• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مهاجر فراهي: دا نظام مونږ ته چا په خیرات کې ندی راکړی

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۱ GMT+۱

د بګرام په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو او ان ګواښونو وروسته د ځینو طالب چارواکو غبرګون هم توند شوی دی. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال وايي، طالبانو ته نظام چا په خیرات نه دی ورکړی او په وینا یې د نورو په څېر ډیسانټ شوي هم نه دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي د جمعې په ورځ (د تلې ۱۱مه) پر ایکس خواله رسنۍ د نورو جزییاتو له ورکړې پرته ویلي، «ددې نظام ستنې دومره هم نه دي سستې لکه چې دوی یې فکر کوي.» هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي چې له «دوی» څخه مطلب څوک دي.

هغه زیاتوي، «امارت نه چا په خیرات راکړی او نه د نورو په څېر له هوا نه ډیسانټ شوی.»

مهاجر فراهي وايي، د «اشغال» پر وړاندې د مبارزې په څېر د خپل نظام ساتنې او د هېواد د جوړولو لپاره یې اراده قوي ده.

خو ډېر شنونکي بیا پر دې باور دي، چې د افغانستان واک د دوحې د هوکړې له‌مخې د امریکا له‌خوا طالبانو ته ورکړل شوی دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

هند د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سفر لپاره چمتووالی نیسي

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۲ GMT+۱

هند د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سفر لپاره چمتوالی نیسي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمېټې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سفر بندیز په موقتي ډول لرې کړي، چې له مخې به یې هغه وکولای شي د اکتوبر له ۹مې تر ۱۶مې پورې هند ته سفر وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هغو کسانو په ډله کې دی چې د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دي؛خو کله ناکله د ډېپلوماټیکو اړیکو لپاره موقتي معافیت ورکول کېږي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبریالانو ته وویل، نوی ډیلي له مخکې د طالبانو له ادارې سره په تماس کې ده او د اګست په ۳۱ نېټه د زلزلې وروسته یې د افغانستان سره مرستې کړې دي. نوموړي په ښکاره ډول دا خبره نه ده تایید کړې چې د متقي سفر به خامخا وشي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ویلي، چې هند ته د متقي سفر پر مهال به خبرې د دوه اړخیزو همکاریو، سوداګریزو تبادلو، وچې مېوې د صادراتو، د روغتیايي برخې د اسانتیاوو، قونسلګریزو خدمتونو او بندرونو پر موضوعاتو راڅرخي. دا چې په کومې نېټې به متقي هند ته سفر وکړي په دې اړه یې څه نه دي‌ ویلي.

د هندي او افغاني رسنیو د راپورونو له مخې، متقي به له نوي ډیلي مخکې مسکو ته سفر وکړي.

تمه ده چې په روسیه کې نوموړی د افغانستان پر وضعیت له روسي، چيني، ایراني، پاکستاني، هندي او د مرکزي اسیا له استازو سره خبرې وکړي.

هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سفر پنځه اصلي موخې

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د «مسکو فارمټ» ناستې له ګډون وروسته راتلونکې اوونۍ هند ته ځي. دا سفر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د یوې اوونۍ ځانګړي معافیت په اساس ترسره کېږي. خبریال وحید پیمان په دې لیکنه کې د متقي د سفر احتمالي هدفونه څېړلي دي.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغانستان او هند اړیکې لا هم په رسمي ډول بیا تعریف شوې نه دي، خو د امنیت شورا معافیت او د نوي ډیلي له لوري د دې لیدنې منل، دا نښه ورکوي چې دواړه خواوې غواړي اړیکې له تخنیکي تعامل څخه تر سیاسي او اقتصادي خبرو اترو پورې وغځوي.

د طالبانو لپاره دا سفر یوه موقع ده څو یو لړ مشخص هدفونه تعقیب کړي؛ هغه هدفونه چې د سیاست، اقتصاد او سیمه‌ییزې بقا ګډه مجموعه ده.

