• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایټالیا له ډرون برید وروسته د غزې د مرستو کاروان د ژغورنې لپاره سمندري بېړۍ واستوله

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۹ GMT+۱

یو نړیوال بشردوستانه کاروان، چې هڅه یې کوله غزې ته مرستې ورسوي، د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د شپې له خوا د یونان په نړیوالو اوبو کې پرې د ډرون برید شوی. له دې پېښې وروسته ایټالیا خپله بحري بېړۍ د مرستې لپاره استولې ده.

د «ګلوبل صمود» په نوم دغه کاروان نږدې ۵۰ ملکي بېړۍ لري، چې موخه یې د اسراییل سمندري کلابندۍ ماتول دي. په بېړیو کې ګڼ شمېر وکیلان او فعالان سپاره دي، چې د سویډن د اقلیم مبارزه ګرېتا تونبرګ هم پکې شامله ده.

د «مارچ ټو غزه یونان» ویاندې مریکایتي ستاسینو وویل، پر دغو بېړیو د یونان د «ګاوډوس» ټاپو ته څېرمه په نړیوالو اوبو کې، چې شاوخوا ۳۰مایله لرې دی، ۱۲ ډرونونو برید وکړ. هغې رویټرز ته وویل چې له ډرون بریدونو سره-سره ټول مسافر خوندي دي.

د ایټالیا د دفاع وزیر ګویدو کروزیټو په یوه اعلامیه کې وویل چې د سمندري کاروان پر ضد د «نامعلومو کسانو» له خوا برید شوی او پېښه یې په کلکو ټکو وغندله.

نوموړي زیاته کړه چې د ایټالیا یوه جنګي بېړۍ «فاسان»، چې د کریټ شمال ته روانه وه، اوس د کاروان په لور درومي « څو د اړتیا په صورت کې د ژغورنې عملیات ترسره کړي».

یو ایټالوي چارواکي وویل چې د بحري ځواکونو اصلي موخه د هغو ایټالویانو خوندیتوب دی چې په بېړیو کې دي. هغه زیاته کړه: «که اړتیا پېښه شي، زموږ بېړۍ مجهز روغتیايي مرکز هم لري.»

اسراییل څو ځله دغه کاروان غندلی او فعالان یې د حماس ډلې سره په همکارۍ تورن کړي دي.

د چارشنبې په ورځ د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس خبرداری ورکړ چې که کاروان د مرستو له یوې بدیلې لارې سره موافقه ونه کړي دوی به یې د درولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

اسراییل غواړي چې مرستې د اسراییل په بندر کې ښکته کړي او اسراییلي چارواکي یې غزې ته ورسوي.

اسراییلي پوځ د تېرې شپې د برید په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

د اروپایي کمېسیون مشرې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره کتلي دي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۷ GMT+۱

د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسولا وان ډرلاین د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره تر لیدنې وروسته د دې هېواد د راتلونکو پړاوونو او ننګونو په اړه خپل دریځ څرګند کړی دی.

نوموړې ویلي، سوریه د اوږدې جګړې او سیاسي کړکېچونو له امله له سختو ستونزو سره مخ ده او د اروپایي ټولنې لومړیتوب دا دی، چې د دې هېواد د خلکو په مشرۍ یو ریښتینی، پراخ‌ګډونه او سوله‌ییز انتقالي بهیر رامنځته شي.

هغې ټینګار وکړ، چې دغه بهیر باید له هر ډول زیانمنې بهرنۍ لاسوهنې پاک وي، څو د سوریې خلک خپله راتلونکې په خپل لاس کې واخلي.

وانډرلاین زیاته کړه، چې اروپایي ټولنه د سوریې د اوسنیو او بېړنیو اړتیاوو په ځانګړي ډول د بشري مرستو په برخه کې ملاتړ ته ژمنه ده.

د هغې په وینا، اروپایي ټولنه به نه یوازې د بې‌وزلو کورنیو، کډوالو او جګړه‌ځپلو خلکو د ژوند د اسانتیا لپاره هڅې وکړي، بلکې د سوریې د اقتصادي او ټولنیزې بیارغونې او بنسټیزو پروژو ملاتړ به هم وکړي.

د اروپایي ټولنې مشرې همداراز وویل، چې د سوریې په اړه به سیاسي خبرې او اړیکې لا پراخې کړي، څو د نړۍوالې همکارۍ له لارې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره عملي ګامونه پورته شي.

هغې په پای کې څرګنده کړه، چې د اروپایي ټولنې موخه یوازې لنډمهاله مرسته نه ده، بلکې غواړي د سوریې خلک په اوږدمهال کې د یوه باثباته، خپلواک او سوکاله هېواد خاوندان شي.

