• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر: غزه کې باید وژنه، لوږه او ویجارۍ ژر پای ته ورسېږي

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر تورک د غزې د اوربند د پلان له اعلان وروسته وویل، له دې وروسته باید ټول اقدامات د اوربند بېړنیو موخو ته ژمن وي. نوموړي ټینګار وکړ چې لومړی دې په غزه کې وژنې، لوږه او ویجارۍ ژر پای ته ورسول شي.

هغه زیاته کړه چې برمته شوي او بې دلیله نیول شوي فلسطینیان دې باید خوندي او له درناوي سره ستانه کړل شي.

تورک دا هم ویلي چې د جګړې او کرکې زهرجن تبلیغات باید پای ته ورسېږي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۳

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۴

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۵

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د اعتراضونو احتمال شته

•
•
•

نور کیسې

اسراییل او حماس تر دوه کلنې جګړې وروسته د اوربند او بندیانو د تبادلې تړون لاسلیک کړی

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۳ GMT+۱
100%

اسراییل او د فلسطین وسله والې ډلې د اوربند او بندیانو د تبادلې تړون لاسلیک کړ. د اسراییل یوې حکومتې ویاندې ویلي، چې اوربند د کابینې له غونډې ۲۴ ساعته وروسته عملي کیږي او مخالفه ډله به یرغمل شوي اسراییلیان په ۷۲ ساعتونو کې خوشې کړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوربند هرکلی کړی.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، د دواړو لوریو چارواکو تایید کړه چې تړون د مصر د شرم الشیخ په سمندري ښار کې له غیر مستقیمو خبرو وروسته لاسلیک شوی.

د یاد تړون له مخې به د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه ودریږي.

د تړون له مخې به اسراییل له غزې څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو بهیر پیل کړي او حماس به هغه یرغمل شوي اسراییلیان خوشې کړي چې د جګړې پرمهال یې نیولي وو.

همدارنګه د یاد تړون له مخې به اسراییل هم نیول شوي فلسطینیان له خپل زندانونو خوشې کړي.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې بشپړ اوربند به د حکومت له خوا تر تصویب کېدو وروسته عملي شي.

تمه ده چې اسراییل نن د اوربند تړون د تصویب لپاره د کابینې غونډه وکړي.

د اسراییل یو حکومتي ویاندې ویلي، چې اوربند به د کابینې له غونډې ۲۴ ساعته وروسته عملي شي او وروسته به په ۷۲ ساعتونو کې حماس ټول یرغمل شوي اسراییل خوشې کړي.

فلسطینی کډوال عمر یاغي د ۲۰۲۵ کال د کیمیا نوبل جایزې ګټونکی اعلان شوی

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۴ GMT+۱
100%

فلسطیني ساینسپوه ډاکټر عمر یاغي د کیمیا په برخه کې د ۲۰۲۵ کال د نوبل جایزه وګټله. د نوبل جایزې کمیټې د اکتوبر پر ۸مه اعلان وکړ چې عمر یاغي له خپلو دوو نورو همکارانو جاپاني سوسومو کیتاګاوا او استرالیايي ریچارد رابسن سره په ګډه په کیمیا کې د نوبل جایزه ګټلې ده.

عمر یاغي په عمان کې د فلسطیني کډوالو په پنډغالي کې زیږیدلی او اوس د کالفورنیا په یوه پوهنتون کې استاد دی.

نوموړي د جایزې تر اعلان وروسته وویل:«زه په یوه ډېره بېوزله کورنۍ کې زیږیدلی یم، موږ په یوه واړه کور کې اوسیدو، زما مور او پلار په زحمت لیکل او لوستل کولای شول. دا یو اوږد سفر و.»

د نوبل جایزې کمیټې ویلي، چې درېواړو ساینسپوهانو د فلزي عضوي چوکاټونو او کووالنټ عضوي چوکاټونو د جوړښت او پرمختګ له لارې د کیمیا په علمي او صنعتي برخو کې بنسټیز بدلونونه رامنځته کړي دي.

