هند له برېتانیا سره د ۴۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د توغندیو پېرلو تړون لاسلیک کړی

بریتانیا اعلان کړی چې لندن او نوي ډیلي د ۴۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې هند ته د بریتانیا جوړ سپک څو موخیز توغندي ورکول کیږي.

بریتانیا اعلان کړی چې لندن او نوي ډیلي د ۴۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې هند ته د بریتانیا جوړ سپک څو موخیز توغندي ورکول کیږي.
دا تړون د برېتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر د هند د سفر پر مهال په ممبی کې لاسلیک کړی، او موخه یې د دواړو هېوادونو د دفاعي اړیکو پیاوړتیا ښودل شوې.
لندن ویلي، دا توغندي د شمالي ایرلنډ د «تالیس» شرکت لهخوا جوړېږي، چې د اوکراین لپاره هم ورته وسلې تولیدوي.
حکومت وايي، دا تړون به د یادې فابریکې شاوخوا ۷۰۰ کاري فرصتونه خوندي کړي.
بریتانیا همدارنګه ویلي، له هند سره یې د سمندري بېړیو لپاره د برېښنايي ماشینونو د ګډې پروژې نوی پړاو هم پیل کړی، چې ارزښت یې ۲۵۰ میلیونه پونډه دی.


د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د حماس او اسراییل ترمنځ د سولې پلان د لومړي پړاو د لاسلیک تر اعلان وروسته، د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتیاهو ویلي، چې «د خدای په مرسته» به ټول برمته شوي کسان ژر کورونو ته ستانه شي.
هغه ویلي، چې د بندیانو د ازادولو بهیر به د هوکړې د عملي کېدو له پيل سره سم پر مخ لاړ شي.
بلخوا، د قطر لومړي وزیر هم څرګنده کړې چې د منځګړو هېوادونو استازو لهخوا د غزې لپاره د اوربند د تړون د لومړي پړاو د ټولو مادو او د پلي کېدو د میکانیزمونو په اړه هوکړه شوې ده.
هغه وویل، چې دا هوکړه به د جګړې د پای، د اسراییلي بندیانو او د فلسطینیانو د ځینو زندانیانو د خوشې کېدو او همدارنګه د بشري مرستو د بې خنډه او بې ځنډه غزې ته ننوتلو سبب وګرځي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې اسراییل او حماس دواړو د هغه د وړاندیز شوې سولې پلان په لومړي پړاو هوکړه وکړه او تړون یې لاسلیک کړ.
ټرمپ پر ټروټ سوشال خواله رسنۍ ویلي: «زه ډېر ویاړم چې دا اعلان کوم، اسراییل او حماس دواړو زموږ د سولې د پلان پر لومړي پړاو موافقه کړې او دا تړون یې لاسلیک کړې دی. دا دا معنا لري چې ټول بندیان به ډېر ژر خوشې شي او اسراییلي ځواکونه به د یوې هوکړې شوې کرښې تر شا شاتګ کوي، چې دا به د یوه قوي، دوامداره او تلپاتې سولې په لور لومړی ګام وي.»
هغه زیاته کړې ده، چې د سولې په دې بهیر کې به د ټولو لوریو سره په عادلانه ډول چلند وشي او دا ورځ یې «د عرب او اسلامي نړۍ، اسراییل، ګاونډیو هېوادونو او د امریکا لپاره یوه ستره ورځ» بللې ده.
ټرمپ له قطر، مصر او ترکیې د منځګړیتوب مننه کړې ده او دا تړون یې «تاریخي او بېساری» بللی دی.
ټرمپ په پای کې لیکلي: «برکت دې وي پر هغو کسانو چې د سولې لپاره هڅه کوي.»

