټې د فعالیتونو پر لا اغېزناکتیا هر اړخیز بحثونه کړي دي.

یاده دې وي چې ایران د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د دې ډلې له مهمو اقتصادي شریکانو بلل کېږي.

که څه هم ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو بیا هم تهران له کابل سره د سوداګرۍ او ترانزیټي دهلیزونو د پراخولو ترڅنګ، د چابهار بندر له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره ځانګړې لارې پرانېستې دي.

سربېره پر دې، دواړو لوریو د تېلو، برېښنا او کانونو په برخو کې هم پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.

د راپورونو پربنسټ، دا مهال د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کلنۍ کچه له څلور مېلیارد ډالرو اوړي.

مولوي هبت الله ملا برادر ته په غوسه دی چې دده له اجازې پرته له بهرنیانو سره لیدنې کوي

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۹ GMT+۱
•
خبرخونه
مولوي هبت الله ملا برادر ته په غوسه دی چې دده له اجازې پرته له بهرنیانو سره لیدنې کوي
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو مشر ددې ډلې د ریاست الوزرا مرستیال ملا برادر ته له دې امله غوسه دی، چې دده له اجازې او باوري کسانو پرته یې له امریکايي پلاوي سره لیدلي دي. هبت الله ویلي چې له بهرنیانو سره ناستو کې باید دده خپل استازي موجود وي.

په کابل او کندهار کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده ددې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر ته له دې امله غوسه دی، چې د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بولر په مشرۍ امریکايي پلاوي سره یې دده له اجازې او دده د باوري کسانو له حضور پرته، کتلي دي.

په کندهار کې د طالبانو یوې سرچینې وویل، چې « شیخ وايي، له بهرنیانو سره په هره مهمه لیدنه کې باید دده نږدې کسان حضور ولري».

هبت الله ویلي، چې امریکايي پلاوي ولې د رییس الوزرا محمد حسن پرځای، د هغه د اقتصادي چارو له مرستیال ملا برادر سره کتلي دي.

د طالبانو د مشر په اړه ویل کیږي، چې د ددې ډلې د حج او اوقافو وزیر، د کانونو وزیر، د عدلیې وزیر، د لوړو زده کړو وزیر، قاضي القضات، د کندهار او بلخ والیان او د دې ډلې رییس الوزرا یې د حکمونو بشپړ متابعت کوي او په بهرنیو ناستو کې له دغو کسانو څخه د یوه تن پر حضور ټینګار کوي.

سرچینې وايي، د طالبانو یو شمېر وزیران د کندهار په سفر دي او د امریکايي بندیانو په تړاو یې له ځان سره د امریکايي پلاوي پیغام وړی دی.

کندهار ته د طالبانو یو شمېر وزیران او چارواکي تللي، چې د دې ډلې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د مالیې او اقتصاد وزیران، د کورنیو چارو وزارت لوی مرستیال ابراهیم صدر او افغانستان بانک رییس پکې شامل دي.

تېره ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دغه پلاوي د سفر یو هدف د نوري فایبر او انټرنیټ خدماتو د قطع کولو په تړاو له مولوي هبت الله سره خبرې اترې دي.

له ملا برادر سره په لیدنه کې ادم بولر ویلي و، چې امریکا او طالبانو د دوحې تړون په ښه ډول عملي کړی او هېڅ لوري سرغړونه نه ده کړې.

ملا برادر امریکايي پلاوي ته د افغانستان د اقتصاد، د نشه يي توکو د کر او قاچاق د مخنیوي، د بیکارۍ او نورو مسایلو په تړاو معلومات ورکړي وو.

ملا برادر د بندیانو په چارو کې د ټرمپ له ځانګړي استازي غوښتنه کړې وه، چې امریکا دې په افغانستان کې د تقابل پر ځای تعامل ته مخه کړي او د افغانستان په بیارغونه کې دې خپل رول ولوبوي.طالبانو د ادم بولر له قوله ویلي و، چې دواړه هېوادونه به خپل زندانیان تبادله کړي.

خو سرچینې وايي، مولوي هبت الله د قطر دفتر د پخوانیو غړو لیدنې خپلسرې ګڼي او ځینې یې په دې تورنوي چې د خپل امیر د حکمونو اطاعت نه کوي.

