• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونېسف یو وار بیا پر طالبانو غږ کړی، چې پر افغان نجونو دې د زده‌کړو بندیزونه لرې کړي

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، چې د افغانستان راتلونکی د نجونو زده‌‌کړو پورې تړلی دی او باید دوی ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

د دغه بنسټ د ماشومانو د خوندیتوب برخې مشره شیما سن ګوپټا وايي، که نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه ونه لري؛ نو دا شونې نه‌ده، چې دوی دې خپلو هیلو ته ورسېږي.

نوموړې په جلال‌اباد ښار کې له یوه روزنیز مرکز څخه د لیدنې پرمهال پر طالبانو غږ کړی، چې افغان نجونې دې زده‌کړو ته پرېږدي او په دې برخه کې لګېدلي محدودیتونه دې لرې کړي.

هغه وایي:« څلور کاله کېږي، چې له شپږم ټولګي پورته افغان نجونې له زده‌کړو راګرځول شوې دي. په داسې حال کې چې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه نه ورکول کېږي؛ نوریه او زهرا چې موږ دلته په جلال‌اباد کې وکتلې، دوی به څنګه خپلو هغو هیلو ته ورسېږي؟ دوی غواړي، چې په راتلونکې کې ډاکټرانې او پیلوټانې شي.»

د اغلې شیما په خبره؛ د نجونو لپاره زده‌کړې ځکه مهمې دي چې کولای شي له دوی سره د ژوند په ټولو چارو لکه د جبري ودونو د مخنیوي، خوندیتوب او په نورو مهمو برخو کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق دغې چارواکې همدا راز ویلي، چې د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره د نجونو د زده‌کړو دوام مهم دی او باید په دې برخه کې ګامونه پورته شي.

که څه هم دا لومړی ځل نه‌دی، چې له طالبانو د نجونو د زده‌کړو د دوام او په دې برخه کې د لګېدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کېږي؛ تر دې وړاندې بېلابېلو هېوادونو، نړۍوالو بنسټونو، سیاسي مشرانو، د بشري حقونو فعالانو او ان په خپله ځینو طالب چارواکو ورته غوښتنې کړې دي؛ خو د څه باندې څلورو کلونو په تېرېدو لاهم د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څه موده وړاندې په یوې مرکه کې وویل، چې دوی د نجونو د زده‌کړو د دوام لپاره د مناسبو شرایطو د رامنځته کېدو هلې ځلې کوي؛ خو د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو برخې ځینو فعالانو بیا د طالبانو ورته څرګندونې غولوونکي بللې دي.

دوی د افغانستان انټرنشنل په ګډون له بېلابېلو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان نه غواړي د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او په دغه ډول خبرو خلک تېر باسي او د نجونو وخت ضایع کوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

یو افغان ماشوم چې د الوتکې د ټایر په ځای کې پټ و، ژوندی هند ته رسېدلی دی

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۴ GMT+۱

یو ۱۳کلن افغان هلک چې غوښتل یې له کابل نه ایران ته ولاړ شي؛ د کام اېر الوتکې د ټایر ټولېدو په ځای کې پټ شوی و او تر ۹۴ دقیقو الوتنې وروسته بیا هم ژوندی هند ته رسېدلی و. دغه هلک غوښتل، چې ایران ته ولاړ شي؛ خو په ناپامۍ د ایران پر ځای د هند الوتکې ته ختلی دی.

دغه پېښه د یکشنبې په ورځ په کام‌اېر الوتکه کې وشوه. دغه اېر بس الوتکه د سهار په ۸:۴۶ له کابل هوايي ډګر څخه پورته او د سهار په ۱۰:۲۰ د ډيلي په اندرا ګاندي نړۍوال هوايي ډګر کې ښکته شوه.

د کام‌اېر شرکت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه هلک اصلاً غوښتل ایران ته ولاړ شي؛ خو په ناپامۍ د کابل–ډيلي الوتکې ته ختلی دی.

