• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د پاکستانۍ ویزو ځنډ؛ د افغانستان فوټبال لوبډله د سیالیو لپاره بالاخره اسلام‌اباد ته ورسېده

۱۷ تله ۱۴۰۴ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۳ GMT+۱

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله چې د‌ پاکستاني حکومت له لوري د ویزو ورکړې له څو ورځني ځنډ سره مخ شوې وه؛ بالاخره اسلام‌اباد ته رسېدلې ده. افغان لوبډله به د ۲۰۲۷کال د اسیایي ملتونو جام مقدماتي سیالیو په ترڅ کې د پاکستان ملي لوبډلې سره مخ شي.

د پاکستان د فوټبال فدراسیون (PFF) د خبر له مخې؛ افغان لوبډله تېر ماښام اسلام‌اباد ته رسېدلې او ټاکل شوې، چې نن پنج‌شنبه د (تلې ۱۷مه) له خپلې سیالې کوربه لوبډلې سره ولوبېږي. دغه سیالي د ماسپښین په ۲بجو جناح لوبغالي کې پیلېږي.

د راپورونو له مخې؛ د افغان لوبډلې سفر د ویزو د نه صادرېدو له کبله له خنډ سره مخ شو او له امله یې د لوبو د احتمالي ځنډېدو اندېښنه هم پرځای ده. پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د بهرنیو چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د پاکستان د فوټبال فدراسیون ترمنځ له همغږۍ وروسته د افغان لوبډلې د سفر پلان او اداري چارې بشپړې شوې دي.

د پاکستان د فوټبال فدراسیون د مشر سید محسن ګېلاني په وینا؛ د افغان لوبډلې ځینې لوبغاړي له خپل هېواده بهر مېشت دي او هغوی باید افغانستان کې د پاکستان سفارت دننه بایومېتریک ترسره کړی وای، چې له همدې امله دغه بهیر کې ځنډ رامنځته شوی دی. نوموړي زیاته کړه: «هغه لوبغاړي او چارواکي چې په افغانستان کې وو، خپلې ویزې یې ترلاسه کړې دي؛ خو هغه لوبغاړي چې بهر مېشت دي، د افغانستان فوتبال فدراسیون او سفارت ترمنځ د هوکړې له مخې باید بېرته کابل ته د بایومټریک لپاره ستانه شوي وای».

د یاد فدراسیون په وینا؛ د ملي لوبډلې غړي له بېلابېلو هېوادونو لکه اروپا، اسټرالیا، متحده ایالاتو، کاناډا او اسیا څخه اسلام‌اباد ته ورځي.

ګېلاني وویل، چې د پاکستان فدراسیون (د سپتمبر په ۲۷مه) د افغانستان د رسمي لوبغاړو نوملړ ترلاسه کړی او هم‌مهاله یې د هغو بهر مېشتو لوبغاړو د مرکې د ځای بدلولو غوښتنه هم ترلاسه کړې ده. هغه یادونه وکړه، د اسیا فوټبال کنفدراسیون (AFC) مقررات ټیمونو ته حکم کوي چې لږ تر لږه ۳۰ورځې مخکې له سیالۍ د ویزې غوښتنه وکړي.

دغه سیالي د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره د اسیایي ملتونو د ۲۰۲۷ جام په درېیم پړاو کې ډېره مهمه ده. د جناح لوبغالي امنیتي او لوژستیکي چمتووالی بشپړ شوی او تمه کېږي، چې د دواړو هېوادونو زرګونه مینه‌وال به د خپلو لوبډلو د ملاتړ لپاره لوبغالي ته ورشي.

د لوبو مهالوېش

پاکستان او افغانستان دواړه د E ډلې په جدول کې د وروستي کتار برخه دي. سوریې د دغه ډلې له لارې د مخکښې لوبډلې په توګه راتلونکي پړاو ته لاره موندلې او د هغو ۱۸ لوبډلو برخه ګرځېدلې، چې نېغ په نېغه وروستي پړاو ته تللي دي.

