• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخوانۍ امریکایۍ چارواکې:دا فکر کول چې هبت‌الله به امریکا ته د بګرام اډه پرېږدي خندوونکې ده

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۰ GMT+۱

د سپینې ماڼۍ پخوانۍ چارواکې لیزا کورټېس د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې خندوونکې بللې دي، چې ګواکې امریکا غواړي د بګرام پوځي اډه بېرته لاس ته راوړي. نوموړې ویلي، چې طالبان به هېڅ‌کله امریکایي ځواکونو ته د بېرته ستنېدو اجازه ور نه‌کړي.

کورټېس افغانستان انټرنشنل ته په یو لیکلي پېغام کې ویلي: «دا تصور چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده به امریکا ته د بګرام د پرېښودو اجازه ورکړي، یوازې د خندا وړ ده.» هغې زیاته کړې، چې طالبانو شل کاله له امریکایي او ناټو ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړه او دا شونې نه‌ده چې اوس بېرته د ورتګ لپاره ورته دروازې پرانېزي.

لېزا کورټېس چې د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال د دوحې تړون د جوړېدو په بهیر کې د پالیسۍ جوړوونکو له ډلې وه، وویل: «په دې تړون کې روښانه شوې، چې امریکا به د ۲۰۲۱م د مئ تر میاشتې ټول ځواکونه له افغانستان نه وباسي.»

هغې زیاته کړه، که ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۱م د دوبي پر مهال هم ولسمشر پاتې شوی وای؛ نو ښايي خپله پرېکړه یې بدله کړې وای، خو حقیقت دا دی چې د ټرمپ لومړۍ ادارې د دوحې تړون په چوکاټ کې د ټولو امریکايي ځواکونو د اېستلو پرېکړه کړې وه.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په میاشت کې لاسلیک شوی و.

کورټېس چې د ټرمپ په اداره کې یې د ولسمشر مرستیالې سلاکارې او د امریکا د ملي امنیت شورا د سویلي او منځنۍ اسیا د برخې مشري کړې ټینګار کوي، چې: «په دوحې تړون کې هېڅ ځای داسې څه نه دي لیکل شوي، چې امریکايي ځواکونه دې په بګرام کې پاتې شي.»

ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د برېټانیا له لومړي وزیر کې‌یر سټارمر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: «موږ هڅه کوو، چې د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړو. طالبان هم له موږ ځینې غوښتنې لري او موږ هم هغه اډه غواړو.»

ځینې اوسني او پخواني امریکايي چارواکي وايي، د ټرمپ له لور‌ي د بګرام د نیولو طرحه په حقیقت کې یو ځل بیا پر افغانستان د یو بل پوځي یرغل په مانا بولي. د دوی په وینا؛ دغه کار یوازې د زرګونه سرتېرو او پرمختللو پوځي وسایلو پر مټ شونی دی.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

پاکستانی پوځ: یوشمېر افغان کډوال او هندي پوځیان په پاکستان کې ترهګریزو بریدونو کې ښکېل دي

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۹ GMT+۱
پاکستانی پوځ: یوشمېر افغان کډوال او هندي پوځیان په پاکستان کې ترهګریزو بریدونو کې ښکېل دي
100%

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وايي، داسې کره شواهد یې ترلاسه کړي چې بې‌اسناده افغان کډوال او هندي پوځي افسران د پاکستان دننه په خونړیو بریدونو کې ښکېل دي.

نوموړي له یوې جرمن رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، که څه هم پاکستان په وار، وار د افغان کډوالو د وتلو نېټه وغځوله؛ خو کره اسناد په لاس کې لري، چې ګن افغانان په ترهګریزو او ورانکاره کړونو کې لاس لري. هغه همدا راز ویلي، افغان کډوالو ته د پناه ورکولو اصلي لاملونه په افغانستان کې کورنۍ جګړې او د بهرنیانو لاسوهنې وې چې اوس دغه ستونزې نه‌شته.

نوموړي ادعا کړې، چې هند په پاکستان کې د بریدونو د تنظیم په برخه کې په منظمه توګه فعالیت کوي او هندي پوځي افسران په خونړیو ترهګریزو بریدونو کې ښکېل دي.

احمد شریف چودري که څه هم د خپلې ادعا د ثبوت په برخه کې څه نه‌دي ویلي؛ خو دا یې ویلي چې پاکستان په وار، وار په ترهګریزو بریدونو کې د هند د ښکېلتیا په اړه کره شواهد له نړۍوالو سره شریک کړي دي.

نوموړي د مرکې په یوې برخه کې ویلي، چې یوازې د پاکستان حکومت د «جهاد» اعلان واک او اختیار لري او په دې برخه کې ډلې بې‌واکه دي.

دغه پاکستاني جنرال همدا راز ویلي، له افغانستان نه د امریکایانو تر وتلو وروسته په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې له امریکايي وسلو ګټه اخېستل کېږي چې په خپله امریکا هم په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

دا لومړی ځل نه‌دی، چې پاکستاني چارواکي په ترهګریزو بریدنو کې د افغانانو او هند د ښکېلتیا خبره کوي؛ تر دې وړاندې هم ورته ادعاوې شوې دي، چې د کابل او نوي ډیلي له لوري په کلکه رد شوې دي.