هندي چارواکو ویلي، د دغه هلک روغتيايي وضعیت ښه دی او د دې لپاره چې کوچنی دی له قانوني څار معاف دی.

سرچینو ویلي، چې دغه ۱۳ کلن هلک له کندوز څخه کابل ته راغلی او تر الوتنې یوه ورځ مخکې یې ځان د الوتکې د ټایر ټولېدو په ځای کې پټ کړی و. دغه هلک په بلې الوتنه کې بېرته کابل ته استول شوی دی.

دا چې دغه هلک څنګه په الوتکه کې پټ شوی، د کابل هوايي ډګر د امنیتي تدابیرو په اړه یې پوښتنې راپورته کړې دي. دغه هلک نه یوازې دا چې د هوايي ډګر له امنیتي چارواکو؛ بلکې د طالبانو له څو امنیتي پوستو څخه هم په پټه تېر شوی دی.

د کام اېر یوې سرچینې وویل: «که له دغه هلک سره چاودېدونکي توکي وای، له کوم خنډ پرته له ټولو تلاشیو څخه تېرېدلای شوای.»

شنونکو بیا ویلي، چې د الوتکې د ټایر په ځای کې پټېدل ډېری وختونه د مړینې لامل کېږي. د هوايي چلند یوه کارپوه نیوز انډين ورځپاڼې ته ویلي، ښایي دغه هلک د ټایر ټولېدو په داسې ځای کې پاتې شوی وي چې هلته له کابین څخه یو څه هوا او تودوخه ور رسېږي؛ که نه نو په ۳۰زره فوټه ارتفاع کې انسان د اکسیجن او یخنۍ له امله ژوندی نه‌شي پاته کېدای.

ډاکتران وايي، چې په لس زره فوټه ارتفاع کې اکسیجن کمېږي او تودوخه هم له منفي ۴۰ څخه تر منفي ۶۰سانټي ګراډو پورې وي.

پر انټرنېټ بندیز انلاین کاروباریان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۲ GMT+۱

په هغو ولایتونو کې چې طالبانو په‌کې د نوري فایبر انټرنېټي خدمتونه بند کړي، ځینې انلاین کاروباریان او اوسېدونکي یې وایي چې دغې چارې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی وایي، کارونه یې تر ډېره له انټرنېټ سره تړلي دي او د نورو مخابراتي شرکتونو انټرنېټ سوکه کار کوي.

دوی له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان باید له ځنډ پرته د نوري فایبر انټرنېټي خدمتونو د فعالیت اجازه ورکړي او که داسې نه کوي؛ نو پر وړاندې به یې کرکه نوره هم زیاته شي.

د راپورونو پربنسټ؛ طالبانو د بلخ په ګډون په کندهار، هلمند، هرات، روزګان، نیمروز، بغلان، تخار او کندوز ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټي خدمتونه بند کړي دي.

په هرات کې د یوه سیاحتي شرکت مسوول صفي‌الله ( مستعارنوم) وايي، کارونه یې تر ډېره له انټرنېټ سره تړلي دي؛ خو له هغه راهیسې چې د نوري فایبر انټرنېټي خدمتونه په دغه ولایت کې بند شوي؛ له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی.

هغه وايي، د نوري فایبر انټرنېټ ارازنه او چټک و؛ خو د نورو شبکو انټرنېټ چې بیې یې هم لوړې دي؛ د ټیټ سرعت له کبله د دوی فعالیتونه ټکني شوي دي.

هغه وایي:«د نوري فایبر انټرنېټ بند شوی او موږ یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي یو. موږ یو شرکت لرو، چې اوس‌مهال یې کارونه په ټپه درېدلي دي. که څه هم اوس د مخابراتي شبکو له انټرنېټ نه استفاده کوو؛ خو هغه موږ ته واره نه کوي، بیه یې ډېره لوړه ده او سرعت یې کم دی.»