پاکستان به له افغانستان سره تر کورنۍ لوبې وروسته (د اکټوبر په ۱۴مه) نېټه بېرته په کویټ کې د همدې لوبې د بیا لوبولو کوربه وي. د دغه پړاو وروستۍ لوبه د پاکستان لپاره د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۳۱مه د میانمار پر وړاندې ټاکل شوې ده.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

کرېستیانو رونالډو د فوټبال په تاریخ لومړنی میلیادر شو

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۹ GMT+۱

د بلومبرګ خبري اژانس د راپور له‌مخې، د فوټبال ستوری کرېتسیانو رونالډو د فوټبال په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی شو، چې خپل نوم یې د میلیاردر فوټبالر په توګه ثبت کړ. د دغې رسنۍ د ارزونو له‌مخې، د دغه پرتګالي ۴۰ کلن ستوري د خالصې شتمنۍ ارزښت ۱ اعشاریه ۴ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د بلومبرګ د راپور پربنسټ، د رونالډو په دغې شتمنۍ کې د فوټبال له اړخه عواید، پانګونې او تبلیغاتي قراردادونه شامل دي. هغه له ۲۰۰۲ کال راهیسې د فوټبال له قراردادونو څه باندې ۵۵۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي او یوازې له «نایکي برنډ» څخه چې ۱۰ کلن قرارداد دی، په کال کې شاوخوا ۱۸ میلیونه ډالره عاید لري.

په ۲۰۲۲ کال د سعودي عربستان له النصر لوبډلې سره د رونالډو قرارداد د ده په عایداتي برخه کې د عطف ټکی ګڼل کېږي. هغه د سعودي عربستان د فوټبال له حرفه يي لیګ سره په یو ځاییدو د فوټبال په تاریخ کې تر ټولو لوړ قرارداد په خپل نوم ثبت کړ، یعنې په کال کې د ۱۷۷ میلیونه پونډو قرارداد. له یاد لیګ سره د دوو نورو کلونو لپاره د قرارداد په غځولو سره یې له دغه لیګ څخه عاید شاخوا ۴۰۰ میلیونه ته رسېږي.

د کریستیانو رونالډ اصلي سیال لیونل مسي له مالیاتو کسر مخکې د فوټبال له درکه شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره عاید درلود. هغه په ۲۰۲۳ کال کې له انټرمیامي سره په یو ځاییدو هر کال شاوخوا ۲۰ میلیونه تضمین شوي حقوق ترلاسه کوي. دغه شمېر بیا د رونالډو د کلني عاید یوازې ۱۰ سلنه جوړوي.

رونالډو تر اوسه د پرتګال لپاره ۲۲۳ ملي لوبې کړي او اوس نه یوازې د فوټبال له اړخه، بلکې د سوداګرۍ او پانګونو په برخه کې هم داسې یوه دریځ ته رسېدلی، چې ډېرو کمو کسانو تجربه کړی دی.

افغان اتلانو د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۲ GMT+۱

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه. افغان اتلانو د بنګله‌دېش له لوري ورکړل شوی د ۲۲۲ منډو هدف ترلاسه او ورسره یو د صفر پر وړاندې مخکې شول. دغه سیالۍ د چهارشنبې په مازدیګر پیل او تر نیمې شپې یې دوام وکړ.

د افغانستان د کرېکټ بورډ په وینا، د دغې سیالۍ پچه بنګله‌دېش وګټله او لومړی یې د افغان اتلانو پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ایله ۲۲۱ منډې وکړې او افغان اتلانو ته یې د ۲۲۲ منډو هدف وټاکه.

افغان کرېکټ لوبغاړو بیا د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۸ اور کې یاد شوی هدف ترلاسه او ورسره یې سیالې بنګالۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره په روانه لوبلړۍ کې یو د صفر پر وړاندې مخکې شول.

