• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې پولیسو ۸ افغان کډوال نیولي دي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۸ GMT+۱

د ترکیې پولیسو شاوخوا ۸ افغان پناه‌ غوښتونکي نیولي، چې هڅه‌ یې کوله له دغه هېواده په ناقانونه توګه وتښتي. دا پېښه د ترکیې په «ادرنه او ارتوین» ښارونو کې شوې ده. دغه پناه‌ غوښتونکي د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) د بهرنیو وګړو د اېستلو مرکزونو ته انتقال شوي دي.

د ترکیې رسنیو د پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې دا کډوال ناقانونه ترکیې ته داخل شوي وو او تر اداري او قانوني مراحلو وروسته به بېرته افغانستان ته واستول شي.

په ترکیه کې د پناه‌ غوښتونکو په ځانګړي ډول افغانانو د نیولو او پېژندلو لړۍ چټکه شوې ده. که څه هم د نیول شویو افغان پناه‌ غوښتونکو کره شمېره نه ده ورکړل شوې؛ خو د رسنیو د راپورونو له مخې، د روان کال له پیله تر دې دمه سلګونه افغان کډوال نیول شوي دي.

د ترکیې د کډوالو ادارې د ۲۰۲۴ کال د شمېرو له مخې، تر ۲۳۰ زرو ډېر ناقانونه پناه‌ غوښتونکي په ټوله ترکیه کې پېژندل شوي، نیول شوي او له دې هېواده اېستل شوي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په اسلام‌کلا کې د بې‌ کیفیته تېلو ۲۰۰۰ ټانکره راګرځولي دي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر ریاست مرستیال سید احمد مستقیم ویلي، چې د طالبانو له خوا د بې کیفیته تېلو د مخنیوي پلاوي هرات ته سفر کړی او په اسلام کلا کې یې د تېلو بار ۲۰۰۰ ټانکره راګرځولي دي.

طالبانو ویلي، بازار ته د یادو تېلو د عرضه کولو د مخنیوي په موخه یې د یادو موټرو لپاره جلا تمځای جوړ کړی دی.

د بې کیفیته تېلو د مخنیوي دغه پلاوي له هرات وروسته فراه او نیمروز ولایتونو ته هم سفر کړی.

طالبانو دا نه دې ویلي، چې یاد بې کیفیته تېل له کوم هېواد څخه افغانستان ته وارد شوي دي، خو تردې وړاندې د دې ډلې تر واک لاندې د نورم او سټنډرډ ادارې سلګونه ټانکره تېل بېرته ایران او ازبکستان ته ور ګرځولي دي.

په هرات کې یوه ښځه د علنې محکمې پر مهال د نامعلوم وسله وال له‌خوا په ډزو ووژل شوه

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۰۰ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن شنبه (د تلې ۵مه) تر غرمې مخکې په هرات ولایت کې یوه ښځه د استیناف محکمې د علنې غونډې پر مهال د نامعلوم وسله‌وال له خوا په ډزو ووژل شوه. پر هغې دا تور و، چې د خپل مېړه عبدالرحمان مرادي په وژلو کې یې لاس درلود.

د هرات ولایتي شورا پخوانی غړی عبدالرحمان عليزی مرادي د ۱۴۰۳کال د مرغومې د میاشتې پر ۲۱مه نېټه په خپل کور کې په ډزو ووژل شو. هغه مهال د مرادي خپلوانو رسنیو ته ویلي و،چې نوموړی د وسلې پاکولو پر مهال په ناپامۍ کې په خپله وسله وژل شوی دی.

له هرات ولایت څخه سرچینو ویلي، چې تر دې پېښې وروسته د مرادي مېرمن د مېړه د وژنې په تور ونیول شوه او نن د طالبانو استیناف محکمې ته راوبلل شوه، خو دا ښځه د علني محکمې پر مهال د یوه نامعلوم وسله وال له خوا د محکمې له پرېکړې پرته په ډزو ووژل شوه.

په هرات کې یوه مدافع وکیل افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پر دې ښځې لګول شوی تور ثابت شوی نه و، امکان لري چې بې ګناه وژل شوې وي.

طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ځايي سرچینې وايي، چې طالبانو د دې ښځې د وژلو په تور نیولی دی.

مرادي د هرات ولايتي شورا پخوانی غړی و او د ښځې هویت تر دې مهاله نه دی څرګند.

الجزیره: په زلزله ځپلو سیمو کې ځينې ښځې اوس هم له دې امله ورکې دي چې نارینه یې لمس نه کړي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۲ GMT+۱

الجزیره شبکې نن شنبه (د تلې ۵مه نېټه) لیکلي، چې په زلزله ځپلو سیمو کې د ښځینه طبي پرسونل او مرستندویانو کمښت ستونزې جوړې کړي او د ښځينه ټپيانو درملنه یې ټکنۍ کړې ده. ډاکټران وايي ځينې ښځې اوس هم له دې امله تر خاورو لاندې دي، چې باید نارینه یې لمس نه کړي.

