• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان په کندهار کې د هر موټرسایکل د ثبتولو پر سر اووه زره افغانۍ اخلي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۲ GMT+۱

د کندهار ښاریان وايي، ځايي طالبانو له مخکینۍ خبرتیا پرته د موټرسایکلونو راجسټر پیل کړی او د هر موټرسایکل د راجسټر پر سر اووه زره افغانۍ ترې اخېستل کېږي. دوی وايي، د طالبانو له داډول درنو مالیاتو سخت په تنګ راغلي دي.

په کندهار کې طالبانو د ترافیکو مدیریت تېره اونۍ د موټرسایکلونو د راجستر او پلیټ نمبرونو د ورکولو پروسه پیل کړې او د هر موټرسایکل د پلیټ په بدل کې خلک اړ دي چې اووه زره افغانۍ تحویل کړي.

د کندهار ښاریان وايي، په سختو اقتصادي حالاتو کې د یوه موټرسایکل د راجستر لپاره د دومره زیاتو پیسو تحویلول یې له وسه پوره نه دي.

په ورته مهال طالبان هغه موټرسایکلونه نیسي او ضبطوي، چې د راجستر پروسه یې نه ده پیل شوې.

د صدیق الله په نوم د کندهار ښار یو اوسیدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل:«د یوه موټرسایکل د راجستر لپاره دومره پیسې تحویلول ظلم دی. زما د ټولې میاشتې عاید لس زره افغانۍ دې او که زه وغواړم موټرسایکل مې خرڅ کړم شاید لس زره افغانۍ قیمت ولري.»

یو شمېر هغه کسان، چې خپل موټرسایکلونه یې راجستر کړي او نمبر پلیټونه یې ترلاسه کړي دي وایي:« د موټرسایکل د راجستر لپاره مو ۴۰۰۰ افغانۍ د ترافیک مدیریت له خوا بانک ته تحویل کړې، زر افغانۍ مو د بایومتریک په شعبه کې تحویل کړې، ۶۰۰ افغانۍ مو ښاروالۍ کې تحویل کړې، ۱۰۰۰ افغانۍ مو د منور په نوم شرکت ته تحویل کړې او ۳۰۰ افغانۍ هم پر عکسونو، فوټوکاپي او نورو مسایلو مصرف شوې دي.»

د کندهار ښاریان د طالبانو له یادې پرېکړې سره مخالفت ښيي او له یادې ډلې غوښتنه کوي، چې پر خلکو دې ملا ماتوونکي مالیاتي سیستمونه پای ته ورسوي.

احمد ضیا چې په کندهار کې د میریس نیکه لیسې ښوونکی دی وايي:«په سل ښوونکو کې کېدای شي پنځه ښوونکي لږ نوي موټرسایکلونه ولري، نور پاتې ټول یې داسې موټر سایکل لري چې قیمت به یې پنځه یا اته زره افغانۍ وي. اوس نو په داسې خراب اقتصادي حالت کې همدا زوړ موټرسایکل په اووه زره افغانۍ راجسټر کول ظلم دی.»

هغه هیله وښوده، چې طالبان پر دې پروسه له سره غور وکړي او د خلکو اقتصادي حالت په نظر کې ونیسي.

د کندهار ځايي طالبانو د موټرسایکلونو د ثبت پروسې په اړه له رسنیو سره معلومات نه دي شریک کړي.

طالبانو وړاندې تردې هم په کندهار، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې د کانټینري موټرو د راجستر پروسه پیل کړې وه او هغه مهال هم خلکو د یادې پروسې په اړه نیوکې لرلې.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان ۵ افغانان د جعلي اسنادو له کبله بېرته افغانستان ته ستانه کړل

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۱ GMT+۱

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (FIA) ویلي چې نن یکشنبه د (تلې ۶مه) یې ۵ افغانان چې ګواګې په جعلي اسنادو پاکستان ته راغلي و بېرته افغانستان لیږدولي دي.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ډیپورټ شویو افغانانو د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل او تورخم له لارې یې افغانستان ته ستانه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د پاکستان حکومت په خېبر پښتونخوا کې د پنځو هغو کمپونو د تړلو اعلان هم کړی دی چې افغان کډوال پکې اوسیږي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې په دغو کمپونو کې سلګونه زره افغان کډوال میشت دي چې د تازه پریکړې له مخې نور باید خپلې مینې پریږدي.

