پر جنسي تېري محکوم افغان برېټانیا نه بېرته فرانسې ته لېږدول کېږي

ټیلیګراف ورځپاڼې شنبه د (تلې ۱۹مه) د یو افغان زنداني کډوال په اړه لیکلي، چې هغه به د بند موده په فرانسه کې تېره کړي، ځکه چې جرم یې هلته کړی او بیا بریټانیې ته تښتېدلی و.

ټیلیګراف ورځپاڼې شنبه د (تلې ۱۹مه) د یو افغان زنداني کډوال په اړه لیکلي، چې هغه به د بند موده په فرانسه کې تېره کړي، ځکه چې جرم یې هلته کړی او بیا بریټانیې ته تښتېدلی و.
۳۶کلن عبدالله احمدزی، چې په فرانسه کې پر ۱۴ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په جرم محکوم شوی، له بریټانیا څخه فرانسې ته استول کېږي.
د خبر له مخې، دا کار ځکه کېږي، چې احمدزي ويلي و په بریټانیا کې د زندان کوټې ډېرې وړې دي.
ټیلیګراف لیکلي، چې هغه په پنځه کاله بند محکوم شوی او د زندان دا موده به په فرانسه کې تېروي. د ورځپاڼې په وینا، احمدزی په فرانسه کې تر جرم وروسته د یوې وړې کښتۍ په وسیله بریټانیا ته تښتېدلی و.

پاکستانۍ ډاڼ ورځپاڼې په کابل کې وروستیو هوايي بریدونو ته په اشارې سره ویلي چې د پاکستان پوځي او ملکي مشرتابه باید د یوې څرګندې کړنلارې له مخې خپلې پولې خوندي او له افغانستان سره د احتمالي نښتو مخنیوی وکړي.
په مطلب کې راغلي چې که څه هم پاکستان په رسمي توګه دا نه ده منلې چې په کابل هوايي برید دوی کړی او د هغه اوازو په اړه یې هم څه نه دي ویلي چې ګواګې په دغه برید کې د پاکستاني طالبانو مشر وژل شوی دی؛ خو بیا هم د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو په اړه باید متوجې اوسي.
ډان وايي چې پاکستاني چارواکي باید د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د مخ پر زیاتېدونګي ګواښ او د بدو پایلو په اړه د سیمې هېوادونه پوی کړي او په دې برخه کې ګډ ګامونه پورته کړي.
یادې ورځپانې په خپل مطلب کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او په سیمه کې د دایمي ټیکاو د ټینګښت لپاره د پوځي تګلارو سربیره په ډیپلوماټیکو لارو چارو هم ټنیګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د وروستیو هوايي بریدونو له کبله د کابل او اسلام اباد اړیکې لا پسې ترینګلي شوي دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته وویل چې پاکستان د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې هوايي بریدونه کړي؛ خو د هغه په ټکو دا ډول اقدامات د دواړو هېوادونو ستونزې لا پسې ژوروي.
که څه هم د پاکستان پوځ د کابل په وروستي هوايي برید کې خپل لاس لرل نه تایید او نه هم رد کړي؛ خو دا یې په زغرده ویلي چې پاکستان د خپلې خاورې د امنیت د ټینګښت مسولیت لري او دوی ددغه مسولیت د ترسره کولو برخه کې جدي دي.

خېبر پښتونخوا کې پولیسو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې په ډېره اسماعیل خان کې د د دوی په یو ځای مرکز د وسله والو برید یې شنډ کړی او شپږ وسله وال یې هم وژلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرې شپې برید له کبله ۷ تنه پولیس وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.
په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو چارواکو ویلي چې تر برید وروسته د پولیسو او وسله والو ترمنځ څو ساعته جګړه هم شوې ده. خبرپاڼه کې همدا شان راغلي چې اوسپه سیمه کې وضعیت عادی شوی؛ خو د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات لا هم روان دي.

