د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د حسن نصرالله د وژنې عاملین غواړو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لبنان د حزب الله ډلې د پخواني مشر حسن نصرالله د وژنې په لومړۍ کلیزه کې ویلي، دغه «وژنه» د اسراییل له لوري د امریکا په وسلو سره شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لبنان د حزب الله ډلې د پخواني مشر حسن نصرالله د وژنې په لومړۍ کلیزه کې ویلي، دغه «وژنه» د اسراییل له لوري د امریکا په وسلو سره شوې ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې دغه پېښه «جنایت» بلل شوې او همداراز یې ویلي، چې په دې سره نړۍوال حقوق نقض شوي او د دغې پېښې عاملینو ته سزا ورکړه یوه دایمي غوښتنه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یاده پېښه یو ځل بیا په کلکه غندلې ده.
حسن نصرالله چې څه باندې ۳۰ کاله د حزب الله ډلې مشر و، (د سپټمبر په ۲۷مه) په سوېلي لبنان کې د اسراییل په بریدونه کې ووژل شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (د تلې ۴مه) پر خپله اېکس پاڼه د اسلامي همکاریو سازمان کلنۍ غونډې ته د اسحاق ډار وینا خپره کړې ده. په دې وینا کې راغلي، چې افغانستان اوس هم زموږ لپاره لویه اندېښنه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار پرون د اسلامي همکاریو سازمان کلنۍ غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې افغانستان اوس هم د پاکستان لپاره لویه اندېښنه ده.
ډار زیاته کړې چې باید ژر تر ژره د پاکستان او افغانستان اړیکې عادي حالت ته راوګرځول شي.
هغه ویلي: « د افغانستان لپاره بشري مرستې ډېرې کمې شوي دي، موږ په ورته وخت کې له طالب واکمنو څخه هم غوښتنه کوو، چې د بشري حقونو درناوی وکړي او د خپل حکومت په تشکیل کې سیاسي مشارکت تضمین کړي».
ډار په خپله وینا کې زیاته کړې، باید طالبان هیڅچا ته اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره استعمال کړي.
ډار ویلي، که طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو بندیز ولګوي، پاکستان به د خوندي، باثباته او هوسا افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.
که څه هم د طالبانو مشر د خپلې واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت په خپلو خبرو کې وویل، چې د دوی حکومت نور سرپرست نه دی، خو اسحاق ډار بیا هم د طالبانو د حکومت لپاره د موقت کلمه کارولې ده.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې اوس په زندان کې دی، پرون (د تلې ۴مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې زما د حکومت پر مهال له افغانستان سره اړیکې ښې وې او په پښتونخوا کې هم امنیت ټینګ و. عمران خان زیاتوي: «ما څو څو ځله ویلي چې په پښتونخوا کې پوځي عملیات د حل لاره نه ده».
عمران خان په تیراه کې د پاکستان وروستیو بمباریو کې د ملکي خلکو وژلو ته په اشارې سره ويلي، چې د ملکيانو وینې تویول ترهګرۍ ته لار اواروي. هغه وايي، چې باید د پوځي عملیاتو پر ځای د مذاکراتو لاره غوره شي.
عمران خان چې دا مهال له خپلې مېرمنې سره په زندان کې تر سخت څار لاندې ساتل کېږي څو ځله نور هم د پاکستان پر پوځ او د شهباز شریف په حکومت نیوکه کړې، چې په پښتونخوا کې ملکي خلک وژني او دغه ډول له افغانستان سره په لوی لاس اړیکې خرابوي.
مخکني لومړني وزیر څو ځله له پاکستان څخه د افغان کډوالو ډله ییز او جبري شړلو ته هم ګوته نیولې ده.

د اسراییلو پوځ په خپلو وروستیو بریدونو کې په غزه کې لسګونه نور فلسطینیان وژلي دي. په داسې حال کې چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال د حماس پر وړاندې د ژر «کار پای ته رسولو» ژمنه کړې وه.
الجزیرې ټلویزیون د جمعه په ورځ د روغتيايي سرچینو له قوله لیکلي، چې د فلسطین په محاصره سیمه کې د هوايي بریدونو له کبله ۶۰ تنه وژل شوي دي.
په خبر کې ویل شوي، چې د سپټمبر له ۱۶مې نېټې څخه د اسر اییل د ځمکنیو عملیاتو د پيل راهيسي په غزه کې لسګونه تنه وژل شوي.
د جمعه په ورځ بریدنه د الوحده سړک، شاطي کمپ او نصره سیمو کې شوی.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د بشري چارو د همغږۍ دفتر په حواله وویل: « د زیاتیدونکي بمبارۍ په جریان کې اسراییل په تیرو ۲۴ ساعتونو کې (په هرو اتو یا نهو دقیقو کې یو هوایی برید) ترسره کړی، چې د ملکي وګړو لپاره ویجاړونکي پایلې لري.»
فلسطیني روغتیايي سرچینو الجزیرې ته تاید کړې، چې د جمعه په ورځ د اسراییل بریدونو له کبله په وژل شویو کسانو کې ۱۳ مرسته اخیستونکي هم شامل دي.

