• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل او حماس تر دوه کلنې جګړې وروسته د اوربند او بندیانو د تبادلې تړون لاسلیک کړی

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۳ GMT+۱

اسراییل او د فلسطین وسله والې ډلې د اوربند او بندیانو د تبادلې تړون لاسلیک کړ. د اسراییل یوې حکومتې ویاندې ویلي، چې اوربند د کابینې له غونډې ۲۴ ساعته وروسته عملي کیږي او مخالفه ډله به یرغمل شوي اسراییلیان په ۷۲ ساعتونو کې خوشې کړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوربند هرکلی کړی.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، د دواړو لوریو چارواکو تایید کړه چې تړون د مصر د شرم الشیخ په سمندري ښار کې له غیر مستقیمو خبرو وروسته لاسلیک شوی.

د یاد تړون له مخې به د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه ودریږي.

د تړون له مخې به اسراییل له غزې څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو بهیر پیل کړي او حماس به هغه یرغمل شوي اسراییلیان خوشې کړي چې د جګړې پرمهال یې نیولي وو.

همدارنګه د یاد تړون له مخې به اسراییل هم نیول شوي فلسطینیان له خپل زندانونو خوشې کړي.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې بشپړ اوربند به د حکومت له خوا تر تصویب کېدو وروسته عملي شي.

تمه ده چې اسراییل نن د اوربند تړون د تصویب لپاره د کابینې غونډه وکړي.

د اسراییل یو حکومتي ویاندې ویلي، چې اوربند به د کابینې له غونډې ۲۴ ساعته وروسته عملي شي او وروسته به په ۷۲ ساعتونو کې حماس ټول یرغمل شوي اسراییل خوشې کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

فلسطینی کډوال عمر یاغي د ۲۰۲۵ کال د کیمیا نوبل جایزې ګټونکی اعلان شوی

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۴ GMT+۱

فلسطیني ساینسپوه ډاکټر عمر یاغي د کیمیا په برخه کې د ۲۰۲۵ کال د نوبل جایزه وګټله. د نوبل جایزې کمیټې د اکتوبر پر ۸مه اعلان وکړ چې عمر یاغي له خپلو دوو نورو همکارانو جاپاني سوسومو کیتاګاوا او استرالیايي ریچارد رابسن سره په ګډه په کیمیا کې د نوبل جایزه ګټلې ده.

عمر یاغي په عمان کې د فلسطیني کډوالو په پنډغالي کې زیږیدلی او اوس د کالفورنیا په یوه پوهنتون کې استاد دی.

نوموړي د جایزې تر اعلان وروسته وویل:«زه په یوه ډېره بېوزله کورنۍ کې زیږیدلی یم، موږ په یوه واړه کور کې اوسیدو، زما مور او پلار په زحمت لیکل او لوستل کولای شول. دا یو اوږد سفر و.»

د نوبل جایزې کمیټې ویلي، چې درېواړو ساینسپوهانو د فلزي عضوي چوکاټونو او کووالنټ عضوي چوکاټونو د جوړښت او پرمختګ له لارې د کیمیا په علمي او صنعتي برخو کې بنسټیز بدلونونه رامنځته کړي دي.

د عمر یاغي څېړنو له هوا څخه د اوبو راټولولو، د کاربن ډای اکسایډ جذبولو او د انرژۍ ذخیره کولو په برخه کې د چاپېریال د ستونزو د حل لپاره نوې دروازې پرانیستې دي.

عمر یاغي ته به د نوبل جایزه د روان کال د ډسمبر پر ۱۰مه په رسمي مراسمو کې د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې ورکړل شي.

هند له برېتانیا سره د ۴۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د توغندیو پېرلو تړون لاسلیک کړی

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۱

بریتانیا اعلان کړی چې لندن او نوي ډیلي د ۴۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې هند ته د بریتانیا جوړ سپک څو‌ موخیز توغندي ورکول کیږي.

دا تړون د برېتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر د هند د سفر پر مهال په ممبی کې لاسلیک کړی، او موخه یې د دواړو هېوادونو د دفاعي اړیکو پیاوړتیا ښودل شوې.

لندن ویلي، دا توغندي د شمالي ایرلنډ د «تالیس» شرکت له‌خوا جوړېږي، چې د اوکراین لپاره هم ورته وسلې تولیدوي.

حکومت وايي، دا تړون به د یادې فابریکې شاوخوا ۷۰۰ کاري فرصتونه خوندي کړي.

بریتانیا همدارنګه ویلي، له هند سره یې د سمندري بېړیو لپاره د برېښنايي ماشینونو د ګډې پروژې نوی پړاو هم پیل کړی، چې ارزښت یې ۲۵۰ میلیونه پونډه دی.

بنیامین نتنیاهو: ډېر ژر به یرغمل شوي اسرایلیان خپلو کورونو ته راستانه شي

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۱ GMT+۱

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د حماس او اسراییل ترمنځ د سولې پلان د لومړي پړاو د لاسلیک تر اعلان وروسته، د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتیاهو ویلي، چې «د خدای په مرسته» به ټول برمته شوي کسان ژر کورونو ته ستانه شي.

هغه ویلي، چې د بندیانو د ازادولو بهیر به د هوکړې د عملي کېدو له پيل سره سم پر مخ لاړ شي.

بلخوا، د قطر لومړي وزیر هم څرګنده کړې چې د منځګړو هېوادونو استازو له‌خوا د غزې لپاره د اوربند د تړون د لومړي پړاو د ټولو مادو او د پلي ‌کېدو د میکانیزمونو په اړه هوکړه شوې ده.