پاکستانۍ وېبپاڼه «ډیلي سیپک» په یوه خپره کړې مقاله کې وایي، د روسیې «مسکو فارمټ» غونډې د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمې مهم هېوادونه سره راټول کړل، چې پکې پاکستان د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د ګواښونو د مخنیوي لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.
په دې اوومه ناسته کې د افغانستان ترڅنګ د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و. دا په داسې حال کې ده، چې د لومړي ځل لپاره طالبان په رسمي ډول د غړیتوب برخه وو او بېلاروس د مېلمه په توګه ګډون درلود.
دا خبري وېبپاڼه وایي، چې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د دغه ناستې پر مهال ټینګار وکړ، چې د سیمې هېوادونه باید د افغانستان له خاورې د فعالو ترهګريزو شبکو په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» پر ضد ګډه همغږي رامنځته کړي. هغه وویل، د ترهګرۍ ضد هڅې باید له سیاسي او اقتصادي همکارۍ او د نشه یي توکو پر ضد له ګډو نوښتونو سره یوځای پر مخ ولاړې شي. پاکستان یو ځل بیا د یو باثباته او سولهییز افغانستان د ملاتړ ژمنه تکرار کړه.
په مقاله کې راغلي، چې د غونډې په ګډه اعلامیه کې ټینګار شوی چې افغانستان د سیمهییز امنیت لپاره بنسټیز ارزښت لري. ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې د افغانستان له خاورې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره باید پرېکنده ګامونه پورته شي. همدارنګه د افغانستان د اقتصادي ودې، سوداګرۍ، پانګونې، سیمهییز اتصال او د بشري مرستو د پراختیا غوښتنه وشوه، د ګډون کوونکو هېوادونو استازو ټینګار وکړ چې بشري مرستې باید له سیاسي موخو لرې وساتل شي.
ډیلي سیپک وېبپاڼه وایي، چې ګډونوالو په څرګنده توګه د بهرنیو قدرتونوپه ځانګړي ډول د امریکا له خوا په افغانستان کې د پوځي اډو د بیا ځای پر ځای کولو هڅې رد کړې. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې د بیا فعالېدو وړاندیز کړی و. خو طالبانو ویلي، چې هېڅ بهرني ځواک ته به د پوځي حضور اجازه ورنه کړي.
د غونډې په څنډو کې، د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره وکتل. دواړو د سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیمهییز اتصال او امنیت په اړه خبرې وکړې او پرېکړه یې وکړه، چې د ګمرکي چارو په اسانولو او د زېربناوو په پیاوړتیا سره د سیمهییزو سوداګریزو دهلېزونو امکانات پرانیزي. همدارنګه، محمد صادق د چین او ایران له استازو سره هم لیدلي او د سیمهییز امنیت، ترهګرۍ ضد همکارۍ او بشري ملاتړ پر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره هم لیدلي دي. دواړو د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، سیمهییزو پروژو او د نشه یي توکو پر ضد مبارزې په اړه بحث کړی. متقي د روسیې له لوري د طالبانو د رسمي پېژندنې هرکلی کړی او دا یې د افغانستان د نړۍوالو سیاسي او اقتصادي تعاملاتو لپاره یو مهم ګام بللی.
د مسکو د فارمټ ګډونوالو یو ځل بیا د یو خپلواک، باثباته او سولهییز افغانستان د ملاتړ ژمنه وکړه. دوی ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، اقتصادي وده، سیمهییز اتصال او دوامداره بشري مرستې د سیمې د سولې او پرمختګ لپاره اړین ګامونه دي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې د دوامدارو خبرو، همکارۍ او ګډو اقداماتو له لارې به د سیمې د سولې او ثبات لپاره هڅې جاري وساتي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دی د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه سولهییز تړون د نهایی کېدو په درشل کې دی او کېدای شي چې په نږدې ورځو کې منځني ختیځ ته سفر وکړي.
ټرمپ ویلي، چې د ده په مشرۍ د جوړ شوي سولهییز وړاندیز خبرې ډېرې پرمخ تللې دي او تمه ده چې په راتلونکو څو ورځو کې پای ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کړه: «ښکاري چې له حماس سره خبرې په ښه ډول پر مخ روانې دي.»
ټرمپ همدارنګه وویل، که چیرې خبرې اترې د پلان له مخې پر مخ ولاړې شي، نو دی به د راتلونکې اوونۍ په پای کې منځني ختیځ ته سفر وکړي.

