• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سارا اډمز: د ترهګرۍ پر وړاندې زمونږ مبارزه اوس په یوې ټوکې بدله شوې ده

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۹ GMT+۱

د امریکا د استخباراتو ادارې (سي‌ای‌اې) پخوانۍ ماموره سارا اډمز وايي «د ترهګرۍ په وړاندې زموږ مبارزه اوس په یوې ټوکې بدله شوې ده.» هغې ویلي، یو څارنوال چې د داعش د غړی انجینر شریف دوسیه یې پرمخ وړله له دندې ګوښه شوی دی.

د امریکا د استخباراتو ادارې پخوانۍ ماموره سارا اډمز د جمعه په ورځ (د تلې ۱۱مه) پر اېکس پاڼه د امریکا د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې ته په اشارې لیکلي: «هغه څارنوال چې د داعش د غړي انجینر شریف مشهور په محمد شریف الله و دوسیه تعقیبول اوس له دندې ګوښه شوی دی.»

هغې زياته کړې: «په روان کال کې زموږ حکومت په ناکام ډول هڅه وکړه، چې شریف د ۲۰۲۱ کال د ابي ګیټ (کابل هوایي ډکر» برید اصلي‌ طراح معرفي کړي او د دغه برید اصلي پلان جوړونکی سراج الدین حقاني وژغوري.»

سارا وایي، چې د همدې برید اصلي طراح ثنا الله غفاري لا هم ازاد ګرځي.

د دې په خبره، چې سراج او ثناالله دواړه د یوې راتلونکې دسیسې برخه دي چې د امریکا په خاوره کې پلان شوې.

سارا زیاتوي، چې د ابي‌ګیټ تر برید وروسته دوی دا دسیه تعقیب نه کړه.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

علي امین ګنډاپور: پاکستان حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو د پیل وړاندیز منلی دی

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۹ GMT+۱

د خيبر پښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډاپور وايي، چې د طالبانو سره د خبرو اترو د پيل لپاره يې وړانديز د پاکستان حکومت منلی دی. هغه ټينګار کړی، چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدل بايد په باعزته توګه ترسره شي او د امنيتي ستونزو دايمي حل يوازې د طالبانو سره د خبرو له لارې ممکن دی.

د اعلی وزیر علی امین ګنډاپور د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا خبره نوموړي په پېښور کې د «جنګ او ملي امنيت دوره» ناستې له ګډونوالو سره د یوې د ليدنې پر مهال کړې.

ګنډاپور په دې ناسته کې وويل، چې په افغانستان کې بې‌ ثباتي د خيبر پښتونخوا پر امنيت منفي اغېز کړی او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د پاکستان امنيتي ځواکونو او ولس لويې قربانيانې ورکړي دي.

ښاغلي ګنډاپور ټينګار وکړ، چې امنيتي ستونزې او ترهګري يوازې د طالبانو سره د خبرو له لارې حل کېدای شي او دا د خوښۍ خبره ده چې د هغه دا وړانديز د پاکستان حکومت منلی دی.

هغه زياته کړه، پاکستان له ډېر وخت راهيسې د افغان کډوالو کوربه‌ توب کړی او د حکومت اوسنۍ پاليسي دا ده، چې دوی بېرته خپل هېواد ته ولاړ شي؛ خو دا بهير بايد د انساني کرامت سره سم ترسره شي.

د اسراییل پخوانی دفاع وزیر: د ایران سره شخړه پای ته نده رسېدلې

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۹ GMT+۱

د اسراییل پخواني دفاع وزیر او د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو مخالف «اویګدورلیبرمن» وايي، هغه کسان چې فکر کوي د ایران سره شخړه پای ته رسېدلې، «په غلط فکر دي او نورو ته هم نادرست پیغام ورکوي».

لیبرمن ویلي، ایران اوس د خپلو دفاعي او پوځي وړتیاوو د پیاوړتیا په حال کې دی او هسته‌ییز فعالیتونه یې بېرته پیل کړي دي.

هغه زیاته کړې: «بې سببه نه ده چې مخکښو هېوادونو د ایران د رژیم پر ضد د بندیزونو د فعالولو میکانیزم (ماشه میکانیزم) بیا کارولی دی.»

د هغه په وینا، دا ځل د ایران مشرتابه هڅه کوي چې اسراییل له ناڅاپي برید سره مخ کړي.

لیبرمن خپلو خلکو ته په خطاب کې ویلي: «د سکوت مذهبي اختر ولمانځئ او له کورنیو سره وخت تېر کړئ، خو محتاط اوسئ او پناه ځایونو ته نږدې اوسېږئ. پر دې حکومت باور نه شي کېدای، یواځې پر پوځ او ځان بسیا کېدو باید تکیه وکړو.»

د لومړي ځل لپاره، یوه ښځه د انګلستان د کلیسا مشره ټاکل شوې ده

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۴ GMT+۱

د بریټانوي رسنیو د راپورونو له‌ مخې، د دغه هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د «کانتربري ستره مذهبي مشره» ټاکل شوې ده. د «کانتربري انګلیکن کلیسا د مشرۍ څوکۍ» د بریټانیا د رسمي کلیسا تر ټولو لوړ روحاني مقام بلل کېږي.

