• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر غزې د اسراییل په تازه بریدونو کې څه باندې ۸۰ کسان وژل شوي دي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۹ GMT+۱

پر غزې د شنبې په ورځ د اسراییل په تازه بریدونو کې شاوخوا ۸۲ کسان وژل شوي دي. په غزه کې د اسراییل د ځمکنيو عملیاتو له پيل راهيسي ۶۵ زره تنه وژل شوي دي. د امریکا ولسمشر ویلي، چې د منځني ختیځ له هېوادونو سره د غزې په اړه «ډېرې الهام بخښونکې او رغنده» خبرې روانې دي.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل: «داسې ښکاري چې موږ د غزې په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي یو.»

د ټرمپ په وینا، دا خبرې له څلورو ورځو راهیسې روانې دي او د بشپړ او بریالي توافق تر ترلاسه کولو پورې به دوام ولري.

هغه د دې پلان جزییات نه‌ دي وړاندې کړي او نه‌ یې هم کومه مشخصه نېټه یاده کړې ده.

اسراییل تر اوسه د ټرمپ د دې څرګندونو په اړه هېڅ رسمي غبرګون نه‌ دی ښودلی.

ټاکل شوې، چې ډونالډ ټرمپ به د دوشنبې په ورځ د اسر اییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره وګوري.

په ورته وخت کې د حماس یوه چارواکي الجزیرې ته ویلي، چې دا ډله تر اوسه د ټرمپ له حکومت څخه «هېڅ ډول پلان نه‌ دی ترلاسه کړی.»

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د حسن نصرالله د وژنې عاملین غواړو

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۲ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لبنان د حزب الله ډلې د پخواني مشر حسن نصرالله د وژنې په لومړۍ کلیزه کې ویلي، دغه «وژنه» د اسراییل له لوري د امریکا په وسلو سره شوې ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې دغه پېښه «جنایت» بلل شوې او همداراز یې ویلي، چې په دې سره نړۍوال حقوق نقض شوي او د دغې پېښې عاملینو ته سزا ورکړه یوه دایمي غوښتنه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یاده پېښه یو ځل بیا په کلکه غندلې ده.

حسن نصرالله چې څه باندې ۳۰ کاله د حزب الله ډلې مشر و، (د سپټمبر په ۲۷مه) په سوېلي لبنان کې د اسراییل په بریدونه کې ووژل شو.

اسحاق ډار وایي،‌ افغانستان اوس هم موږ ته لویه اندېښنه ده

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۱ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (د تلې ۴مه) پر خپله اېکس پاڼه د اسلامي همکاریو سازمان کلنۍ غونډې ته د اسحاق ډار وینا خپره کړې ده. په دې وینا کې راغلي، چې افغانستان اوس هم زموږ لپاره لویه اندېښنه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار پرون د اسلامي همکاریو سازمان کلنۍ غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې افغانستان اوس هم د پاکستان لپاره لویه اندېښنه ده.

ډار زیاته کړې چې باید ژر تر ژره د پاکستان او افغانستان اړیکې عادي حالت ته راوګرځول شي.

هغه ویلي: « د افغانستان لپاره بشري مرستې ډېرې کمې شوي دي، موږ په ورته وخت کې له طالب واکمنو څخه هم غوښتنه کوو، چې د بشري حقونو درناوی وکړي او د خپل حکومت په تشکیل کې سیاسي مشارکت تضمین کړي».

ډار په خپله وینا کې زیاته کړې، باید طالبان هیڅ‌چا ته اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره استعمال کړي.

ډار ویلي، که طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو بندیز ولګوي، پاکستان به د خوندي، باثباته او هوسا افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

که څه هم د طالبانو مشر د خپلې واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت په خپلو خبرو کې وویل، چې د دوی حکومت نور سرپرست نه دی، خو اسحاق ډار بیا هم د طالبانو د حکومت لپاره د موقت کلمه کارولې ده.

عمران خان: زما حکومت له افغانستان سره ښې اړیکې لرلې

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۷ GMT+۱

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې اوس په زندان کې دی، پرون (د تلې ۴مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې زما د حکومت پر مهال له افغانستان سره اړیکې ښې وې او په پښتونخوا کې هم امنیت ټینګ و. عمران خان زیاتوي: «ما څو څو ځله ویلي چې په پښتونخوا کې پوځي عملیات د حل لاره نه ده».

