• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
پر انټرنېټ د طالبانو بندیز

کابل مېشتي وايي، چې له پرون راهیسې له ټولو انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو بې‌برخې دي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۰ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل پښتو د کابل ښار له دوو هغو اوسېدونکو سره خبرې کړې، چې دوی په جلا، جلا دفترونو کې کار کوي او ښايي کار ځایونه یې د سټارلېنک انټرنېټي خدمتونو تر پوښښ لاندې وي.

دوی چې نه غواړي د امنیتي دلایلو له کبله یې نومونه په راپور کې یاد شي وايي، کله یې هم داسې فکر نه و کړی چې د ټېکنالوژۍ په اوسني دور کې دې له ټولو انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو بې‌برخې شي.

یو کابل مېشتی وایي:« له پرون راهیسې بیخي ګنګس یم، چې دا څه روان دي؟ له انټرنېټ پرته خو ژوند ډېر پېکه دی او اوس خو تقریبا د ژوند ټولې چارې په ټېکنالوژۍ روانې دي.»

هغه زیاتوي:« له پرون مازیګر راهیسې هرڅه بند دي، ځینې ملګرو مې له بهره مسیجونه او زنګونه وهلي وو؛ اوس چې مې ورته ځواب ورکړ ټولو رانه هیله وکړه چې د کورنۍ حال او احوال ورکړم. له کار ځایه څخه وروسته به د ملګرو د کورنۍ حال واخلم.»

په افغانستان کې څه باندې ۱۸ ساعته کېږي، چې هر ډول انټرنېټي او مخابراتي خدمتونه بند دي؛ یوازې ډېر کم هغه دفترونه چې د سټارلېنک انټرنېټي خدمتونو تر پوښښ لاندې دي انټرنېټ یې کار کوي.

ځینو ځایي رسنیو هم د کابل ښار د وضعیت په اړه ښايي له همدغه نېټ څخه په استفادې راپورونه ورکړي وي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سیمه‌ییزو طالبانو ته د وایفای کاروونکو د نیولو امر کړی دی

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د افغانستان په ګوټ ګوټ کې سیمه‌ییزو طالبانو ته امر کړی، چې د وایفای کاروونکي ونیسي، ځکه په وینا یې دوی دغه ډول انټرنېټ بند کړی او یاد کسان د سپوږمکۍ له لارې انټرنېټ ته لاسرسی موندلی او په باور یې دا کسان ډېر مهم دي او باید ونیول شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ای‌ټي مسوول مولوي مسلم په یوه غږیز پیغام کې چې په خواله رسنیو کې خپور شوی وايي: «انټرنېټ دوه ډوله دی، یو په ټلیفون کې دی او بل یې په وایفای کې دی، په وایفای کې انټرنېټ موږ بند کړی دی.»

هغه وايي، وایفای هم دوه ډوله دی چې یو یې له داخلي شبکو او بل یې له فضا اخیستل کېږي او په وینا یې هغه انټرنېټ د امریکایانو له‌خوا راغلی چې د سپوږمکۍ له لارې کار کوي.

نوموړي په دې غږیز پیغام کې د ټولو ولسوالیو طالبانو ته امر کړی، چې په خپلو سیمو کې وګوري چې وایفای انټرنېټ پرې شوی دی او که نه. هغه زیاته کړه: «که انټرنېټ پرې شوی نه وي، نو هغه خلک ونیسئ. هغوی ډېر مهم کسان دي، ځکه د کفارو، امریکایانو او اېلان ماسک انټرنېټ کاروي. یوه وسیله لګوي او د فضا او سپوږمکۍ له لارې انټرنېټ اخلي.»

سارا اډمز: طالبانو ځکه انټرنېټ پرې کړی څو له بګرام څخه د بهرنیو جنګیالیو لېږد پټ پاتې شي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۹ GMT+۱

د امریکا د استخباراتو ادارې (سي‌ای‌اې) پخوانۍ ماموره سارا اډمز ادعا کوي، چې طالبانو په دې وروستیو کې له بګرام څخه زرګونه بهرني جنګیالي نورو ترهګریزو کمپونو ته لېږدولي او د دې لېږد د ثبت او څار د مخنیوي لپاره یې په ټول هېواد کې انټرنېټ بند کړی دی.

هغې پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د سپوږمکیزو انځورونو په مرسته دې دا خوځښتونه مستند، راپور او خپاره کړي.

اډمز په په خپل اېکس کې لیکلي، چې له بګرام څخه د ترهګرو د انتقال د ثبتولو له لارې باید نړۍوال حکومتونه او ناظرین راویښ کړل شي، ځکه چې د هغې په وینا «له ۲۰۲۱کال راهیسې یوه لويه ترهګره شبکه په بشپړ ظرفیت سره کار کوي» او دا شبکه باید کمزورې او مالي ملاتړ یې پرې شي.

هغې ټینګار کړی: «د سپوږمکیزو انځورونو کارول اړین دي، دا خوځښتونه باید مستند شي او نړۍوال حکومتونه دې راویښ شي، چې د وضعیت جديت ته پام وکړي او نور کمزوري عملونه ودروي.»

اډمز همدارنګه له هغو حکومتونو غوښتنه وکړه، چې تر اوسه دا موضوع کم ارزښته ګڼي، ترڅو خپل دریځ بیا وارزوي او د ترهګرۍ پروړاندې جدي اقدامات ترسره کړي.

سارا اډمز د امریکا د لګښتونو د شفافیت غوښتنې ترڅنګ وویل، چې د امریکا د مالیه ورکوونکو بودیجه باید د طالبانو لپاره ونه کارول شي. هغې خبرداری ورکړ، چې که نړۍوال عمل ونکړي نو دا ترهګره شبکه به نوره هم پیاوړې شي.

