• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بګرام په اړه د چین غبرګون؛ د بګرام هوايي اډې په اړه پرېکړه د افغانانو حق دی

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۷ GMT+۱

د چین د بهرنییو چارو وزارت ویاند د بګرام هوايي اډې د بیا نیولو په تړاو د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې بیجینګ د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت درناوی کوي. د بګرام هوايي اډې د کارونې یا بیا نیولو پرېکړه یوازې د افغانانو حق دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان نن جمعه د یوه خبري کنفرانس پر مهال د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه څرګندونو په غبرګون کې چې بېرته به د بګرام هوايي اډه ونیسي وویل:«د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په لاس کې وي.»

لین جیان غوښتنه کړي، چې د سیالۍ پر ځای باید د سیمې د ثبات لپاره رغنده رول ولوبول شي.

نوموړي ویلي، چې چین غواړي په ګاونډیو سیمو کې ثبات ټینګ شي، ځکه دا کار د چین د امنیت او اقتصادي ګټو لپاره خورا مهم دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د بګرام هوايي اډې په اړه د دغه هېواد دریځ روښانه دی او د بګرام هوايي اډې په اړه پرېکړه یوازې د کابل د چارواکو واک دی او باید د پوځي سیالیو پر ځای د ډیپلوماسۍ او ثبات پر لور ګامونه پورته شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا وویل، چې متحده ایالات غواړي د افغانستان بګرام هوایي اډه بېرته ترلاسه کړي. ټرمپ زیاته کړه چې ولسمشر جو بایډن د وتلو پر مهال دغه اډه پرېښوده. نوموړي دا"ستره تېروتنه" وبلله.

ټرمپ وویل، بګرام اډه د چین د اتومي وسلو د تولید له ځایه نږدې یو ساعته واټن لري، نو ځکه ډېره مهمه ده.

هغه زیاته کړه: «موږ دا اډه د هېڅ شي په بدل کې ورکړه او اوس هڅه کوو چې بېرته یې ترلاسه کړو.»

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۳

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۴

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

•
•
•

نور کیسې

د بریتانیا د بهرنیو چارو مسوول وایي افغانستان ته باید هېڅ برېتانیايي وګړي سفر ونه کړي

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۱ GMT+۱
د بریتانیا د بهرنیو چارو مسوول وایي افغانستان ته باید هېڅ برېتانیايي وګړي سفر ونه کړي
100%

د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان په چارو کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مسوول د قطر په منځګړیتوب د طالبانو له زندانه د یوې بریتانیايي جوړې له خوشې کېدو وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو خوښې ښودلي ده او هېله لري چې پیټر او باربي رینولډز به ډېر ژر له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.

هامیچ فاکونر وايي:«زه ډېر خوشحاله یم چې پيټر او باربي رینولډز نور په افغانستان کې بندیان نه دي او د دوی کړاو پای ته رسېدلی دی.»

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د بریتانیايي وګړو لپاره د حکومت کونسلي ملاتړ ډېر محدود دی او هېڅوک باید افغانستان ته سفر ونه وکړي.

نوموړي دا څرکندونې پر داسې مهال کړې، چې یوه برېتانیايي جوړه له اووه میاشتو زندانې کېدو وروسته نن خوشې شول.

شهاب الدین دلاور نورګل ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له زلزله‌‌ځپلو کورنیو سره ولېدل

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۱
شهاب الدین دلاور نورګل ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له زلزله‌‌ځپلو کورنیو سره ولېدل
100%

د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې مشر مولوي شهاب‌الدین دلاور ویلي، چې د کونړ د وروستۍ زلزلې له اغېزمنو کورنیو سره به هېڅ ډول مرسته ونه ځنډول شي او د سرې میاشتې ټولې سرچینې به د دوی ملاتړ ته ځانګړې شي.

د سرې میاشتې ټولنې په خبرپاڼه کې چې پر اېکس یې خپره کړې راغلي، شهاب الدین دلاور تېره ورځ د نورګل ولسوالۍ هغو دوو موقتي کمپونو ته ورغی چې د زلزلې له امله بې‌کوره شویو کورنیو لپاره جوړ شوي دي، او هلته یې د زیانمنو کورنیو وضعیت له نږدې ولید.

خبرپاڼه زیاتوي چې، د سرې میاشتې مشر د کمپونو مسولینو ته لارښوونه وکړه چې د زلزله‌ځپلو کورنیو اړتیاوو ته باید په بېړه او موثر ډول رسېدنه وشي.

