• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نتانیاهو له ژمنې وروسته په غزه کې شاوخوا ۶۰ فلسطینیان وژل شوي دي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۵ GMT+۱

د اسراییلو پوځ په خپلو وروستیو بریدونو کې په غزه کې لسګونه نور فلسطینیان وژلي دي. په داسې حال کې چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال د حماس پر وړاندې د ژر «کار پای ته رسولو» ژمنه کړې وه.

الجزیرې ټلویزیون د جمعه په ورځ د روغتيايي سرچینو له قوله لیکلي، چې د فلسطین په محاصره سیمه کې د هوايي بریدونو له کبله ۶۰ تنه وژل شوي دي.

په خبر کې ویل شوي، چې د سپټمبر له ۱۶مې نېټې څخه د اسر اییل د ځمکنیو عملیاتو د پيل راهيسي په غزه کې لسګونه تنه وژل شوي.

د جمعه په ورځ بریدنه د الوحده سړک، شاطي کمپ او نصره سیمو کې شوی.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د بشري چارو د همغږۍ دفتر په حواله وویل: « د زیاتیدونکي بمبارۍ په جریان کې اسراییل په تیرو ۲۴ ساعتونو کې (په هرو اتو یا نهو دقیقو کې یو هوایی برید) ترسره کړی، چې د ملکي وګړو لپاره ویجاړونکي پایلې لري.»

فلسطیني روغتیايي سرچینو الجزیرې ته تاید کړې، چې د جمعه په ورځ د اسراییل بریدونو له کبله په وژل شویو کسانو کې ۱۳ مرسته اخیستونکي هم شامل دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ پر اوکراین د اوږده واټن بریدونو د بندیز لرې کولو په اړه بیاکتنه کوي

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۲ GMT+۱

وال سټریټ ژورنال د دوو امریکایي او اوکرایني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چمتو دی چې د روسیې دننه د برید لپاره د امریکا لخوا جوړ شوي اوږد واټن ویشتونکو وسلو د کارولو په اړه پر اوکراین د بندیزونو لرې کولو په اړه بیاکتنه وکړي.

وال‌استریت ژورنال د جمعه په ورځ (د تلې ۴مه) لیکلي، چې ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د یوې لیدنې پر مهال دا خبرې کړي.

د یو لوړ پوړي امریکایي او یو اوکرایني چارواکي په وینا ټرمپ په دې ناسته کې ونه ویل، چې دا ژمنه به خامخا عملي کوي.

د ملګرو ملتونو په څنډه کې د دواړو مشرانو تر منځ د خبرو پر مهال، زلنسکي له ټرمپ څخه وغوښتل: «اوکراین ته نور اوږده واټن ویشتونکي په ځانګړې ډول د ټام هاوک کروز توغوندي ورکړي او دا اجازه ورکړي چې اوکراین دا وسلې د روسیې دننه موخو باندې هم وکاروي.»

ټرمپ په ځواب کې وویل چې دی له دې نظر سره مخالفت نه لري؛ خو امریکایي او اوکرایني چارواکو وال‌استریت ژورنال ته ویلي چې: «د امریکا ولسمشر هېڅ رسمي ژمنه نه ده کړې چې د داسې بریدونو لپاره به د امریکا بندیزونه لغوه کړي.»

زلنسکي هم په یوه جلا مرکه کې چې چهارشنبه یې له «اکسیوس» رسنۍ سره کړې وه، تایید کړې، چې نوموړي له ټرمپ څخه د اوږده واټن ویشتونکو وسلو غوښتنه کړې ده.

بریتانوي جوړې د طالبانو د زندان پر مهال د خپلو تریخو شېبو کیسه کړې

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۱ GMT+۱

پيټر او باربي رینولډز، هغه بریتانوي جوړه ده چې نږدې اته میاشتې د طالبانو په زندان کې بنديان پاتې شوي وو، اوس یې د خپل اسارت د دورې دردونکې کیسې بیان کړي دي. پیټر وایي چې هغه ته تر ټولو سخته دا وه چې د خپلې مېرمنې په اړه یې هېڅ معلومات نه درلودل، چې هغه مړه ده او که ژوندۍ.

