ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره نوی تړون لاسلیک کړ

د مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې اجرایوي مشرې سیما باهوس اعلان کړی چې د افغانستان د ښځو ملاتړ لپاره یې له اروپایي ټولنې سره یو نوی تړون لاسلیک کړی دی.

د مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې اجرایوي مشرې سیما باهوس اعلان کړی چې د افغانستان د ښځو ملاتړ لپاره یې له اروپایي ټولنې سره یو نوی تړون لاسلیک کړی دی.
باهوس د پنجشنبې په ورځ، پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي چې دا تړون د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اتیا یمې ناستې پر مهال په نیویارک کې د اروپایي ټولنې له استازي یوزف سیکلا سره لاسلیک شوی دی.
د هغې په وینا، تړون به د افغانستان د ښځو لپاره د ځانګړو ملاتړیو پروګرامونو د پراختیا لپاره وکارول شي.
باهوس زیاته کړې: «افغان ښځې او نجونې د نړۍ له سختو محدودیتونو سره مخ دي او د پخوا په پرتله ډېر د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.» هغې ټینګار وکړ چې اروپایي ټولنه د ملګرو ملتونو یو مهم شریک دی، په ځانګړې توګه د جنسیتي برابري په برخه کې.
له هغه وخت راهیسې چې طالبان بیا ځلې پر افغانستان واکمن شوي، ښځې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. د نجونو د منځنیو او لوړو زده کړو مخنیوی شوی، ښځې له ډېرو دولتي او غیر دولتي ادارو د کار کولو له حق څخه محرومې شوي او د هغوی ټولنیز فعالیتونه په پراخه کچه محدود شوي دي.
ملګرو ملتونو په تکرار سره دغه محدودیتونه «په نړۍ کې بېساري» بللي او خبرداری یې ورکړی چې د افغانستان د نفوس نیمایي برخه له زده کړو، کار او ټولنیزو چارو بېبرخې کول د هېواد د راتلونکي لپاره ژور او ویجاړونکېپایلې لرلی شي.


د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د تماس ډلې لومړۍ غونډه په نیویارک کې ترسره کړه. دغه سازمان ویلي، تماس ډله د افغانستان په اړه د پریکړو د پلي کولو او د دغه هیواد بشري، سیاسي او اقتصادي ننګونو لرې کولو لپاره د همکارۍ د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده.
د اسلامي همکاریو سازمان وویل، چې دا غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د ۸۰مې دورې په څنډه کې ترسره شوې ده.
په دې غونډه کې د غړو هېوادونو استازو ټینګار وکړ، چې افغانستان لا هم له جدي بشري او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او پرته له یو منظم سیمهییز چوکاټ څخه، له دې حالته وتل ډېر ستونزمن دي.
د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي په خپل پیغام کې د طالبانو له چارواکو سره د اساسي موضوعاتو په اړه د خبرو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.
د دې سازمان د خبرپاڼې له مخې، سرمنشي له هغو هېوادونو څخه مننه وکړه، چې د افغانانو سره یې د «د افغانستان د بشري مرستو صندوق» او د دې سازمان د کابل دفتر په خاص ډول د سعوديعربستان د ملک سلمان د مرستو مرکز له لارې مرستې کړي دي.
ویناوالو وویل، چې د تماس ډلې جوړېدل کولی شي له افغانستان سره د اسلامي هېوادونو د بشري او سیاسي مرستو د همغږۍ بهیر ګړندی کړي.

