دغه جمهوري غوښتونکي استازي د نیوز مېکس په نامه یوې امریکايي رسنۍ ته ویلي، چې د بګرام هوايي اډې جغرافیوي موقعیت او په تېر کې د امریکا لویې پانګونې ته په کتو د دغه اډې د بېرته ترلاسه کولو ارزښت د پام وړ دی.
نوموړي ویلي، چې د بګرام بېرته نیول نه یوازې د امریکا د امنیتي ګټو پورې تړاو لري؛ بلکې د چین د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ پر وړاندې د مقابلې په برخه کې ګټور تمامېدای شي.
هغه وایي:« په دې کې شک نهشته، چې دغه اقدام له ستراتیژیک پلوه بیخي سم دی او دا څومره لویه تراژیدي ده چې دا مهال هلته موږ څار نهلرو؛ په داسې حال کې چې د ستراتیژیکو موقعیتونو او په ځانګړې توګه د دغه ځای د ترلاسه کولو لپاره مېلیاردونه ډالر مصرف شوي او زرګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده ایالات غواړي د افغانستان بګرام هوایي اډه بېرته ترلاسه کړي. نوموړي د دغه اډې پرېښودل د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن ستره «تېروتنه» بللې ده.
له بل پلوه ځینو امریکايي چارواکو بیا ویلي، چې د بګرام هوايي اډې بېرته نیول اسانه کار نهدی. یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د بګرام هوايي اډې بېرته نیول لسګونه زره پوځیانو، ګڼو لګښتونو او پېچلو لوژستیکي عملیاتو ته اړتیا لري او له دې ټولو ور هاخوا د بګرام د امنیت ټینګښت به خورا ستونزمن وي.
ورته مهال یوه بل امریکايي چارواکي بیا رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دا مهال د بګرام د نیولو لپاره هیڅ ډول رسمي پلان نهشته. د بګرام هوايي اډه د پروان ولایت د چاریکار ښار شمال ته نږدې د کابل نه شاوخوا ۶۰ کیلومتره لرې پرته ده، چې د ستراتیژیک موقعیت له مخې د افغانستان مرکزي سیمو ته نږدې او له چین، ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا سره د واټن له مخې خورا مهمه سیمه ګڼل کېږي.