پيټر د «سهار په خیر بریتانیا» ټلویزوني پروګرام سره په خبرو کې وویل: «زه هېڅ نه پوهېدم چې زما مېرمن ژوندۍ ده که نه، روغتیا یې څنګه ده او یا ورسره کوم ناوړه چلند کېږي او که نه».

دغه جوړې چې شاوخوا ۱۸کاله یې په افغانستان کې ژوند کړی او یو تعلیمي مرکز یې پرمخ وړ، دوی د بامیان ولایت پر لور د ستنېدو پر مهال د طالبانو له‌خوا ونیول شول. طالبانو د پيټر او باربي د نیولو په اړه هېڅکله واضح دلیل وړاندې نه کړ، یوازې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې «د افغانستان قوانین یې مات کړي»؛ خو نور معلومات یې ور نه کړل.

100%

پيټر او باربي څرګنده کړې چې د اسارت پر مهال په لسو بېلابېلو زندانونو کې ساتل شوي دي.

پيټر ان په یوه لوړ امنیت لرونکي زندان کې بندي و، چې هلته د داسې کسانو ترڅنګ ساتل کېده چې د خپلې کورنۍ د غړو په وژلو تورن وو. هغوی په اونیو-اونیو د لمر له رڼا پرته په تنګو خونې کې ساتل کېدل.

دوی زیاتوي چې د خپلې لور «سارا» له لارې وتوانېدل چې لږ تر لږه لنډ پیغامونه لکه «مینه درسره لرم» او «یادېږې مې» یو بل ته ولېږي. دا د هغوی د اسارت تر ټولو یوازینۍ هیله بښونکې نښه وه.

باربي رینولډز په خپله کیسه کې ویلي چې د زندان یوازینۍ سرمایه یې یو کاچوغه وه چې د لومړیو ورځو په جریان کې یې ترلاسه کړې وه. هغه وایي چې دا مې زده کړل چې له همدې کاچوغې د هر کار لپاره ګټه واخلم؛ له ډوډۍ پرې کولو نیولې تر کچالو پاکولو پورې. د هغې لپاره دا کوچنی شی د ژوند د دوام نښه او د هیلې سمبول وګرځېد.

دوی یوازې یوه ګړۍ مخکې له خپل پروازه خبر شول چې خوشې کېږي، او بالاخره لندن ته ورسېدل. د دوی کورنۍ د هغوی د ازادۍ شېبه «د خوښۍ ډکه لحظه» وبلله.

د هغوی اولادونه وایي: «له بشپړې منندویۍ او ډاډ سره تایید کوو چې زموږ مور او پلار له اووه میاشتو او ۲۱ورځې اسارت وروسته د طالبانو له بند څخه خوشې شوي دي».

100%

سره له دې تریخې تجربې، پيټر او باربي ویلي چې لا هم د افغانستان د راتلونکي په اړه هیله لري.

پیتر ټینګار وکړ: «موږ باور لرو چې افغانستان د بدلون توان لري او یوه ورځ به نړۍ حیرانه کړي. دا هېواد باید یوازې د تاوتریخوالي، تښتونې او نشه‌يي توکو د قاچاق له مخې ونه پېژندل شي، دلته معجزه رامنځته کېدای شي».

باربي هم په خبرو کې زیاته کړه: «زه د افغانستان له خلکو سره ژوره همدردي لرم. زندان یوه سخته تجربه وه، خو له هغه هم دردوونکې د خلکو ورځنی ژوند دی چې د طالبانو تر سختو محدودیتونو لاندې تېرېږي».

امریکا د شایان کاظمي د موندلو او بېرته ستنېدو لپاره ۲۰۰ زره ډالره انعام ټاکلی دی

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۰ GMT+۱

د امریکا حکومت د شایان کاظمي د موندلو، بېرته ستنېدو او معلوماتو ورکولو لپاره ۲۰۰ زره ډالر انعام ټاکلی شایان کاظمي د تلویزیون یو ویاند او ایراني اصله امریکايي وګړی دی.

