• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ناروې کمېټې سره د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لاسلیک شوه. په دغه هوکړه لیک کې د ځمکپوهنې د ګواښونو د څېړنې، د معلوماتو راټولولو، د پروژو د پلي کولو او د یاد وزارت د کارپوهانو د وړتیاوو وده شامله ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هوکړه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري او په افغانستان کې د ناروې کمېټې مشر تاریا مېګنوسېن واټرډال له لوري لاسلیک شوې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري له ناروې کمېټې غوښتي، چې د یاد وزارت کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو په برخه کې همکاري وکړي او د ګډې څېړنیزې کمېټې د جوړېدو خبره یې هم کړې ده.

په خبرپاڼه کې د ناروې کمېټې د مشر په حواله راغلي دي:« په دغه هوکړه لیک کې د دواړه خواوو دندې ځانګړې شوې او موږ ژمنه کوو، چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم له وزارت سره به په بشپړه توګه همکاري وکړو.»

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، دغه هوکړه لیک ۸ مادې لري چې د علمي، څېړنیزو، ښوونیزو فعالیتونو او د یاد وزارت د کارکوونکو او کارپوهانو د وړتیاوو لوړولو برخې په‌کې شاملې دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د انټرنېټ بندېدو له زلزله ځپلو سره د مرستو بهیر ګډوډ کړی دی

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۱

ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، چې د افغانستان په ختیځ کې د نوري فایبر شرکت انټرنېټ بندېدو له امله له زلزله ځپلو سره د مرستو بهیر ګډوډ شوی دی. د مرستندویه بنسټونو او د ژغورنې ډلو ترمنځ اړیکې ستونزمنې شوې او د مرستو رسولو بهیر سوکه شوی دی.

د انټرنېټي خدمتونو محدودیت د سوداګرۍ، بانکونو او ښوونیزو بنسټونو چارې هم ګډوډې کړې دي؛ خو طالبانو پام نه‌دی ورته کړی. یادې ډلې ویلي، چې بدیله لاره ورته لټوي؛ خو په دې اړه یې نور وضاحت نه‌دی ورکړی.

طالبانو تازه په هرات ولایت کې مخابراتي او انټرنېټي شرکتونو ته امر کړی، چې د شپې له‌خوا انټرنېټ بند کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» په دغه راپور کې ویلي، چې د کونړ د زلزله ځپلو ۹۴ سلنه خلک پر سپېره ډاګ يا لنډمهاله سرپناه کې ژوند کوي. دغه اداره وايي، چې د ژمي په رانږدې کېدو سره بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.

د راپور له مخې؛ مرستندویه بنسټونو تر اوسه ۱۰۵ زره زلزله ځپلو ته مرستې رسولې دي؛ خو (د وږي له ۲۴مې) نېټې راهیسې د نوري فایبر انټرنېټ بندېدو له امله د ځايي دفترونو او مرکز تر منځ اړیکې ګډوډې شوې او د مرستو بهیر ټکنی شوی دی.

ملګرو ملتونو ویلي، چې تر اوسه د زلزله ځپلو لپاره تر ۲۳ مېلیونه ډالرو ډېرې پيسې ځانګړې شوې؛ خو دغه پيسې کافي نه‌دي او ۱۱۵ مېلیونه ډالرو ته اړتیا ده، چې د زیانمن شویو خلکو اړتیاوې په بشپړه توګه پوره شي.

دغه مرګونې زلزله (د وږي میاشتې په ۹مه نېټه) په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې وشوه، چې خلکو ته یې پراخ ځاني او مالي تلفات واړول. اوچا څرګنده کړې، په دغه زلزله کې لږ تر لږه ۸ زره او ۴۷۱ کورنۍ چې شاوخوا ۵۶ زره کسان کېږي زیانمن شوي دي.

د دغه زلزلې له امله نږدې ۲ زره کسان مړه او تر ۳زره او ۶۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. دغه ډول تر ۷زره ډېر څاروي تلف شوي او ګڼې کورنۍ له خپلو اصلي خوراکي سرچینو بې‌برخې شوې دي.

