• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر ډېورنډ کرښه له نښتو وروسته د پاکستان او افغانستان سوداګري په ټپه درېدلې

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۶ GMT+۱

پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته دوه اړخیزه سوداګري درېدلې او لارې تړلې دي. پاکستاني پوځ د کرښې په اوږدو کې د لوړې کچې چمتووالی نیولی. په ورته وخت کې باجوړ کې یوه قومي جرګه له پاکستاني طالبانو سره د خبرو تیاری نیسي، چې له سیمې یې وتلو ته وهڅوي.

د دواړو خواو ترمنځ د نښتو او بریدونو له امله پاکستان پر ډیورنډ کرښه ټولې دروازې تړلې دي، چې له امله یې سلګونه باروړونکي موټر د دواړو خواوو ترمنځ بند پاتې دي.

جګړه د شنبې په شپه پیل شوې وه او دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د دواړو ګاونډیو ترمنځ تر ټولو خونړۍ نښته بلل کېږي.

تر دې وړاندې، د اسلام‌اباد او کابل اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې چې پاکستان د ټي ټي پي خلاف له طالبانو د اقداماتو غوښتنه وکړه، خو طالبان وايي، د افغانستان په خاوره کې بهرنۍ جنګیالي ډلې او ټي ټي پي حضور نه لري.

یو لوړپوړي پاکستاني امنیتي چارواکي رویټرز ته ویلي: « د افغان طالبانو له بې‌پروا بریدونو وروسته له شنبې راهیسې ټولې دروازې تړل شوې دي.»

د پاکستان یو بل امنیتي چارواکي ویلي، د یکشنبې په شپه د سپکو وسلو یو شمېر نښتې شوې، خو اوس وضعیت نسبي ارام دی.

د پاکستان د پوځ ویاند د تبصرې غوښتنې ته سملاسي ځواب نه‌دی ورکړی.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند، عنایت‌الله خوارزمي ویلي، په ډيورنډ کرښه اوسنی وضعیت عادي دی، خو نور جزئیات یې نه‌دي ورکړي.

د پاکستان د حکومت یو بل چارواکي ویلي، د وسایطو او پلي تګ‌راتګ لپاره د ډيورنډ کرښې له تړل کېدو سره، ټول دولتي دفترونه چې د سوداګرۍ او اداري چارو سره تړاو لري، تړل شوي دي.

د پاکستان او افغانستان ګډې سوداګرۍ خونې مرستیال، ضیاالحق سرحدي، ویلي: «سلګونه باروړونکي موټر او کانتینرونه دواړو خواوو ته بند پاتې دي. دا موټر تازه مېوې، سبزيجات، د وارداتو او صادراتو توکي او د ټرانزیټ مالونه لېږدوي، چې د دواړو هېوادونو او سوداګرو لپاره د درنو مالي زیانونو سبب شوي دي.»

پاکستان د افغانستان د خوراکي توکو او لومړنیو اړتیاوو تر ټولو ستره سرچینه بلل کېږي او د دې سوداګرۍ بندېدل پر افغان بازارونو ژور اغېز پرېږدي. دغه راز د پاکستان یوه ستره برخه صادارت افغانستان ته کیږي، چې د پاکستاني سوداګرو پر کاروبار اغیز کوي.

د پاکستان پوځ ویلي، په وروستیو جګړو کې د دوی ۲۳ سرتېري وژل شوي، خو د طالبانو په وینا، د دوی ۹ جنګیالي وژل شوي دي.

پاکستان ادعا کړې چې د افغان طالبانو او د هغوی د متحدینو له ډلې یې له ۲۰۰ ډېر کسان وژلي دي.

بل پلو محلي سرچینو خبر ورکړی، چې په باجوړ کې یوه قومي جرګه له پاکستاني طالبانو سره د خبرو تیاری نیسي، چې له سیمې یې وتلو ته وهڅوي.

باجوړ په دې وروستیو کې د ټي ټي پي د بریدونو او فعالیتونو مرکز ګڼل کیږي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

په تاشکند کې د ازبکستان او افغانستان د سوداګرو غونډه شوې

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۴ GMT+۱
په تاشکند کې د ازبکستان او افغانستان د سوداګرو غونډه شوې
100%

د اکتوبر پر۱۳مه په تاشکند کې د ازبکستان او افغانستان د خصوصي سکتور د همکاریو د پراختیا په موخه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د استازو غونډه کړې ده. په دې غونډه کې ۸۰ افغان سوداګرو او له ۲۰۰ ډېرو ازبک شرکتونو ګډون کړی.

