• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان کډوالو په ستنېدو سره د داعش ډلې د پياوړې کېدو وېره شته

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۱ GMT+۱

یو شمېر ډيپلوماټيکو او امنیتي سرچینو «فرانس پریس» ته ویلي، چې د پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د میلیونونو کډوالو د ستنېدو په بهیر سره د داعش ډلې د پياوړې کېدو وېره شته. راپور کې ویل شوي، چې ډېرو کډوالو لسیزې بهر ژوند تېر کړي او یو شمېر کسان په لومړي ځل افغانستان ته ځي.

په راپور کې راغلي، چې د روان کال د جنوري میاشتي راهيسې شاوخوا ۲.۶ میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېر یې له لسیزو راهيسې بهر اوسېدل او ځني یې ان په لومړي‌ ځل دغه هېواد ته ځي.

د ملګرو ملتونو د توندلارو ډلو د څارنې کميټې پخوانی همغږی کوونکی هانس یاکوب شنډلر ویلي: «دا ګواښ ډېر لوی دی، چې داعش دې له دې نوي راغلیو افغانانو څخه د استخدام د سرچینې په توګه کار اخلي.»

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی، چې د داعش سیمه ییزه توندلاره ډله د افغانستان په ختيځ کې ځای لري، چې ځيني بریدونه هم تر سره کوي او د طالبانو حکومت او سيمې لپاره ګواښ هم ګڼل کيږي.

شنډلر زیاتوي: «له ۲۰۲۱ د اګست راهیسې، دغه ډله د ناراضه طالبانو او هغو افغانانو استخدام ته دوام ورکوي چې د طالبانو برخه نه دي.»

ملګرو ملتونو په جولای میاشت کې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګریزو ډلو لپاره «ازاد چاپېریال» رامنځته شوی، چې د مرکزي اسیا او نورو هېوادونو لپاره جدي امنیتي ګواښ جوړوي.

ملګرو ملتونو ویلي: «تر ټولو جدي ګواښ داعش دی، چې شاوخوا ۲،۰۰۰ جنګیالي لري او په تېرو څو کلونو کې یې په روسیه، ایران او پاکستان کې مرګوني بریدونه ترسره کړي دي.»

په ورته وخت کې د پاکستاني طالبانو تحریک، چې د افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري د داعش درې برابره زيات جنګيالي لري؛ خو دا ډله یوازې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر وړاندې فعالیت کوي.

اسلام‌اباد تل پر افغانستان د دې تور لګولی چې وسله‌ والو ډلو ته یې خوندي ځایونه ورکړي.

خو د طالبانو حکومت په تکراري ډول ادعا کړې چې نور په افغانستان کې «هیڅ ترهګریز سازمانونه فعالیت نه لري.»

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

په میدان وردګ کې طالبانو یوه ښځه او سړی په عام محضر کې په دُرو وهلي

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۵ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په میدان وردګ ولایت کې د دې ډلې ابتدایه محکمې یوه ښځه او یو سړی د «نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي. طالبانو هر یو ۲۰ - ۲۰ دُرې وهلي‌ دي.

د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبه په ورځ د (د تلې ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو کسانو د سزا پریکړه د سیمه‌ ییزو چارواکو، دولتي ادارو کارکوونکو، خلکو او د ابتداییه محکمې مسولینو په حضور کې تطبیق شوې ده.

په میدان وردګو کې د طالبانو د محکمې مشر صبغت الله راشد د همدې کسانو د وهلو پر مهال ویلي: « دا ډول سزاګانې د اسلامي نظام لپاره ډېر اهمیت لري.»

طالبان هره ورځ په ټول هېواد کې هغه کسان چې د دوی محکمه یې مجرم وګڼي، په دُرو وهي.

طالبانو یوازې په تېره اوونۍ کې لږ تر لږه ۵۵ کسان په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې وهلي دي.

نړیوالو سازمانونو څو ځله له طالبانو څخه غوښتي، چې د بدني سزاګانو او شکنجو لړۍ پای ته ورسوي.

د طالبانو ستره محکمه په خپلو خبرپاڼو کې دا نه‌ ښيي چې دا کسان څنګه محاکمه شوي او وکیل ته یې لاسرسی درلود که نه.

دا ډله په عام محضر کې په دُرو وهل د «اسلامي شریعت» حکم بولي.

ایران وايي د دوغارون له لارې د افغان کډوالو ستنېدل درې برابره ډېر شوي

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۷ GMT+۱

د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو عمومي مدیر جعفر سید ابادي ویلي، چې د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې نږدې ۹۶۶ زره افغان کډوال د دوغارون له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ایرنا د راپور له مخې، سیدابادي د پنجشنبې په ورځ په مشهد کې د طالبانو له کونسل نورمحمد متوکل سره لیدلي.

جعفر سیدابادي د یادې لېدنې پرمهال ویلي:«ایران له څلور لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه توب کړی او اوس هم هڅه کوو چې د اصولو په چوکاټ کې د کډوالو د استوګنې او ستنېدو بهیر سمبال کړو.»