جلال‌اباد کې د ودونو پرمهال هوايي ډزو او د پټاکیو غږونو د خلکو رواني امنیت ګواښلی

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۰ GMT+۱
•
زیار خان یاد
جلال‌اباد کې د ودونو پرمهال هوايي ډزو او د پټاکیو غږونو د خلکو رواني امنیت ګواښلی
100%

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ژمي موسم په نږدې کېدو سره د ودونو شمېر هم مخ په ډېرېدو دی او د شتمنو تر څنګ د طالبانو کورنۍ یا هم خپل خپلوان د خوښۍ په مراسمو کې د هوایي ډزو تر څنګ پټاکۍ هم چاودوي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي‌، چې دغه کار د خلکو رواني امنیت زیانمن کړی.

په جلال اباد ښار کې مېشت یو ځايي فعال ببرک سایل وایي، همدا تېره شپه د جلال‌اباد ښار په لومړۍ او څلورمه ناحیه کې د خوښۍ په مراسمو کې پټاکۍ چاودېدلې دي. نوموړی زیاتوي: «دولس بجو څخه تر یوې بجې پورې ټوله شپه د همدې پټاکیو غږونه وو، ګړز ګړوز جوړ و او بېخي یې خوب ته نه یو پرېښي.»

د دغه ښار یو بل اوسېدونکی هم دغه وضعیت تاییدوي او نیوکه کوي، چې د جمعې په شپو کې اوس‌مهال د ودونو د ډېروالي له امله د پټاکیو چاودېدو کچه هم ډېره شوې او ښاریان له ډاروونکي وضعیت سره مخ کوي. د جلال‌اباد ښاریانو د څرګندونو له مخې؛ طالبانو نه یوازې د دغه لوړ غږو پټاکیو مخه نه ده نیولې؛ بلکې ان د دوی کورنۍ او خپلوان خپله د خوښیو مراسمو کې دغه پټاکۍ چاودوي.

د پټاکیو غږونه؛ د روحي شکنجې لامل

په همدې ښار کې یو مېشت ډاکټر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په تېرو وختونو کې جلال‌اباد ښار د ځانمرګو بریدونو تر څنګ وسله‌وال بریدونه تجربه کړي او له همدې امله د پټاکیو چاودېدو سره د خلکو ذهن ته هماغه خونړۍ پېښې ورځي. د دغه ډاکټر په خبره؛ د ودونو پرمهال د دغه چاودېدونکو توکو غږونه د خلکو ذهنونو ته د ټروما په ډول هماغه پېښې ذهن ته ورولي او د روحي شکنجې لامل کېږي.

دغه ډاکتر چې د نوم له ښودلو ډډه کوي زیاتوي: «دغه غږونه ځورونکي دي، خلک یې چې واوري وډار شي او همدا ډار خپله د انسان رواني امنیت زیانمنوي او د تېرو خونړیو حادثو تکرار مغزو ته راولي». هغه ټینګار کوي، که دغه لړۍ دوام وکړي؛ نو د جلال اباد ښاریانو کې به د ټروما او رواني شکنجو پېښې ډېروالی ومومي.

پر چاپېریال د چاودېدونکو توکو ناوړه اغېزې

ډاکټران همدا راز د چاودېدونکو توکو بوی د چاپېریال ککړتیا او د ناروغیو ډېرېدو لپاره هم یو ګواښ بولي. ډاکټران وایي، له دې سره هوا خرابېږي، ځمکه هم ککړېږي او ان که ماشومان یا هم لویان دغه دودونه تنفس کړي؛ نو له جدي ناروغیو سره مخ کېدای شي.

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي د طالبانو د عامې روغتیا ریاست نه هم غواړي، چې د چاپېریالي ککړتیا او د ناروغیو د خپرېدو مخنېوي لپاره باید د دغه ناسم دود مخه ډب کړي.

افغانستان چې له کلونو راهیسې یې جګړې تجربه کړې، د خوښیو مراسمو کې ان د پټاکیو الوځول هم خلکو ته د جګړې یا هم کومې ناوړه پېښې خبرداری ورکوي. په تېر جمهوري نظام کې د طالبانو او یو شمېر ترهګرو ډلو له لوري د بمونو، چاودېدونکو توکو او ځانمرګو بریدونو د باروتو چاودېدو خلک نه یوازې په فزیکي توګه ګواښلي؛ بلکې لا یې هم ذهنونه هماغو پېښو سره تړلي پاتې دي او له ورته هر ډوغ غږونو وېره احساسوي.

که څه هم طالبانو په ودونو کې پر هوایي ډزو بندیز اعلان کړی؛ خو د همدوی جنګیالي بیا دغه امر نه مني او خپلو ودونو کې بې درېغه د ټوپکو شاجورونه خالي کوي او مرمۍ پر اسمان وروي، چې ان په ځینو سیمو کې یې خلک وژلي‌ او ټپیان کړي هم دي.

