• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان: عاصم منیر په قصدي ډول له افغانستان سره اړیکې خرابوي

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۸ GMT+۱

د پاکستان پخوانی بندي لومړی وزیر عمران خان وايي، په پاکستان کې د پوځ مشرۍ ته د عاصم منیر له رسېدو وروسته له افغانستان سره په قصدي توګه اړیکې خرابېږي، څو لوېدیځوالو ته ځان «ژغورنکی» وښيي.

عمران خان د دوشنبې په شپه (د وږي ۲۴مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د پاکستان پوځ مشرۍ ته د عاصم منیر له رسېدو وروسته افغان لوری تل دې ته هڅول کېږي، چې له پاکستان سره جګړه پیل کړي، څو ورسره د طالبانو مخالفین خوشحاله کړي او لوېدیځوالو ته ځان «ژغورونکی» وښيي.

د عمران خان په وینا، په لومړي سر کې پاکستان، افغانستان ته جدي ګواښونه وکړل، بیا یې «د مذهبي، اخلاقي او د کډوالو د نړۍوالو حقونو خلاف هغه افغان وروڼه چې په پاکستان کې له درېیو نسلونو راهیسې اوسېدل، په ډېر بد وضعیت کې واېستل. تر دې وروسته د افغانستان پر خاوره بریدونه وشول او اوس د دې په نوم چې «ترهګر راغلي» د قبایلي سیمو پر ضد عملیات کوي.»

د نوموړي په باور: «له دغه ډول چلند سره هېڅکله هم سوله نه شي راتللای، تل پاتې سوله تل د خبرو له لارې رامنځته کېږي.»

د عمران خان په اند، په افغانستان او قبایلي سیمو کې د قبایلي سیمو د خلکو، د افغانستان د اوسني حاکمانو او افغان ولس له همکاریو پرته سوله نه شي رامنځته کېدلای.

خان په خپله اېکس پاڼه کې زیاته کړې، په خېبر پښتونخوا کې له نظامي عملیاتو سره ترهګري نوره هم پراخېږي او کله چې پولیس د دې زیاتېدونکې ترهګرۍ پر کنټرول بوخت شي، نو حکومتولي او عامه نظم به له رکود سره مخ شي.

هغه همداراز د پاکستان پر پوځ په نیوکو سره زیاته کړې، چې په «اډیاله» زندان کې د ده محاکمه د قاضي له خوا نه، بلکې د «ای، اېس، ای» د یوه ډګروال له خوا ترسره کېږي او هغه هم د پوځ د مشر عاصم منیر له هدایتونو سره سم چلند کوي او په وینا یې «دا ملکي محاکمه نه، بلکې پوځي محاکمه ده.»

د عمران خان په باور، دمګړی په پاکستان کې هره چاره د اساسي قانون له مخې نه، بلکې د «عاصم منیر د قانون» له مخې ترسره کېږي او ورسره تل اساسي قانون او نور قوانین تر پښو لاندې شوي دي.

خان په زندان کې له ورسره کېدونکي چلنده په شکایت سره وايي: «زما او زما د مېرمنې ټول بشري حقونه تر پښو لاندې شوي او موږ د عادي بندیانو له ټولو اسانتیاوو محروم یو، حتی زما کتابونه هم بند شوي او ما ته په هرو اتو میاشتو کې یو ځل له خپلو ماشومانو سره د خبرو کولو اجازه راکول کېږي.»

هغه د خپل ګوند (تحریک انصاف پاکستان) له ټولو غړو غوښتي، چې یو موټی پاتې شي او په وینا یې د «ظلم نظام» ډېر دوام نه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان بندي پخواني لومړي وزیر څو ورځې مخکې هم ویلي و، چې افغانستان نه یوازې یو اوږد مهاله ملګری هېواد دی، بلکې یو ورور او اسلامي هېواد هم دی.

نوموړي یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت او په ځانګړې توګه پر پوځ په نیوکو سره وویل، د پاکستان اوسنی نظام د ظلم او اخلاقي زوال پر لوري روان دی او پای به یې هم د همدې نظام په رانسکورېدو سره وي.



ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د جرمني حکومت په پاکستان کې د سلګونه منل شویو افغانانو وضعیت ډېر خراب بولي

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۰ GMT+۱

د «ولت» ورځپاڼې د دولتي محرمو راپورونو پر بنسټ لیکلي، د جرمني حکومت پر دې پوهېږي چې په پاکستان او په ځانګړې توګه په اسلام اباد کې د سلګونه منل شویو افغانانو وضعیت ډېر خراب دی.

