د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې ۷ وسله‌وال وژل شوي دي

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د ډېره غازي خان په کلاچې سیمه کې یې ۷ وسله‌وال وژلي دي. د دغې ادارې په وینا؛ دغه کسان د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ (د سپټمبر په ۲۰مه) د یو لړ عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.