وال سټریټ ژورنال د دوو امریکایي او اوکرایني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چمتو دی چې د روسیې دننه د برید لپاره د امریکا لخوا جوړ شوي اوږد واټن ویشتونکو وسلو د کارولو په اړه پر اوکراین د بندیزونو لرې کولو په اړه بیاکتنه وکړي.
والاستریت ژورنال د جمعه په ورځ (د تلې ۴مه) لیکلي، چې ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د یوې لیدنې پر مهال دا خبرې کړي.
د یو لوړ پوړي امریکایي او یو اوکرایني چارواکي په وینا ټرمپ په دې ناسته کې ونه ویل، چې دا ژمنه به خامخا عملي کوي.
د ملګرو ملتونو په څنډه کې د دواړو مشرانو تر منځ د خبرو پر مهال، زلنسکي له ټرمپ څخه وغوښتل: «اوکراین ته نور اوږده واټن ویشتونکي په ځانګړې ډول د ټام هاوک کروز توغوندي ورکړي او دا اجازه ورکړي چې اوکراین دا وسلې د روسیې دننه موخو باندې هم وکاروي.»
ټرمپ په ځواب کې وویل چې دی له دې نظر سره مخالفت نه لري؛ خو امریکایي او اوکرایني چارواکو والاستریت ژورنال ته ویلي چې: «د امریکا ولسمشر هېڅ رسمي ژمنه نه ده کړې چې د داسې بریدونو لپاره به د امریکا بندیزونه لغوه کړي.»
زلنسکي هم په یوه جلا مرکه کې چې چهارشنبه یې له «اکسیوس» رسنۍ سره کړې وه، تایید کړې، چې نوموړي له ټرمپ څخه د اوږده واټن ویشتونکو وسلو غوښتنه کړې ده.

پيټر او باربي رینولډز، هغه بریتانوي جوړه ده چې نږدې اته میاشتې د طالبانو په زندان کې بنديان پاتې شوي وو، اوس یې د خپل اسارت د دورې دردونکې کیسې بیان کړي دي. پیټر وایي چې هغه ته تر ټولو سخته دا وه چې د خپلې مېرمنې په اړه یې هېڅ معلومات نه درلودل، چې هغه مړه ده او که ژوندۍ.
پيټر د «سهار په خیر بریتانیا» ټلویزوني پروګرام سره په خبرو کې وویل: «زه هېڅ نه پوهېدم چې زما مېرمن ژوندۍ ده که نه، روغتیا یې څنګه ده او یا ورسره کوم ناوړه چلند کېږي او که نه».
دغه جوړې چې شاوخوا ۱۸کاله یې په افغانستان کې ژوند کړی او یو تعلیمي مرکز یې پرمخ وړ، دوی د بامیان ولایت پر لور د ستنېدو پر مهال د طالبانو لهخوا ونیول شول. طالبانو د پيټر او باربي د نیولو په اړه هېڅکله واضح دلیل وړاندې نه کړ، یوازې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې «د افغانستان قوانین یې مات کړي»؛ خو نور معلومات یې ور نه کړل.

پيټر او باربي څرګنده کړې چې د اسارت پر مهال په لسو بېلابېلو زندانونو کې ساتل شوي دي.
پيټر ان په یوه لوړ امنیت لرونکي زندان کې بندي و، چې هلته د داسې کسانو ترڅنګ ساتل کېده چې د خپلې کورنۍ د غړو په وژلو تورن وو. هغوی په اونیو-اونیو د لمر له رڼا پرته په تنګو خونې کې ساتل کېدل.
دوی زیاتوي چې د خپلې لور «سارا» له لارې وتوانېدل چې لږ تر لږه لنډ پیغامونه لکه «مینه درسره لرم» او «یادېږې مې» یو بل ته ولېږي. دا د هغوی د اسارت تر ټولو یوازینۍ هیله بښونکې نښه وه.
باربي رینولډز په خپله کیسه کې ویلي چې د زندان یوازینۍ سرمایه یې یو کاچوغه وه چې د لومړیو ورځو په جریان کې یې ترلاسه کړې وه. هغه وایي چې دا مې زده کړل چې له همدې کاچوغې د هر کار لپاره ګټه واخلم؛ له ډوډۍ پرې کولو نیولې تر کچالو پاکولو پورې. د هغې لپاره دا کوچنی شی د ژوند د دوام نښه او د هیلې سمبول وګرځېد.
دوی یوازې یوه ګړۍ مخکې له خپل پروازه خبر شول چې خوشې کېږي، او بالاخره لندن ته ورسېدل. د دوی کورنۍ د هغوی د ازادۍ شېبه «د خوښۍ ډکه لحظه» وبلله.
د هغوی اولادونه وایي: «له بشپړې منندویۍ او ډاډ سره تایید کوو چې زموږ مور او پلار له اووه میاشتو او ۲۱ورځې اسارت وروسته د طالبانو له بند څخه خوشې شوي دي».

سره له دې تریخې تجربې، پيټر او باربي ویلي چې لا هم د افغانستان د راتلونکي په اړه هیله لري.
پیتر ټینګار وکړ: «موږ باور لرو چې افغانستان د بدلون توان لري او یوه ورځ به نړۍ حیرانه کړي. دا هېواد باید یوازې د تاوتریخوالي، تښتونې او نشهيي توکو د قاچاق له مخې ونه پېژندل شي، دلته معجزه رامنځته کېدای شي».
باربي هم په خبرو کې زیاته کړه: «زه د افغانستان له خلکو سره ژوره همدردي لرم. زندان یوه سخته تجربه وه، خو له هغه هم دردوونکې د خلکو ورځنی ژوند دی چې د طالبانو تر سختو محدودیتونو لاندې تېرېږي».