ولادیمیر زېلېنسکي: احساس کوم چې چین نه غواړي د اوکراین او روسیې جګړه پای ته ورسېږي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۴ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، احساس کوي چې چین نه غواړي د اوکراین او روسیې تر منځ جګړه پای ته ورسېږي او زیاته کړې یې ده، چې ټرمپ کولی شي د دغې جګړې په اړه د چین نظر بدل کړي.

زېلېنسکي د سې شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، «فکر کوم د پخوا پر تله اوس له ډونالډ ټرمپ سره ښې اړیکې لرم.»

زېلېنسکي همداراز په امنیت شورا کې ویلي، تمه لري چې د امریکا اقدامات به روسیه سولې ته سوق کړي او زیاته یې کړه، چې د روسیې د اقتصاد په تړاو یې له ټرمپ سره خبرې کړي، خو په اړه یې نور جزییات ورنکړل.

هغه په ډاګه کړه: «موږ ټولو دا درک کړې چې ډونالډ ټرمپ به له جګړې وروسته اوکراین ته امنیتي ضمانتونه ورکړي.» زېلېنسکي همداراز د اوکراین د جګړې په تړاو په ملګرو ملتونو کې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې «لوی بدلون» بللی دی.

ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې وویل، که په هغه وخت کې د امریکا ولسمشر وای، نو د روسیې او اوکراین تر منځ جګړه هېڅکله هم نه پیلېده. هغه زیاته کړه، «له درې نیمو کلونو راهیسې دغه جګړه روانه ده، په داسې حال کې چې باید په یوه اوونۍ کې پای ته رسېدلې وای.»

ټرمپ د اوکراین د جګړې د دوام لامل روسیه وبلله او ویې ویل، چین او هند هم له روسیې د نفتي موادو په پېرلو سره د دغې جګړې د دوام لپاره مرسته کوي. هغه د ناټو پر ځینو هېوادونو هم نیوکې وکړې چې لا هم له روسیې انرژي پېري.

ډونالډ ټرمپ په خپلې دغې وینا کې په ډاګه کړه، واشنګټن چمتو دی چې د روسیې پر وړاندې نوي بندیزونه ولګوي او له اروپا یې هم وغوښتل چې له ده سره یو ځای شي.

هغه په ټينګار سره وویل: «اروپاییان جګړې ته ډېر نږدې دي او دا ورته شرم دی چې لا هم له روسیې انرژي پېري.»

امانوېل مکرون: د نړۍ وېش د شخړو د حل په برخه کې زموږ ګډ ظرفیت زیانمن کړی دی

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۹ GMT+۱

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د وینا پر مهال د نړۍ د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، سره له دې چې د دې سازمان غړي له ۵۱ هېوادونو څخه ۱۹۳ ته رسېدلي، نړۍ لا هم د ژور وېش او اړیکو د ماتېدو له ستونزې سره مخ ده.

مکرون پر خپل اېکس لیکلي: «موږ باید په دې ځان پوه کړو چې د نړۍ د وېش او ټوټې کېدو بهیر د سترو شخړو په حل او د ګډو ننګونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې زموږ ګډ ظرفیت سخت اغېزمن کړی دی.»

د هغه په وینا، د نړۍوالو ګډو ستونزو په ځانګړي ډول د جګړو، بشري ناورینونو او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې نړۍ هغه واحده اراده نه لري چې په ګډه پرېکړه وکړي او د عملي حل لارې پر لور حرکت وکړي.

ولسمشر مکرون زیاته کړه: «اوس له هر بل وخت ډېره اړینه ده چې هغه د همکارۍ روحیه بېرته راژوندۍ کړو چې له اتیا کلونو مخکې یې د ملتونو ترمنځ د ملګرو ملتونو د رامنځته کېدو بنسټ کېښود.»

هغه له نړۍوالو مشرانو څخه وغوښتل، چې د سیاسي او اقتصادي ګټو پر ځای دې د ګډو ارزښتونو پر بنسټ د سولې، عدالت او همکارۍ فضا بېرته ټینګه کړي، څو نړۍ د ګډو ګواښونو پر وړاندې په یو واحد صف ولاړه شي.

انتونیو ګوترېش: نړۍ باید پرېکړه وکړي چې راتلونکي نسل ته څه ډول نړۍ پرېږدي

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د وینا پر مهال د نړۍ د راتلونکي په اړه څرګندونې کړي او له هېوادونو یې غوښتي، چې په ګډه پرېکړه وکړي چې غواړي څه ډول نړۍ راتلونکو نسلونو ته پرېږدي.

