طالبانو په هلمند کې د ساکښو د انځورونو پر خپرولو بندیز ولګاوه

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د هلمند د امر بالمعروف محتسبانو له خبریالانو سره یوه ناسته کې امر کړی، چې نور به د ساکښو انځورونه نه خپروي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د هلمند د امر بالمعروف محتسبانو له خبریالانو سره یوه ناسته کې امر کړی، چې نور به د ساکښو انځورونه نه خپروي.
سرچینې وايي، د هلمند امر بالمعروف محتسبانو د پنجشنبې په ورځ د هلمند له خبریالانو او انځور اخیستونکو سره د همغږۍ ناستې پر مهال امر کړی، چې نور به د ساکښو انځورونه او ویډیوګانې نه خپروي.
خبریالان وايي، د امر بالمعروف له دغې پرېکړې سره یې د کلونو زیار په اوبو لاهو شو او اړ شول، چې خپلې ټولنیزي پاڼې او یوټیوب چینلونه بند کړي.
یو خبریال د نوم نه اخېستلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل:«موږ د امر بالمعروف کسانو ته خپل دلیلونه وویل، چې همدا ټولنیزي پاڼې او یوټیوب چینلونه زموږ د عایدو سرچینې، که تاسو پر موږ بندیز لګوئ نو موږ اړ یو چې په قاچاقي لارو د کار لپاره ایران او پاکستان ته ولاړ شو.»
دغه خبریالان وايي، چې د امر بالمعروف محتسبان د انځورونو د نه خپرېدو پر پرېکړه کلک ولاړ دي او د خبریالانو هېڅ دلیل ورته د منلو وړ نه و.
طالبانو تردې وړاندې هم په هلمند کې خپل دولتي کارکوونکي له انځوریزو مرکو څخه بند کړي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې په کندهار کې هم پر هغو ممثلینو د کار کولو بندیز ولګاوه، چې د یوټیوب له لارې یې د خپل تمثیل ویډیوګانې خپرولې.


د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر جنک اونال هرات ته په خپل سفر کې د طالبانو د هرات له والي مولانا اسلامجار سره کتلي اودواړو لوریو د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراخولو، له زلزلهځپلو له کورنیو سره د ترکیې د مرستو او د ګډو همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
د طالبانو د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې پر ورځ (د تلې درېیمه) وویل، د ترکیې سفیر ډاډ ورکړ چې هېواد به یې له افغانستان په ځانګړي ډول هرات ولایت سره د اقتصادي همکاریو د زیاتولو لپاره هڅې وکړي.
د طالبانو د هرات والي د ترکیې د همکاریو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د هرات–خواف ریل پټلۍ د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی.
هغه ټینګار کړی، چې اړینه ده د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره نورې هڅې هم وشي.
د طالبانو د هرات والي د قزاقستان له سفیر سره هم د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د طالبانو لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د قزاقستان سفیر اکباسوف ګزیز هرات د افغانستان اقتصادي ولایت وباله او ټینګار یې وکړ چې باید له دغه ولایت څخه د اقتصادي ودې او د سوداګرۍ پراختیا لپاره ګټه واخیستل شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د فدرالي حکومت پر ضد، چې د بهرنیو چارو وزارت یې استازیتوب کوي، شاوخوا ۱۱۰ عاجلې قضیې روانې دي. جوزف هنټرزیهر وايي، د برلین اداري محکمې بهرنیو چارو وزارت ته تازه شاوخوا ۹۰ عاجلې پرېکړې استولې دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند جوزف هینټر زیهر په برلین کې یوې خبري ناستې ته وویل، دمګړۍ د فدرالي حکومت پر ضد، چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې یې استازولي کېږي، شاوخوا ۱۱۰بیړنۍ قضیې روانې دي.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « خو دا مهمه ده چې پوه شئ دا یوازې د یوه وخت لنډ انځور دی او دا شمېر ژر بدلیدای شي. د برلین اداري محکمې له خوا د بهرنیو چارو وزارت ته اوس شاوخوا ۹۰ عاجلې پرېکړې رسیدلې دي».
زیهر وویل، د هغو افغانانود منلو پروسه او د امنیتي ارزونې ټول پړاوونه، چې ډېری په پاکستان کې دي، لا نه دي بشپړ شوي. د هرمسن په وینا، د امنیتي ارزونو بهیر څو ورځې وړاندې بېرته پیل شوی او د امنیتي ادارو کارکوونکي په اسلاماباد کې موجود دي څو دغه ارزونې ترسره کړي.