۱. د ډېپلوماټیکو استازولیو فعالول

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لپاره ښايي هېڅ موضوع تر دې مهمه نه وي چې د افغانستان ډېپلوماټیک استازولۍ فعاله کړي او یا خپل ډېپلوماټان په بهر کې ځای پر ځای کړي.

د افغانستان سفارت په نوي ډیلي کې د ۲۰۲۳ کال له سیاسي او مالي بحران وروسته وتړل شو او له هغه مهاله یوازې محدود کونسلي خدمات وړاندې کوي.

طالبان په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چې خپل استازي په دې سفارت او همدارنګه د ممبۍ او حیدراباد په قونسلیګریو کې وګماري، خو هند تر اوسه له دې سره په احتیاط چلند کړی دی.

ټاکل شوې ده چې امیرخان متقي په دې سفر کې په ځانګړي ډول پر همدې موضوع فشار راوړي.

طالبان د ډېپلوماټیکو استازولیو د کنټرول کولو ستراتیژي په خورا لېوالتیا تعقیبوي او کله چې له کوم هېواد سره په دې برخه کې توافق وکړي، هغه د یوې لویې سیاسي لاسته راوړنې په توګه تبلیغوي.

متقي غواړي چې له هند سره د ډېپلوماټیکو اړیکو هر ډول پرمختګ د خپل بریالیتوب په توګه وړاندې کړي.

۲. هند سره د سیاسي اړیکو پیاوړتیا په داسې حال کې چې د پاکستان سره اړیکې ترینګلې دي

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ تاوتریخوالی چې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو له لومړي کال وروسته پیل شوی و، په وروستیو میاشتو کې لا پسې زیات شوی دی.

څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف څرګنده کړه چې طالبان باید یا د پاکستان د دولت ملاتړ وکړي او یا له تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) سره دې ودریږي.

دا ترینګلتیا تر سږني کال پورې د بمباریو او سرحدي نښتو کچې ته ورسېده.

ټي‌ټي‌پي چې اسلام‌اباد طالبان د هغې په ملاتړ تورنوي، په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې څو خونړي بریدونه ترسره کړي دي.

د پاکستان باور دا دی چې دغه ډله د طالبانو له ملاتړ پرته د دې وړتیا نه لري.

متقي احتمالا هڅه کوي له دې تاریخي رقابت څخه د طالبانو په ګټه کار واخلي.

له یوې خوا غواړي د هند سره د نږدې کېدو له لارې د نوې همکارۍ دروازه پرانیزي او له بلې خوا پاکستان ته دا پیغام ورکړي چې طالبان په سیمه کې بدیلې لارې هم لري.

البته، هند هم په دې شرایطو کې له طالبانو سره امنیتي تعامل ښکاره کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرام میسري د ۲۰۲۵ د جنورۍ په اتمه په دوبۍ کې له متقي سره ولیدل او د همدې کال د مې میاشت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر هم ورسره مستقیمې خبرې وکړې.

تمه ده چې نوی ډیلي د راتلونکي سفر پر مهال د «افغانستان له خاورې د هند پر ضد د نه استفادې» موضوع په تفصیل سره مطرح کړي.

د طالبانو لپاره دا فرصت دی چې د پاکستان څخه خپلواکي د یو سیاسي کارت په توګه د هند مخې ته کېږدي؛ داسې کارت چې کولای شي د دوی د سیمه‌ییزو مانورونو وړتیا نوره هم زیاته کړي.

درېیم: د افغانستان په اړه د بیجینګ د انحصار مخنیوی

چین په سپټمبر ۲۰۲۳ کې لومړی هېواد و چې په کابل کې یې نوی سفیر وګماره او څو میاشتې وروسته طالبانو اعلان وکړ چې د دوی سفیر په بیجینګ کې هم منل شوی دی.

په جنورۍ ۲۰۲۵ کې د «ډېپلوماټ» خپرونې راپور ورکړ چې هند د دوبۍ له مذاکراتو وروسته د طالبانو سره خپل تماسونه لوړ کړي څو د سیمه‌ییز رقابت په ډګر کې له چین وروسته پاتې نه شي.

