طالبان: په کابل کې ۶ دارالوکالې د ناقانونه فعالیتونو له امله وتړل شوې

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د کابل ښار په دویمه ناحیه کې یې ۲۹ دارالوکالو ارزولي او له امله یې ۶ دارالوکالې د یو شمېر ناقانونه فعالیتونو له امله تړل شوې دي. خو د ناقانونه فعالیتونو په تړاو یې جزییات نه دي ورکړي.