شهاب‌الدین دلاور وویل: «سره میاشت د خلکو د خدمت یوه بشردوستانه اداره ده، موږ به د شتمنې ټولې سرچینې د هغو کورنیو ملاتړ ته ځانګړې کړو چې د وروستۍ زلزلې په پایله کې یې خپل عزیزان او کورونه له لاسه ورکړي دي او هېڅ ډول مرسته به ترې ونه ځنډول شي.»

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «سره میاشت به د خپل بشري ماموریت، ژمنتیا او صداقت له مخې عمل وکړي او تر هغې به له اغېزمنو کورنیو ملاتړ ته دوام ورکړي، څو د هغوی ژوند بېرته عادي حالت ته ستنیږي.»

د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه، کونړ او څو نور ختېز ولایتونه زورورې زلزلې ولړزول چې په پایله کې یې زرګونه کسان مړه او ټپیان شول او زرګونه کورنۍ د کورونو د ویجاړیدو له امله بې‌کوره شوې.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، ددغه زلزلې له امله رزګونه ودانۍ ویجاړې شوې او تر ۲۳ زره ډېر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ترکیې پولیسو ۱۷ افغان کډوال نیولي دي

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۰ GMT+۱
د ترکیې پولیسو ۱۷ افغان کډوال نیولي دي
100%

د ترکیې پولیسو د پنجشنبې په ورځ د اماسیا په ښار کې ۱۷ افغان کډوال چې په یوه لارۍ کې پټ شوي وو نیولي دي. پولیسو ویلي، یاد کډوال په ناقانونه توګه ترکیې ته داخل شوي و او بېرته به افغانستان ته واستول شي.

د اماسیا پولیس زیاتوي، چې نیول شوي افغان کډوال د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري او دمګړۍ د بهرنیو وګړو د اخراج په مرکزونو کې ساتل کیږي.

پولیسو د افغان کډوالو د انتقال لارۍ چلونکی هم د ناقانونه کډوالو د لېږدولو په تور نیولی دی او د هغه قضیه یې محکمې ته وړاندې کړې ده.

په وروستیو کلونو کې ترکیه د کډوالو، په ځانګړې توګه د افغانانو لپاره اروپا ته د تګ په یوې لویه لار بدله شوې ده او هر کال زرګونه افغانان اروپا ته د رسېدو په هیله ترکیې ته پر خطرناکو لارو سفر کوي. ډېری وخت پر دغو لارو کډوال مړه یا وژل کېږي.

د ترکیې حکومت په دې وروستیو کې د خپلو پولو د کنټرول او په ناقانونه توګه د کډوالو د ننوتلو سره د مبارزې لپاره سخت اقدامات پیل کړي دي.

د ترکیې د کډوالو ادارې د شمېر له مخې په ۲۰۲۴ کال کې له ۲۳۰ زرو څخه ډېر بې اسناده کډوال نیول شوي او بېرته خپلو هېوادونو ته استول شوي دي.

د امریکا د استازو جرګې غړی وايي، د بګرام اډې بېرته نیول یوه ستراتیژیکه او پرځای پرېکړه ده

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۰ GMT+۱
د امریکا د استازو جرګې غړی وايي، د بګرام اډې بېرته نیول یوه ستراتیژیکه او پرځای پرېکړه ده
100%

په افغانستان کې د بګرام اډې د بېرته نیولو په اړه د ډونالډ ټرمپ له تازه څرګندونو وروسته د امریکا د استازو جرګې غړي رېلي مور ویلي، چې د ټرمپ دغه پرېکړه «ستراتېژیکه او منطقي» ده.

دغه جمهوري غوښتونکي استازي د نیوز مېکس په نامه یوې امریکايي رسنۍ ته ویلي، چې د بګرام هوايي اډې جغرافیوي موقعیت او په تېر کې د امریکا لویې پانګونې ته په کتو د دغه اډې د بېرته ترلاسه کولو ارزښت د پام وړ دی.

نوموړي ویلي، چې د بګرام بېرته نیول نه یوازې د امریکا د امنیتي ګټو پورې تړاو لري؛ بلکې د چین د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ پر وړاندې د مقابلې په برخه کې ګټور تمامېدای شي.