سرچینې زیاته کړه، « ملا خیرالله خیرخواه یې له دې امله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نه لرې کړ، چې دده احکام یې په بشپړه توګه نه پلي کول. د ملا برادر لپاره هم پلمه ګوري او که زور یې پرې ورسیږي، بلې څوکۍ ته یې تبدیلوي».

طالبانو تراوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دی ویلي.

طالبان په کابل کې د ودونو تالارونو پرځای د قیمتي ډبرو مارکېټونه جوړوي

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۱
طالبان په کابل کې د ودونو تالارونو پرځای د قیمتي ډبرو مارکېټونه جوړوي
100%

د طالبانو اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې، چې په پلازمینه کابل کې د اورانوس ودونو تالار او پارکېنګ فسخه شي او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو مارکېټ ته ځانګړي شي. د خلیج او ممتاز محل ودونو تالارونو په اړه ویل شوي، چې د موجوده قراردادونو تر پایه د کابل ښاروالۍ له اصولو سره سم فعالیت وکړي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د چارشنبې په ورځ وویل، ددې ډلې اقتصادي کمیسون پرېکړه کړې چې اورانوس د ودونو تالار او ددغه تالار د موټرو تم ځای د قیمتي ډبرو مارکیټ ته ځانګړی شي.

ددغې پرېکړې په اړه ملا برادر ویلي: «هدف مو دا دی چې د ښار مهمې اقتصادي ساحې د ټولنې او سوداګرۍ د ودې لپاره اغېزناکې وکارول شي.»

یاد کمیسیون ویلي، چې په کابل ښار کې خلیج او ممتاز محل د ودونو تالارونه به د موجوده قراردادونو تر پایه پورې د کابل ښاروالۍ له اصولو سره سمې کړنې ترسره کوي.

د طالبانو د اقتصادي کمېسیون د نظر پر اساس، د نظیف مارکېټ، علاوالدین درې لارې د تېلو ټانک او ظاهر شاهي مارکېټ ازادې داوطلبۍ ته وړاندې کړل شوي او اوس مهال له نویو کرایه ګرو څخه کرایه اخیستل کېږي.

دغه پرېکړې د طالبانو د مشر هبت الله له لوري تایید شوې دي.

طالبان: هڅه کېږي، چې د کابل او تهران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه کچه تر ۱۰ مېلیارد ډالرو ورسېږي

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۰ GMT+۱
طالبان: هڅه کېږي، چې د کابل او تهران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه کچه تر ۱۰ مېلیارد ډالرو ورسېږي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له خپل ایراني سیال سیدمحمد اتابک او مل پلاوي سره یې د کتنې پرمهال ویلي، چې د کابل او تهران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه کچه باید تر ۱۰ مېلیارد ډالرو ورسېږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه ایراني پلاوي سره د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په بندرونو کې د شته ستونزو، بانکي اسانتیاوو، ګډو اقتصادي کمېټو پر فعالېدو او د ټرانزیتي همکاریو د لاپیاوړتیا په برخو کې هوکړې ته رسېدلې دي.

د راپورونو پربنسټ؛ دا مهال د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کلنۍ کچه له څلور مېلیارد ډالرو اوړي.

د طالبانو له‌خوا د وایفای بندېدل؛ خبریالان د انټرنېټي لګښتونو زیاتوالي ته اندېښمن دي

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۸ GMT+۱
•
ظاهر څراغ
د طالبانو له‌خوا د وایفای بندېدل؛ خبریالان د انټرنېټي لګښتونو زیاتوالي ته اندېښمن دي
100%

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې خبریالان وایي، چې د وایفای انټرنېټي خدماتو بندېدل به د رسنیو کاري چاپېریال ته جدي ستونزې جوړې او ښایي ګڼ شمېر خبریالان د دندو پرېښودو ته اړ کړي.

د کندهار یوه ځایي خبریال چې نه‌غواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وايي: «د وایفای بندیز پر خبریالانو ډېر ناوړه اغېز کړی. که چېرې انټرنېټ نه‌وي، د خبریال لپاره کاري شرایط سختېږي. زه باور لرم، چې له ۶۰ تر ۷۰ سلنه خبریالان به خپلې دندې له لاسه ورکړي.»

