که څه هم دا محکمه قانوني واک نه لري، خو د بشري عدالت، نړۍوال وجدان او سیاسي مشروعیت په ډګر کې ارزښتمنه ده.
دغې محکمې ته د بشري حقونو مدافعینو، څارنوالانو، قاضیانو او څېړونکو یو نړۍوال ټیم راغونډ شوی، چې له افغانستان، برېتانیا، هسپانیا، ایران، هند، مصر، سویلي افریقا او ایټالیا څخه ۱۷ متخصصین پکې برخه لري.
دا محکمه د افغان ښځو لپاره یوازې یو سمبولیک عدالت نه، بلکې د نړۍوال وجدان یو راپور دی. افغان ښځې چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د طالبانو له لوري له تعلیم، کار، سفر، سیاسي ګډون او عامه ژوند څخه ایستل شوې دي، اوس د مادرید د محکمې له لارې خپل غږ نړۍ ته رسوي.
د ولسي محکمې اهمیت؛ د وجدان عدالت
که څه هم دا محکمه رسمي قانوني واک نه لري، خو د بشري عدالت د "وجدان محکمې" (Court of Conscience) په توګه بېساری اهمیت لري. د بشري حقونو په نړۍوال تاریخ کې داسې ولسي محکمې تل د رسمي عدالت د سیاسي چوپتیا پر ضد را پورته شوې دي.
په ۱۹۶۶م کال کې د ویتنام جګړې پر مهال د فیلسوف برتراند رسل او ژان پال سارتر په مشرۍ لومړنۍ نړۍواله ولسي محکمه جوړه شوه چې د امریکا د جګړې جنایتونه یې ثبت کړل. دې محکمې هېڅ قانوني واک نه درلود، خو د نړۍوالو د وجدان په کچه یې د ویتنام د جګړې په اړه د نړۍ دریځ بدل کړ.
همدا ډول په ۲۰۱۷م کال کې د میانمار پر پوځ د روهینګیا مسلمانانو د وژنو او بېکوره کولو په تړاو د "Permanent Peoples Tribunal" له لوري ولسي محکمه جوړه شوه، چې د نړۍواېل جزایي محکمې د څېړنو لپاره یې بنسټیز اسناد برابر کړل.
د مادرید ولسي محکمه هم د همدې سنت تسلسل دی، د هغو قربانیانو لپاره د عدالت غږ دی چې نړۍ یې د ظلم پر وړاندې چوپه پاتې شوې ده.
د محکمې موخې او جوړښت
د محکمې جوړونکي وایي چې دوه موخې لري:
۱. د طالبانو لهخوا د ښځو د سیسټماټیکې ځپنې مستندول.
۲. د نړۍوال عدالت او د طالبانو د ځوابوینې د هڅونې لپاره شواهد راټولول.
دغه محکمه به د هغو ښځو شهادتونه اوري چې د طالبانو د زندانونو، تاوتریخوالي، شړلو او تعلیمي محرومیت قربانیانې دي.
د دوی کیسې به ثبت او د نړۍوالو قضايي بنسټونو لکه د International Criminal Court (ICC) او UN Human Rights Council سره شریکې شي، څو دا جنایتونه د بشریت پر وړاندې د جرمونو په توګه وڅېړل شي.
پر طالبانو سیاسي او اخلاقي اغېز
طالبان به ښايي د دې محکمې پر وړاندې ښکاره غبرګون ونه ښيي، خو دا اقدام د هغوی لپاره یو سیاسي او اخلاقي زیان دی. د ولسي محکمې له لارې د طالبانو د کړنو مستندول به د نړۍوالو د فشارونو د زیاتېدو سبب شي، ځکه دا شواهد د هغوی د "سیسټماټیکو جنایتونو" د ثبوت لپاره بنسټیز رول لري.
طالبان د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي، خو د دغې محکمې له لارې نړۍ ته دا پیغام رسیږي چې دا ډله لا هم د ښځو د حقونو، بشري ارزښتونو او د قانون د حاکمیت په وړاندې ولاړه ده.
دا ډول ولسي محکمه د طالبانو د نړۍوالې انزوا یو بل ګام دی، چې ښيي نړۍ د هغوی د پالیسیو عادي کولو ته نه چمتو ده.
نړۍوالو ته پیغام
د مادرید ولسي محکمه نړۍوالو ته یو ښکاره پیغام ورکوي: عدالت نه باید د قدرت، سیاست او جغرافیې قرباني شي.
د بشري حقونو نړۍوال نظام له اوږدې مودې د افغانستان د ښځو پر وضعیت چوپ پاتې شوی دی. د ملګرو ملتونو په دننه کې هم ځینې هېوادونه د طالبانو د رسمیتپېژندنې د هڅو ملاتړ کوي؛ خو دا ولسي محکمه د نړۍوالې مدني ټولنې یو ګډ غږ دی، چې ښيي د وجدان عدالت لا ژوندی دی.
دا یو اخلاقي یادښت دی چې د افغان ښځو د تعلیم، کار او ازادۍ محرومول یوازې د یو هېواد داخلي مساله نه ده، بلکې د بشري تمدن د بنسټونو سپکاوی دی.
د افغانستان دننه افغان مېرمنو ته پیغام
د هغو ښځو لپاره چې اوس په افغانستان کې د طالبانو د سختو بندیزونو لاندې ژوند کوي، د مادرید ولسي محکمه یو ژور پیغام لري چې تاسې یوازې نه یاست.
دوی ته دا ډاډ ورکوي چې د نړۍ په هر کونچ کې د عدالت لټون روان دی. که څه هم طالبانو د وېرې فضا جوړه کړې ده، خو دا محکمه ښيي چې هره افغانه ښځه د عدالت د مبارزې یوه برخه ده او د دوی غږ د تاریخ په حافظه کې ثبتېږي.
نړۍوال عدالت او راتلونکی
د مادرید ولسي محکمه یوه مهمه بېلګه رامنځته کوي چې ښيي د مدني عدالت نړۍوال میکانیزمونه څنګه کولای شي د رسمي عدالت تر سیاسي چوکاټونو بهر هم د ظلم پر وړاندې دریځ ونیسي.
دا ډول ولسي محکمې د نړۍوال قانون د پراختیا لپاره عملي لارښوونې وړاندې کوي چې مفهوم یې له بشري وجدان څخه تر عدلي عمل پورې احساسېدی شي.
دا محکمې د تاریخ د حافظې برخه ګرځي او هغه وخت چې رسمي بنسټونه چوپ وي، ولسي عدالت د قربانیانو د یاد او د جرم د مستندولو مسوولیت پر غاړه اخلي.
د مادرید ولسي محکمه د افغان ښځو د زړورتیا، د بشري وجدان د بیدارۍ او د نړۍوال عدالت د دوام یو سمبول دی. که څه هم دا محکمه طالبان په قانوني توګه نه شي محاکمه کولای، خو د هغوی سیاسي مشروعیت ته سخت زیان رسوي.
دا د هغو ښځو لپاره عدالت دی چې اوس هم په افغانستان کې چوپې، خو نه ماتېدونکې دي.