• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان: په قبایلي سیمو کې عملیات د پوځ پروړاندې د خلکو کرکه زیاتوي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۱

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د خېبرپښتونخوا په تیراه کې د وروستۍ بمبارۍ له امله چې د ښځو، ماشومانو او نورو ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې لامل شوې، خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او دا یې د خلکو د کرکې د زیاتېدو سبب بللی دی.

عمران خان په خپل اېکس همداراز لیکلي، چې له تېر یوه کال راهیسې یې په پرله‌پسې ډول خبرداری ورکاوه چې په قبایلي سیمو کې باید پوځي عملیات ونشي، ځکه د ده په وینا د ملکي مرګ‌ژوبلې تر نوم لاندې د بې‌ګناه خلکو ژوند له منځه وړل کېږي.

هغه ټینګار وکړ: «هر ځل چې عملیات کېږي، بې‌ګناه خلک وژل کېږي او دا لړۍ د خلکو کرکه زیاتوي.»

نوموړي د افغانستان د جګړې تجربې ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې افغان مشرانو (اشرف غني او حامد کرزی) په وار-وار امریکا ته ویلي وو، چې پوځي عملیات د ترهګرۍ د ختمېدو پر ځای د خلکو د غم او غوسې د زیاتېدو لامل ګرځي. د هغه په وینا، ډېری ځوانان د همدې کرکې له امله د وسله‌والو ډلو سره یو ځای کېږي.

د تحریک انصاف ګوند مشر د تیراه پېښه د سیمې د سولې لپاره «بده نښه» وبلله او زیاته یې کړه، چې د هغه د حکومت پر مهال له طالبانو سره د ښه اړیکو له امله په قبایلي سیمو کې امنیت ټینګ شوی و، خو د پوځ د اوسني مشر جنرال عاصم منیر له سیاستونو سره دغه فضا زیانمنه شوې ده.

عمران خان پر عاصم منیر تور ولګاوه، چې د هغه کړنې دوه ځانګړې موخې لري، لومړي دا چې په پښتونخوا کې د ده د ګوند بدنامول او په نړۍواله کچه د ځان داسې معرفي کول چې ګواکې د ترهګرۍ پر وړاندې کلک دریځ لري.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د قبایلي سیمو او ټوله سیمه یوازې هغه مهال خوندي کېدای شي چې طالبان، د پاکستان حکومت، د قبایلي سیمو مشران او د خلکو استازي د خبرو له لارې د سولې یوه دایمي لاره ومومي. د عمران خان په خبره، یوازینۍ حل لاره سیاسي تفاهم او سیمه‌ییزې همکارۍ دي.

عمران خان په خپلو وروستیو څرګندونو کې دا هم وویل، چې ورته څو ځلې د «یوې معاملې» وړاندیز شوی و، خو هغه یې رد کړی دی.

هغه زیاته کړه: «ما ته څو ځله وویل شول چې یا هېواد پرېږده او یا غلی کېنه، نو ستا ټولې قضیې به ختم شي. خو زه له لومړۍ ورځې پر دې ولاړ یم چې ځان یوازې د عدالت له لارې ثابت کړم، نه د کومې معاملې په نتیجه کې.»

د عمران خان په وینا، پر هغه شاوخوا ۳۰۰بې‌اساسه دوسیې جوړې شوې دي چې د هر بل کس لپاره یې زغمل ناشوني و، خو دی ځکه ولاړ دی چې ځان بېګناه او پر حق ګڼي.

نوموړي زیاته کړه، چې د توشه خانې قضیه اوس په بشپړه توګه له منځه تللې، ځکه د څارنوالۍ شاهدانو برېګېډیر احمد او کرنل ریحان منلې چې ورکړل شوي تحفې د ده کور ته نه دي تللي، بلکې په توشه خانه کې جمع شوي او ټول اسناد یې بشپړ دي.

هغه ټینګار وکړ، چې په دې قضیه کې باید په یوه ورځ کې برائت ورکړل شي، په ځانګړي ډول یې د خپلې مېرمنې بشرٰی بي بي د ضمانت غوښتنه وکړه، چې د نوموړي په وینا پر هغې یوازې د جرم د ملاتړ او همکارۍ دروغجن تور لګېدلی دی.

عمران خان زیاته کړه، چې د پاکستان عدلیه د قانون پر ځای د «ورکړل شوي متن» له مخې پرمخ ځي، کوم چې د پوځ د مشر له خوښې سره سم ترتیب شوی دی.

د یادولو ده، چې عمران خان د ۲۰۲۳ کال له اګسټ راهیسې د فساد او ترهګرۍ په ګډون د بېلابېلو دوسیو له امله بندي دی. هغه د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د عدم اعتماد رایې له لارې له واکه لرې شوی و.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

عمران خان: عاصم منیر له طالبانو سره اړیکې خرابې کړي او سیمه یې له ګواښ سره مخ کړې

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۷ GMT+۱

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د طالبانو او پاکستان اړیکو ته په اشارې سره ویلي، چې د پوځ مشر عاصم منیر واک ته تر رسېدو وروسته له طالبانو سره حساسې اړیکې خرابې کړې دي او د سیمې د ثبات لپاره یې جدي ګواښونه رامنځته کړي.

عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د هغه د حکومت پرمهال له طالبانو سره اړیکې د همکارۍ او تفاهم پر بنسټ ولاړې وې، چې له امله یې په قبایلي سیمو کې امنیت نسبي بڼه غوره کړې وه.

نوموړي زیاته کړې، چې د اشرف غني د حکومت پر مهال یې هم نوموړي ته ویلي وو چې پوځي عملیات د ترهګرۍ کچه نه راکموي، بلکې د بې‌ګناه خلکو په وژلو سره ځوانان له وسله‌والو ډلو سره یو ځای کېږي.

عمران خان ادعا وکړه، چې عاصم منیر واک ته تر رسېدو وروسته د طالبانو پر وړاندې دوښمنانه څرګندونې وکړې، افغان کډوال یې په سخت ډول له هېواده وشړل او د ډرون بریدونو په ترسره کېدو سره یې اړیکې نورې هم ترېنګلې کړې.

نوموړي زیاته کړه: «که د سیمې سولې ته ژمن یو، نو اړینه ده چې لومړی له طالبانو سره خبرې وکړو. د پاکستان حکومت، د طالبانو مشران او د قبایلي سیمو خلک باید ګډې ناستې ولري، ترڅو د خبرو له لارې دایمي حل لارې وموندل شي.»

د هغه په وینا، عاصم منیر دغه کړنې د دوو موخو لپاره ترسره کړې دي، لومړی دا چې غواړي په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند بدنام کړي، بله دا چې غواړي په لوېدیځ کې د هغو لابیګرو د لابیو ملاتړ ترلاسه کړي، چې د طالبانو پر ضد دریځ لري.

عمران خان ټینګار وکړ، چې د پوځي عملیاتو پر ځای سیاسي او ټولنیز حل یوازینۍ لار ده، ځکه هر بې ګناه کس چې وژل کېږي، د سیمې کرکه او تاوتریخوالی نور هم زیاتوي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به سبا د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۰ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف سبا (پنجشنبه) له نیویارک څخه واشنګټن ته سفر کوي، څو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري. دغه لیدنه د دواړو هېوادونو د اړیکو د بیارغونې په لړ کې مهمه بلل کېږي.

شهباز شریف دا مهال د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نوموړي د سې شنبې په ورځ د ټرمپ او د اتو اسلامي ـ عربي هېوادونو د مشرانو تر منځ له یوې غونډې وروسته له ټرمپ سره لنډې غېررسمي خبرې کړي دي.

د راپورونو له مخې، شهباز شریف به سبا واشنګټن ته ولاړ شي او له ټرمپ سره تر لیدنې وروسته به بېرته نیویارک ته ستون شي، څو خپله دنده د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې پر مخ یوسي.

دا به په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د لومړي وزیر او د امریکا د ولسمشر تر منځ له ۲۰۱۹ کال راهیسې کله چې پخواني لومړي وزیر عمران خان د ټرمپ په بلنه واشګټن ته سفر کړی و، لومړنۍ رسمي لیدنه وي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د پاکستان په لور بشپړ سوړ چلند غوره کړی و او هېڅکله یې د پاکستان له لومړي وزیرانو سره ان په ټلیفون خبرې نه وې کړي، خو د روان کال له جنورۍ راهیسې چې ټرمپ بیا ولسمشر شو، د واشنګټن او اسلام‌اباد په اړیکو کې یو ناڅاپي بدلون لیدل کېږي.

د سه‌شنبې په ورځ شهباز شریف او د هغه د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ټرمپ په کوربه‌توب د اسلامي ـ عربي مشرانو په غونډه کې ګډون کړی و. د غونډې وروسته د ټرمپ او شهباز شریف تر منځ د لاس ورکول او لنډې خبرې هم شوې دي.

شنونکي وایي، چې د پنجشنبې لیدنه به د پاکستان او امریکا تر منځ د تېر جون پر هغه تماسونو ولاړه وي، کله چې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره په ځانګړې کتنه کې ولیدل.

پاکستاني چارواکي تمه لري، چې په دې لیدنه کې به د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د سیمې او نړۍوالو مسایلو په ځانګړي ډول د افغانستان، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د سوداګرۍ پر فرصتونو خبرې وشي.

له دې سره، څېړونکي وایي چې که څه هم ټرمپ د اسلام‌اباد د ښکېلتیا لېوالتیا ښيي، خو د اړیکو د بیارغونې بهیر لا هم د پوره ډاډ وړ نه دی.

خواجه اصف: ټول افغان کډوال باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۷ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې، چې پاکستان د افغان کډوالو د حضور له کبله له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دی. نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې ټول افغان کډوال باید بېرته افغانستان ته ستانه شي.

دغه پاکستاني چارواکي یو ځل بیا ادعا کړې، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد ورانکاره کړنې او ترهګریز بریدونه تنظمېږي چې باید مخینوی یې وشي.

