• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
پر انټرنېټ د طالبانو بندیز

طالبانو سږ کال د انټرنېټ او شطرنج په ګډون په ګڼو برخو کې بندیزونه لګولي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۰ GMT+۱

د سې شنبې په ورځ طالبانو په ټول افغانستان کې د انټرنېټ او ګرځنده ټېليفون خدمتونه بند کړل. د طالبانو ادارې په دې اړه هیڅ راز سپیناوی نه دی کړی، خو په وروستیو اونیو کې یې پر انټرنېټ د «غیر اخلاقي محتویاتو» یادونه کړې وه. دې ډلې په روان کال کې پنځه بندیزونه لګولي.

له۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د ښځو پر حقونو او د بیان پر ازادۍ یې لګېدلي محدودیتونه د بشري حقونو ډلو او بهرنیو حکومتونو له توندو نیوکو سره مخ شوي دي.

د سپټمبر پر ۱۷مه طالبانو د افغانستان په شمال او جنوب کې د انټرنېټ کارول بند کړل او دلیل یې «غیر اخلاقي فعالیتونه» یاد کړل. دا بندیز پر څو ولایتونو (کندهار، هرات، خوست، کندوز، بدخشان، بغلان، تخار او بلخ) لګېدلی و، خو وروسته نورو ولایتونو ته هم وغځېد او د سپټمبر پر ۲۸مه په ټول افغانستان کې مخابراتي او انټرنیټي خدمات قطع شول.

په همدې میاشت کې طالبانو له پوهنتونونو د ښځو لیکل شوي کتابونه لرې کول پیل کړل.

د راپورونو له مخې، طالبانو له پوهنتونونو غوښتي چې د دیموکراسۍ، بشري حقونو او د ښځو د مطالعې ۱۸ مضمونونه هم لرې کړي. د دوی په وینا، دا پرېکړه له شریعت سره سمون لري.

په می میاشت کې طالبانو د شطرنج لوبه بنده کړه. دوی وویل چې دا لوبه د قیمار د دودېدو لامل کېږي، چې دوی یې ګناه ګڼي.

د شطرنج نړیوال فدراسیون د دې پرېکړې په اړه خپګان څرګند کړ او ویې ویل چې دا به د افغانستان د شطرنج د ودې مخه ونیسي او لوبغاړي به له نړیوالو فرصتونو بې برخې کړي.

د دې میاشتې په پیل کې د روغتیا نړیوال سازمان له طالبانو وغوښتل چې پر ښځینه مرستندویانو بندیزونه نرم کړي، څو هغوی له نارینه سرپرست پرته هم وکولای شي له زلزله ځپلو ښځو سره مرسته وکړي.

د افغانستان په ختیځ کې د دوو زلزلو له امله ۲۲۰۰ کسان مړه شول، چې ډېرې پکې ښځې وې. طالبانو په دې برخه کې هېڅ بدلون ته غاړه کېنښوده.

له۲۰۲۲ کال راهیسې طالبانو ښځینه کارکوونکو ته امر کړی چې له کوره بهر کار ونه کړي.

طالبان چې واک ته رسېدلي، تر اوسه یې په مختلفو برخو کې تر ۲۰ ډېر بندیزونه لګولي، چې د خلکو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

سي‌اېن‌اېن: بهرمېشتي افغانان د انټرنېټ او مخابراتي شبکو بندېدو اندېښمن کړي دي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۱

د سي‌اېن‌اېن خبري شبکې په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې بهرمېشتي افغانان له خپلو کورنیو سره خبرې نه‌شي کولای او دا مهال په افغانستان کې سټارلېنک او نور بدیل افزار هم نه‌شته.

بهر مېشتو افغانانو سي‌اېن‌اېن ته ویلي، چې له خپلو کورنیو سره خبرې نه‌شي کولای. راپور کې راغلي، چې له نن سهار راهیسې کابل ته څو الوتنې هم لغوه شوې دي.