د جرمني حکومت په مَحرم راپور کې چې یوه کاپي یې دغې ورځپاڼې ته رسېدلې، راغلي چې د پاکستان پولیس لا هم د هغو افغان کډوالو په لټه کې دي چې ټاکل شوې جرمني ته ولېږدول شي. په ظاهره داسې ښکاري چې له پاکستانه د دغو افغان پناه غوښتونکو له اېستنې د مخنیوي په برخه کې د جرمني د بهرنو چارو وزارت هڅو څه ګټه نه ده کړې.

د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې ځواکونو د وږي په ۱۶مه په اسلام اباد کې د جرمني د نړۍوالو همکاریو سازمان (جي، ای، زیډ) له لوري پر کرایه شویو مېلمستونونو په نیمه شپه چاپه ووهله. په راپور کې راغلي: «هغه افغان کورنۍ چې جرمني ته د تګ لپاره په تمه و، په حمامونو کې پټ شول او څو کسان د پاکستاني پولیسو د وحشت له امله بې سده شول.»

تېره اوونۍ ۴۷ افغانان د برلین د محکمې په حکم سره له اسلام اباده د جرمني «هانوفر» ښار ته ولېږدول شول، په داسې حال کې چې سلګونه نور دغه ډول کسان په پاکستان کې د نیول کېدو او اېستنې له ګواښونو سره مخ دي.

پاکستان هم څو ځلي جرمني ته د دغو کسانو د لېږدونې پر پڅ بهیر خپله نارضایتي څرګنده کړې ده. یوې سرچینې «ولت» ورځپاڼې ته ویلي: «د پاکستان حکومت صبر نور خلاص شوی او اوس یې افغانان بیه پرې کوي.»

په جرمني کې د منل شویو افغانانو د اېستنې بهیر د درېدو په تړاو له پاکستاني چارواکو سره د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول هڅې هم تر اوسه بې پایلې دي.

«ولت» ورځپاڼې د یادو دولتي اسنادو پر بنسټ لیکلي، د روان کال د اګسټ له نیمايي راهیسې د منل شویو افغانانو پر مېلمستونونو د پاکستاني پولیسو شپنۍ چاپې، نیونې او د ماشومانو او ښځو پر وړاندې زور زیاتۍ ډېرې شوي او همداراز له روغتیايي خدمتونو هم بې برخې شوې دي.

په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۵۰۰ افغانان په اسلام اباد کې نیول شوي او شاوخوا نیمايي یې افغانستان ته استول شوي دي. د جرمني یوه چارواکي دغې ورځپاڼې ته ویلي: «د افغانانو د منلو پروګرام» له ۲ زره کېسونو شاوخوا یو- درېیمه برخه یې نور نه تعقیبېږي، ځکه یاد کسان یا افغانستان ته استول شوي او یا هم د پېښور په پنډ غالو کې ساتل کېږي.

په پاکستان کې د افغانانو د نیونو بهیر هم جدي انساني ناوړه پایلې لرلې دي. د «ولت» ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، په پاکستان کې یوه امېندواره مور د پاکستاني پولیسو له نیول کېدو وروسته د جنین له سقط سره مخ شوې او په څو نورو مواردو کې د یوې کورنۍ ځينې غړي بې سده (بې هوښه) شوي او یا هم عصبي حمله پرې راغلې ده.

په دغه راپور کې همداراز ویل شوي، په اسلام اباد کې د افغانانو په پنډغالي کې یو دوه کلن ماشوم له روغتيايي خدماتو پرته له شدیدې تبې او استفراق سره همداسې پرېښودل شوی او پر زړه ناروغۍ یو اخته ۷۷ کلن سپین ږیری بیا له حیاتي درملو هم محروم کړای شوی دی. دغه ټول هغه افغانان دي چې د جرمني له لوري منل شوي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې اعلان کړی و، چې په پاکستان کې د بند پاتې افغانانو وضعیت «مخ په ښه کېدو» دی خو په دغو ترلاسه شویو اسنادو کې د دغې ادعا خلاف ثابت شوی دی.

د جرمني حکومت ژمنه کړې، چې دغه هېواد ته په تمه د ۲ زره افغانانو کېسونه به د روان کال تر پایه وروستي کړي. ځينو دغو افغانانو د رد ځواب ترلاسه کړی او یو شمېر یې بیا د وروستي ځواب په تمه دي.