د متحده عرب اماراتو «اتحاد هوايي شرکت» اعلان کړی، چې د ۲۰۲۵ د ډسمبر له ۱۸مې نېټې څخه به د ابوظبۍ او کابل تر منځ مستقیمې الوتنې پيل کړي. د دې شرکت چارواکي وايي، ټاکل شوې، چې په اونۍ کې به درې ځله دا الوتنې ولري.
دا د تګ راتګ الوتنې به د شنبې، سهشنبې او پنجشنبې په ورځو کې وي. د اتحاد شرکت اجرائیوي مشر انتونوالدو نیوس ویلي، چې له سیمې او نړۍ سره د نښلېدو په لړ کې کابل د دې شرکت د نوي سټراتیژۍ برخه ده.
هغه زیاته کړې، چې دا پروازونه به د سوداګرۍ، پانګونې او کورنیو لیدنو لپاره نوې لارې پرانیزي.
د افغان سوداګرۍ شورا په وینا، په اماراتو کې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان ژوند کوي.

ډیپلومات ورځپاڼې د یوه مطلب په خپرولو سره ویلي چې پر طالبانو د اروپايي ټولنې له لوري د بندیزو سربیره په روان ۲۰۲۵ کال کې د سوداګرۍ کچه زیاته شوې ده.
یادې ورځپاڼې ته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه د تېر کال پرتله زیاته شوې ده او د روان کال په لومړیو اته میاشتو کې اروپا ته د افغانستان صادراتو کچه ۱۷ میلونه ډالره او د وارداتو هغه تر ۱۴۳ میلیونو ډالرو پورې رسیږي.
په خپور شوي مطلب کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسولینو له قوله ویل شوي چې د ټرانزیټي اسانتیاوو، سوداګریزو ویزو او د صادراتي محصولاتو د معیارونو د نشتوالي سره سره، د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ سوداګریزې اړیکې په تدریجي ډول پراخېږي.
یادې خونې ویلي چې په اروپایي بازارونو کې د افغاني توکو تقاضا لوړه ده، خو افغانستان اړتیا لري له هغو هېوادونو سره دوه اړخیز تړونونه وکړي چې اروپایي ټولنې ته د تګ مسیر جوړوي، په ځانګړي ډول د لاجوردو دهلېز چې په ۲۰۱۸ کال کې پرانیستل شو.
د لاجوردو دهلیز افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې له لارې له اروپا سره نښلوي.
د اروپایي کمیسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ۲۰۲۳ کال کې ۱۴۸ میلیونه یورو وه او بیا په ۲۰۲۴ کال کې ۳۰۲ میلیونه یورو ته لوړه شوه.
د مطلب په پای کې راغلي چې له نسبي پرمختګ سره سره افغانستان له اقتصادي پلوه له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د اکټوبر ۱۱مه د ماشومو نجونو د نړۍوالې ورځې په توګه ونوموله، څو د نجونو حقونه او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هغه ننګونې چې نجونې ورسره مخ دي، وپېژندل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ماشومې نجونې له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي.
خوراځواکي، فقر او بې وزلي، د روغتیايي او د زده کړو په برخو کې د اسانیتاوو د نه موجودیت سربیره په ټوله کې د ماشومانو او بیا په ځانګړې توګه د ماشومو نجونو ښې راتلونکې ته نه پام په افغانستان کې د دوی پر وړاندې لویې ستونزې ګڼل کیږي.
وخت ناوخت بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د ماشومانو د ناسم وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې ده.وړاندې ملګرو ملتونو د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې «ښځې او نجونې کولای شي موږ ته د یوې ښې او عادلانه راتلونکې په لور لارښوونه وکړي».
په راپور کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش له قوله راغلي: «موږ باید د نجونو غږ اوچت کړو او دا ژمنه بیا تازه کړو چې په ګډ کار سره داسې نړۍ جوړه کړو چېرې چې هره نجلۍ پرمختګ او رهبري وکړي».
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بیا واکمنۍ په څه باندې څلورو کلونو کې افغان نجونې او ښځې له زده کړو، کار، ټولنیز او سیاسي مشارکت څخه منعه شوي او د هغوی ټول بنسټیز حقونه ترې اخیستل شوي دي.
طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.