دا اندېښنه هغه مهال جدي شوه چې د ۲۰۲۵ د اګست په میاشت کې د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته ولاړ او د کانونو د پروژو او د «یو کمربند-یو سړک» نوښت په اړه یې خبرې وکړې.

اوس ښکاره ده چې د افغانستان کاني سرچینې، په ځانګړي ډول لیتیم او مس، د سیمې د جیو-اقتصادي سیالیو اصلي محور ګرځېدلي دي.

د تېرو کلونو قراردادونه هم د همدې بهیر څرګندونه کوي؛ له «امو دریا» د تېلو تړون سره د ۲۰۲۳ په جنورۍ کې د چینایي شرکتونو پیل تر دې پورې چې د طالبانو د کانونو وزارت څو نور قراردادونه هم اعلان کړي.

د طالبانو لپاره دغه سرچینې د بقا او مالي ثبات لپاره اړینه وسیله ده، خو د هند لپاره له لوبې بهر پاتې کېدل د ستراتیژیک سیال لپاره د ډګر خالي کول دي.

د ډيلي له نظره، له طالبانو سره د خبرو د کانال پرانېستل اقتصادي اړخ هم لري څو د افغانستان په اړه چین په یوازیني لوبغاړي بدل نه شي.

طالبان هم ښایي دې پایلې ته رسېدلي وي چې هند هم ورته لوی بازار، بنسټیزې پانګونې او هم د چین او پاکستان پر وړاندې بدیله لاره برابره کړي.

څلورم: د چابهار بندر او ترانزیټي لارو په اړه خبرې

چابهار د هند لپاره یو حیاتي مسیر دی؛ هغه لاره چې پرته له پاکستانه افغانستان له منځنۍ اسیا سره نښلوي، خو د امریکا پرېکړې چې د ۲۰۲۵ په سپټمبر کې یې د چابهار بندر اړوند معافیتونه لغوه کړل، دا مسیر له جدي خطر سره مخ کړی.

د نویو بندیزونو له امله بانکونه او بیمه‌يي شرکتونه ډېر احتیاطي شوي او هره راکړه ورکړه یا د بار لېږد ستونزمن شوی دی.

طالبان غواړي په ډيلي کې د متقي د سفر پر مهال پوه شي چې هند څنګه کولای شي د دې فشارونو سره-سره دا دهلېز فعال وساتي.

څو ورځې مخکې له دې بندیزونو، هند درې کانتینره مرسته د چابهار له لارې کابل ته واستوله.

دا کار د هند په اقتصادي رسنیو کې د «معناداره وخت ټاکنه» په نوم یاد شو او څرګنده شوه چې نوې ډیلي لا هم د دې لارې پر دوام ټینګار لري.

هند چابهار د منځنۍ اسیا سره د نښلېدو د خپلې ستراتېژۍ یوه برخه ګڼي.

که دا مسیر محدود یا تړل کېږي، د لوبې ډګر به ډېر په چین پورې محدود پاتې شي.

له همدې کبله، د بیمې، او د پیسو د لېږد تخنیکي بحثونه په دې سفر کې د سیاسي څرګندونو په اندازه مهم دي.

تمه کېږي دواړه لوري لږ تر لږه د دې دهلېز د ساتلو لپاره یوه منځګړي توافق ته ورسېږي، څو مرسته او د غیرحساسو توکو سوداګري ترې روانه پاتې شي.

که دا کار ونه شي، طالبان به د بدیلو ځمکنۍ لارو کارولو ته اړ شي، چې دا به هم د کابل لګښتونه لوړ کړي او هم د هند اغېز محدود کړي.

پنځم: د بشري مرستو جلبول

طالبان د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لا هم پر بهرنۍ مرستې تکیه لري.

له ۲۰۲۱ کال د کابل تر سقوط وروسته، هند له هغو لږو هېوادونو څخه و چې که څه هم یې طالبان په رسمي ډول ونه پېژندل، خو د بشري مرستو لاره یې پرانستې وساتله، دغه مرسته د جمهوري نظام د وخت په کچه نه وه.