په دغو ۲ زره افغانانو کې په افغانستان کې د جرمني پخواني همکاران او یا هم زیانمنېدونکي کسان لکه، د بشري حقونو فعالان چې د کابل له سقوط وروسته د جرمني د همکاریو سازمان تر پوښښ لاندې په اسلام اباد او پېښور کې په مېلمستونونو کې شپې او ورځې تېروي، شامل دي.

د جرمني حکومت پر دې هم نه دی بریالی شوی چې د دغو افغان پناه غوښتونکو پاکستانۍ ویزې تمدید کړي او دغه پناه غوښتونکي جرمني ته په تمه په بې برخلیکۍ کې په ډېرې سختۍ سره شپې او ورځې تېروي.

ډان ورځپاڼه: د طالبانو او پاکستان اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي دي

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۵ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوې خپرې شوې مقاله کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان اړیکې د ترینګلتیا تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي. د اختلاف اصلي ټکی د اسلام‌اباد امنیتي اندېښنې دي چې د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» د فعالیتونو سره تړاو لري.

په مقاله کې دغه راز راغلي، پاکستان ادعا لري چې «ټي‌ټي‌پي» د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه ترسره کوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف څو ورځې وړاندې څرګنده کړه، چې طالبان باید یو لوری وټاکي؛ یا دې له پاکستان سره ودرېږي او یا دې د «ټي‌ټي‌پي» ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه خبرداری ورکړ، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد سرحدي بریدونه د اسلام‌اباد لپاره هېڅکله د منلو وړ نه دي.

له دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان تور پورې کړی و، چې د ننګرهار او خوست په ځینو سیمو کې یې هوایي بریدونه کړي، چې په خبره یې څو ملکي وګړي پکې وژل شوي دي. خو اسلام‌اباد دا تورونه رد کړي او دا یې د طالبانو د امنیتي نیمګړتیاوو د پټولو هڅه بللې ده.

مقاله زیاتوي، له هغه وخته چې طالبان څلور کاله وړاندې یو ځل بیا په افغانستان واکمن شول، د تحریک طالبان پاکستان بریدونه په پاکستان کې په بې‌سارې توګه ډېر شوي دي. اسلام‌اباد په پرله‌پسې توګه غوښتنه کړې، چې طالبان دې دغه ډله مهار کړي، بې وسلې کړي او مشران یې ونیسي، خو د طالبانو له خوا ورکړل شوې ژمنې عملي شوې نه دي.

ډان ورځپاڼه وایي، په وروستیو کلونو کې پاکستان څو ځله د افغانستان پر خاوره هوایي بریدونه کړي، په ځانګړي ډول په سرحدي ولایتونو کې. سربېره پر دې، پاکستان د افغانستان پر سوداګریز ټرانزیټ محدودیتونه لګولي او د افغان کډوالو پر بېرته ستنېدو یې هم فشار زیات کړی.

سره له دې، اسلام‌اباد هڅه کړې چې د ډیپلوماټیکو سفرونو له لارې اړیکې ورغوي، خو د دواړو لوریو ترمنځ د باور کچه لا هم ټیټه ده.

د ډان و رځپاڼې د مقالې له مخې، پاکستان خبرداری ورکړی که د افغانستان له خاورې د سرحدي بریدونو لړۍ دوام وکړي، د اسلام‌اباد د هوايي عملیاتو لمن به د افغانستان نورو سیمو ته هم وغځېږي.

د طالبانو او پاکستان اړیکې له لومړي ځل واکمنۍ (۱۹۹۶-۲۰۰۱) راهیسې په لوړو ژورو کې تېرې شوې دي. پاکستان هغه مهال د طالبانو د اصلي ملاتړو هېوادونو له ډلې څخه و او یوازینی هېواد و، چې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترڅنګ یې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی و. خو د طالبانو له دویم ځل واکمنۍ وروسته دا اړیکې ورو ورو ترینګلې شوې دي.

د دې ترینګلتیا اصلي لامل د «ټي‌ټي‌پي» شتون دی؛ دا ډله چې له پاکستاني طالبانو جوړه شوې او له کلونو راهیسې د پاکستان پر پوځ او امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. پاکستان تل د کابل له چارواکو غوښتي، چې د دې ډلې پر ضد اقدام وکړي، خو دا غوښتنه تر اوسه نه ده پوره شوې.

کارپوهان باور لري، چې د طالبانو او پاکستان د اړیکو خرابېدل نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سیاسي وضعیت زیانمنوي، بلکې د ټولې سیمې د امنیت لپاره هم جدي ګواښونه لري.

