پاکستان ۵ افغانان د جعلي اسنادو له کبله بېرته افغانستان ته ستانه کړل

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (FIA) ویلي چې نن یکشنبه د (تلې ۶مه) یې ۵ افغانان چې ګواګې په جعلي اسنادو پاکستان ته راغلي و بېرته افغانستان لیږدولي دي.
د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (FIA) ویلي چې نن یکشنبه د (تلې ۶مه) یې ۵ افغانان چې ګواګې په جعلي اسنادو پاکستان ته راغلي و بېرته افغانستان لیږدولي دي.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ډیپورټ شویو افغانانو د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل او تورخم له لارې یې افغانستان ته ستانه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د پاکستان حکومت په خېبر پښتونخوا کې د پنځو هغو کمپونو د تړلو اعلان هم کړی دی چې افغان کډوال پکې اوسیږي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې په دغو کمپونو کې سلګونه زره افغان کډوال میشت دي چې د تازه پریکړې له مخې نور باید خپلې مینې پریږدي.
که څه هم د پاکستان حکومت وايي چې دا ځل له پاکستان څخه د هغو کډوالو د اېستلو په برخه کې جدي دي چې په ټکو یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري خو پرون د بلوجستان سترې محکمې په موقت ډول له دغه ایالته د افغانانو د اېستلو د لړۍ د درولو لارښوونه کړې ده.
طالبان وايي هره ورځ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده او له بېلابېلو لارو زرګونه تنه افغانستان ته راځي.