په هندوستان کې د محمد هادي په نوم یو ۳۰ کلن افغان ویلي:« له پرون راهیسې مو له هیچا سره خبرې نه دي کړې. هیڅ داسې وسیله نه‌لرو، چې په افغانستان کې له خپلې کورنۍ سره خبرې وکړو.»

په ډنمارک کې افغانې خبریالې وحیدې فیضي بیا ویلي:« څو ساعته کېږي، چې په افغانستان کې انټرنېټ بند شوی؛ خو ما ته دا څو ساعته داسې ښکاري لکه یوه پېړۍ وخت چې تېر شوی وي.»

هغه زیاتوي: «هره ورځ به مې تر کار وروسته له مور او پلار سره خبرې کولې، د مور او پلار د غږ په اورېدو مې زړه ډاډه کېده. موږ پخوا په افغانستان کې د کمزوري انټرنېټ په اړه شکایت کاوه؛ خو اوس هغه کمزوری انټرنېټ خو څه کوې، چې مخابراتي شبکې هم بندې شوې دي.»

سي‌اېن‌اېن په دغه راپور کې د افغان ښځو د حقونو بنسټ (WAW) مشرې صبینې چودري له خولې لیکلي، چې د انټرنېټ او مخابراتي شبکو بندول نه یوازې دا چې د مېلیونونه افغانانو غږ غلی کوي؛ بلکې له نړۍ سره د افغانانو اړیکې هم پرې کوي. هغې ویلي، چې په افغانستان کې له خپلو همکارانو سره خبرې نه‌شي کولای.

په راپور کې د سټارلېنک وېب‌پاڼې په حواله راغلي، چې دا مهال په افغانستان کې د سټارلېنک خدمتونه او نورې بدیلې لارې هم نه‌شته.

کابل مېشتي وايي، چې له پرون راهیسې له ټولو انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو بې‌برخې دي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۰ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل پښتو د کابل ښار له دوو هغو اوسېدونکو سره خبرې کړې، چې دوی په جلا، جلا دفترونو کې کار کوي او ښايي کار ځایونه یې د سټارلېنک انټرنېټي خدمتونو تر پوښښ لاندې وي.

دوی چې نه غواړي د امنیتي دلایلو له کبله یې نومونه په راپور کې یاد شي وايي، کله یې هم داسې فکر نه و کړی چې د ټېکنالوژۍ په اوسني دور کې دې له ټولو انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو بې‌برخې شي.

یو کابل مېشتی وایي:« له پرون راهیسې بیخي ګنګس یم، چې دا څه روان دي؟ له انټرنېټ پرته خو ژوند ډېر پېکه دی او اوس خو تقریبا د ژوند ټولې چارې په ټېکنالوژۍ روانې دي.»

هغه زیاتوي:« له پرون مازیګر راهیسې هرڅه بند دي، ځینې ملګرو مې له بهره مسیجونه او زنګونه وهلي وو؛ اوس چې مې ورته ځواب ورکړ ټولو رانه هیله وکړه چې د کورنۍ حال او احوال ورکړم. له کار ځایه څخه وروسته به د ملګرو د کورنۍ حال واخلم.»

په افغانستان کې څه باندې ۱۸ ساعته کېږي، چې هر ډول انټرنېټي او مخابراتي خدمتونه بند دي؛ یوازې ډېر کم هغه دفترونه چې د سټارلېنک انټرنېټي خدمتونو تر پوښښ لاندې دي انټرنېټ یې کار کوي.

ځینو ځایي رسنیو هم د کابل ښار د وضعیت په اړه ښايي له همدغه نېټ څخه په استفادې راپورونه ورکړي وي.

ریچارډ بېنېټ: ایران په روان زېږدیز کال کې تر دې مهاله لږترلږه ۵۸ افغانان اعدام کړي دي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۰ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، ایران په روان زېږدیز کال کې تر دې مهاله ۱۰۰۰ کسان اعدام کړي چې لږترلږه ۵۸ یې افغانان دي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو دغه وضعیت د ژوند له حق څخه ښکاره سرغړونه بللې او د اعدامونو سملاسي ځنډولو غوښتنه یې کړې ده.

