د بدخشان قومي مشرانو له طالبانو غوښتي چې د پامیر د خلکو ستونزو ته پاملرنه وکړي

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري جوړې شوې ولسې غونډې پرمهال د بدخشان قومي مشرانو له یادې ډلې غوښتي، چې د پامیر د خلکو ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي. دغو قومي مشرانو پامیر ته پاملرنه د اقتصادي دروازې د پرانېستلو په مانا بللې.




