طالبان په سردار محمد داودخان روغتون کې د زړه او سرطاني ناروغیو درملنې مرکز جوړوي

د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون ویلي، چې ډېر ژر به د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون کې د زړه د ناروغیو د معیاري درملنې یو مرکز پرانېستل شي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون ویلي، چې ډېر ژر به د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون کې د زړه د ناروغیو د معیاري درملنې یو مرکز پرانېستل شي.
ملي تلویزیون د پنجشنبې په ورځ په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د زړه د ناروغیو د معیاري درملنې د یوه مرکز د پرانیستنې تر څنګ به د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره د راډیوټراپي دستګاه هم ولګول شي.
دغه روغتون چې پنځوس کاله مخکې جوړ شوی، د پرمختللو طبي وسایلو او تجربه لرونکو متخصصینو په درلودو سره د افغانستان له سترو روغتیايي مرکزونو ګڼل کېږي.
طالبانو ویلي، چې مخکې د یاد روغتون خدمات نظامیانو ته ځانګړي وو، خو اوس د دغه روغتون په جراحي، داخله، سترګو، اعصابو، ارتوپیدي، زړه، لابراتوار او نورو برخو کې د ملکي ناروغانو درملنه هم کېږي.

پاکستان وایي چې د روان مالي کال په لومړیو دوو میاشتو کې د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ بهیر یو ځل بیا د ودې پر لور تللی، چې له ۱۹۱ میلیونه ډالرو ۲۰۹ میلیونو ډالرو ته لوړه شوې ده.
د رسمي سرچینو په وینا، پاکستان د ۲۰۲۵مالي کال د جولای – اګست په موده کې د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ په لېږد کې مثبت بدلونونه ثبت کړي، چې ټولیزه کچه یې له ۱۹۱ میلیونه ډالرو ۲۰۹ میلیونو ډالرو ته لوړه شوې ده.
په دې موده کې هغه توکي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته وارد شوي، ۱۰ سلنه ډېر شوي او له ۱۸۷ میلیونه ډالرو ۲۰۵ میلیونو ډالرو ته رسېدلي دي، خو هغه توکي چې له افغانستان څخه پاکستان ته صادر شوي، درې سلنه کم شوي او له ۳،۹ میلیونه ډالرو ۳،۸ میلیونو ډالرو ته ښکته شوي دي.
یوازې د اګست په میاشت کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ټرانزیټي سوداګرۍ کچه ۱۳ سلنه لوړه شوې، چې له ۹۴،۵ میلیونه ډالرو ۱۰۷،۳ میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.
په دې کې د وارداتو کچه ۱۵ سلنه زیاته شوې، خو صادرات ۵۱ سلنه کم شوي دي.
د میاشت پر میاشت په پرتله هم د ټرانزیټ سوداګري ۸ سلنه زیاته شوې، چې اصلي لامل یې د صادراتو ۱۱۸ سلنه لوړوالی بلل شوی.
سرچینې زیاتوي چې د ۲۰۲۳-۲۴ او ۲۰۲۴-۲۵ مالي کلونو په ترڅ کې د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ کچه د پاکستان د قاچاق ضد هڅو او د وارداتو د محدودیتونو له امله په پرلهپسې ډول ۵۹ او ۶۴ سلنه راکمه شوې وه.

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي ويلي چې ترهګر په افغانستان کې خوندي پټنځایونه او د روزنې کمپونه لري او له هغه ځايه پر پاکستان بریدونه کوي. نوموړي له طالبانو وغوښتل چې د دوحې تړون ته درناوی وکړي.
د پنجشنبې د ورځې په یوې خبري غونډه کې د بلوچستان وزیراعلی سرفراز بګټي وویل، «ترهګر په افغانستان کې تر دولتي سرپرستي لاندې دي او له دغه ادرس څخه پر موږ بریدونه ترسره کېږي».
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې وسله والو کسانو ته خوندي پټنځایونه او روزنیز کمپونه برابر شوي دي.
بګټي وویل چې په وروستیو عملیاتو کې وژل شوي ډېر ترهګر د افغانستان له سیمو وو.
هغه د طالبانو له واکمنانو وغوښتل چې د دوحې تړون په عمل کې ثابت کړي، ځکه په دغه تړون کې طالبانو ژمنه کړې وه چې خپله خاوره به د کوم بل هېواد پر ضد کارول کېدو ته نه پرېږدي.
د طالبانو حکومت بیا همېش دغه ډول ادعاوې رد کړې او یوازې تور یې ګڼي.
بګټي تور ولګاوه چې یو شمېر د ترهګرو تنظیمونه په بلوچستان کې تنظیمېږي او دا له هندۍ استخباراتي ادارې (RAW) څخه تمویل او تسهیل کېږي.
هغه وویل: «دوی پر موږ استخباراتي جګړه تحمیل کړې او هڅه کوي هغه ټول یو ځای راټول کړي چې د پاکستان بېثباته کولو ته لیواله دي.»

