د افغانستان د خبریالانو مرکز پر طالبانو غږ کړی چې پر رسنیو بندیزونه پای ته ورسوي

اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د خبریالانو مرکز اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پر سیستماتیک کمزوري کولو اندېښنه ښودلې او پر طالبانو یې غږ کړی چې پر رسنیو بندیزونه پای ته ورسوي. دیاد مرکز موندنې ښيي، چې طالبانو ۲۲ لارښوونې صادرې کړې او رسنۍ یې محدودې کړې دي.