• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هند ته لاړ

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له مسکو وروسته، د هند د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه نوي ډیلي ته لاړ. د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت وايي، متقي به له خپل هندي سیال او یو شمېر نورو لوړپوړو هندي چارواکو سره پر سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکو وغږیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ، د تلې پر ۱۶مه اعلان وکړ، چې امیرخان متقي د روسیې په پلازمېنه مسکو کې له څو رسمي ناستو وروسته، د هند د بهرنیو چارو وزیر په بلنه د رسمي سفر لپاره نوي ډیلي ته روان شوی دی.

امیر خان متقي به له خپل هندي سیال او یو شمېر نورو لوړپوړو هندي چارواکو سره د سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکو، او دغه راز له طالبانو او د سیمې هېوادونو سره د متقابلو همکاریو د پراختیا په اړه بحثونه وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د سپټمبر پر ۳۰مه نوموړي ته د یوې اونۍ سفري معافیت ور کړی دی.

له دې وړاندې هم ټاکل شوې وه، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هند ته سفر وکړي، خو د یادې کمیټې له خوا د سفر معافیت ورته نه و صادر شوی او سفر یې وځنډېد.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینو د تېرې پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر راتلونکې اونۍ هند ته سفر کوي.

د متقي د سفر په اړه ویل کیږي، چې نوموړی به د طالبانو او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو کچې لوړولو هڅه وکړي.

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت د ۲۰۲۳ کال له سیاسي او مالي بحران وروسته وتړل شو او له هغه وخته یوازې محدود کونسلي خدمات وړاندې کوي.

طالبانو په وروستیو میاشتو کې د ممبی او حیدراباد کونسلګریو ته خپل استازي معرفي کړل، خو نوی ډیلی له دې ډلې سره په اړیکو کې محتاطانه چلند کوي.

هندي ډيپلوماټانو ددغه هېواد حکومت ته خبرداری ورکړی، چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې له بیړې کار وانخلي.

دغه سفر داسې مهال کیږي، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د پاکستاني طالبانو پر سر اړیکې لاهم ترینګلې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرم میسري د ۲۰۲۵ کال د جنوري پراتمه په دوبۍ کې له متقي سره ولیدل او د همدې کال په می میاشت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر هم ورسره مستقیمې خبرې وکړې.

د متقي تازه سفر د هنداو پاکستان او طالبانو او اسلام اباد د اړیکو په رڼا کې مهم ګڼل کیږي، خو طالبانو په خپلو رسمي څرګندونو کې تل د اقتصاد محوره سیاست یادونه کړې او پر دې یې ټنیګار کړی چې افغانستان د نورو هېوادونو د سیالۍ پر ځای، د همکارۍ ډګر وګرځي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د ایران سلګونه تېل وړونکي ټانکر د طالبانو د نویو معیارونو له امله پر پوله ولاړ پاتې دي

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۲ GMT+۱

د واردیدونکو تېلو لپاره د طالبانو د نویو معیارونو له امله د ایران او عراق سلګونه تېل وړونکي ټانکرونه له تېرو دریو میاشتو راهیسې پر پوله بند پاتې دي. د تېلو یادو ټانکرونو ته د طالبانو له خوا افغانستان او یا هم بېرته ایران ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې د طالبانو مالیې وزارت له مخکینۍ خبرتیا پرته د تېلو معیارونه بدل کړي، چې له امله یې پر پوله د تېلو سلګونه ټانکر بند پاتې دي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو مالیې وزارت په ناڅاپي ډول د ډیزلو او نورو تېلو د سلفر اندازه راټیټه کړې ده او هغه تېل چې وړاندې به د لوړې کچې سلفر سره افغانستان ته انتقالېدل، اوس یې مخه نیول کیږي.

ایراني ټانکر چلوونکي وايي، د طالبانو له دې پرېکړې وروسته له تېلو ډک سلګونه ټانکرونه د نیمروز په ګمرک کې بند پاتې دي. د دوی په وینا، دغه بندیز اوس څلورمې میاشتې ته داخل شوی او د تېلو ټانکرونه د تېلو د تخلیه کولو او بېرته ایران ته د ستنېدو اجازه نه لري.

د ټانکر چلوونکو په وینا، طالبانو د یادو تېلو د رد دلیل ټیټ کیفیت او د دوی له معیارونو سره سمون نه لرل، بللی دی.

د ایران د تېلو، ګازو او پټرولیم د صادراتو اتحاديې ویاند سید حمید حسیني د یادې ستونزې پخلی کړی او وايي، چې د طالبانو له لوري د سلفر د معیار کمول د یاد بندیز اصلي لامل دی.