ګوترېش وویل: «موږ باید د سولې لاره غوره کړو، هغه سوله چې پر نړۍوالو قوانینو ولاړه وي، ځکه یوازې د نړۍوال قانوني چوکاټ په رڼا کې د ملتونو ترمنځ باور او تلپاتې ثبات رامنځته کېدای شي.»

هغه د بشري حقونو او انساني کرامت پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې نړۍ باید د هر انسان د حقونو د خوندیتوب پر اصل راټوله شي.

د ګوترېش په وینا، که بشري حقونه تر پښو لاندې شي، نو نه یوازې د هېوادونو سیاسي جوړښتونه زیانمنېږي، بلکې د نړۍوال ثبات بنسټونه هم کمزوري کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د اقلیم د بدلون ستونزه د بشریت لپاره ستره ننګونه وبلله او ویې ویل، چې د اقلیم عدالت یوازې یو شعار نه، بلکې د ټول بشریت ګډ مسوولیت دی. هغه پر نړۍوالو مشرتابه ټینګار وکړ، چې باید د چاپېریال د خوندیتوب او د اقلیمي ګواښونو د کمولو لپاره بېړني او ګډ اقدامات وکړي.

انتونیو ګوترېش په ټکنالوژۍ هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې نوې ټکنالوژۍ باید د انسان د خدمت لپاره وکارول شي.

نوموړي وویل: «موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې ټکنالوژي د بشریت لپاره د هوساینې وسیله وي، نه دا چې د وېش، تاوتریخوالي او جګړو د لا پراخېدو لامل شي.»

هغه په پای کې د ملګرو ملتونو د بنسټونو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه: «موږ باید د ملګرو ملتونو ځای او رول نور هم ټینګ کړو، ځکه یوازې د ګډې همکارۍ له لارې کولای شو د سولې، عدالت او انساني کرامت پر لور یو با ثباته راتلونکی تضمین کړو.»

ګوټرېش په خپله وینا کې د نړۍ له مشرانو وغوښتل، چې د تګلارو پر ځای عملي ګامونه واخلي، څو بشریت د جګړو، بې عدالتۍ او د اقلیم له ناوړه پایلو وژغورل شي.

د قطر امیر: په دوحه کې د حماس پر مشرتابه د اسراییل برید دولتي ترهګري وه

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۵ GMT+۱

د قطر امیر شېخ تمیم بن حمد بن خلیفه ال‌ثاني د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې د خپلې وینا په ترڅ کې په دوحه کې د حماس پر مشرتابه د اسراییل برید خاینانه او دولتي ترهګري وبلله او زیاته یې کړه، چې اسراییلي پلاوی دوحې ته راغلی و او تر هغې وروسته یې د بمبارۍ پروګرام طرحه کړ.

د قطر امیر زیاته کړه، «پر قطر د اسراییل برید دا ثابته کړه چې د نتنیاهو دولت یو «قانون ماتونکی» دولت دی. دغه ډول چارې د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض ګڼل کېږي.»

هغه د دغه مطلب په څرګندولو سره چې «د اسراییل دولت د برمته شویو کسانو د ازادۍ لپاره له هڅو په شا شوی او اوس یې اصلي موخه د غزې له منځه وړل دي.» وویل، «اسراییل د دوښمنانو په محاصره کې یو ډيموکرات هېواد نه دی، بلکې څېرمه هېوادونو لپاره یو ګواښ دی.»

د قطر امیر د فلسطین د رسمیت پېژندنې په برخه کې د ځينو هېوادونو اقدام وستایه او زیاته یې کړه: «نتنیاهو په غزه کې له سولې پر مخنیوي ویاړي او خپلې دغې چارې ته دوام ورکوي.»

ال ثاني همداراز په ډاګه کړه، که چېرې په غزه کې د جګړې بیه د برمته شویو کسانو ازادول وي، نو اوس اسراییل د هغوی ازادولو ته شا کړې او په وینا یې اسراییل اوسنۍ روانه جګړه د ښارګوټو د پراختیا او په تل ابیب کې د شته وضعیت د بدلولو لپاره ښه فرصت ګڼي.

هغه همداراز زیاته کړه: «سوریه نوي پړاو ته د ننوتلو په حال کې ده او هیله مند یم چې دغه پړاو د سوریې د خلکو د ارمانونو د تحقق لپاره پیلامه شي. اسراییل د سوریې د تجزیه کېدو په لټه کې دی. اسراییل باید د لبنان له سوېل څخه هم شاتګ وکړي.»

ال ثاني د خپلې وینا په پای کې په سوډان کې له ښکېلو خواو وغوښتل، چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.