که څه هم د پاکستان حکومت وايي چې دا ځل له پاکستان څخه د هغو کډوالو د اېستلو په برخه کې جدي دي چې په ټکو یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري خو پرون د بلوجستان سترې محکمې په موقت ډول له دغه ایالته د افغانانو د اېستلو د لړۍ د درولو لارښوونه کړې ده.

طالبان وايي هره ورځ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده او له بېلابېلو لارو زرګونه تنه افغانستان ته راځي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق ایران ته ورسېد

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۲ GMT+۱

ایرنا خبري اژانس نن یکشنبه د (تلې ۶مه) لیکلی، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه له ایراني چارواکو سره د لیدلو لپاره ایران ته ورسېد.

ايرنا لیکي، چې صادق خان به په دې سفر کې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره وويني.

د ایرنا د خبر له مخې، د دې لیدنې موضوعات د افغانستان رواني چارې او د پاکستان او ایران ترمنځ د ګډو همکاریو پراختیا ده.

دوه ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د ۸۰مې عمومي غونډې په ترڅ کېپه نیویارک کې د افغانستان په اړه د ايران، چين، پاکستان او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو هم ګډه غونډه کړې وه.

کونړ کې د زلزله ځپلو لپاره د ښارګوټي د جوړولو چارې پیل شوې

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې د قبا په نامه دغه ښار ګوټی به د کونړ په مزار دره کې جوړ شي.

د معلوماتو پربنسټ په یاد ښارګوټي کې د زلزله ځپلو لپاره ۸۰ کورونه چې هر کور به دوه خونې او د اړتیا وړ نورې برخې ولري په اساسي ډول جوړ شي. د دغه ښارګوټي مالي لګښت د هرات ولایت یوه سوداګر په غاړه اخیستی دی.

د ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د کونړ لپاره د طالبانو والي،ځايي چارواکي او د سیمې اوسېدونکو برخه اخیسې وه.

د تیرې اګسټ میاشتې په ۳۱مه د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول کونړ کې مرګونې زلزلې تر دوو زرو ډېر کسان مړه تر درې نیمو زره ډېر هغه ژوبل او شاوخوا اته زره کورونه یې په بشپړه توګه ونړول.

د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو او مرستندویه بنسټونو خبرداری ورکړی چې د هوا له سړېدو وړاندې باید د زلزله ځپلو لاسنیوی وشي او د سرپناه ستونزه یې حل شي.

د روان کال لومړیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري له یو مېلیارد ډالرو اوښتې

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایو وزارت وايي چې د روان ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ کچه یو مېلیارد او یو سلو اته میلیونه ډالره وه.

د طالبانو دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې پاکستان ته د صادراتو کچه ۳۰۴ میلیونه ډالره او د وارداتو کچه ۸۰۴ مېلیونه ډالره وه.

که څه هم جواد په دې اړه څه نه دي ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په کچه کې زیاتوالی او یا هم کموالی راغلی دی خو تیر کال د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه یوه ملیارد ډالرو ته نه رسېده.

وړاندې ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د روان زېږدیز کال په اګست میاشت کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ۱۴۳ مېلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده او په دې لړ کې پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

پاکستانۍ ده نیشن ورځپاڼې راپور ورکړی و چې افغانستان ته بیا له پاکستان نه د وارداتو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د معلوماتو پربنسټ؛ په جولای میاشت کې له پاکستان نه افغانستان ته د وارداتو کچه ۱۰۲ مېلیون ډالرو ته رسېده؛ خو دغه کچه اګسټ میاشت کې ۸۸ مېلیون ډالرو ته راښکته شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو ویلي و، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د راکړې ورکړې کچه په وروستیو لسیزو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ سیاسي ناندرۍ، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پوځي نښتې او د پاکستان له لوري د محدودیتونو وضع کول يې ځانګړي لاملونه بلل کېږي.

طالبانو په بلخ ولایت کې دوه کوډګران نیولي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پر خپله ایکس پاڼه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په بلخ ولایت کې یې دوه کوډګران نيولي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دې وزارت محتسبینو په مزار شریف کې دوه کودګران د شریعت خلاف کړنو له امله د کوډو د کتابونو او نورو اسنادو سره نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې دا کوډګران تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.

د روان کال د وږي په میاشت کې په ټول هېواد کې تر ۳۰ ډېر کوډګران نیول شوي دي.