نوموړی زیاتوي، چې د خصوصي ټېلفوني او انټرنېټي شبکو بیې لوړې دي او ډېر خبریالان یې د اخیستو وس نه‌لري. نوموړي زیاته کړه: «پخوا به مو نوري فایبر ته د میاشتې ۱۵۰۰ یا ۲۰۰۰ افغانۍ ورکولې؛ خو اوس باید د نورو شبکو لپاره شاوخوا ۴۰۰۰ یا ۵۰۰۰ افغانۍ ورکړو، چې دا د ډېرو خبریالانو له وسه پورته ده.»
د لګښتونو لوړېدل او کاري محدودیتونه
د ننګرهار یو ځايي خبریال عبدالخالق (مستعار نوم)، هم ورته اندېښنه لري. نوموړی وايي: «موږ هره ورځ د راپور ورکولو، مرکې اخیستو او محتوا خپرولو لپاره انټرنېټ ته اړتیا لرو. د نوري فایبر بندېدل زموږ پر کار مستقیم اغېز کوي، ځکه نه یوازې یې سرعت لوړ و؛ بلکې بیه یې هم بده نه وه.»

د اطلاعاتو لاس‌رسی او خبریالۍ ته ګواښ

ورته‌مهال، په کابل کې یوه خپلواکه خبریاله فرشته محمدي (مستعار نوم) وايي، چې د انټرنېټ محدودیتونه نه یوازې تخنیکي ستونزې رامنځته کوي؛ بلکې د بیان ازادۍ ته هم ګواښ پېښوي. د هغې په وینا، اوسنۍ انلاین رسنۍ له چټک انټرنېټ پرته نه شي چلېدای او د شخصي مخابراني شبکو انټرنېټ بیې ډېرې لوړې دي.

مېرمن محمدي وویل: «که خبریال یا خبریاله انټرنېټ ونه‌لري، نه‌شي کولای چې راپور ورکړي، نه له سرچینو سره تماس ونیسي او نه هم خپل تولیدات خپاره کړي.»

په هېواد کې د وای فای انټرنېټ بندېدو نه یوازې د خبریالانو؛ بلکې پر انلاین کاروباریانو هم ناوړه اغېز کړی. د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې بانکي سیسټم له جدي خنډونو سره مخ شوی دی. سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، چې د بانکي خدمتونو له ګډوډۍ وروسته په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا ویلي چې بانکونه دې د انټرنېټ له بندېدو معاف شي.

طالبانو د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله په امر دوشنبې په ورځ په پنځو ولایتونو کې انټرنېټي خدمتونه بند کړل. د هبت‌الله له‌خوا په دفترونو او کورونو کې د انټرنېټ د پرې‌کېدو له پرېکړې سره سم، څو ورځې وړاندې د طالبانو د اقتصاد وزارت په مشرۍ یو پلاوی چې د مالیې وزارت او د افغانستان بانک چارواکي په‌کې شامل وو، کندهار ته لاړ چې د طالبانو له مشر سره د انټرنېټ د پرې‌کېدو د پایلو په اړه خبرې وکړي.

د دغه ستونزې د حل لپاره د مخابراتي شرکتونو او طالبانو ترمنځ خبرو اترو هم پایله نه ده ورکړې. سرچینو راپور ورکړی، چې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت کې د خصوصي شرکتونو استازو په یوه غونډه کې د یاد وزارت چارواکو اعلان وکړ، چې د ګرځنده انټرنېټ سرعت به هم کم او تر ۲ جي‌بي محدود شي.

بل‌خوا، د طالبانو د مخابراتو وزارت ویلي، هر شرکت چې وای‌فای انټرنېټ ته اړتیا لري، باید رسمي غوښتنلیک ورکړي او د استخباراتو له تایید او د وزارت له مراحلو تېر شي؛ نو بیا د انټرنېټ اجازه ترلاسه کولای شي.

د «نېټ بلاکس» وېب‌سایټ چې د انټرنېټ محدودیتونه څاري، هم د افغانستان د انټرنېټ ستونزه تایید کړې ده. طالبانو په کندهار، روزګان، هلمند، نیمروز، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې د بې‌سیم انټرنېټ (وای‌فای) کارول بند کړي دي. له دغه انټرنېټ نه په کورونو، ادارو او شرکتونو کې کار اخیستل کېده.