• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حقاني: د هبت‌الله د حکم اطاعت کې د الله رضا ده او افغانستان کې بې‌ساری نظام رامنځته شوی

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د سترې محکمې رییس او قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني د نوي اداري مرستیال د پېژندلو په غونډه کې وویل، د طالبانو بریا په یووالي کې نغښتې ده او د همدې یووالي له امله په افغانستان کې «بې‌ساری نظام او امنیت» رامنځته شوی دی.

عبدالحکیم حقاني د سترې محکمې د نوي اداري مرستیال سخاءالله سعید د پېژندلو په غونډه کې چې د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) جوړه شوې وه، په اسلام کې د امیر اطاعت په تړاو له څرګندونو وروسته وویل: «د هبت الله د حکم په اطاعت کې د الله تعالی رضا نغښتې ده.»

د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، په دغې غونډه کې د یادې محکمې نوي اداري مرستیال سخاءالله سعید وویل، باوري دی چې د هبت الله اخوندزاده هر حکم او فرمان د چارو د ښه والي لپاره صادرېږي او د هر حکم عملي کول پر ځان واجب ګڼي.

نوموړي زیاته کړه: «که مو هر ځای ته تبدیل یا بیخي له دندې لرې کړي خوشاله یو، ځکه موږ ته ځان نه دی مطرح، بلکې یوازینۍ هیله مو د اسلامي نظام بقاء او استحکام دی.»

د دغې محکمې مخکېنی اداري مرستیال عبدالمالک حقاني د پوهنې وزارت د ښوونکو د تربیې او عمومي تعلیماتو د مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د دغې محکمې د ريیس عبدالحکیم حقاني د نیونې په موخه د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري یو حکم صادر شوی او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو بیا ویلي، چې د طالبانو محکمې یوازې د ښځو د حقونو پر ځپنې بوختې دي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: که طالبان بګرام اډه امریکا ته و نه سپاري، نو یوه بده پېښه به رامنځته شي

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۶ GMT+۱
ټرمپ: که طالبان بګرام اډه امریکا ته و نه سپاري، نو یوه بده پېښه به رامنځته شي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو وغوښتل، چې د بګرام هوايي اډه امریکا ته وسپاري. ټرمپ خبرداری ورکړ: «که افغانستان د بګرام هوايي اډه هغو کسانو ته چې دا اډه یې جوړه کړې، یعنې د امریکا متحده ایالاتو ته بېرته ورنکړي، نو بدې پېښې به رامنځته شي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې په ټروټ سوشل کې د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه وکړې او یو ځل بیا یې خبرداری ورکړ، چې که یاده اډه دوی ته و نه سپارل شي نو بده پېښه به رامنځته شي.

د امریکا ولسمشر په خپل دغه لنډ متن کې د هغه څه په اړه چې «بدې پېښې» یې بللي، نور جزیات نه دي ورکړي.

100%

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و، چې دوی له طالبانو سره د بګرام هوایي اډې د بېرته نیولو لپاره خبرې کوي. ټرمپ تېره ورځ د سپینې ماڼۍ مخې ته خبریالانو ته وویل:«موږ هېڅکله باید بګرام اډه نه وای پرېښې.»

په ورته وخت کې پرون وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ، چې امریکایي چارواکي په بګرام کې د ترهګرۍ پر وړاندې د محدود ځای پرځای کولو په اړه «له طالبانو سره د خبرو اترو» په لومړیو مرحلو کې دي.

طالب چارواکو د امریکا د نظامي حضور د بېرته راګرځېدو مخالفت څرګند کړی دی.

طالبانو بیا ویلي، دوی به هېڅکله هم د بګرام هوايي اډه چاته ورنکړي او په دې اړه یې د ولسمشر ټرمپ څرګندونې «له کرکې ډکې» بللې دي.

نوموړي د بایډن په دوره کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل «یوه بشپړه فاجعه» وبلله او د بګرام د پرېښودو پرېکړه یې په کلکه وغندله او ویې ویل: «موږ د بګرام اډه په وړیا توګه هغوی ته ورکړه. موږ غواړو چې دغه اډه بېرته تر لاسه کړو.»
د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې هم د بګرام هوایي اډې پر ارزښت ټینګار کړی و او ویلي یې و، چې د بایډن د «حماقت» له امله اوس‌ دغه اډه چین «اشغال» کړې ده.