نوموړي افغانستان ته د شړل شویو افغانانو په اړه وویل، چې فدرالي حکومت د پروګرام د ټولو ګډونوالو د لا ښه خوندیتابه لپاره نور ګامونه اخلي.
هغه زیاته کړه، « د خوندیتوب پخواني اقدامات اصلاح شوي او د ګډونوالو لپاره صادر شوي خوندیتوب لیکونه هم جاري دي. هغه کسان چې په افغانستان کې ځای پر ځای شوي، لا هم د فدرالي حکومت تر ملاتړ لاندې دي».
په غونډه کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند هرمسن وویل، چې افغانستان ته له شړل شویو کسانو سره ددوی اړیکې شته دي او له پاکستان سره هم دوی په اړیکه کې دي، چې د جرمني د منلو په پروګرام کې شامل کسان ونه شړي.
هغه دغه راز وویل، چې نوی حکومت د تېر حکومت ټولې پرېکړې او ژمنې څیړي او د هغوی قانوني او حقوقي اعتبار ارزوي او بیا د منلو پروسه او امنیتي ارزونې ترسره کېږي.
د جرمني د اداري محکمې د حکم له مخې، پرون د دغه هېواد هانوفر ایالت ته د پنځو افغان کورنیو ۲۸ تنه غړي انتقال شول.

په خوست کې د طالبانو ولایتي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د دوی له روغتیايي قوانینو او مقرراتو څخه د سرغړونې په تور یې په دغه ولایت کې د یوشمېر روغتیایي مرکزونو په ګډون درملتونونه هم تړلي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د نظارت پر مهال د خوست ښار اړوند یې څلور روغتیايي مرکزونه او درې درملتونونه سرغړوونکي پېژندلي او تړلي یې دي. هغه وایي، د دوی څارونکې ډلې به په ښار کې خپل ګرځنده فعالیتونو ته دوام ورکړي او هره هغه هټۍ به تړي چې د دوی له اصولو سرغړونې کوي.
مستغفر ګربز د دغه څار دوام د روغتیايي خدمتونو د کېفیت لوړول، د عامه روغتیا په تړاو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کول او د ښو خدمتونو وړاندې کول بولي. طالبانو په دغه ولایت کې روغتیایي مرکزونو، روغتونونو او درملتونونو ته سپارښتنه کړې، چې باید د دوی قوانین په جدي توګه رعایت کړي.
طالبانو تر دې وړاندې په یوشمېر نورو ولایتونو او په ځانګړې توګه ننګرهار کې هم یوشمېر روغتونونه او درملتونونه تړلي وو. د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ناسم روغتیایي خدمتونه او بېکېفیته درمل د ناروغانو پر وړاندې تر ټولو لویې ننګوونې دي.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د چهارشنبې په ورځ د (تلې ۲مه) یو ځل بیا ویلي، چې په سیمه کې تل پاتې سوله یوازې د خبرو اترو او د دودیزو جرګو له لارې ټینګېدای شي. هغه ویلي، د سیمې امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی دی.
د هغه د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړي د پاکستان لپاره د برېټانیا له عالي کمېشنر جېن ماریوټ سره په خپل دفتر کې د لیدنې پر مهال وویل: «په سیمه کې سوله هغه وخت شونې ده، چې په افغانستان کې ثبات رامنځته شي.»
په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دواړو لورو ترمنځ د ګډو لېوالتیاوو او د سیمې د عمومي امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې شوې دي.
ګنډاپور ویلي، چې خېبر پښتونخوا ایالت د څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه پاتې شوی او لا هم د هغوی د باعزته ستنېدو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي. د نوموړي په خبره؛ ایالتي حکومت هڅه کوي هغو افغان کورنیو ته چې بېرته خپل هېواد ته ستنېږي، هر ډول ممکنه مرسته او اسانتیاوې برابرې کړي.
تر دې دمخه علي امین ګنډاپور په وار، وار ویلي و، چې په خېبر پښتونخوا کې د پراخېدونکې نا امنۍ د مخنېوي لپاره هڅه کوي چې افغان طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته ولاړ شي؛ خو اسلاماباد یې پاسپورټ بلاک کړی دی. هغه په وار، وار ټینګار کړی، چې پر کابل واکمنو طالبانو سره باید د زیاتېدونکې ترهګرۍ او «ټيټيپي» په تړاو خبرې اترې وشي.

یو نامتو امریکایي څېړونکی ماېکل کوګلمن وايي، د ډونالډ ټرمپ له لوري د بګرام د بېرته نیولو پرلهپسې ټینګار ښيي چې هغه په رښتیا د دغه اډې د نیولو هڅه کوي.