د قطر د بهرنیو چارو وزارت سلاکار محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو په غونډه کې ویلي، دوحه چمتو ده چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ رغنده اړیکې ټینګې کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت سلاکار په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۸۰مې عمومي ناستې په څنډه کې د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې بشري، اقتصادي او سیاسي وضعیت د ثبات ساتلو لپاره ګډې ژمنتیا ته اړتیا لري.
نوموړي ویلي، چې قطر به په افغانستان کې د ثبات د ډاډمنولو لپاره خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړي.
دغه قطري چارواکي په یاده غونډه کې د سیمه ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا او په اوسنیو بحراني شرایطو کې د افغانستان خلکو ته د هر اړخیز ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی.
د قطر استازي د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل:« خلک له بې مخینې ستونزو سره مخ دي. دا د غړو هېوادونو دنده ده چې سره متحد شي او د معنا لرونکو خبرو اترو لپاره اساس چمتو کړي.»
الخلیفي په ټینګار سره ویلي، چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره اوږدمهالو بشري پرمختیايي او ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د هلمند د امر بالمعروف محتسبانو له خبریالانو سره یوه ناسته کې امر کړی، چې نور به د ساکښو انځورونه نه خپروي.
سرچینې وايي، د هلمند امر بالمعروف محتسبانو د پنجشنبې په ورځ د هلمند له خبریالانو او انځور اخیستونکو سره د همغږۍ ناستې پر مهال امر کړی، چې نور به د ساکښو انځورونه او ویډیوګانې نه خپروي.
خبریالان وايي، د امر بالمعروف له دغې پرېکړې سره یې د کلونو زیار په اوبو لاهو شو او اړ شول، چې خپلې ټولنیزي پاڼې او یوټیوب چینلونه بند کړي.
یو خبریال د نوم نه اخېستلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل:«موږ د امر بالمعروف کسانو ته خپل دلیلونه وویل، چې همدا ټولنیزي پاڼې او یوټیوب چینلونه زموږ د عایدو سرچینې، که تاسو پر موږ بندیز لګوئ نو موږ اړ یو چې په قاچاقي لارو د کار لپاره ایران او پاکستان ته ولاړ شو.»
دغه خبریالان وايي، چې د امر بالمعروف محتسبان د انځورونو د نه خپرېدو پر پرېکړه کلک ولاړ دي او د خبریالانو هېڅ دلیل ورته د منلو وړ نه و.
طالبانو تردې وړاندې هم په هلمند کې خپل دولتي کارکوونکي له انځوریزو مرکو څخه بند کړي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې په کندهار کې هم پر هغو ممثلینو د کار کولو بندیز ولګاوه، چې د یوټیوب له لارې یې د خپل تمثیل ویډیوګانې خپرولې.

د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر جنک اونال هرات ته په خپل سفر کې د طالبانو د هرات له والي مولانا اسلامجار سره کتلي اودواړو لوریو د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراخولو، له زلزلهځپلو له کورنیو سره د ترکیې د مرستو او د ګډو همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
د طالبانو د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې پر ورځ (د تلې درېیمه) وویل، د ترکیې سفیر ډاډ ورکړ چې هېواد به یې له افغانستان په ځانګړي ډول هرات ولایت سره د اقتصادي همکاریو د زیاتولو لپاره هڅې وکړي.
د طالبانو د هرات والي د ترکیې د همکاریو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د هرات–خواف ریل پټلۍ د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی.
هغه ټینګار کړی، چې اړینه ده د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره نورې هڅې هم وشي.
د طالبانو د هرات والي د قزاقستان له سفیر سره هم د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د طالبانو لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د قزاقستان سفیر اکباسوف ګزیز هرات د افغانستان اقتصادي ولایت وباله او ټینګار یې وکړ چې باید له دغه ولایت څخه د اقتصادي ودې او د سوداګرۍ پراختیا لپاره ګټه واخیستل شي.