هغه وایي:« په دې کې شک نه‌شته، چې دغه اقدام له ستراتیژیک پلوه بیخي سم دی او دا څومره لویه تراژیدي ده چې دا مهال هلته موږ څار نه‌لرو؛ په داسې حال کې چې د ستراتیژیکو موقعیتونو او په ځانګړې توګه د دغه ځای د ترلاسه کولو لپاره مېلیاردونه ډالر مصرف شوي او زرګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده ایالات غواړي د افغانستان بګرام هوایي اډه بېرته ترلاسه کړي. نوموړي د دغه اډې پرېښودل د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن ستره «تېروتنه» بللې ده.

له بل پلوه ځینو امریکايي چارواکو بیا ویلي، چې د بګرام هوايي اډې بېرته نیول اسانه کار نه‌دی. یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د بګرام هوايي اډې بېرته نیول لسګونه زره پوځیانو، ګڼو لګښتونو او پېچلو لوژستیکي عملیاتو ته اړتیا لري او له دې ټولو ور هاخوا د بګرام د امنیت ټینګښت به خورا ستونزمن وي.

ورته مهال یوه بل امریکايي چارواکي بیا رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دا مهال د بګرام د نیولو لپاره هیڅ ډول رسمي پلان نه‌شته. د بګرام هوايي اډه د پروان ولایت د چاریکار ښار شمال ته نږدې د کابل نه شاوخوا ۶۰ کیلومتره لرې پرته ده، چې د ستراتیژیک موقعیت له مخې د افغانستان مرکزي سیمو ته نږدې او له چین، ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا سره د واټن له مخې خورا مهمه سیمه ګڼل کېږي.

پخوانۍ امریکایۍ چارواکې:دا فکر کول چې هبت‌الله به امریکا ته د بګرام اډه پرېږدي خندوونکې ده

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۰ GMT+۱
پخوانۍ امریکایۍ چارواکې:دا فکر کول چې هبت‌الله به امریکا ته د بګرام اډه پرېږدي خندوونکې ده
100%

د سپینې ماڼۍ پخوانۍ چارواکې لیزا کورټېس د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې خندوونکې بللې دي، چې ګواکې امریکا غواړي د بګرام پوځي اډه بېرته لاس ته راوړي. نوموړې ویلي، چې طالبان به هېڅ‌کله امریکایي ځواکونو ته د بېرته ستنېدو اجازه ور نه‌کړي.

کورټېس افغانستان انټرنشنل ته په یو لیکلي پېغام کې ویلي: «دا تصور چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده به امریکا ته د بګرام د پرېښودو اجازه ورکړي، یوازې د خندا وړ ده.» هغې زیاته کړې، چې طالبانو شل کاله له امریکایي او ناټو ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړه او دا شونې نه‌ده چې اوس بېرته د ورتګ لپاره ورته دروازې پرانېزي.

لېزا کورټېس چې د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال د دوحې تړون د جوړېدو په بهیر کې د پالیسۍ جوړوونکو له ډلې وه، وویل: «په دې تړون کې روښانه شوې، چې امریکا به د ۲۰۲۱م د مئ تر میاشتې ټول ځواکونه له افغانستان نه وباسي.»

هغې زیاته کړه، که ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۱م د دوبي پر مهال هم ولسمشر پاتې شوی وای؛ نو ښايي خپله پرېکړه یې بدله کړې وای، خو حقیقت دا دی چې د ټرمپ لومړۍ ادارې د دوحې تړون په چوکاټ کې د ټولو امریکايي ځواکونو د اېستلو پرېکړه کړې وه.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په میاشت کې لاسلیک شوی و.

کورټېس چې د ټرمپ په اداره کې یې د ولسمشر مرستیالې سلاکارې او د امریکا د ملي امنیت شورا د سویلي او منځنۍ اسیا د برخې مشري کړې ټینګار کوي، چې: «په دوحې تړون کې هېڅ ځای داسې څه نه دي لیکل شوي، چې امریکايي ځواکونه دې په بګرام کې پاتې شي.»

ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د برېټانیا له لومړي وزیر کې‌یر سټارمر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: «موږ هڅه کوو، چې د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړو. طالبان هم له موږ ځینې غوښتنې لري او موږ هم هغه اډه غواړو.»

ځینې اوسني او پخواني امریکايي چارواکي وايي، د ټرمپ له لور‌ي د بګرام د نیولو طرحه په حقیقت کې یو ځل بیا پر افغانستان د یو بل پوځي یرغل په مانا بولي. د دوی په وینا؛ دغه کار یوازې د زرګونه سرتېرو او پرمختللو پوځي وسایلو پر مټ شونی دی.