نوموړي په فارن پالېسي وېبپاڼه په یوه لیکنه کې ویلي، چې د امریکا پر وړاندې تر ټولو سخته سناریو به په خورا خطرناکه توګه د بګرام نیول وي او یا به یې هم په بشپړه توګه لهمنځه یوسي. کوګلمن چې د واشنګټن په وېلسن څېړنیز مرکز کې د سوېلي اسیا لوړپوړی شنونکی دی، په دغه مقاله کې یې د بګرام په تړاو د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې څېړلې دي.
هغه لیکلي، لاهم څرګنده نهده چې د ټرمپ وروستي ګواښونه یوازې سیاسي فشار دی او که جدي اراده یې کړې. هغه زیاتوي، چې په پرلهپسې توګه د ټرمپ لهخوا د بګرام ذکر د دغه اډې په تړاو د نوموړي ځانګړې علاقه څرګندوي.
د ده په وینا؛ د امریکا احتمالي سناریوګانې که پوځي یرغل وي او که د بګرام ویجاړول، دواړه به د افغانانو او امریکایانو د مرګژوبلې، د بندیانو د خلاصون بهیر د ګډوډۍ او د ټرمپ لپاره د سیاسي زیان لامل شي. مقاله زیاتوي، ټرمپ داسې غوښتنې کوي چې طالبان یې هېڅکله نه مني؛ حال دا چې د امریکا د سټراټېژیکو او امنیتي اندېښنو لپاره نور بدیلونه شته، چې له پامه غورځول شوي دي.
ټرمپ د تېرې اونۍ په پای کې پر تروټ خواله رسنۍ ګواښ کړی و، که طالبان د بګرام هوايي اډه امریکا ته ونه سپاري؛ نو «ناوړه پېښې به رامنځته شي». هغه مخکې هم د برېټانیا له لومړي وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې د بګرام د بیا نیولو خبره کړې وه.
دغه امریکايي لیکوال ټینګار کړی، چې د ټرمپ وروستی ګواښ د وخت، دلیل او منطق له پلوه ناسمه خبره ده.
د ده په وینا: «طالبان هېڅکله د بهرنیو ځواکونو حضور په افغانستان کې نه مني. که څه هم دوی د نړۍوال مشروعیت لپاره د امریکایي زندانیانو د خوشې کېدو امتیازات ورکړي؛ خو د بګرام مساله ورته سره کرښه ده.» طالبانو تېره یکشنبه د ټرمپ دغه غوښتنه په کلکه رد کړه.
کوګلمن د امریکا د استازو، د بندیانو په چارو کې د ټرمپ ځانګړي استازي اډم بولر او د افغاستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد وروستیو سفرونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د ټرمپ ګواښونه کولای شي د امریکا د سیاست اصلي لومړیتوبونه هم افغانستان کې زیانمن کړي.
هغه همدارنګه د ټرمپ د څرګندونو په اړه چې ګواکې بګرام له چین سره نږدې دی، ویلي چې له څلورو کلونو وروسته امریکایي سرتېري بېرته بګرام ته ستنول؛ ښايي د واشنګټن لپاره د ګټو پر ځای تاوان وکړي، ځکه بیجېنګ به دا کار پاروونکی وګڼي او غبرګون به وښيي. د ده په باور؛ د چین حضور په افغانستان کې خورا محدود دی، چې د امنیتي او ترهګريزو اندېښنو له امله رامنځته شوی.
د کوګلمن په وینا، امریکا ښايي د داعش خراسان پر ضد د مبارزې لپاره بګرام ته سترګې په لار وي؛ خو د دغې ډلې د نفوذ پراخېدو له امله ښایي په نورو سیمو کې د ترهګرۍ ضد د امریکا هڅې اغېزمنې شي.
هغه زیاتوي، کېدای شي طالبان وړاندیز وکړي چې امریکا کولای شي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له دې لارې د ګواښونو څار وکړي. که څه هم د امریکا سفارت بیا پرانیستل په کابل کې ډېر شونی نه ښکاري؛ خو واشنګټن لا هم له طالبانو سره د خبرو پرانیستي چېنلونه لري، چې د قطر په غونډو او کله هم په کابل کې سره لیدنې کوي.
دغه اړیکې امریکا ته ځینې فرصتونه برابروي؛ لکه د افغانستان پر مهمو کاني زېرمو د نفوذ ارزونه او یا د امریکا د استخباراتو او طالبانو تر منځ د داعش-خراسان پر ګډو ګواښونو نارسمي خبرې اترې یې برخه کېدای شي.