د جبري اېستلو لړۍ؛ تېره اونۍ څه باندې ۸۰زره افغانان هېواد ته ستانه شوي دي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اونۍ کې له ایران، پاکستان او ترکیې نه ۸۰زره او ۸۰۰افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه وزارت وایي،‌ ۴۸۸۰۰ کسان له پاکستان نه، ۳۱زره او ۸۰۰ له ایران او پاتې نور له ترکیې نه ستانه شوي دي.