طالبان وايي د تېر کال په پرتله د خوست د ځڼغوزیو حاصلات درې برابره ډېر شوي

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګوربز وايي، تېر کال په خوست کې د ځڼغوزیو شاوخوا پنځه زره ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو، خو سږکال یې حاصلات نږدې ۲۰ زره ټنو ته رسیږي او درې برابره ډېر شوي دي.