د بشري حقونو څار بنسټ وایي چې نن د اسټرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ د هغې پرېکړې یو کال پوره کېږي چې له مخې یې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو د حقونو د نقض موضوع د «ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون»له لارې څارل کېږي.
دغه نوښت ښایي په نړۍوال عدلي محمکه کې د یوې بې سارې دعوې لامل شي، څو طالبان د نړیوالو ژمنو د ماتولو او د ښځو د حقونو د ځپلو له امله ځواب ویونکي وګرځوي.
د دې نوښت د اعلان له تعقیب وروسته، جرمني د افغان ښځو د حقونو له مدافعانو سره څو غونډې ترسره کړې. یوه مجازي ناسته د ۲۰۲۴کال په سپټمبر کې او بله حضوري ناسته د ۲۰۲۵کال په مارچ کې په برلین کې جوړه شوه.
د افغان مدني ټولنې پیغام په دواړو کې روښانه و، چې د افغان ښځو په ګډون د بېلابېلو ټولنو د خوندې او معنا لرونکې ونډې ډاډ، د شفافیت او عامه پوهاوي زیاتول، او د نوښت لپاره د پراخ نړیوال ملاتړ رامنځته کول، په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو او د جنوب نړیوال بلاک ملاتړ.
په تېره یوه کال کې د ښځو د حقونو د سرغړونو په اړه څو مهم پرمختګونه شوي دي.
د ۲۰۲۴کال د اکتوبر په ۴مه د اروپایي اتحادیې د عدالت محکمې پرېکړه وکړه چې د طالبانو تبعیضي تدابیر د افغان ښځو پر وړاندې د «ځورونې» په مانا دي، او د دوی د کډوالۍ غوښتنې یوازې د جنسیت او تابعیت پر بنسټ توجیه کوي.
د ۲۰۲۵کال په جون کې د ملګرو ملتونو د « مېرمنو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کمېټې لومړنی بیاکتنیز راپور خپور شو، چې طالبانو ته یې د ښځو د حقونو د قانوني ساتنې د بېرته راوستلو، د تبعیض ضد قوانینو د پلي کولو، او له نړیوالو قضایي ارګانونو لکه«ای سي سي او ای سي جی» سره د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه. همدارنګه د ۲۰۲۵کال د جولای په ۸مه، د جرمونو نړۍوالې محکمې د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده او د دوی د سترې محکمې مشر عبدالـحکیم حقاني د «جنسیتي ځورونې اوانسانیت ضد جرم» له امله د نیولو غوښتنې خپرې کړې.
د دغه نوښت د یو کال پوره کېدوپه مناسبت، د « یي ډبلیو جي» کارپوهانو کاري ډلې او همداشان افغان او نړیوالو مدني ټولنو له څلورو یادو هېوادونو وغوښتل چې پر دې نوښت خپل ژمنیتوب نور هم ټینګ کړي، د بهیر په اړه روڼتیا ډېره کړي او افغان ښځو، قربانیانو او مدني ټولنو سره ماناداره اړیکه وساتي، او د طالبانو د عادي کېدو پر وړاندې جدي دریځ ولري او د ښځو د حقونو د بېرته راګرځولو لپاره عملي او همغږي ګامونه واخلي.
اعلامیه ټینګار کوي چې د نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول د اسلامي همکاریو سازمان غړو او د جنوب نړیوال بلاک هېوادونو، ګډون به د دې قضیې ځواک ډېر کړي او افغان ښځو او نجونو ته به د هیلې پیغام ورکړي.
دغه ډله چې د افغان مدني ټولنې په مشرۍ جوړه شوې، د حقوقي کارپوهانو، د ژوندي پاتې شویو استازو او مدني ټولنو د استازو یو ګډ فورم دی. د دوی موخه د عدالت د دعوو د پیاوړتیا، د نړیوالو شریکانو د هڅونې، د عامه پیغامونو د همغږۍ او د افغان ښځو، نجونو او نورو محرومو ډلو د غږ لوړولو لپاره ګډ کار دی.