د کډوالو زیاتېدل، د سوداګرۍ بندښت او د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې هڅې د دې اړیکو د خرابېدو لومړنۍ اغېزې ګڼل کېږي.

طالبان: په بندرونو کې د تېلو ټانکرونه چې نورمونه یې نه دي پوره کړي باید مسترد شي

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۸ GMT+۱

د نیمروز ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال تورجان احمدي د دغه ولایت د تېلو واردونکو سوداګرو سره په کتنه کې ویلي، هغه تېل چې د بندرونو په دروازو کې د پخوانیو مشخصاتو له مخې ولاړ دي او نورمونه یې پوره نه دي، د مرکز له پرېکړې سره سم باید مسترد شي.

تورجان احمدي په دې لیدنه کې چې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) د نیمروز په ولایت مقام کې ترسره شوه، همداراز له سوداګرو وغوښتل چې له نوي وضع شوي نورم سره سم تېل وارد کړي.

نوموړي همداراز له سوداګرو وغوښتل: «له هر ډول درغلۍ او جعل څخه ډډه وکړئ، له مظلوم ملت سره خیانت ونه کړئ او بازار ته کیفیت لرونکي تېل وړاندې کړئ.»

افغانستان ته له منځنۍ اسیا او ایران څخه تېل راواردېږي او ډېری وخت د تېلو د کم کیفیت له امله ځينې ټانکرونه بېرته مستردېږي او یو زیات شمېر د تېلو ټانکرونه د اداري پروسس د اوږدوالي له امله په میاشتو میاشتو په بندرونو کې درول کېږي او په دې سره بیا په بازارونو کې د تېلو بیې لوړېږي.

د چین، ازبکستان او تاجکستان استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۰ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي یو شیایویونګ د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشف او د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي خسرو صاحب‌زاده سره د افغانستان په تړاو ځانګړې کتنې کړې دي.

د دغه وزارت په وینا، ښاغلي یونګ د سفر پر مهال لومړی ازبکستان او بیا تاجکستان ته تللی او د دواړو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره یې د افغانستان د روان وضعیت په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

د دغو لیدنو موخه د شانګهای د همکارۍ سازمان (اېس سي او) د غړو هېوادونو ترمنځ د سلا مشورو په بهیر کې ګډون او د افغانستان اړوند مسایلو په اړه سیمه‌ییزو همغږیو ته وده ورکول بلل شوی دی.

په دې کتنو کې د درې واړو هېوادونو استازو د افغانستان د امنیتي وضعیت، د ترهګرۍ ګواښونو، د نشه يي توکو د قاچاق او د کډوالو د زیاتوالي په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

هغوی ټینګار کړی، چې د افغانستان بې‌ثباتي یوازې په دغه هېواد نه، بلکې د ټولې سیمې پر امنیت او اقتصادي پرمختګ مستقیم اغېز لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره سیمه‌ییزې همکارۍ ډېرې اړینې دي او چین هڅه کوي له ګاونډیو هېوادونو سره د دوامداره تماسونو او ګډو غونډو له لارې یوه ګډه لاره ومومي.

دغه لیدنې د شانګهای د همکارۍ سازمان د پراخو همکاريو یوه برخه ده. یاد سازمان چې چین، روسیه، هند، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغزستان یې غړي دي، د افغانستان وضعیت د سیمې د امنیت لپاره مهم ګڼي او په تکرار سره یې له طالبانو غوښتي، چې د ټولګډونه حکومت جوړېدو، د ترهګرو ډلو پر وړاندې د جدي اقدام او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره ګامونه واخلي.

کارپوهان باور لري، چې د چین، ازبکستان او تاجکستان دا همغږي ښيي چې د سیمې هېوادونه د افغانستان راتلونکی یوازې د یوه داخلي بحران په سترګه نه، بلکې د ګډو سیمه‌ییزو ګواښونو یوه سرچینه بولي.

طالبان: په ننګرهار کې یوې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژنه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۰ GMT+۱

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوې ۲۶ کلنې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان زندۍ کړی دی.

د نوموړي په وینا، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) رامنځته شوې او د لومړنیو معلوماتو له مخې، د پېښې اصلي لامل کورنی تاوتریخوالی بلل شوی دی.

یادې قومندانۍ په دې اړه چې ایا په دې تړاو څوک نیول شوي او که نه، څه نه دي ویلي، خو په اړه یې د څېړنو له دوامه خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د زده کړو دروازو له بندېدو وروسته له وخت مخکې د ودونو او همداراز د ځان وژنو پېښې ډېرې شوي دي.