ټرمپ وايي د بګرام په اړه لا ډېري خبرې لري

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۵۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام په اړه د کوم ځانګړي وخت له ښودلو پرته اعلان وکړ، چې هغه به د بګرام په اړه خبرې وکړي. هغه، د خپلې لومړۍ دورې د حکومت پر مهال د امریکا د پوځ له خوا د بګرام اډې د بیا رغولو یادونه وکړه او ویې ویل چې د پوځ تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبه په ورځ په سپينه ماڼۍ کې په یوې ناسته کې زياته کړه: «موږ به د افغانستان او بګرام په اړه هم خبرې وکړو.»

خو هغه د نورو جزیاتو ورکولو پرته وویل، چې د بګرام په اړه به دقیقا لا ډیرې خبرې وکړي.

ټرمپ چې دا خبرې د څو اجراییوي فرمانونو د لاسلیک پر مهال وکړې، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې: «په خپله لومړۍ دوره کې یې پوځ بیا ورغاوه؛ خو د جو بایډن ادارې د پوځ یو شمېر تجهیزات په افغانستان کې پرېښي دي.»که څه هم، د ټرمپ په وینا، په افغانستان کې پرېښودل شوي تجهیزات د پوځ د ټولو تجهیزاتو یوازې یوه کوچنۍ برخه ده.

هغه د خپلې وینا په یوه بله برخه کې له افغانستان څخه د امریکا وتل د امریکا په تاریخ کې «تر ټولو شرمونکې» ورځ هم وبلله.

ټرمپ په وروستیو اونیو کې په مکرر ډول بګرام اډې ته د امریکا پر ستنیدو ټینګار کړی دی.

دا موضوع هغه مهال راپورته شوه، چې ټرمپ د وږي په ۲۷مه، په لندن کې د برېتانیا د لومړي‌ وزیر کیېر سټارمر سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «موږ هڅه کوو چې د بګرام هوایي اډه بېرته واخلو.»

ټرمپ وویل: «طالبان ځینې غوښتنې لري، خو موږ هم دا پوځي اډه غواړو.»

په ورته وخت کې د طالبانو چارواکو د افغانستان خاورې ته د امریکا بیرته راستنیدو سره خپل مخالفت اعلان کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له العربیه سره په یوه مرکه کې روښانه کړه چې د بګرام هوايي اډه د افغانستان د خاورې یوه برخه ده او د چین یا امریکا پورې اړه نلري.

طالب ویاند وویل: « امریکایان باید له افغانانو سره په ډیپلوماټیک او منطقي ډول چلند وکړي».

هغه زیاته کړه: «زموږ خلک به د خپلې خاورې په یوه برخه کې د بهرنیو ځواکونو شتون ونه مني.»

ډاکټر اشرف غني: د افغانانو یووالی کولای شي ستر دولتونه رامنځته کړي

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۱ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني په یوه تازه پاډکاسټ کې ویلي، چې په افغانانو کې د یووالي ظرفیت شته او که ولس یو موټی شي ستر دولتونه رامنځ ته کولی شي. نوموړي د میرویس نیکه او احمدشاه بابا پر حکومتداریو، سیاسي ځرکتیاوو او د ملت په راټولونې هم بحث کړی.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبه په ورځ په يوه تازه پاډکاسټ کې، تر ډېره د افغانستان پر تاريخ په ځانګړې توګه د میرویس نیکه او احمدشاه بابا پر دولتدارۍ، بنسټ جوړونې، د افغانانو پر هویت او د هغه پر دوام خبرې کړي.

هغه زياته کړه: «میرویس نیکه د افغانانو له هویت او دولتدارۍ سره ژور تړاو لري، هغه بنسټ کېښود؛ خو هغه ته بشپړتیا احمدشاه بابا ورکړه.»

پخواني‌ ولسمشر وویل، چې د نادر افشار یرغلونه یوه ستره غمیزه وه چې د سیمې سیاسي او اجتماعي جوړښتونه یې بدل کړل.

نوموړي زياته کړې: «نادرشاه د هرات اوږدې محاصرې او بیا د کندهار نیول د سیمې لپاره خورا ناوړه پایلې لرلې. نادرشاه د سیمې یو زیات شمیر خلک، په ځانګړي ډول ځینې قبایل چې وروسته یې په تاریخ کې د دراني په نوم یادېږي، په جبري ډول له خپل سیمه ییز ټاټوبي څخه وايستل او په ایران په مازندران کې یې ځای پر ځای کړل. دا لېږدونې د قومونو جغرافیه او د طاقت د وېش بنیادونه بدل کړل.»