په کندهار کې د پاکستان پخوانی جنرال کونسل عمر خان شېرزی وایي دغه هېواد دوه ځلې طالبان واک ته ورسول، خو اوس واکمن طالبان د پاکستان سره نمک حرامې کوي. نوموړی زياتوي، اوسني طالبان د هند، روسیې او اسراییل څخه په پاکستان کې د ناامنۍ جوړولو لپاره پیسې اخلي.
په کندهار د پاکستان پخوانی کونسل عمر خان شېرزي، افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې پاکستان د افغانانو د ازادۍ او امن لپاره طالبان واک ته ورسول.
د نوموړي په خبره، چې د طالبانو د لومړۍ دورې مشر ملا محمد عمر په سیمه کې «د شریعت پلي کولو» هڅه کوله او اوسني واکمنان د واک او پيسو تر لاسه کولو لپاره کار کوي.
هغه زياته کړې: «پاکستان طالبان واک ته ورسول او داسې فکر یې کوبو، چې دا به اصل خلک وي اوس نمک حرامي کوي، د هند، روسیې او اسراییل څخه پیسې اخلي او په پاکستان کې دهشتګري کوي.»
د نوموړي په خبره، چې واکمن افغان طالبان د پاکستان طالبانو تحریک ملاتړ کوي او په پاکستان کې په بریدونو کې خپل جنګيالي هم ورسره یو ځای کوي.
نوموړي د ټرمپ سره د پاکستان د لوموړي وزیر شهباز شریف لیدنه ستایلې او ټينګار یې کړی، چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ به په افغانستان کې د ترهګرو د ملاتړ یادونه هم ورته وکړي.
هغه ویلي، چې پاکستان غواړي امریکا ته وښوي، چې افغان خاوره د پاکستان پر وړاندې استعماليږي او په ځوابي برید کې باید نړۍ پاکستان ته د ملامتیا ګوته ونه نيسي.
هغه زياته کړې: «پاکستان کمزوری نه دی، یوازې غواړي د نړۍ ورپام کړي، چې کله هم پاکستان پر افغانستان برید کوي چې دغه هېواد ملامت نشي.»
نوموړي دا هم ويلي، چې پاکستان د لسیزو راهيسې د افغان کډوالو ښه کوربتوب کړی دی.
د هغه په پاکستان کې د لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ د مشر عاصم منیر اوسنۍ واکمني هم په تاریخ کې بې سارې ګڼلې او ویلي یې دي، چې حکومت یې په وار وار د طالبانو سره د «ټي ټي پي» د مخنيوي په اړه خبرې کړی، چې پایله یې نه ده ورکړې.
بلخوا افغان طالبانو په وار وار د پاکستان دا ډول ادعاوي رد کړي او ویلي یې دي، چې د افغانستان خاوره به هيڅ وخت د ګاونډیانو او سیمې هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

د بریټانیا کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د یوه افغان کډوال په اړه یې بېړنۍ څېړنې پیل کړي دي. دغه کس، چې په بریټانیا کې یې پناه غوښتنه منل شوې وه، بېرته افغانستان ته تللی او هلته یې د رخصتیو انځورونه او ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې کړې دي.
د بریتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه موضوع سیاسي جنجالونه هم راپارولي دي. د «ایونینګ سټنډرډ» ورځپاڼې لیکلي چې نوموړی «ډیجي اسامه» نومېږي او د ۲۰۲۲م کال د اپریل په میاشت کې د مانیښ کانال له لارې په یوه وړه کښتۍ کې بریټانیا ته رسېدلی و. هغه د پناه غوښتنې پر مهال چارواکو ته ویلي و چې د طالبانو له ګواښونو راتښتېدلی دی.
ورځپاڼه زیاتوي، چې د پناه غوښتنې له تاید وروسته، نوموړي په ۲۰۲۴م کال کې افغانستان ته یو اته اوونیزه سیاحتي سفر کړی او له بند امیر، د هندوکش غرونو، شمال لوېدیځو لارو او نورو تفریحي سیمو یې انځورونه خپاره کړي دي.
اسامه وروسته له افغانستان څخه د دبۍ هوايي ډګر ته د خپل سفر ویډیو خپره کړې او تر هغې لږ وروسته یې په لندن کې د خپل اوسېدو انځور هم شریک کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د اسامه د پناه غوښتنې تایید د افغانستان د سفر څخه مخکې شوی و. د بریتانیا د قوانینو له مخې، پناه غوښتونکي نورو هېوادونو ته سفر کولی شي، خو د اصلي هېواد یا هغه ځای ته ستنېدل چې ترې د پناه غوښتنه شوې وي، منع دي.
په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې پخوانۍ ویډیوګانې ښيي چې هغه په ۲۰۲۲م کال کې د مانیښ کانال له لارې د انساني قاچاقبرانو په واسطه خپلې موخې ته رسېدلی او بیا یې په لندن کې له بېلابېلو مشهورو ځایونو څخه انځورونه خپاره کړي دي.
د بریټانیا بهرنیو چارو وزارت څو ځله د افغانستان د سفر امنیتي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی، خو بیا هم نوموړی پناه غوښتونکي ازاد ډول افغانستان ته تللی او بېرته راستون شوی دی.
دغه موضوع اوس سیاسي بڼه هم اخیستې ده. د اپوزیسیون د عدلیې وزیر رابرټ جنریک د حکومت پر ضد نیوکه کړې او ویلي یې دي: «غیرقانوني کډوال لکه دغه کس د حکومت پر سادګۍ خاندي. هغه باید هېڅکله د افغانستان له رخصتیو وروسته بېرته بریتانیا ته نه وای پرېښودل شوی. که جرمني افغان کډوال بېرته ستنوي، ولې موږ دا کار نه کوو؟»
تر اوسه څرګنده نه ده چې د کورنیو چارو وزارت څېړنې به څه پایله ولري، خو دغه قضیه د بریتانیا د پناه غوښتنې د نظام د احتمالي ناوړه استفادې په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