په ورته وخت کې په بلخ کې د یوه بل سیاحتي شرکت مسوول نعمان ( مستعار نوم) هم د ورته ستونزې په شریکو سره وايي، که طالبان له ځنډ پرته د نوري فایبر انټرنېټي خدومتونو ته اجازه ورنه‌کړي؛ نو پر وړاندې به یې د خلکو کرکه نوره هم زیاته شي.

هغه وایي:« له کومې ورځې چې دوی راغلي، موږ ته ستونزې جوړوي. د انټرنېټ په بندېدو موږ له جدي ستونزو سره مخامخ یو، د دې پرځای چې طالبان له خلکو سره مرسته وکړي دوی یې ستونزې نورې هم ډېروي چې دا له شک پرته د دوی پر وړاندې کرکه او نفرت زیاتوي.»

هاخوا د کندوز ولایت یوې اوسېدونکې ثنا چې انلاین زده‌کړې کولې وايي، د انټرنېټ له بندېدو سره یې د زده‌کړو بهیر زیانمن شوی دی. هغه وایي:« ما کورته د نوري فایبر انټرنېټ راتېر کړی و، بیه یې مناسبه وه او ښه کار یې کاوه؛ خو اوس بند شوی. زه دوه وخته خپله درس وایم او دوه وخته بل ځای انلاین درس ورکوم. د انګلیسي او کمپیوټر کورسونه مې څارل او خپله مې پنځه شاګردان لاره، چې هغوی ته مې د قران کریم او تجوید درسونه ورکول.»

تېره اوونۍ د طالبانو د مشر په امر د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ بند شو. د راپورونو پربنسټ؛ هبت الله اخوندزاده پرېکړه کړې، چې په ټول هېواد کې د نوري فایبر یا کېبلي انټرنېټ بند کړي.

ځینو سرچینو افغانستان انټرنېشل ته ویلي و، چې د طالبانو مشر دغه پرېکړه په کندهار کې د ټولو ولایتونو له والیانو سره په ناسته کې کړې ده. طالبان وایي، چې دغه اقدام له «منکراتو» نه د مخنیوي لپاره شوی دی؛ خو یو شمېر دیني عالمانو بیا په دې تړاو توند غبرګون ښودلی و.

ایرانی چارواکی: د پستې راټولولو لپاره هیڅوک بې‌اسناده افغان کارګر نه‌شي ګومارلی

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۸ GMT+۱

په ایران کې د پستې حاصلاتو د راټولولو له موسم سره هم‌مهاله یو ځل بیا د هغو کارګرو د نه ګومارنې په اړه خبرداری ورکړل شوی، چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.

د اېراف په نامه یوې ایرانۍ رسنۍ د ایران د کرمان ولایت د قضا برخې د مسوول رضا یعقوبي له حوالې راپور ورکړی، چې د پستې د حاصلاتو راټولولو فصل په رارسېدو هیڅوک نه‌شي کولای بې‌اسناده کارګر وګوماري.

که څه هم دغه ایراني چارواکي په ځانګړي ډول چاته اشاره نه‌ده کړې؛ خو په ایران کې تر ډېره د بې‌اسناده کډوالو کلېمه هغو افغانانو ته کارول کېږي، چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.

د ایران کرمان ولایت د پستې د پراخو باغونو د لرلو له کبله ډېر مشهور دی او د راپورونو پربنسټ؛ د پستې حاصلاتو د راټولولو پرمهال تر ډېره له افغان کارګرو استفاده کېږي.

په کرمان ولایت کې د قضاییه قوې دغه مسوول خبرداری ورکړی، که بیا هم څوک بې‌اسناده کارګر ګوماري؛ نو له جدي او قانوني چلند سره به مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ايران دولتي خبري اژانس راپور ورکړی و چې په دغه هېواد کې د بې‌اسناده بهرنیو وګړو د ګومارنې په تور یې یو شمېر کارخونې تړلې دي. د صدا و سيما خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ايران حکومت په کرمان کې په ځانګړي ډول د افغان کارګرو د ګومارنې په تور کارخونې تړلې وې.