نوموړی زیاتوي:«پخوا به افغانستان د هر لیټر ډیزلو تر ۷ زره پي پي ایم پورې سلفر مانه، خو اوس یې دا اندازه یو دم تر ۲ زره ټېټه کړې ده. دا بدلون د هغو ټولو بارونو د بندېدو لامل دی، چې سلفر یې تر ۷ زره پورې و.»

نوموړي ویلي، چې په یادو ټانکرونو کې یو شمېر د عراقي شرکتونو اړوند دي چې د ایران له لارې افغانستان ته تلل، خو طالبان د داخلېدو اجازه نه ورکوي.

حسیني ویلي، چې افغانستان ته تلونکي تېل بې کیفیته نه دي، خو طالبانو صادروونکو هېوادونو ته له خبر ورکولو پرته خپل معیارونه بدل کړي دي.

حمید حسیني وايي:«د طالبانو د مالیې وزارت په تېرو درې میاشتو کې له نیمروز څخه تر ۴۲۴ ډېر د تېلو ټانکرونه د ناسم کیفیت له امله بېرته ایران ته ګرځولي دي.»

نوموړي ويلي، ښايي د ژمي په موسم کې په افغانستان کې د تېلو د کمښت له امله په همدې اوسني معیار درول شويو ټانکرونو ته افغانستان ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي.

حسیني زیاته کړه:«د روسیې له خوا د ډیزلو او پټولو صادرات د اوکراین د بریدونو له امله کم شوي، چې دا کار به د افغانستان د تېلو بازار له بحران سره مخ کړي او ښاييي طالبان اړ کړي چې خپله پریکړه بدله کړي.»

نوموړي ټینګار کړی، چې د ایران د تېلو تصفیه خونې باید خپل تولید ښه کړي.

کارپوهانو ویلي، چې د افغانستان د بازار د ساتنې لپاره دې د بند پاتې ټانکرونو د خوشې کېدو لپاره لنډ مهاله هوکړه او په تصفیه خونو کې د ټیټ سلفر تېلو د تولید عملي شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د طالبانو له خوا د بې کیفیته تېلو د مخنیوي پلاوي هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته سفر کړی و او په اسلام کلا کې یې د تېلو ۲۰۰۰ ټانکرونه راګرځولي وو.

مولانا فضل‌الرحمن: ناکراره او بې ثباته افغانستان هیڅکله د پاکستان په ګټه نه دی

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۹ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر د افغانستان انټرنشنل یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چې پاکستان په تېرو شلو کلونو کې جنګیالیو ته ځای ورکړی و او له همدې ځایه امریکا ته د بمباریو لپاره اډې ورکړل شوې. هغه وویل، چې بې ثباته افغانستان هیڅکله د پاکستان په ګټه نه دی.

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د چارشنبې په ورځ، د تلې پر ۱۶مه، په پېښور کې د یوې خبري غونډې پرمهال د افغانستان انټرنشنل د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې که اعتماد موجود وي او امنیت ټینګ شي، شکایتونو ته اړتیا نه پېښیږي.

پاکستان په دې وروستیو کې پر طالبانو نیوکې کوي، چې ترهګرو ډلو او ټي ټي پي ته یې په افغانستان کې ځای ور کړی دی.

فضل الرحمن د پوښتنې په ډول وویل، چې « ایا دا موږ ردولای شو، چې دا شل کاله چې افغانستان کې جګړه وه مجاهدین او القاعده د اسټبلشمنټ په نګرانۍ کې افغانستان ته نه لاړل؟ ایا موږ قسم خوړلی، چې افغانستان باید مستقل ونه اوسي؟».

هغه د افغانستان د پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او اشرف غني د دورو ناامنیو ته په اشارې وویل، چې هغوی کله هم شکایت نه دی کړی، چې د پاکستان له اړخه جنګیالي ورځي.

فضل الرحمن د پاکستان له اړخه د امنیتي اقداماتو پر ټینګېدو ټینګار وکړ.

هغه وویل، چې ناکراره او بې ثباته افغانستان هیڅکله د پاکستان په ګټه نه دی او په یو اړخیز ډول باید عمل ونه شي.

د جمعیت علمای اسلام مشر وویل، چې د ډیورنډ کرښې په دواړو لوریو کې پښتانه پراته دي او په دې لارو پښتون قوم یو له بله نه شي بېلېدای.

د طالبانو د ۲۰۹ قول اردو قوماندان له ازبکستان او تاجکستان سره ګډې پولې ته تللی

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۵ GMT+۱

طالبانو ویلي، چې تېره ورځ د افغانستان په شمال کې د دې ډلې د ۲۰۹ قول اردو قوماندان ملا رحمت الله محمد له ازبکستان او تاجکستان سره پر پوله د طالبانو د سرحدي پوستو وضعیت څارلی دی.