هغه وویل، چې دا هوکړه به د جګړې د پای، د اسراییلي بندیانو او د فلسطینیانو د ځینو زندانیانو د خوشې کېدو او همدارنګه د بشري مرستو د بې ‌خنډه او بې ځنډه غزې ته ننوتلو سبب وګرځي.

ټرمپ: اسراییل او حماس د سولې د پلان د لومړي پړاو تړون لاسلیک کړ

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۵ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې اسراییل او حماس دواړو د هغه د وړاندیز شوې سولې پلان په لومړي پړاو هوکړه وکړه او تړون یې لاسلیک کړ.

ټرمپ پر ټروټ سوشال خواله رسنۍ ویلي: «زه ډېر ویاړم چې دا اعلان کوم، اسراییل او حماس دواړو زموږ د سولې د پلان پر لومړي پړاو موافقه کړې او دا تړون یې لاسلیک کړې دی. دا دا معنا لري چې ټول بندیان به ډېر ژر خوشې شي او اسراییلي ځواکونه به د یوې هوکړې شوې کرښې تر شا شاتګ کوي، چې دا به د یوه قوي، دوامداره او تلپاتې سولې په لور لومړی ګام وي.»

هغه زیاته کړې ده، چې د سولې په دې بهیر کې به د ټولو لوریو سره په عادلانه ډول چلند وشي او دا ورځ یې «د عرب او اسلامي نړۍ، اسراییل، ګاونډیو هېوادونو او د امریکا لپاره یوه ستره ورځ» بللې ده.

ټرمپ له قطر، مصر او ترکیې د منځګړیتوب مننه کړې ده او دا تړون یې «تاریخي او بې‌ساری» بللی دی.

ټرمپ په پای کې لیکلي: «برکت دې وي پر هغو کسانو چې د سولې لپاره هڅه کوي.»

ډیلي سیپک وېب‌پاڼه: پاکستان د افغانستان د امنیت لپاره سیمه‌ییزه همکاري غواړي

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۱ GMT+۱

پاکستانۍ وېب‌پاڼه «ډیلي سیپک» په یوه خپره کړې مقاله کې وایي، د روسیې «مسکو فارمټ» غونډې د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمې مهم هېوادونه سره راټول کړل، چې پکې پاکستان د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د ګواښونو د مخنیوي لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.

په دې اوومه ناسته کې د افغانستان ترڅنګ د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و. دا په داسې حال کې ده، چې د لومړي ځل لپاره طالبان په رسمي ډول د غړیتوب برخه وو او بېلاروس د مېلمه په توګه ګډون درلود.

دا خبري وېب‌پاڼه وایي، چې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د دغه ناستې پر مهال ټینګار وکړ، چې د سیمې هېوادونه باید د افغانستان له خاورې د فعالو ترهګريزو شبکو په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» پر ضد ګډه همغږي رامنځته کړي. هغه وویل، د ترهګرۍ ضد هڅې باید له سیاسي او اقتصادي همکارۍ او د نشه یي توکو پر ضد له ګډو نوښتونو سره یوځای پر مخ ولاړې شي. پاکستان یو ځل بیا د یو باثباته او سوله‌ییز افغانستان د ملاتړ ژمنه تکرار کړه.

په مقاله کې راغلي، چې د غونډې په ګډه اعلامیه کې ټینګار شوی چې افغانستان د سیمه‌ییز امنیت لپاره بنسټیز ارزښت لري. ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې د افغانستان له خاورې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره باید پرېکنده ګامونه پورته شي. همدارنګه د افغانستان د اقتصادي ودې، سوداګرۍ، پانګونې، سیمه‌ییز اتصال او د بشري مرستو د پراختیا غوښتنه وشوه، د ګډون کوونکو هېوادونو استازو ټینګار وکړ چې بشري مرستې باید له سیاسي موخو لرې وساتل شي.

ډیلي سیپک وېب‌پاڼه وایي، چې ګډونوالو په څرګنده توګه د بهرنیو قدرتونوپه ځانګړي ډول د امریکا له خوا په افغانستان کې د پوځي اډو د بیا ځای پر ځای کولو هڅې رد کړې. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې د بیا فعالېدو وړاندیز کړی و. خو طالبانو ویلي، چې هېڅ بهرني ځواک ته به د پوځي حضور اجازه ورنه کړي.

د غونډې په څنډو کې، د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره وکتل. دواړو د سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیمه‌ییز اتصال او امنیت په اړه خبرې وکړې او پرېکړه یې وکړه، چې د ګمرکي چارو په اسانولو او د زېربناوو په پیاوړتیا سره د سیمه‌ییزو سوداګریزو دهلېزونو امکانات پرانیزي. همدارنګه، محمد صادق د چین او ایران له استازو سره هم لیدلي او د سیمه‌ییز امنیت، ترهګرۍ ضد همکارۍ او بشري ملاتړ پر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره هم لیدلي دي. دواړو د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، سیمه‌ییزو پروژو او د نشه یي توکو پر ضد مبارزې په اړه بحث کړی. متقي د روسیې له لوري د طالبانو د رسمي پېژندنې هرکلی کړی او دا یې د افغانستان د نړۍوالو سیاسي او اقتصادي تعاملاتو لپاره یو مهم ګام بللی.

د مسکو د فارمټ ګډونوالو یو ځل بیا د یو خپلواک، باثباته او سوله‌ییز افغانستان د ملاتړ ژمنه وکړه. دوی ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، اقتصادي وده، سیمه‌ییز اتصال او دوامداره بشري مرستې د سیمې د سولې او پرمختګ لپاره اړین ګامونه دي.

د غونډې په پای کې ګډونوالو یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې د دوامدارو خبرو، همکارۍ او ګډو اقداماتو له لارې به د سیمې د سولې او ثبات لپاره هڅې جاري وساتي.