د بګرام هوايي اډه د کابل شمال ته شاوخوا ۶۵ کیلومترۍ کې د افغانستان یو له تر ټولو لویه اډه ده.

دغه اډه د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته له ۲۰۰۱ کال راهیسې د طالبانو د لومړۍ دورې د رانسکورولو په موخه د امریکايي ځواکونو له لوري ونیول شوه او د دوو لسیزو لپاره د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لویه هوايي او نظامي اډه وه.

د جمعیت ګوند ناراضه مشرانو د رباني د یاد غونډې په مراسمو کې ګډون ونه کړ

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۰ GMT+۱
د جمعیت ګوند ناراضه مشرانو د رباني د یاد غونډې په مراسمو کې ګډون ونه کړ
100%

د جمعیت اسلامي ګوند یو شمېر مشرانو لکه احمد مسعود، یونس قانوني، عطا محمد نور او محمد اسماعیل خان په هغه انلاین مراسمو کې ګډون ونه کړ، چې د جمعیت د بنسټګر برهان‌الدین رباني د وژنې د څوارلسم تلین په مناسبت جوړ شوی وو.

د جمعیت اسلامي مشر او د برهان الدین رباني زوی صلاح الدین رباني د ګوند د مشرانو ترمنځ اختلافات تایید کړي.

صلاح الدین رباني ټینګار وکړ، چې دا اختلافات اوس مهال «د جمعیت اسلامي اصلي تمرکز له خپل بنسټیز او ګډ هدف څخه لرې کوي.»

په دې وروستیو کې د جمعیت اسلامي ګوند ځینو لوړپوړو څېرو اعلان کړی، چې دا ګوند نور یو مشر نه لري او پر ځای به یې «د پرېکړو عالي شورا» د دې سیاسي حرکت نظامي، سیاسي او مدني مبارزې رهبري کوي.

دې ډلې چې عطا محمد نور، محمد اسماعیل خان، احمد مسعود، حضرت علي او محمد یونس قانوني پکې شامل وو اعلان وکړ، چې د طالبانو پر وړاندې د مبارزې د دوام لپاره یې «داخلي یووالي» ترلاسه کړی دی.

صلاح‌الدین رباني د ګوند د وېش په اړه مستقیم څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه: «زموږ لیدلوری د جمعیت اسلامي د یووالي او انسجام په اړه له ځینو درنو شخصیتونو سره توپیر لري. موږ په جمعیت اسلامي باور لرو چې تر څو د ګوند اصول مراعات نه شي، موجود جلا جوړښتونه یو نه شي او د خلکو او ګوند ګټې په پام کې و نه نیول شي، نه به ستونزې حل شي او نه به د خلکو تمې پوره شي.»

صلاح‌الدین رباني ټینګار وکړ، چې که د جمعیت د ځینو شخصیتونو موخه یوازې اېتلاف جوړول وي، نو ټول د جمعیت غړي له مخکې نه یو لوی اېتلاف دي او نوي اېتلاف ته اړتیا نشته. هغه زیاته کړه: «خو که هدف واقعي یووالی او د جمعیت اسلامي بیا رغونه وي، نو سیاسي صداقت او د سختو او زړورو پرېکړو کول ضروري دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د نورو سیاسي ګوندونو ځینو مشرانو بیا لکه مارشال عبدالرشید دوستم، محمد محقق، عبدالهادي ارغندیوال او احمد ضیاء مسعود د برهان‌الدین رباني په یاد غونډه کې ګډون کړی و.

خو احمد مسعود، عطا محمد نور او د جمعیت نورې څېرې د رباني د ترور د ۱۴م تلین په مناسبت جلا اعلامیې خپرې کړې دي.

صلاح‌الدین رباني چې د جمعیت اسلامي رهبر دی، د افغانستان اوسنی وضعیت یې تیاره او له ناورینونو ډک وباله او ویې‌ ویل: «دا پړاو ښايي د هېواد د معاصر تاریخ له هېڅ بل پړاو سره د پرتله کولو وړ نه وي.»

هغه خبرداری ورکړ، چې: «هېڅ سیاسي، ټولنیز یا قومي ګوند د طالبانو له سیاستونو ملاتړ نه کوي.»

د یادولو ده، چې برهان‌الدین رباني د افغانستان پخوانی ولسمشر و.

رباني د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د سولې د عالي شورا مشر شو او نوموړی په خپل کور کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې په داسې حال کې ووژل شو، چې بریدګر ځان د طالبانو د سولې د پیغام رسوونکي په توګه معرفي کړی و.