تر اوسه پورې دغه ادعاوې په رسمي توګه تصدیق او شواهد یې عام نه دي او د حقایقو د معلومولو لپاره د سپوږمکیزو څېړنو او نورو ازادو سرچینو موندل حیاتي ګڼل کېږي.

ملګري ملتونه: د انټرنېټ پرې کېدو په ختیځ افغانستان کې زلزله‌ځپلو سره د مرستو بهیر ګډوډ کړی

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۱

ملګرو ملتونو د طالبانو د مشر په امر د انټرنېټ پرې کېدل د افغانانو ژوند ته د جدي ګواښ لامل بللی او د دې سازمان د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي، د انټرنېټ بندېدو په ختیځ افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مرستو بهیر ګډوډ کړی دی.

حق په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې: «انټرنېټ او مخابراتي اړیکې د طبیعي پېښو پرمهال خورا حیاتي دي. د ژغورنې ډلې د انټرنېټ له لارې ژر تر ژره خبرداري او اړین معلومات ترلاسه کوي.»

هغه ټینګار وکړ، چې د انټرنېټ بشپړ بندېدل نه یوازې د بشري حقونو او اساسي ازادیو ښکاره نقض دی، بلکې د خلکو ژوند له مستقیم ګواښ سره مخامخ کوي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ننګرهار په وروستیو زلزلو کې د قربانیانو نیمایي برخه ښځې او نجونې جوړوي، چې په اوسني وضعیت کې یې د ژغورنې او مرستې پروسه نوره هم له ستونزو سره مخ شوې ده.

د انټرنېټ پرې کېدل د افغانستان د بانکي چارو، تجارتي معاملاتو او عامه خدماتو بهیرونه سخت ګډوډ کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د دوشنبې په ماښام د هېڅ بدیل جوړښت له رامنځته کولو پرته په ټول هېواد کې انټرنېټ او عادي مخابراتي خدمتونه بند کړي دي.

له دې اقدام سره هم مهاله د طالبانو د حکومت د ډېری وزارتونو وېبپاڼې هم له کاره لوېدلې دي او یوازې لږ شمېر دولتي سرچینې له بدیلو لارو فعالې پاتې دي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت او د اترا په اداره کې ځینو سرچینو ویلي، چې دا پرېکړه د طالبانو د مشر په مستقیم امر عملي شوې او موخه یې د ټول هېواد په کچه د فایبر نوري شبکو بشپړه پرې کېدل دي.

فضل محمود فضلي: روانه فاجعه سخته دوره ده، خو پای یې حتمي دی

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۴ GMT+۱

د پخواني جمهوري نظام پرمهال د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي په هېواد کې د انټرنېټ د قطع کېدو په غبرګون کې وایي، په افغانستان کې افراطي مذهبي ډلې د استعماري ځواکونو د ورانۍ او سبوتاژ وسیلې دي. د نوموړي په وینا، روانه فاجعه سخته دوره ده، خو پای یې حتمي دی.

فضل محمود فضلي وايي، په هېواد کې افراطي مذهبي ډلې د استعماري ځواکونو د ورانۍ او سبوتاژ وسیلې دي او موخه یې هم په افغانستان کې د دولت سبوتاژ او د ټولنې د بنسټونو کمزوري کول دي. فضلي زیاتوي، «د دولت انقطاع، د زده‌کړو ځنډول، د ټکنالوژۍ او انټرنېټ مخنیوی، د خوښۍ محدودول او په پایله کې د هوسا ژوند له منځه وړل د دوی [افراطي ډلو] اساسي دنده، خصلت او ماهيت دی.»

هغه د هیله مندۍ په څرګندولو سره ویلي: «د سبوتاژ اوسنۍ افراطي ډله به هېڅکله دولت نشي.»

فضلي زیاتوي: «د اوسني سبوتاژ او د افراطیونو د اشغال روانه فاجعه، يقينا توره او سخته دوره ده، خو پای یې حتمي دی.»

نېټ بلاکس: په افغانستان کې د انټرنېټ کچه تر ۱۴ سلنې راټیټه شوې ده

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۱ GMT+۱

د سایبري امنیت او د انټرنېټ د څار بنسټ «نېټ‌ بلاکس» اعلان کړی، چې په افغانستان کې د انټرنېټ کچه د عادي حالت په پرتله یوازې ۱۴سلنه پاتې شوې ده.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د مخابراتو عمومي خدمتونه په پراخه کچه بند شوي او اوسمهال په عملي ډول د مخابراتي شبکو بشپړ بندیز لګول شوی دی.

نېټ‌ بلاکس په خپل تازه خپور کړي راپور کې ویلي: «په ټول افغانستان کې د مخابراتي شبکو پراخ بندیز په بشپړ ډول عملي شوی او اوسمهال د انټرنېټ لاسرسی نږدې په ټول هېواد کې پرې شوی دی.»

د دغې پرېکړې له امله نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن شوی، بلکې د رسنیو د فعالیتونو، د زده‌کړو بهیر، د سوداګرۍ چارې، د بانکي خدماتو او روغتیايي سیسټم په ګډون ګڼې برخې له جدي ګډوډۍ سره مخ شوې دي.

د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د خلکو د حقونو د خوندیتوب لپاره بېړني اقدامات ترسره کړي او پر طالبانو فشار زیات کړي، ترڅو انټرنېټ ته د خلکو لاسرسی بېرته عادي حالت ته راوګرځي.