د افغان لوبډلې په ګټه راشد خان او عظمت الله عمرزي ۳-۳، غضنفر ۲ او ننګیال خروټي یوه ویکټه ترلاسه کړه. عظمت الله عمرزي لومړی په توپ اچونه کې ۳ ویکټې ترلاسه کړې او وروسته یې په توپوهنه کې په ۴۴ توپونو ۴۰ منډې جوړې کړې او له همدې امله د دغې لوبې غوره لوبغاړی انتخاب او جایزه یې ترلاسه کړه.

100%

له دې سره سم، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په نننۍ لوبې سره د لوبډلمشر په توګه خپله ۵۰ نړۍواله یو ورځنۍ لوبه هم وکړه او له اصغر افغان وروسته دویم افغان لوبډلمشر شو، چې په ۵۰ نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو کې د افغان لوبډلې د مشرۍ دنده پرمخ وړي.

په ورته وخت کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري راشد خان بیا په یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو کې ۲۰۰ ویکټې بشپړې کړې او لومړنی افغان لوبغاړی شو چې د لوبې په دې بڼه کې ۲۰۰ ویکټې ترلاسه کوي.

نوموړي په خپله ۱۱۵مه نړۍواله یو ورځنۍ لوبه کې دغه ویاړ ترلاسه کړ او پر بنسټ یې په نړۍ کې شپږم لوبغاړی شو، چې د نورو پرتله په کمو سیالیو کې ۲۰۰ ویکټو ته رسېږي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او بنګله‌دېش تر منځ دویمه یو ورځنۍ سیالۍ به د اکټوبر په ۱۱مه او درېیمه یا وروستۍ سیالۍ به د اکټوبر په ۱۴مه ترسره شي.

راشدخان په یو ورځنیو نړۍوالو کرېکټ سیالیو کې ۲۰۰ ویکټې بشپړې کړې

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۴ GMT+۱

افغان ورو توپ اچوونکي راشدخان نن د چهارشنبې په ورځ، د بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې په وړاندې په توپ اچوونه کې درې ویکټې واخیستې او په دې سره لومړنی افغان توپ اچوونکی شو، چې په یو ورځنیو سیالیو کې یې ۲۰۲ ویکټې بشپړې کړې.

راشد خان دغه ویاړ د افغانستان او بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځینو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې په خپل نوم ثبت کړ.

نوموړي دغه ویاړ په ۱۱۵ یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ثبت کړی.

راشدخان وايي:«دا ډېر د وړیا ځای دی، څوک چې د افغانستان لپاره لوبه کوي او بیا داسې کارنامه کوي. په ۹ یا ۱۰ کلونو کې مې ۲۰۰ ویکټې بشپړې کړې، دا یو لویه لاسته راوړنه ده.»

راشد خان تردې وړاندې د روان کال په فبروي میاشت کې هم په شل اوریزو لوبو کې د ۶۳۳ ویکیټو په ترلاسه کولو سره نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړی و.

بنګله‌دېش د افغانستان کرېکټ لوبډلې ته په درېیو پرله‌پسې شل‌اوره سیالیو کې ماتې ورکړه

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۱ GMT+۱

د بنګله‌دېش او افغانستان د کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درېیو شل‌اوره سیالیو لړۍ په وروستۍ لوبه کې هم افغان لوبډلې د ۶ ویکټو په توپیر ماتې وخوړه. بنګله‌دېش لوبډلې د درې شل‌اوره سیالیو لړۍ په ۳-۰ خپل نوم کړه.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د لوبلړۍ د درېیمې سیالۍ پچه بنګله‌دېش لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۴۴ منډو هدف وټاکه.

بنګله‌دېش لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۸م اور کې دغه هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان دغه پرله‌پسې ماتې د کرېکټ ګڼ مینه‌وال او یو شمېر څارونکي او مبصرین غوسه کړي دي.

ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د افغان لوبډلې د پرله‌سې ماتې د لاملونو په اړه تبصرې او پوسټونه کړي او په لوبډله کې یې د بدلونونو او تمریناتو د زیاتېدو وړاندیزونه کړي.