د راپور له‌مخې، «سارا مولالي» د بریټانیا د کلیسا په تاریخ کې لومړنۍ ښځه شوه چې د دغې کلیسا مشرۍ ته منصوبه شوې ده. مولالي به همداراز په ټوله نړۍ کې د انګلېکن، شاوخوا ۸۵ میلیوني ټولنې د تشریفاتو مشري هم وکړي.

په یادې کلیسا کې ۱۱ کاله مخکې اصلاحات رامنځته شول او ورسره د دغې کلیسا مشرۍ ته د ښځو د رسېدو زمینه برابره شوه.

مولالي د ۱۰۶م «کانتربري سترې مذهبي مشرې» په توګه له غوره کېدو وروسته د بریټانیا د خلکو په عمومي ژوند کې د یوې مشرې حیثیت غوره کړ، او تر دې مخکې دغه مشري نارینه و کاوه.

۶۳کلنه مولالي یوه له پخوانیو نرسانو ده او د ۲۰۰۰م کال په لومړۍ لسیزه کې یې د بریټانیا د نرسانو د لوړ پوړې مدیرې په توګه کار کاوه. هغې تل په کلیساو کې د پرانېستي او راڼه کلتور په رامنځته کولو سره چې ورسره د نظر بېلوالي امکان ته هم زمینه برابروي، ملاتړ کړی دی.

هغې یو ځلي له یوې مجلې سره په مرکه کې ویلي و، «د نرس او کشیش په دندو کې ډېر ورته والی شته، دوی د خلکو د ژوند په تر ټولو سخت وضعیت کې له هغو سره وي.»

د بریټانیا کلیسا له تېر نومبر راهیسې، هغه وخت چې جاسټین ولبي د ماشومانو د ځورونې د پټولو د رسوايۍ له امله استعفا ورکړه، بې‌مشرتابه پاتې وه.

مهاجر فراهي: دا نظام مونږ ته چا په خیرات کې ندی راکړی

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۱ GMT+۱

د بګرام په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو او ان ګواښونو وروسته د ځینو طالب چارواکو غبرګون هم توند شوی دی. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال وايي، طالبانو ته نظام چا په خیرات نه دی ورکړی او په وینا یې د نورو په څېر ډیسانټ شوي هم نه دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي د جمعې په ورځ (د تلې ۱۱مه) پر ایکس خواله رسنۍ د نورو جزییاتو له ورکړې پرته ویلي، «ددې نظام ستنې دومره هم نه دي سستې لکه چې دوی یې فکر کوي.» هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي چې له «دوی» څخه مطلب څوک دي.

هغه زیاتوي، «امارت نه چا په خیرات راکړی او نه د نورو په څېر له هوا نه ډیسانټ شوی.»

مهاجر فراهي وايي، د «اشغال» پر وړاندې د مبارزې په څېر د خپل نظام ساتنې او د هېواد د جوړولو لپاره یې اراده قوي ده.

خو ډېر شنونکي بیا پر دې باور دي، چې د افغانستان واک د دوحې د هوکړې له‌مخې د امریکا له‌خوا طالبانو ته ورکړل شوی دی.

ټرمپ ویلي که حماس تر یکشنبې ماښام موافقه ونه کړي «جدي پايلې» به ولري

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۱ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته خبرداری ورکړی، چې تر یکشنبې د اکتوبر پنځمه (د واشنګټن په وخت د ماښام تر ۶ بجو) مهلت لري چې د هغه د سولې پلان ومني او که موافقه ونه کړي، سختې او پراخې پایلې به ولري.

ټرمپ په ټولنیز شبکې «ټروث سوشال» لیکلي: «هوکړه باید تر یکشنبې د واشنګټن په وخت په شپږبجو پورې له حماس سره ترلاسه شي، ټولو هېوادونو دا طرحه تصویب کړې ده! که دا وروستی چانس تر هغه وخته پورې پایله ورنکړي، نو داسې یو حالت به رامنځته شي چې تر اوسه هېڅ چا نه دی لېدلی.»

ټرمپ همداراز ادعا وکړه چې «حماس له څو کلونو راهیسې په منځني ختیځ کې یو بې رحمه او تاوتریخوالي ته هڅوونکی ګواښ و» او څرګنده یې کړه چې د اکتوبر د اوومې نېټې پېښه کې مرګ‌ژوبلې دغه ګواښ اوج ته ورسوه.

هغه زیاته کړه، تر اوسه شاوخوا ۲۵۰۰۰ د حماس سرتېري وژل شوي دي او پاتې وسله‌وال محاصره شوي دي او «هغوی یوازې زما امر ته په تمه دي چې ژر یې ژوند واخیستل شي.»

ټرمپ تر دې مخکې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو سره په لیدنه کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه شل مادییزه طرحه اعلان کړې وه.