د عمر یاغي څېړنو له هوا څخه د اوبو راټولولو، د کاربن ډای اکسایډ جذبولو او د انرژۍ ذخیره کولو په برخه کې د چاپېریال د ستونزو د حل لپاره نوې دروازې پرانیستې دي.

عمر یاغي ته به د نوبل جایزه د روان کال د ډسمبر پر ۱۰مه په رسمي مراسمو کې د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې ورکړل شي.

هند له برېتانیا سره د ۴۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د توغندیو پېرلو تړون لاسلیک کړی

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۱
100%

بریتانیا اعلان کړی چې لندن او نوي ډیلي د ۴۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې هند ته د بریتانیا جوړ سپک څو‌ موخیز توغندي ورکول کیږي.

دا تړون د برېتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر د هند د سفر پر مهال په ممبی کې لاسلیک کړی، او موخه یې د دواړو هېوادونو د دفاعي اړیکو پیاوړتیا ښودل شوې.

لندن ویلي، دا توغندي د شمالي ایرلنډ د «تالیس» شرکت له‌خوا جوړېږي، چې د اوکراین لپاره هم ورته وسلې تولیدوي.

حکومت وايي، دا تړون به د یادې فابریکې شاوخوا ۷۰۰ کاري فرصتونه خوندي کړي.

بریتانیا همدارنګه ویلي، له هند سره یې د سمندري بېړیو لپاره د برېښنايي ماشینونو د ګډې پروژې نوی پړاو هم پیل کړی، چې ارزښت یې ۲۵۰ میلیونه پونډه دی.

بنیامین نتنیاهو: ډېر ژر به یرغمل شوي اسرایلیان خپلو کورونو ته راستانه شي

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۱ GMT+۱
100%

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د حماس او اسراییل ترمنځ د سولې پلان د لومړي پړاو د لاسلیک تر اعلان وروسته، د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتیاهو ویلي، چې «د خدای په مرسته» به ټول برمته شوي کسان ژر کورونو ته ستانه شي.

هغه ویلي، چې د بندیانو د ازادولو بهیر به د هوکړې د عملي کېدو له پيل سره سم پر مخ لاړ شي.

بلخوا، د قطر لومړي وزیر هم څرګنده کړې چې د منځګړو هېوادونو استازو له‌خوا د غزې لپاره د اوربند د تړون د لومړي پړاو د ټولو مادو او د پلي ‌کېدو د میکانیزمونو په اړه هوکړه شوې ده.

هغه وویل، چې دا هوکړه به د جګړې د پای، د اسراییلي بندیانو او د فلسطینیانو د ځینو زندانیانو د خوشې کېدو او همدارنګه د بشري مرستو د بې ‌خنډه او بې ځنډه غزې ته ننوتلو سبب وګرځي.

ټرمپ: اسراییل او حماس د سولې د پلان د لومړي پړاو تړون لاسلیک کړ

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۵ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې اسراییل او حماس دواړو د هغه د وړاندیز شوې سولې پلان په لومړي پړاو هوکړه وکړه او تړون یې لاسلیک کړ.

ټرمپ پر ټروټ سوشال خواله رسنۍ ویلي: «زه ډېر ویاړم چې دا اعلان کوم، اسراییل او حماس دواړو زموږ د سولې د پلان پر لومړي پړاو موافقه کړې او دا تړون یې لاسلیک کړې دی. دا دا معنا لري چې ټول بندیان به ډېر ژر خوشې شي او اسراییلي ځواکونه به د یوې هوکړې شوې کرښې تر شا شاتګ کوي، چې دا به د یوه قوي، دوامداره او تلپاتې سولې په لور لومړی ګام وي.»

هغه زیاته کړې ده، چې د سولې په دې بهیر کې به د ټولو لوریو سره په عادلانه ډول چلند وشي او دا ورځ یې «د عرب او اسلامي نړۍ، اسراییل، ګاونډیو هېوادونو او د امریکا لپاره یوه ستره ورځ» بللې ده.

ټرمپ له قطر، مصر او ترکیې د منځګړیتوب مننه کړې ده او دا تړون یې «تاریخي او بې‌ساری» بللی دی.

ټرمپ په پای کې لیکلي: «برکت دې وي پر هغو کسانو چې د سولې لپاره هڅه کوي.»