یو شمېر ډيپلوماټيکو او امنیتي سرچینو «فرانس پریس» ته ویلي، چې د پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د میلیونونو کډوالو د ستنېدو په بهیر سره د داعش ډلې د پياوړې کېدو وېره شته. راپور کې ویل شوي، چې ډېرو کډوالو لسیزې بهر ژوند تېر کړي او یو شمېر کسان په لومړي ځل افغانستان ته ځي.
په راپور کې راغلي، چې د روان کال د جنوري میاشتي راهيسې شاوخوا ۲.۶ میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېر یې له لسیزو راهيسې بهر اوسېدل او ځني یې ان په لومړي ځل دغه هېواد ته ځي.
د ملګرو ملتونو د توندلارو ډلو د څارنې کميټې پخوانی همغږی کوونکی هانس یاکوب شنډلر ویلي: «دا ګواښ ډېر لوی دی، چې داعش دې له دې نوي راغلیو افغانانو څخه د استخدام د سرچینې په توګه کار اخلي.»
یو شمېر رسنیو راپور ورکړی، چې د داعش سیمه ییزه توندلاره ډله د افغانستان په ختيځ کې ځای لري، چې ځيني بریدونه هم تر سره کوي او د طالبانو حکومت او سيمې لپاره ګواښ هم ګڼل کيږي.
شنډلر زیاتوي: «له ۲۰۲۱ د اګست راهیسې، دغه ډله د ناراضه طالبانو او هغو افغانانو استخدام ته دوام ورکوي چې د طالبانو برخه نه دي.»
ملګرو ملتونو په جولای میاشت کې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګریزو ډلو لپاره «ازاد چاپېریال» رامنځته شوی، چې د مرکزي اسیا او نورو هېوادونو لپاره جدي امنیتي ګواښ جوړوي.
ملګرو ملتونو ویلي: «تر ټولو جدي ګواښ داعش دی، چې شاوخوا ۲،۰۰۰ جنګیالي لري او په تېرو څو کلونو کې یې په روسیه، ایران او پاکستان کې مرګوني بریدونه ترسره کړي دي.»
په ورته وخت کې د پاکستاني طالبانو تحریک، چې د افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري د داعش درې برابره زيات جنګيالي لري؛ خو دا ډله یوازې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر وړاندې فعالیت کوي.
اسلاماباد تل پر افغانستان د دې تور لګولی چې وسله والو ډلو ته یې خوندي ځایونه ورکړي.
خو د طالبانو حکومت په تکراري ډول ادعا کړې چې نور په افغانستان کې «هیڅ ترهګریز سازمانونه فعالیت نه لري.»