عمران خان په تیراه کې د پاکستان وروستیو بمباریو کې د ملکي خلکو وژلو ته په اشارې سره ويلي، چې د ملکيانو وینې تویول ترهګرۍ ته لار اواروي. هغه وايي، چې باید د پوځي عملیاتو پر ځای د مذاکراتو لاره غوره شي.

عمران خان چې دا مهال له خپلې مېرمنې سره په زندان کې تر سخت څار لاندې ساتل کېږي څو ځله نور هم د پاکستان پر پوځ او د شهباز شریف په حکومت نیوکه کړې، چې په پښتونخوا کې ملکي خلک وژني او دغه ډول له افغانستان سره په لوی لاس اړیکې خرابوي.

مخکني لومړني وزیر څو ځله له پاکستان څخه د افغان کډوالو ډله ییز او جبري شړلو ته هم ګوته نیولې ده.

د نتانیاهو له ژمنې وروسته په غزه کې شاوخوا ۶۰ فلسطینیان وژل شوي دي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۵ GMT+۱

د اسراییلو پوځ په خپلو وروستیو بریدونو کې په غزه کې لسګونه نور فلسطینیان وژلي دي. په داسې حال کې چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال د حماس پر وړاندې د ژر «کار پای ته رسولو» ژمنه کړې وه.

الجزیرې ټلویزیون د جمعه په ورځ د روغتيايي سرچینو له قوله لیکلي، چې د فلسطین په محاصره سیمه کې د هوايي بریدونو له کبله ۶۰ تنه وژل شوي دي.

په خبر کې ویل شوي، چې د سپټمبر له ۱۶مې نېټې څخه د اسر اییل د ځمکنیو عملیاتو د پيل راهيسي په غزه کې لسګونه تنه وژل شوي.

د جمعه په ورځ بریدنه د الوحده سړک، شاطي کمپ او نصره سیمو کې شوی.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د بشري چارو د همغږۍ دفتر په حواله وویل: « د زیاتیدونکي بمبارۍ په جریان کې اسراییل په تیرو ۲۴ ساعتونو کې (په هرو اتو یا نهو دقیقو کې یو هوایی برید) ترسره کړی، چې د ملکي وګړو لپاره ویجاړونکي پایلې لري.»

فلسطیني روغتیايي سرچینو الجزیرې ته تاید کړې، چې د جمعه په ورځ د اسراییل بریدونو له کبله په وژل شویو کسانو کې ۱۳ مرسته اخیستونکي هم شامل دي.

ټرمپ پر اوکراین د اوږده واټن بریدونو د بندیز لرې کولو په اړه بیاکتنه کوي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۲ GMT+۱

وال سټریټ ژورنال د دوو امریکایي او اوکرایني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چمتو دی چې د روسیې دننه د برید لپاره د امریکا لخوا جوړ شوي اوږد واټن ویشتونکو وسلو د کارولو په اړه پر اوکراین د بندیزونو لرې کولو په اړه بیاکتنه وکړي.

وال‌استریت ژورنال د جمعه په ورځ (د تلې ۴مه) لیکلي، چې ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د یوې لیدنې پر مهال دا خبرې کړي.

د یو لوړ پوړي امریکایي او یو اوکرایني چارواکي په وینا ټرمپ په دې ناسته کې ونه ویل، چې دا ژمنه به خامخا عملي کوي.

د ملګرو ملتونو په څنډه کې د دواړو مشرانو تر منځ د خبرو پر مهال، زلنسکي له ټرمپ څخه وغوښتل: «اوکراین ته نور اوږده واټن ویشتونکي په ځانګړې ډول د ټام هاوک کروز توغوندي ورکړي او دا اجازه ورکړي چې اوکراین دا وسلې د روسیې دننه موخو باندې هم وکاروي.»

ټرمپ په ځواب کې وویل چې دی له دې نظر سره مخالفت نه لري؛ خو امریکایي او اوکرایني چارواکو وال‌استریت ژورنال ته ویلي چې: «د امریکا ولسمشر هېڅ رسمي ژمنه نه ده کړې چې د داسې بریدونو لپاره به د امریکا بندیزونه لغوه کړي.»

زلنسکي هم په یوه جلا مرکه کې چې چهارشنبه یې له «اکسیوس» رسنۍ سره کړې وه، تایید کړې، چې نوموړي له ټرمپ څخه د اوږده واټن ویشتونکو وسلو غوښتنه کړې ده.