د طالبانو د یادې قول اردو ویاند نن د چارشنبې په ورځ، د تلې په ۱۶مه ویلي، چې د ۲۰۹ قول اردو قوماندان او نورو مسوولینو د امینتي وضعیت د ارزونې په موخه تېره ورځ له ازبکستان او تاجکستان سره پر پوله له امنیتيی پوستو لېدنه کړې ده.

ملا رحمت الله محمد له تاجکستان او ازبکستان سره پر پوله د مېشتو طالبانو هڅې ستایلې دي.

د افغانستان په شمال کې د طالبانو د قول اردو قوماندان پر داسې مهال له تاجکستان او ازبکستان سره پر پوله د امنیتي پوستو امنیتي وضعیت ارزولی، چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان وخت ناوخت له افغانستان څخه د ترهګرۍ د ګواښونو، وسلو او نشه يي توکو د قاچاق په اړه اندېښنه ښيي.

طالبانو په څلورو ولایتونو کې ۱۱ ښځو او نارینه وو ته سزاوې ور کړې

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په کاپیسا، خوست، غزني او تخار ولایتونو کې یې ۱۱ کسانو ته، چې ښځې هم پکې شاملې دي، د «اخلاقي فساد، نامشروع اړیکو، غلا او د کور پرېښودو» په تور د بند او دُرو وهلو سزاوې ورکړې دي. دغه سزاوې د خلکو پر وړاندې عملي شوې دي.

د طالبانو د سترې محکمې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې، پر پنځو کسانو، چې دوه ښځې هم پکې شاملې دي، د «نامشروع اړیکو او لواطت» په تور د تعزیري سزا حکم عملي شوی دی.

محکمې یاد کسان له شپږو میاشتو تر یو نیم کال تنفیذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دُرو سزا باندې محکوم کړي وو، چې دا پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته د چارشنبې په ورځ(د تلې په ۱۶مه) تطبیق شوه.

د سزا د تطبیق پر مهال د محکمې رییس، قضايي غړو، سیمه‌ییزو چارواکو او ولسي وګړو حضور درلود.

همدا ډول، په خوست ولایت کې د باک ولسوالۍ ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې، پر دوو کسانو د غلا په تور او پر یوه بل د «اخلاقي فساد» په تور تعزیري سزا عملي شوې ده.

د محکمې د خبر له مخې، یاد کسان په یو کال تنفیذي بند او له ۲۰ څخه تر ۳۰ دُرو محکوم شوي وو، چې دا حکم د سترې محکمې تر تایید وروسته د عامو خلکو پر وړاندې پلی شو.

بل پلو، په غزني ولایت کې هم د ګیلان ولسوالۍ ابتدایه محکمې د یوې قضیې په تړاو، یو کس د «اخلاقي فساد» په جرم په یو کال بند او ۲۵ دُرو سزا محکوم او حکم عملي شوی دی.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، په تخار ولایت کې بیا د ښار ابتدایه محکمې پر دوو کسانو، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، د «کور پرېښودو» په تور د ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا تطبیق کړې ده.

طالبانو د هلمند په مارجه کې د ۵۲ ټنه مسو د قاچاق په تور ۱۹ تنه نیولي

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت د ۲۱۵ عزم قول اردو د اوومې لوا منسوبینو اعلان کړی، چې د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ په ریګ جبار سیمه کې یې د مسو د قاچاق مخه نیولې او په تور یې ۱۹ کسان نیول شوي دي.

د دې قول اردو د خبرپاڼې له مخې، د تلې پر۱۶ مه، د چارشنبې په ورځ، د اوو سیفا موټرو او یوه بینز موټر د تلاشۍ پر مهال شاوخوا ۵۲ زره او ۵۰۰ کیلوګرامه مس نیول شوي دي.

د طالبانو د سرحدي ځواکونو یو تن چارواکي ګلاب ویلي، چې د قاچاق په تړاو ۱۹ کسان نیول شوي چې تر پلټنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

هغه زیاته کړې: «د یادو نیول شویو مسو د قاچاق هڅه د ګاونډي هېواد لوري ته روانه وه، خو زموږ د منسوبینو له خوا یې په وخت مخه ونیول شوه.»

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د کوم ګاونډي هېواد پر لور قاچاق کېدل، خو مارجه د پاکستان له بلوچستان ایالت سره کرښه لري. طالبانو د نیول شویو کسانو د هویت په اړه هم څه نه دي ویلي.

د طالبانو د یاد کنډک د مسوولینو په وینا، تر دې وړاندې هم د دوی ځواکونو په سرحدي سیمو کې د بېلابېلو توکو د قاچاق مخه نیولې ده.