عطا محمد نور: ټرمپ ته د افغان خاورې سپارل پر ناموس د معاملې په معنا ده

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۹ GMT+۱
عطا محمد نور: ټرمپ ته د افغان خاورې سپارل پر ناموس د معاملې په معنا ده
100%

د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو په تړاو د ډونالډ ټرمپ له څرګندونو وروسته ځینو سیاستوالو په ځانګړې توګه د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند یوه غړي وویل، د ټرمپ هیله یوازې له دوستم سره په همکارۍ د عملي کېدو وړ ده، خو عطا محمد نور بیا دغه چاره پر ناموس د معاملې په معنا بللې ده.

د امریکا ولسمشر د تېرې پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۷مه) وویل، امریکا غواړي چې د کابل په شمال کې د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسي او په سبا یې د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند یوه لوړپوړي غړي بشیر احمد ته‌ینج پر خپلې فېسبوک پاڼې ولیکل، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه هیله یوازې له عبدالرشید دوستم سره د همکارۍ له لارې پوره کېږي.

بشیر احمد ته‌ینج (د تېرې جمعې په ورځ د وږي په ۲۸مه) په خپلې فېسبوک پاڼې له مجاهدینو سره د دوستم د اتحاد په ترڅ کې د نجیب د حکومت رانسکورېدو ته په اشارې سره وویل: «د شمال د پنځو ولایتونو سقوط، تازه تاریخ دی.»

د بشیر احمد ته‌ینج دغې فېسبوکي لنډې لیکنې ته ګڼو خلکو غبرګون وښود او هغه یې «خیال» او د «ناکامو تجربو تکرار» وباله.

خو د جمعیت د انشعابي برخې مشر او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور بیا په خپله اېکس پاڼه لیکلي، افغانستان په نړۍ کې د اشغالګرو پر وړاندې د درېدو له امله نوم لري، خو «په خواشینۍ سره په دې ورځو کې ځینې کسان غواړي د خاورې د خرڅونې له لارې له یو بل څخه مخکې شي. زما په باور، ښاغلي ټرمپ یا بل هر چا ته، د خاورې وړاندې کول که هغه بګرام وي، که کابل او یا کندهار، له بې تفاوتۍ او پر ناموس له معاملې پرته بل څه نه دي.»

عطامحمد نور پرته له دې چې د چا نوم واخلي وايي، هېواد یا هغه کسانو چې افغان ملت له دغې ورځې سره مخ کړی، هېڅکله هم د دې وړ نه دي، چې د افغانستان د ازادولو هیله ترې وشي. هغه زیاته کړې: «طالبان له ټولو بدیو، نیمګړتیاوو او انساني ضد کړنو سره، لږ تر لږه د خاورې پلورنکي نه دي.»

نوموړي همداراز په ډاګه ویلي: «که امریکا په افغانستان کې له خپلو لاسپوڅو او په لاس کېنول شویو حاکمانو مایوسه شوي وي، ځکه نه دي توانېدلي او یا نه یې دي غوښتي چې سیمه ییزې پروژې یې عملي کړي، باید پوه شي چې زموږ هېواد د [هغوی] حضور او اشغال ته اړتیا نه لري. د خنډونو لرې کول او د طالبانو ضد له حوزې سره د وسلو مرسته، د افغانستان راتلونکې لپاره کافي ده.»

طالبانو هم ویلي، چې هېڅکله به هم بګرام هوايي اډه ټرمپ ته ورنه کړي او د امریکا ولسمشر دغه اډه ځکه غواړي چې په وینا یې د سیمې له کنټرول سربېره د چین هغې سیمې ته چې پکې اټومي وسلې دي او یا هم جوړېږي شاوخوا یو ساعت واټن لري.

طالبان: موږ به هېڅکله هم د بګرام هوايي اډه ټرمپ ته ورنکړو | افغانستان انټرنشنل پښتو

د بګرام هوايي اډه د کابل شمال ته شاوخوا ۶۵ کیلومترۍ کې د افغانستان یو له تر ټولو لویه اډه ده. دغه اډه د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته له ۲۰۰۱ کال راهیسې د طالبانو د لومړۍ دورې د رانسکورولو په موخه د امریکايي ځواکونو له لوري ونیول شوه او د دوو لسیزو لپاره د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لویه هوايي او نظامي اډه وه.