له دې سره هم‌مهاله بیا ایراني چارواکو ویلي و، چې د سلګونه زره افغان کډوالو تر وتلو وروسته ګڼې ودانیزې پروژې چې کارګر یې افغانان وو؛ په ټپه درېدلې دي. د ایران د ودانیزو چارو د ټولنې مشر رامین ګوران ویلي و، ایراني کارګر موسمي دي او د افغان کارګرو ځای نه‌شي نیولای.

د یادولو ده، چې ایران په وروستیو څو میاشتو کې په کمساري ډول د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه کړې ده. د راپورونو پربنسټ؛ یوازې په تېرو شاوخوا درېیو میاشتو کې تر دوه مېلیونو زیات افغان کډوال له ایران نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستاني چارواکي: د «ټي‌ټي‌پي» په تازه بریدونو کې تر نیمايي ډېر افغانان ښکېل دي

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۳ GMT+۱

تازه یو شمېر پاکستاني چارواکو ادعا کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» په تازه بریدونو کې تر ۷۰ سلنه پورې افغانان ښکېل دي. پاکستانۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې ته ځینو چارواکو ویلي، چې دغه شمېر د تېر پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

د دغه ورځپاڼې په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې دغه معلومات د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د تاجکستان په پلازمېنه کې د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) په وروستۍ تړلې غونډه کې وړاندې کړي دي.

د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د شانګهای سازمان په وروستۍ غونډه کې د ایران استازي هم ویلي، چې په چابهار کې په یوه ترسره شوي برید کې له ۱۸ بریدګرو څخه ۱۶ تنه یې افغانان وو.

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو د مهارولو اراده نه‌لري. راپور زیاتوي، چې په دې برخه کې د افغان طالبانو نه همکاري به د کابل او اسلام‌اباد اړیکې لا ترینګلې کړي.
راپور وړاندې کاږي، چې د مخ پر زیاتېدونکو اندېښنو په لړ کې پاکستان اوس د طالبانو پر رژیم د فشار راوړلو لپاره د سیمه‌ییزو ښکېلو اړخونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې ګړندۍ کوي. په راپور کې د سرچینو په حواله راغلي، چې پر دغه موضوع د بحث لپاره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق به ډېر ژر تهران او مسکو ته سفر وکړي.

پاکستان ادعا کوي، چې افغان طالبانو په افغانستان کې د «ټي‌ټي‌پي» جنګیالیو ته پناه ورکړې ده؛ خو په افغانستان کې بیا طالبانو په وار، وار له «ټي‌ټي‌پي» سره د همکارۍ په تړاو کېدونکې ادعاوې رد کړې دي.

ندا محمد ندیم: علم د انسانانو په ژوند کې اساسي رول لري او د بقا ضامن دی

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم چې دغه وزارت ته په رسېدو سره یې له لوړو زده کړو نجونې منع کړې، وايي چې پوهه د انسانو په ژوند کې اساسي رول لري او د بقا ضامن دی او په وینا یې، «هر کله چې علم له منځه لاړ شي، دنیا هم ورسره لمنځه ځي.»

ندا محمد ندیم د بادغیس په پوهنتون کې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳۱مه) د یو شمېر پروژو د پرانېستې په مراسمو کې زده کړیالان درسونو او مطالعې ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل: «د دوښمنانو د دسیسو ښکار نه شئ او له فراغت وروسته د خپل مسلک له لارې خپل ولس او هېواد ته خدمت وکړئ.»

له دې سره سم، د بادغیس د استخباراتو رييس عبدالهادي امین د اسلام دین د پرمختګ او ابادۍ دین وباله او زیاته یې کړه: «دیني او عصري علوم د یو بل تکمیلوونکي دي.»

د لوړو زده کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت د مشرتابه له لوري په یاد پوهنتون کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷ پروژو کار پيل شو.

ندیم په داسې حال کې د انسانانو په ژوند کې د زده کړو په ارزښت خبرې کوي، چې یادې ډلې له څلورو کلونو راهیسې د میلیونونو افغان نجونو پر وړاندې د لوړو زده‌کړو دروازې تړلې دي.