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیز د مرستندویه ادارو کار ستونزمن کړی دی، په تېره په هغو حالاتو کې چې ښځې مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د افغانستان په وروستۍ زلزله کې د قربانیانو نیمايي ښځې دي.

په کابل کې د نړیوال روغتیايي سازمان ادارې استازې مکتا شرماالجزیرې شبکې ته ویلي، چې په زیانمنو شویو سیمو کې۹۰ سلنه روغتیایي کارکوونکي نارینه او پاتې ۱۰ سلنه یې یوازې قابلې او نرسانې دي، چې د ژورو ټپونو د ګنډولو او درملنې وړتیا نه لري.

د راپور له مخې، هغه ښځینه رضاکاره ډاکترانې، چېد زلزله ځپلو خلکو سیمو ته ورغلي وايي، ځينې ښځې تر اوسه له دې امله تر خاورو لاندې پاتې دي، چې باید نارینه یې لمس نه کړي.

الجزیره شبکه د طالب چارواکو له خولې لیکي، چې په بېړني حالت کې د خلکو ژغورل لومړیتوب لري، که نارینه ډاکټر د ښځو درملنه وکړي هیڅ پروا نه لري.

د ځايي مرستندویه ادارو په وینا، زلزله ځپلو سیمو ته یوازې درمل او روغتیایي کڅوړې لېږل بسنه نه کوي، بلکې متخصصو ښځینه ډاکترانو ته ډېره اړتیا ده.

د سپټمبر پر ۷مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له طالبانو وغوښتل، چې پر مرستندویه ‎ښځینه پوړ بندیزونه لیرې کړي.

ملګري ملتونه: له پاکستان او ایران څخه د اېستل شویو افغانانو شمېر له ۲.۸ مېلیونو واوښت

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۴۴ GMT+۱

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ «یو اېن اېچ سي ار» اعلان کړی چې روان ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې څه باندې ۲.۸ مېلونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دې کمېشنرۍ په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي چې یوازې د روان کال له اپرېل میاشتې څخه تر سپټمبر میاشې پورې څه باندې اوه سوه زره کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته تللي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې له پاکستان څخه په ستنو شویو افغان کډوالو کې د هغوی شمېر زیات دی چې د «پي او ار» کارتونه یې لرل.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالۍ کمېشنرۍ د ستنو شویو افغان کډوالو د ناسم وضعیت په اړه هم ژوره اندیښنه ښودلې ده.

د بشري حقونو د فعالانو ټولنه: طالباني فکر خطرناکه سياسي ناروغي ده

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۱

د بشري حقونو د فعالانو ټولنې نن شنبه (د تلې ۵مه) پر خپله اېکس پاڼه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، دا چې افغانستان له څلورو کالو راهیسې په ملګرو ملتونو کې حضور نه لري، دا د ملت غیابت نه، بلکې پر ملت د طالبانو ناقانونه او جبري واکمنۍ پایله ده. 

په اعلامیه کې راغلي، څلور کاله کېږي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځای تش دی، خو دا وضعیت دا مانا نه لري، چې افغان ملت نه شته، دا د ملت غیابت نه، بلکې پر ملت د طالبانو ناقانونه او جبري واکمنۍ پایله ده. 

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې طالبان ډله نه د خلکو استازیتوب کولای شي او نه هم دا ظرفیت لري، چې د کوم نړیوال سازمان غړي شي.

د بشري حقونو د فعالانو ټولنه وايي، چې طالباني فکر نوې او ناڅاپي پدیده نه ده، بلکې، د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د وروسته پاتې والي، زاړه فکر او بې عدالتۍ سمبول دی.

دا ټولنه زیاتوي، چې طالباني فکر په حقیقت کې له بې عدالتۍ څخه راپيدا شوې مزمنه سیاسي ناروغي ده، چې باید اساسي درملنه یې وشي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، نړیواله ټولنه د دې پر ځای چې له طالبانو سره جوړجاړی وکړي او یا هغوی ته مشروعیت ورکړي، باید له افغان ملت سره اوږه پر اوږه ودرېږي، چې په افغانستان کې د ريښتیني دولت او عدالت لپاره زمینه برابره شي.

دا ټولنه وايي، چې په تېرو څلورو کالو کې د ښځو حقونه په منظم ډول غصب شوي او ښځې له اجتماعي ژوند څخه ګوښه شوي دي، د طالبانو د واکمنۍ له امله په مجموع کې افغان ملت بدمرغه شوی، کډوالۍ ته اړایستل شوی، بېوزله شوی، توهین شوی، زنداني شوی او شکنجه شوی دی.