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو د تېرې شپې په بریدونو کې د ۱۱ پاکستاني پوځیانو تر وژل کېدو وروسته، د دغه هېواد پوځ ویلي چې دا برید د هند د استخباراتو په ملاتړ «ټيټيپي» کړی دی. خو «لانګ وار ژورنال» ویلي، چې اسلاماباد د هند په تورنولو سره غواړي ځان له مسوولیت څخه خلاص کړي.
پاکستاني طالبانو تېره شپه د خېبرپښتونخوا په اورکزۍ ولسوالۍ کې پر پاکستاني پوځیانو برید کړی، چې په پایله کې یې ۱۱ پاکستاني پوځیان ووژل شول.
د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو او عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې د خپلو ۱۱ پوځیانو د وژل کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې ۱۹ وسلهوال یې هم وژلي دي.
خو پوځ ویلي، یاد برید د «هندي استخباراتو ملاتړې ډلې فتنه الخوارج» له لوري شوی.
د پاکستان پوځ په خپلو خبرپاڼو کې پاکستاني طالبانو ته د «فتنه الخوارج» اصطلاح کاروي.
د «لانګ وار ژورنال» د راپور له مخې، اورکزي ولسوالۍ د «جماعتالاحرار» مرکز بلل کېږي. دا ډله د پاکستاني طالبانو یوه خطرناکه څانګه ده، چې له القاعده او افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري.
دغه ډله د عمر خالد خراساني تر مشرۍ لاندې فعاله وه او نوموړی د ۲۰۲۲ کال په اګسټ میاشت کې د افغانستان په ختیځ کې وژل شوی.
د «لانګ وار ژورنال» د راپور له مخې، عمر خالد خراساني د القاعده پخواني مشر اېمنالظواهري ته پناه ورکړې وه او د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې پر بریدونو یې په ښکاره خوښي څرګنده کړې وه.
د راپورونو له مخې، «ټيټيپي» د ۲۰۲۲ کال د نومبر له میاشتې راهیسې د افغان طالبانو په منځګړیتوب د شوې اوربند د لغوه کېدو وروسته، یو ځل بیا په ټوله پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې پاکستان د ۲۰۲۴ کال راهیسې تحریک طالبان پاکستان لپاره د «فتنه الخوارج» اصطلاح کاروي او دا ډله د هند د استخباراتو پروژه بولي، خو لانګ ژورنال په خپل راپور کې ویلي چې د شواهدو له مخې، پاکستان خپله د یادې ډلې د بنسټ اېښودنې او ملاتړ اصلي عامل دی.
دغه رسنۍ ویلي: «پاکستان د ۱۹۹۴ کال راهیسې د افغان طالبانو ملاتړ کړی او هغوی یې د خپل ستراتیژیک نفوذ د ژورولو لپاره د یوې جغرافیايي او پوځي وسیلې په توګه کارولي، څو د خپل اصلي سیال «هند» پر وړاندې د فشار توازن وساتي.»
«لانګ وار ژورنال» ویلي، سره له دې چې طالبانو القاعده ته پناه ورکړې وه، خو پاکستان یې ملاتړ کاوه. راپور کې لیکل شوي: «پاکستان ځان د امریکا متحد باله، خو په پټه یې افغان طالبانو ته د پناه او وسلو ملاتړ برابر کړی و.»
په راپور کې ویل شوي، چې د «ټيټيپي» ډله د افغان طالبانو، القاعده او د پاکستان د ملاتړ لرونکو نورو ډلو لکه لښکر طیبه او حرکت المجاهدین په مرسته رامنځته شوې ده.
«لانګ وار ژورنال» ویلي، چې د «ټيټيپي» او د پاکستان د پوځ ترمنځ جګړو کې نږدې ۱۰۰ زره پاکستانیان وژل شوي او د خېبرپښتونخوا ډېری سیمې یې ویجاړې کړې دي.
په راپور کې ویل شوي، چې که څه هم د پاکستان پوځ له لسو کلونو جګړې وروسته د «ټيټيپي» ظاهري کنټرول پای ته ورساوه، خو دغه ډله بېرته په افغانستان کې راټوله شوه.
د ملګرو ملتونو د څار او بندیزونو ډلې په خپل د ۲۰۲۴ کال راپور کې ویلي، چې «ټيټيپي» په افغانستان کې په پراخه کچه فعاله ده او له هماغه ځایه پر پاکستان بریدونه ترسره کوي.