تېره ورځ له ۸ زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۶ GMT+۱
تېره ورځ له ۸ زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون اعلان کړی، چې یوازې پرون پنجشنبه د (وږي ۲۷مه) له بېلابېلو لارو څخه تر ۸ زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د ورځني راپور په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان ته ستانه شوي کډوال د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو پله، انګورو اډې، بهرامچې او اسلام‌کلا له لارو ستانه شوي دي.

نوموړي نن جمعه د (وږي ۲۸مه ) پر اېکس پاڼه لیکلي، له ډېرو ستنو شویو کډوالو سره د لومړنیو توکو سربېره د سیم کارټونو مرستې هم شوې دي. دغه طالب ویاند همدا راز ویلي، چې ستانه شوي ټول کډوال په وړیا ډول خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون په ورځني راپور کې همدا شان راغلي، چې له ستانه شویو کډوالو سره څه باندې دوه مېلیونه افغانۍ نغدي مرستې هم شوې دي.

په ورته وخت کې د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت خبر ورکړی، چې د پنج‌شنبې په ورځ‌ د (وږي ۲۷مه) له پاکستان نه ۴۱۰۸ افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. په دې ډله کې ۲۷۹۸ د «پي او ار» کارت لرونکي، ۳۶۸ د «اې سي سي» او پاتې نور بې‌اسناده کډوال وو.

دوه ورځې وړاندې په بلوجستان کې هم ځايي چارواکو ویلي و، چې د روانې سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده. د بلوجستان د ځايي چارواکو په خبره؛ د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نیټې راهیسې تراوسه څه باندې ۳۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د افغانستان له ګاونډیو او په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده. که څه هم وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ډله‌ییزه توګه د افغان کډوالو ستنول ظلم او زیاتی بللی و؛ خو د پاکستان او ایران حکومتونو ویلي، چې له خپلې خاورې د هغو افغانانو اېستلو ته ژمن دي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.

پاکستان او ازبکستان د افغان ټرانس رېل پټلۍ پروژې پر پلي کولو ټینګار کړی

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۳ GMT+۱
 پاکستان او ازبکستان د افغان ټرانس رېل پټلۍ پروژې پر پلي کولو ټینګار کړی
100%

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار هارون اختر ازبکستان ته د خپل سفر پرمهال له ازبک چارواکو سره په کتنه کې پر خپل وخت د افغان ټرانس رېل پټلۍ پروژې پر پلي کولو ټینګار کړی دی.

د راپورونو پربنسټ؛ هارون اختر د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله عریپوف سره په کتنه کې ویلي، چې د افغان ټرانس رېل پټلۍ پروژې پلي کول د پاکستان او ازبکستان پر اقتصادي ودې مثبت اغېز کوي.

د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ټرانس رېل پټلۍ پروژې د امکان سنجۍ تړون د روان ۲۰۲۵کال په جولای میاشت کې لاسلیک شو. د راپورونو پربنسټ؛ د دغه پروژې له مخې به له ازبکستان څخه افغانستان او بیا پاکستان ته څه باندې ۶سوه کلیومټره د رېل پټلۍ وغځول شي.

د یادې پروژې په پلي کېدو به افغانستان ته له ازبکستان نه د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد سربېره پاکستان ته د سوداګریزو توکو د لېږد له کبله د ټرانزیت عاید زمینه برابره شي.

که څه هم په دې اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، چې یاده پروژه به کله او په څومره وخت کې عملي شي؛ خو وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي و، چې دغه پروژه د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې مهم ګام دی.

یونېسف وايي، د افغان نجونو د زده‌کړو لپاره به خپلو غوښتنو او هڅو ته دوام ورکړي

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۶ GMT+۱
یونېسف وايي، د افغان نجونو د زده‌کړو لپاره به خپلو غوښتنو او هڅو ته دوام ورکړي
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، چې په افغانستان کې به د نجونو د زده‌کړو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. د یونېسف اجرایوي مرستیال تد چایبان ویلي، چې افغان نجونې له دوی د زده‌کړو د دوام غوښتنه کوي او دوی به د زده‌کړو لپاره خپلو غوښتنو او هڅو ته دوام ورکړي.

نوموړي کندوز ولایت ته د سفر په لړ کې په سې درک سیمه کې د افغان نجونو له یوه لنډمهاله ښوونیز مرکز څخه د لیدنې پرمهال ویلي، چې « د دغه ښوونیز مرکز ټولو ګډونوالو موږ ته وویل، چې غواړي زده‌کړې وکړي. دوی غواړي چې ډاکټرانې، انجنیرانې او یاهم په نورو برخو کې زده‌کړې وکړي او خپلو هیلو ته ورسېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تازه یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي څه باندې دوه مېلیونه نجونې په افغانستان کې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا ځل واکمنېدو سره سم له شپږم ټولګي پورته پر افغان نجونو د ښوونځیو دروازې بندې کړې دي او په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې له پراخو غوښتنو سره، سره یې دغه بندیز ته دوام ورکړی دی.