په تېرو ۵۰ ورځو کې له پاکستان څخه څه باندې ۱۶۸ زره کسان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۹ GMT+۱
په تېرو ۵۰ ورځو کې له پاکستان څخه څه باندې ۱۶۸ زره کسان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي
100%

د پاکستان د کډوالو ادارو د شمېرو له مخې، د روان کال د اګسټ له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستان څخه ۱۶۸ زره او ۱۱۶ کسان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغو ادارو په دې اړه چې ایا دغه کسان په خپله خوښه تللي او که په زوره اېستل شوي څه نه دي ویلي.

د پاکستان د کډوالو ادارو د معلوماتو له مخې، د اګسټ له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر ۲۰مې له پاکستان څخه ۱۱۷ زره او ۱۷۲ پي، او، ار کارټ لرونکي افغانان او همداراز ۵۰ زره او ۹۴۴ افغان سټیزن (اې، سي، سي) کارټ لرونکي افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د سرچینو په وینا، دغه بهیر همداراز دوام لري او د خېبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو د محکمې په وینا، یوازې د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) یعنې په یوه ورځ کې له پاکستان څخه څه باندې ۳۵۰۰ کسان یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

سرچینې زیاتوی، یوازې د شنبې په ورځ ۲ زره او ۲۵۱ پي، او، ار کارټ لرونکي افغانان، ۳۰۴ اې، سي، سي کارڼ لرونکي افغانان او همداراز ۹۵۸ ناقانونه افغانان بېرته خپل هېواد ته شړل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت د سپټمبر په لومړۍ له دغه هېواد څخه د ټولو پي، او، ار کارټ لرونکو افغانانو د اېستنې بهیر پیل کړی او د سرچینو په وینا، په راتلونکو ورځو کې به دغه بهیر لاپسې پراخ شي.

د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو او همداراز د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو له پاکستان او ایران څخه غوښتي، چې له خپلو هېوادونو په زوره د افغانانو د اېستنې بهیر ودروي، خو په ظاهره دغو دواړو هېوادونو د یادو بنسټونو او سازمانونو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

له دې سره سم، له دغو دوو هېوادونو ډېری اېستل کېدونکي افغانان خپلې راتلونکې ته سخت اندېښمن دي او وايي، له لسګونو کلونو راهیسې په یادو هېوادونو کې اوسېدلي او هلته یې کاروبارونه دي، خو په افغانستان کې ان د ناستې ځان هم نه لري.

دوی له دې سربېره د خپلو ماشومانو او په ځانګړې توګه د خپلو لوڼو د زده کړو نیمګړي پاتې کېدو ته هم اندېښمن دي، ځکه په افغانستان کې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د دوام مخه نیولې ده.

طالبان: د شنبه په ورځ نږدې ۸ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۱ GMT+۱
طالبان: د شنبه په ورځ نږدې ۸ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې یوازي د شنبه په ورځ ۷۸۰۴ تنه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي. طالبانو ویلي، چې د دغو کورنیو شمېر ۱۲۰۳ ته رسېږي، چې تر ثبت وروسته خپلو مېنو ته لېږدول شوي‌ دي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د شنبه په ورځ (د وږي ۲۹مه) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د نن ورځي په راپور کې ویلي، چې له پاکستان او ایران څخه د ستنو شویو افغان کډوالو سره یې مرستې او همکارۍ کړي دي.

دغه افغان کډوالو د هرات د اسلام کلا، د نیمروز د ورېښو، د کندهار د سپين بولدک، د ننګرهار د تورخم او د هلمند د بهرامچې له لارې افغانستان ته راغلي دي.

که څه هم طالبان له ستنو شویو افغان کډوالو سره د مرستې خبره کوي، خو دغه کورنۍ وایي، چې د سرپناه ترڅنګ د خوړو، روغتيا، کار او د ماشومانو د زده کړو په برخه کې لا هم پراخې ستونزې لري او دغه ډله ورته پاملرنه نه کوي.

د کډوالو په برخه کې نړۍوالو بنسټونو هم افغانستان ته د ستنو شویو کورنیو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی او په وار-وار یې د مرستو او لاسنیوي ټينګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د کډوالو ادارو د شمېرو له مخې بیا د روان کال د اګسټ له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستان څخه ۱۶۸ زره او ۱۱۶ کسان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغو ادارو په دې اړه چې ایا دغه کسان په خپله خوښه تللي او که په زوره اېستل شوي څه نه دي ویلي.