د امریکا د فدرالي څېړونو ادارې د شایان کاظمي د ترې تم کېدو د ۱۴ مې کلیزې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امریکا دې قضيې ته د رسېدو لپاره دا جایزه اعلان کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې شایان کاظمي په شاین کاویاني او عسکر کاظمي هم پېژندل کېږي.

دغه د ایرانی اصل امریکايي وګړی وروستی ځل د ۱۳۹۰ کال د میزان په ۲مه نېټه له امریکا د کالیفورنیا ایالت له لاس‌انجلس ښار څخه د ترکیې استانبول ته لاړ.

د میزان په ۳مه نېټه یې له استانبول کې د رویال هوټل څخه له خپلې کورنۍ سره اړیکه ونیوله؛ خو له هغه وروسته بیا تر نن پورې د هغه هیڅ خبر نه شته.

عبدالرحمن برومند بشري حقونو بنسټ، چې د ایران د ترهګرۍ او تښتونو د قربانیانو معلومات راټولوي هم د کاظمي په اړه د نورو معلوماتو غوښتنه کړې ده.

هالنډ کې دوه نابالغ هلکان د روسیې لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۵ GMT+۱

د هالنډ څارنوالۍ ویلي چې دوه ۱۷ کلن هلکان په هېګ ښار کې د روسیې‌ پلوه هکرانو سره د احتمالي همکارۍ او د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي. دغه پېښه د روسیې د هایبرډ بریدونو له بڼې سره تړلې بلل شوې ده.

د تیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، د هلکانو کورنیو ویلي چې هغوی د ټلګرام له لارې د روسیې‌پلوه هکرانو سره اړیکې لرلې.

د هلکانو پلار ویلي، زامن یې په هېګ کې هغه سیمې څارلې چې د یوروپول، یوروجسټ او ګڼو سفارتونو دفترونه په کې ځای لري او داسې وسیله یې کاروله چې د ډیجیټلي شبکو د معلوماتو نیولو توان لري.

د هالنډ لومړي وزیر ډیک شوف دا پېښه د روسیې د هایبرډ بریدونو یوه برخه وبلله او ټینګار یې وکړ: «دا خورا د اندېښنې وړ خبره ده چې ماشومان د داسې کارونو لپاره کارول کېږي.»

نتنېاهو: د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل دا پیغام ورکوي چې د «یهودانو وژنه ګټه لري»

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۰ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د سختو څرکندونو پرمهال د هغو لوېدیځو هېوادونو پرېکړه په کلکه وغندله چې د فلسطین دولت یې په رسمیت پېژندلی.

نتنېاهو وویل چې د بریتانیا، فرانسې، اسټرالیا، کاناډا او نورو هېوادونو اقدام د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷ مې برېدونو وروسته فلسطینیانو ته دا پیغام ورکوي چې «د یهودانو وژنه ګټه لري.»

نوموړي په ټینګار سره وویل، چې د نوموړي په مشرۍ به لوېدېځه غاړه کې د یهودانو مېشت ځایونه دوه برابره شي او اسراییل به هېڅکله د فلسطین دولت جوړېدل ونه مني.

نتنېاهو زیاته کړه:«ډېری هېوادونه د فشارونو، د اسلامي توندلارو د رایو او د یهود ضد کړۍ له امله تسلیم شول، خو موږ به تسلیم نه شو.»

د نتنېاهو د وینا پرمهال د ګڼو هېوادونو مشران د ملګرو ملتونو له تالار څخه ووتل.

د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلو ملاتړ لپاره د لوېدیځو هېوادونو وروستۍ پرېکړې د اسراییل پر حکومت نړیوال فشارونه زیات کړي دي او د عرب او اسلامي هېوادونو مشرانو د ملګرو ملتونو په دغې عمومي غونډه کې پر اسراییل د نسل وژني او د جګړې د جرمونو تورونه هم لګولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل ویلي، چې د حماس تر بشپړ له منځه وړلو پورې به جګړه روانه وي، خو حماس بیا ویلي چې اسراییل باید له غزې ووځي او بندیان دې خوشي کړلي او بیا به جګړه پای ته ورسوي.