غني ټینګار وکړ، چې دې حالاتو احمدشاه ته فرصت او تجربه برابره کړه چې د یو مرکزي نظام د جوړولو لپاره نوي ترکیبونه او لارې ولټوي.

د هغه په خبره، چې تاریخی تجربې ښيي میراثي شاهي نظامونه، د مناسبې اداري او قانوني توازن د ثبات اوږد مهاله تضمین نه کوي.

پخواني‌ ولسمشر دا هم ویلي، چې افغانان د یوالي ظرفیت لري او په يوځای کېدو سره لوی دولتونه رامنځ ته کولی شي.

هغه د دې لپاره مهمه وبللل، چې «سیاسي‌جوړښتونه د معاصرو اړتیاوو سره سمون ولري. روڼوالی، د ځايي صلاحیتونو او مرکز ترمنځ متوازن واک، اقتصادي مرکزیت او د ټولنیزو ډلو ګډون.»

نوموړي د شاهي میراث او عصري اړتیاوو ترمنځ د توازن راوستلو لپاره په افغانستان کې «ولسي» نظام یوه عملي لاره وګڼله.

ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره نوی تړون لاسلیک کړ

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې اجرایوي مشرې سیما باهوس اعلان کړی چې د افغانستان د ښځو ملاتړ لپاره یې له اروپایي ټولنې سره یو نوی تړون لاسلیک کړی دی.

باهوس د پنجشنبې په ورځ، پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي چې دا تړون د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اتیا یمې ناستې پر مهال په نیویارک کې د اروپایي ټولنې له استازي یوزف سیکلا سره لاسلیک شوی دی.

د هغې په وینا، تړون به د افغانستان د ښځو لپاره د ځانګړو ملاتړیو پروګرامونو د پراختیا لپاره وکارول شي.

باهوس زیاته کړې: «افغان ښځې او نجونې د نړۍ له سختو محدودیتونو سره مخ دي او د پخوا په پرتله ډېر د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.» هغې ټینګار وکړ چې اروپایي ټولنه د ملګرو ملتونو یو مهم شریک دی، په ځانګړې توګه د جنسیتي برابري په برخه کې.

له هغه وخت راهیسې چې طالبان بیا ځلې پر افغانستان واکمن شوي، ښځې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. د نجونو د منځنیو او لوړو زده کړو مخنیوی شوی، ښځې له ډېرو دولتي او غیر دولتي ادارو د کار کولو له حق څخه محرومې شوي او د هغوی ټولنیز فعالیتونه په پراخه کچه محدود شوي دي.

ملګرو ملتونو په تکرار سره دغه محدودیتونه «په نړۍ کې بې‌ساري» بللي او خبرداری یې ورکړی چې د افغانستان د نفوس نیمایي برخه له زده کړو، کار او ټولنیزو چارو بې‌برخې کول د هېواد د راتلونکي لپاره ژور او ویجاړونکېپایلې لرلی شي.

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې لومړۍ غونډه ترسره شوه

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۱ GMT+۱

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د تماس ډلې لومړۍ غونډه په نیویارک کې ترسره کړه. دغه سازمان ویلي، تماس ډله د افغانستان په اړه د پریکړو د پلي کولو او د دغه هیواد بشري، سیاسي او اقتصادي ننګونو لرې کولو لپاره د همکارۍ د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان وویل، چې دا غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د ۸۰مې دورې په څنډه کې ترسره شوې ده.

په دې غونډه کې د غړو هېوادونو استازو ټینګار وکړ، چې افغانستان لا هم له جدي بشري او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او پرته له یو منظم سیمه‌ییز چوکاټ څخه، له دې حالته وتل ډېر ستونزمن دي.

د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي په خپل پیغام کې د طالبانو له چارواکو سره د اساسي موضوعاتو په اړه د خبرو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.

د دې سازمان د خبرپاڼې له مخې، سرمنشي له هغو هېوادونو څخه مننه وکړه، چې د افغانانو سره یې د «د افغانستان د بشري مرستو صندوق» او د دې سازمان د کابل دفتر په خاص ډول د سعودي‌عربستان د ملک سلمان د مرستو مرکز له لارې مرستې کړي‌ دي.

ویناوالو وویل، چې د تماس ډلې جوړېدل کولی شي له افغانستان سره د اسلامي هېوادونو د بشري او سیاسي مرستو د همغږۍ بهیر ګړندی کړي.