خېبر پښتونخوا؛ وسله والو په پېښور کې دوه پاکستاني عسکر وژلي

خېبر پښتونخوا کې ځايي چارواکي وایي، په پېښور کې د کوهاټ د فدرالي عوایدو ادارې دوه عسکر د وسلهوالو له لوري په ډزو وژل شوي. سرچینې وايي، چې وژل شوي عسکر د پیښور کوهاټ ټول پلازه کې په خپله دنده بوخت و چې د وسله والو له لورې پرې برید شوی دی.