هند د «له پیژندنې پرته مرستې» په پالیسۍ سره هڅه کړې چې په افغانستان کې خپل ټولنیز او سیاسي نفوذ وساتي.

په دې سفر کې به متقي بې له شکه هڅه وکړي چې نوې ډیلي دې ته قانع کړي چې مرسته یې مستقیم خلکو ته رسېږي او ټولنیز اغېز لري.

تمه ده، د متقي دا سفر هند دې ته وهڅوي چې په سیمه کې د افغانستان لپاره د مرستندویانو له سترو ملاتړ کوونکو څخه یو پاتې شي.

طالبانو د یوې ویډیو پر خپرولو سره «ځانمرګي بریدونو» ته د چمتوالي خبرداری ورکړی

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۴ GMT+۱

د طالبانو مرستیال ویاند یوه ویډیویي ترانه خپره کړې چې د نوي مقاومت او احتمالي ځانمرګي بریدونو لپاره د ځوانانو د چمتوالي یادونه پکې شوې. د فطرت لخوا خپرې شوې ترانې محتوا کې راغلي چې طالبان سولې ته ژمن دي، خو که د دوی پر وړاندې تېروتنه وشي ځواب به یې «ځانمرګي بریدونه» وي.

په دې ترانه کې ویل شوي: «مونږ سولې ته ژمن د دوی لخوا که تېروتنه وي-بیا به استشهاد وي زلمو بیا به نوم لیکنه وي.»

په دې ترانه کې د استشهادي بریدونو باني یادونه شوې او ستاینه یې شوې ده. همدا راز جلال الدین حقاني یې یاد کړی او د بابا لقب یې ورکړی.

د ترانې د متن بله برخه دا بیانوي چې که د دوی پروړاندې څوک ودریږي حتی غرونه او د غرونو لمنې به ورته په سره اور بدلې کړي.

دغه ترانه د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د جمعې په ورځ خپره کړې ده.

دا ویډیو داسې مهال خپره شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام د بیا ترلاسه کولو په اړه ټينګار کړی.

د بګرام هوايي اډه د امریکا تر ټولو ستر پوځي مرکز و چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو لاس ته ورغی.

اوس، د ټرمپ وروستیو څرګندونو چې ګواښ یې کړی بګرام به بېرته ونیسي، په افغانستان کې سیاسي او تبلیغاتي حساسیتونه راپارولي دي.

طالبانو د ټرمپ څرګندونې رد کړي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د هېچا تر واک لاندې نه پرېږدي.

د دوی له خوا د دغې ترانې خپرول هم د همدې دریځ د پیاوړتیا په توګه ګڼل کېږي.

شنونکي وايي، د داسې تبلیغاتي موادو خپرول کولای شي د سیمه‌ییزو اړیکو پر فضا اغېز وکړي او د بګرام پر سر د امریکا او طالبانو ترمنځ روان بحث لا پسې تود کړي.

افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن اسټرالیایي عسکر په ځان لګېدلي تورونه رد کړل

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د اسټرالیا یوازینی عسکر چې افغانستان کې د جګړې پر مهال د جنګي جرمونو په تور تورن شوی، د جمعې په ورځ محکمې ته حاضر شو او د بې‌ګناهۍ ادعا یې وکړه. خو څارنوالان وایي چې د ده اصلي محاکمه به لږ تر لږه تر ۲۰۲۷ کاله پورې نه ترسره کېږي.

۴۴ کلن اولیور شولڅ تورن دی چې په ۲۰۱۲ میلادي کال د مې په میاشت کې یې د ارزګان ولایت یو بزګر داد محمد، په خپله کرونده کې درې ځله په سر وویشت.

شولڅ د سډني د نیو ساوت وېلز ایالت سترې محکمې ته په لومړي ځل حاضر شو او په ځان یې دغه تور رد کړ.

په عادي حالت کې، په لومړنۍ حاضرۍ کې د محاکمې نېټه ټاکل کېږي، خو د ملي امنیت د اندېښنو له کبله څارنوالانو او د مدافع وکیلانو ته د ډېرو شواهدو د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

څارنوال شون فلډ وویل: «هېڅ امکان یې نشته چې محاکمه دې په ۲۰۲۶ کال کې پیل شي.»