ریچارډ بېنېټ د کارپوهانو له خولې لیکلي، چې د اعدامونو شمېرې خورا حیرانوونکې او خواشینوونکې دي؛ ایران په دې کار سره د انساني ژوند د ارزښت له ټولو منل شویو معیارونو څخه سرغړونه کوي.

بېنېټ زیاته کړې ده، چې ایران په وروستیو اونیو کې په منځنۍ کچه هره ورځ نهه کسان په دار ځړولي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان هم تر دې وړاندې ویلي و، چې په تېرو نهو میاشتو کې په ایران کې له زرو ډېر کسان اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان (د تلې په لومړۍ نېټه) په یوه راپور کې لیکلي و، چې د ایران حکومت د سیاسي موخو او په ټولنه کې د وېرې خپرولو لپاره له اعدامونو کار اخلي.

یاد سازمان دارنګه د بشري حقونو شورا له حقیقت موندنې کمیټې وغوښتل، چې دغه اعدامونه د «بشریت ضد جنایت» په توګه وڅېړي.

فایق: طالبان د «شریعت» په نوم جنسيتي توپیر او بشري جنایتونه کوي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۳ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په څنډه کې یوې جوړې شوې ناستې ته په خبرو کې ویلي، چې طالبان د «شریعت» په نوم جنسيتي توپیر او د بشريت ضد جنایتونه کوي.

نوموړي پر اېکس پاڼه د دغې ناستې لپاره خپله وینا خپره کړې ده. هغه وايي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۰مې غونډې په څنډه کې جوړې شوې ناسته کې په افغانستان کې پر عدالت او ځواب ویلو بحث وشو.

ښاغلي فایق زیاته کړې، چې طالبانو هسې «شریعت» پلمه کړی او په دې نوم یې جنسيتي توپیر پيل کړی، د افغانانو اساسي حقونه او په تېره بیا د ښځو حقونه یې غصب کړي دي.

هغه زیاتوي، چې په یاده غونډه کې د نړۍوال عدالت محکمې نوښتونه مثبت وبلل شول.

ښاغلي فایق په یاده ناسته کې د بشري حقونو په برخه کې د څارنې او پلټنې د تګلارې پياوړتیا، قرباني‌ محوره سیاست او د سزاوو په اړه د معافيت پر وړاندې د نړۍوالې اجماع غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سیمه‌ییزو طالبانو ته د وایفای کاروونکو د نیولو امر کړی دی

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د افغانستان په ګوټ ګوټ کې سیمه‌ییزو طالبانو ته امر کړی، چې د وایفای کاروونکي ونیسي، ځکه په وینا یې دوی دغه ډول انټرنېټ بند کړی او یاد کسان د سپوږمکۍ له لارې انټرنېټ ته لاسرسی موندلی او په باور یې دا کسان ډېر مهم دي او باید ونیول شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ای‌ټي مسوول مولوي مسلم په یوه غږیز پیغام کې چې په خواله رسنیو کې خپور شوی وايي: «انټرنېټ دوه ډوله دی، یو په ټلیفون کې دی او بل یې په وایفای کې دی، په وایفای کې انټرنېټ موږ بند کړی دی.»

هغه وايي، وایفای هم دوه ډوله دی چې یو یې له داخلي شبکو او بل یې له فضا اخیستل کېږي او په وینا یې هغه انټرنېټ د امریکایانو له‌خوا راغلی چې د سپوږمکۍ له لارې کار کوي.

نوموړي په دې غږیز پیغام کې د ټولو ولسوالیو طالبانو ته امر کړی، چې په خپلو سیمو کې وګوري چې وایفای انټرنېټ پرې شوی دی او که نه. هغه زیاته کړه: «که انټرنېټ پرې شوی نه وي، نو هغه خلک ونیسئ. هغوی ډېر مهم کسان دي، ځکه د کفارو، امریکایانو او اېلان ماسک انټرنېټ کاروي. یوه وسیله لګوي او د فضا او سپوږمکۍ له لارې انټرنېټ اخلي.»