نړۍوال بانک: د کډوالو شړل او د مرستو کمېدل د افغانستان اقتصادي ناورین ته زور ورکړی

نړۍوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په پراخه توګه د کډوالو شړلو، د بهرنیو مرستو کمېدو او مرګوني طبیعي پېښو د افغانستان انساني او اقتصادي ناورین نور هم زیات کړی دی.