شولڅ به د ډسمبر په ۱۲مه بیا محکمې ته حاضر شي، تمه کېږي چې د دفاع وزارت به څرګنده کړي چې د ملي امنیت د ساتنې لپاره کوم اسناد به له دوسیې څخه پټ ساتل کېږي.

په استرالیا کې د پوځ یو راپور په ۲۰۲۰ کال کې ویلي چې د ۱۹ اوسنیو او پخوانیو سرتېرو په اړه باید د افغانستان په جګړه کې د ۳۹ ناقانونه وژنو د تړاو څېړنې ترسره شي.

شولڅ په همدې لړ کې په ۲۰۲۳ کال تورن شوی دی.

تر دې دمه یوازې یو پخوانی پوځي وکیل ډېوېډ مک‌براید، د جنګي جرمونو په تړاو په اسټرالیا کې مجرم پېژندل شوی.

هغه ته په ۲۰۲۳ کال کې وروسته له هغه چې منلې یې وه د جنګي جرمونو اړوند اسناد یې رسنیو ته ورکړي دي د پنځو کلونو او اته میاشتو بند سزا واورول شوه.

د مک‌براید له خوا وړاندې شوي اسناد د ۲۰۱۷ کال د اسټرالیا ملي تلویزیون "افغان دوسیې" راپورونو بنسټ جوړ کړ، چې په کې د اسټرالیایي عسکرو د نارینه‌وو او ماشومانو د ناقانونه وژنو ادعاوې شاملې وې.

ایران افغانستان او پاکستان ته د برېښنا صادرات بیرته پیل کړل

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۷ GMT+۱

د ایران د برېښنا د تولید، لېږد او وېش شرکت (توانیر) عمومي رییس وویل چې افغانستان او پاکستان ته د برېښنا صادرات د کورنیو اړتیاوو له کمېدو وروسته بېرته پيل شوي دي.

د توانیر عمومي رییس مصطفی رجبي مشهدي د جمعې په ورځ ایرنا خبري اژانس سره مرکه کې ویلي چې اوس مهال افغانستان او پاکستان ته ۱۵۰ مېګاواټه برېښنا لېږدول کېږي، په داسې حال کې چې ایران له ارمنستان او ترکمنستان څخه شاوخوا ۴۵۰ مېګاواټه برېښنا واردوي.

د نوموړي په وینا، د صادراتو کچه همدومره پاتې کېږي، مګر که د ګاونډیو هېوادونو سره په فوري معاملو کې ځانګړې اړتیا رامنځته شي، نو بدلون به راشي.

هغه زیاته کړه: دا مهال کومه ځانګړې طرحه په لاس کې نه شته.

د ایرنا د راپور له مخې، د همدې کال د وږي په شپږمه نېټه د توانیر عمومي رییس ایرنا ته ویلي و چې د کورنۍ ناانډولۍ له امله د هېواد د برېښنا صادرات تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلي او نږدې صفر ته ښکته شوي دي.

برېښنا هغه وخت صادریږي چې د تولید او مصرف ترمنځ توازن ګډوډ نه شي او د کورنۍ اړتیا بشپړه پوره شي.

په تېرو میاشتو کې د دوبي د ګرمو ورځو په ځانګړي ډول د لوړ مصرف دورې لپاره، د هېواد د برېښنا واردات د صادراتو په پرتله پنځه چنده ډېر شوي وو. د وارداتو لویه برخه د شبکې د ثبات او کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کارېدله.

د راپورونو له مخې په وروستیو میاشتو کې د ایران د برېښنا اصلي صادرات چې تر دې وړاندې د نړیوالو قراردادونو له لارې عراق ته ترسره کېدل، په بشپړ ډول درېدلي دي. د افغانستان په اړه هم یوازې هغه نړیوال تړون پلي کېده چې د هېواد د وارداتو په پرتله خورا لږ و.