خواجه اصف ویلي، چې په وار، وار یې په افغانستان له طالبانو نه له افغان خاورې د پاکستان پرضد د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي او په دې برخه کې د جدي ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې ده.

خواجه اصف په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې طالبانو په وار، وار د پاکستاني چارواکو ورته څرګندونې رد کړې دي.

له پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنولو په اړه د خواجه اصف څرګندونې په داسې حال کې دي، چې وړاندې د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو له افغان کډوالو سره په پاکستان د ناسم وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

تازه د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د افغان کډوالو د روغتیایي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې ګڼ افغان کډوال د پولیسو د نیول کېدو له وېرې روغتونونو ته له تګ ډډه کوي چې د مېندواره مېرمنو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، راپورونه ښيي چې په پاکستان کې یوشمېر ناروغ افغان کډوال د پولیسو د وېرې له امله روغتیایي مرکزونو ته نه ورځي او ځینې روغتونونه له هغو ناروغانو سره د درملنې په برخه کې همکاري نه کوي چې د اعتبار وړ ویزې نه‌لري.

دغه سازمان په ډاګه کړې، چې دغه ډول چلند نه یوازې له انساني کرامت ښکاره سرغړونه ده؛ بلکې د پاکستان د اساسي قانون او د هغو نړۍوالو بشري ژمنو خلاف کړنه ده، چې دغه هېواد لاسلیک کړی دی.

له اسلام‌اباد او راولپنډۍ نه تر ۵۰ډېر کډوال افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۸ GMT+۱

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې تر ۵۰ ډېر هغه افغانان چې په دغه هېواد کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل؛ په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. له دې ډلې ۲۱ کسان نارینه، ۸ مېرمنې او ۲۰ ماشومان وو.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي دي، چې له یادې ډلې دوه کسان د روغتیايي وضعیت د خرابوالي له کبله روغتون ته لېږدول شوي دي. په راپور کې راغلي، په وروستیو کې یوازې په راولپنډۍ کې تر ۳۵۰۰ زیات افغانان نیول شوي چې ټول بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې د امنیتي چارواکو له حوالې راغلي، چې په یادو ښارونو کې به د هغو افغانانو پر وړاندې چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري؛ د نیولو لړۍ دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ له پاکستان نه په خپله خوښه د زرګونه افغانانو د ستنېدو په اړه خبرونه ورکول کېږي. د طالبانو حکومت ویلي، چې یوازې پرون له پاکستان نه تر ۵ زرو ډېر افغان کډوال له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

د بلوچستان سترې محکمې د لنډې مودې لپاره د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ درېدو امر کړی دی

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۲ GMT+۱

د بلوچستان سترې محکمې هغه عریضه منلې، چې په‌کې تر راتلونکو شپږو میاشتو د افغان کډوالو د نه ستنولو غوښتنه شوې ده. په عریضه کې راغلي، دا مهال زرګونه افغان ماشومان او ځوانان د بلوچستان په ښوونیزو ادارو کې پر زده‌کړو بوخت دي چې بېرته ستنول به یې د زده‌کړو روان بهیر ګډوډ کړي.

دغه عریضه چې د افغانانو په استازولۍ د سید نظیر اغا په نوم د یوه پاکستاني وکیل له لوري محکمې ته وړاندې شوې وه په‌کې راغلي دي، هغو افغانانو چې له پاکستانیانو سره ودونه کړي؛ د اساسي قانون له مخې باید د پاکستان تابعیت ورکړل شي. په عریضه کې له محکمې غوښتنه شوې، چې اړونده چارواکي دې د افغان کډوالو له ستنولو راوګرځوي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې د بلوچستان سترې محکمې په عریضه کې د ترتیب شویو لاملونو له اورېدو وروسته اړونده ادارو ته د افغان کډوالو د نه ستنولو په اړه لارښوونې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې په بلوچستان کې چارواکو ویلي و چې د روانې سپټمبر میاشتې راهیسې له دغه ایالته د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده. د چارواکو د معلوماتو له مخې؛ د سپټمبر میاشتې له پیله د روانې میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې تر ۳۰زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

په وروستیو کې د افغانستان له ګاونډیو او په ځانګړي ډول له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په کمساري ډول چټکه شوې ده. د راپورونو پربنسټ؛ په تېرو شاوخوا درېیو میاشتو کې تر دوه نیم مېلیونه ډېر کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو او مرستندویه ادارو د ستنېدونکو افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې افغانستان په یوه وار د دومره لوی شمېر کډوالو د مدیریت وس نه‌لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم وړاندې ویلي و، چې په یوه وار له ګاونډیو هېوادونو د افغان ګډوالو ستنول ځورونکی او په ټکو یې لوی ظلم دی؛ خو له دې ټولو سره، سره په پاکستان او ایران کې بېلابېلو حکومتي چارواکو ویلي، چې له خپلې خاورې د هغو افغان کډوالو د ستنولو په اړه جدي دي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.