د خراسان رضوي د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو عمومي مدیر ویلي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ له جګړې وروسته یې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.

سیدابادي ویلي:«د ایران او افغانستان ترمنځ ژورې تاریخي او فرهنګي اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د دوام او ورورګلوۍ د پیاوړتیا لپاره یو ټینګ بنسټ دی.»

د طالبانو کونسل نورمحمد متوکل د یادې لېدنې پرمهال په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د هواری غوښتنه کړې ده.

متوکل زیاته کړې :«په کار ده د زده کړو، د جوازونو ورکولو او ورته خدمتونو په برخو کې د افغان کډوالو اړتیاوې د یوې ګډې کمیټې له خوا راټولې شي او د نړیوالو سازمانونو له لارې یې د حل غوښتنه وشي.»

د راپورونو له مخې، په روان کال کې له ایران څخه یو میلیون او ۴۰۰زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کابل په نجارۍ سرای کې اورلګېدنې اته نیم میلیونه افغانۍ زیان اړولی

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې نن مازديګر د کابل ولايت د پنځمې ناحیې د قلعه کاشف سیمې د نجارۍ سرای په یوه برخه کې د اورلګېدنې له امله اته میلیونه او ۴۰۰ زره افغانۍ زیان اوښتی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د اوروژنې ډله توانیدلې چې اور په بریالیتوب سره کنټرول کړي.

هغه زیاتوي چې د درنو مالي زیانونو او نورو سیمو ته د اور د خپریدو مخه نیول شوې ده.

د طالبانو د سرچینو په وینا، په دغه اور کې د اته میلیونه او ۴۰۰ زره افغانيو په ارزښت مالي زيان اوښتی دی. قانع دا هم وویل چې د ۱۵میليونه افغانيو په ارزښت د هېوادوالو مالونه له اور څخه ژغورل شوي دي.

طالبان په سردار محمد داودخان روغتون کې د زړه او سرطاني ناروغیو درملنې مرکز جوړوي

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون ویلي، چې ډېر ژر به د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون کې د زړه د ناروغیو د معیاري درملنې یو مرکز پرانېستل شي.

ملي تلویزیون د پنجشنبې په ورځ په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د زړه د ناروغیو د معیاري درملنې د یوه مرکز د پرانیستنې تر څنګ به د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره د راډیوټراپي دستګاه هم ولګول شي.

دغه روغتون چې پنځوس کاله مخکې جوړ شوی، د پرمختللو طبي وسایلو او تجربه لرونکو متخصصینو په درلودو سره د افغانستان له سترو روغتیايي مرکزونو ګڼل کېږي.

طالبانو ویلي، چې مخکې د یاد روغتون خدمات نظامیانو ته ځانګړي وو، خو اوس د دغه روغتون په جراحي، داخله، سترګو، اعصابو، ارتوپیدي، زړه، لابراتوار او نورو برخو کې د ملکي ناروغانو درملنه هم کېږي.

افغان-پاک ټرانزیټ سوداګري په دوو میاشتو کې ۹ سلنه ډېره شوې

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۳ GMT+۱

پاکستان وایي چې د روان مالي کال په لومړیو دوو میاشتو کې د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ بهیر یو ځل بیا د ودې پر لور تللی، چې له ۱۹۱ میلیونه ډالرو ۲۰۹ میلیونو ډالرو ته لوړه شوې ده.

د رسمي سرچینو په وینا، پاکستان د ۲۰۲۵مالي کال د جولای – اګست په موده کې د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ په لېږد کې مثبت بدلونونه ثبت کړي، چې ټولیزه کچه یې له ۱۹۱ میلیونه ډالرو ۲۰۹ میلیونو ډالرو ته لوړه شوې ده.

په دې موده کې هغه توکي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته وارد شوي، ۱۰ سلنه ډېر شوي او له ۱۸۷ میلیونه ډالرو ۲۰۵ میلیونو ډالرو ته رسېدلي دي، خو هغه توکي چې له افغانستان څخه پاکستان ته صادر شوي، درې سلنه کم شوي او له ۳،۹ میلیونه ډالرو ۳،۸ میلیونو ډالرو ته ښکته شوي دي.

یوازې د اګست په میاشت کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ټرانزیټي سوداګرۍ کچه ۱۳ سلنه لوړه شوې، چې له ۹۴،۵ میلیونه ډالرو ۱۰۷،۳ میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.

په دې کې د وارداتو کچه ۱۵ سلنه زیاته شوې، خو صادرات ۵۱ سلنه کم شوي دي.

د میاشت پر میاشت په پرتله هم د ټرانزیټ سوداګري ۸ سلنه زیاته شوې، چې اصلي لامل یې د صادراتو ۱۱۸ سلنه لوړوالی بلل شوی.

سرچینې زیاتوي چې د ۲۰۲۳-۲۴ او ۲۰۲۴-۲۵ مالي کلونو په ترڅ کې د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ کچه د پاکستان د قاچاق ضد هڅو او د وارداتو د محدودیتونو له امله په پرله‌پسې ډول ۵۹ او ۶۴ سلنه راکمه شوې وه.