افغان لوبډله له بنګله‌دېش سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم لري.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې د معلوماتو له مخې؛ درې یو ورځنۍ لوبې به د همدې میاشتې په ۸مه، ۱۱مه او ۱۴مه نېټه ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له وړاندې د دغه لوبلړۍ لپاره د حشمت الله شهیدي او راشدخان په مشرۍ لوبډلې اعلان کړې دي. په لوبډلو کې هڅه شوې، چې د پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ ځینو ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شي.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لوبلړۍ؛ افغان لوبډله پرله‌پسې ماتو سره مخ ده

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۰ GMT+۱

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ په دوېیمه لوبه کې هم بنګله‌دېش افغانستان ته ماتې ورکړه.

دغه لوبه بیګاه د متحده عربې اماراتو په شارجې لوبغالي کې وشوه چې بنګله دېش په دوو ویکټو سره بریا خپله کړه. افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۴۷ منډې جوړې کړې، چې پکې ابراهیم ځدران د ۳۸ او رحمان‌الله ګربز د ۳۰ منډو سره مخکښ توپ وهونکي وو.

بنګله‌دېش ټاکل شوی هدف په ۲۰م اور کې پوره او د شل اوریزو د ۳ لوبو سریز کې یې دوه هغه په خپل نوم کړې.

د افغانستان بیګانۍ ماتې د کرېکټ ګڼ مینه‌وال او یو شمېر څارونکي او مبصرین غوسه کړي دي.

ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د افغان ټیم د پرله‌سې ماتې د لاملونو په اړه تبصرې او پوسټونه کړي دي.

دوی وايي، د تمې خلاف افغان ټیم په عربي متحده امارتو کې د ناسم مدیریت له کبله ښه نه دی ځلېدلی دی.د کرېکټ څارونکي او مبصرین هم د ورته ستونزې په یادولو سره وايي چې افغان ټیم دا مهال د رهبرۍ له جدي ستونزې سره مخامخ دی.

د کرېکټ پر لوبو نظر لرونکی سمیع الله هلال په خبره، د راشد خان په وړتیا کې هیڅ شک نشته خو په وروستیو لوبو کې ولېدل شو چې د لوبغاړو په لوبولو کې جدي ستونزې لري. هغه زیاته کړه: هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل: «زه فکر کوم د پرله‌پسې ماتې د لاملونو پړه بیخي ډېره په راشد خان چې زموږ ستوری لوبغاړی دی راځي، ځکه ټولې ټولنیزې لوبې د یوه کس په ښې لوبې نه ګټل کیږي، راشد خان به ښه لوبه کوي خو تر هغې چې خپل ټیم ښه مدیرت نه کړي د لوبو ګټل ستونزمن دي».

نوموړی وايي، د افغانستان کرېکټ بورډ او د غوراوي کمېټې ځینې ځوان لوبغاړي په نوملړ کې شامل کړي؛ خو بیا هم په منظم ډول د لوبېدو موقعه نه ورکول کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له وړاندې د دغه لوبلړۍ لپاره د حشمت الله شهیدي او راشدخان په مشرۍ لوبډلې اعلان کړې دي. په لوبډلو کې هڅه شوې، چې د پخوانیو لوبغاړو سربېره ځینو ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شي.

وړاندې د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نصیب خان ویلي و، چې له بنګه‌دېش سره کېدونکې لوبلړۍ د نړۍوال جام لپاره د بشپړ چمتووالي برخه ده. نوموړي ویلي و، که څه هم افغان لوبډلې په اسیا جام کې د تمې خلاف ښې لوبې ونه‌کړې؛ خو هیله یې ښودلې وه چې له بنګله‌دېش سره به په لوبو کې ښه وځلیږي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې د معلوماتو له مخې؛ افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د اکټوبر په ۵مه ترسره کړي. د یادې ادارې په وینا؛ درې یو ورځنۍ لوبې به د همدې میاشتې په ۸مه، ۱۱مه او ۱۴مه نېټه ترسره شي.