د ازبکستان رسنیو د دوشنبې په ورځ، د تلې پر ۲۱مه، خبر ورکړی، چې دغه سوداګریز فورم د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې په ابتکار جوړ شوی، چې موخه یې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د همکارۍ پراختیا ده.

په دې غونډه کې شاوخوا ۸۰ افغان سوداګر او له ۲۰۰ ډېر ازبک شرکتونه ګډون لري.

د دواړو لوریو ترمنځ ناستې په اوو مهمو برخو کې تنظیم شوې دي، چې د خوړو صنعت، ودانیز توکي، درمل جوړونه، نساجي، لوژستیک او د موټرو پرزې پکې شاملې دي.

غونډه د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس داوران وخابوف، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد کریم هاشمي او په ازبکستان کې د طالبانو سفیر مولوي عبدالغفور بحر پرانېستې ده.

د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په کابل او مزارشریف کې هم ورته سوداګریزې غونډې شوې وې، چې له۱۲۰ زیاتو ازبک شرکتونو پکې ګډون کړی و او د دغو غونډو په پایله کې د ۶۰میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شول.

یوازې په اګست میاشت کې په کابل کې د سوداګرۍ په یوه غونډه کې ۴۵تړونونه وشول.

د ۲۰۲۴ کال په پای کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د بهرنۍ سوداګرۍ حجم ۱،۱۳۴ میلیارد امریکایي ډالرو ته ورسېد، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۳۰،۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ازبک چارواکو په وینا، د سوداګرۍ مثبت توازن ۱،۰۴۴ میلیارد ډالره و.

د فورم په ترڅ کې د دواړو هېوادونو سوداګر ځانګړې سوداګریزې ناستې هم کوي، چې د سوداګریزې همکارۍ د پراخېدو، ګډو پروژو د پلي کولو، د پانګونې نوښتونو او د ازبک شرکتونو د صادراتي ظرفیت لوړولو موضوعات پکې څېړل کېږي.

پاکستانۍ سرچینې وايي دوی د ویزو نه بلکې کابل ته د پلاوي لېږلو وړاندیز کړی و

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۰ GMT+۱
پاکستانۍ سرچینې وايي دوی د ویزو نه بلکې کابل ته د پلاوي لېږلو وړاندیز کړی و
100%

یوې پاکستانۍ رسمي سرچینې له طالبانو نه د دغه هیواد د دفاع وزیر، د استخباراتو رییس او جنرالانو د وېزې غوښتلو خبره رد کړې او وايي، یوازې د سفر وړاندیز شوی و. سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، «پاکستاني چارواکو د ویزو غوښتنه نه ده کړې، بلکې د پلاوي د لیږلو وړاندیز یې کړی و».

پاکستاني سرچینې ټینګار وکړ چې دا یوازې یو وړاندیز و او د ویزې غوښتنه نه وه.

له دې وړاندې په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو ادارې د پاکستان ددفاع وزیر خواجه محمد اصف، د استخباراتو د رییس او دوو نورو جنرالانو د افغانستان د ویزې غوښتنه رد کړې ده.

کابل ته د پاکستاني چارواکو د سفر د لیوالتیا په اړه متضاد راپورونه په داسې حال کې خپریږي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی بې ساري کچې ته رسیدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ یوه رسمي اعلامیه خپره کړه، چې ویلي یې و دغه هېواد هیله لري یوه ورځ افغان ولس ازاد شي او ریښتینی حکومت ولري.

طالبانو د پاکستان د دفاع وزیر د ویزې غوښتنه رد کړې

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۱
طالبانو د پاکستان د دفاع وزیر د ویزې غوښتنه رد کړې
100%

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو ادارې د پاکستان ددفاع وزیر خواجه محمد اصف د افغانستان د ویزې غوښتنه رد کړې ده. د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې له وروستۍ نښتې او د افغانستان د هوايي حریم له نقض وروسته ترینګلې شوې دي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پاکستان د څارګرې ادارې د رییس په ګډون دوو نورو جګپوړو پوځي چارواکو هم کابل ته د سفر لپاره د ویزو غوښتنه کړې، خو د د ویزو دغه غوښتنې د طالبانو ادارې رد کړې دي.

په ورته وخت کې پاکستاني سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ویزې نه دي غوښتل شوې، یوازې د سفر وړاندیز شوی و.

ایرانی چارواکی: باید په ایران کې یوازې درې سلنه افغان کډوال پاتې شي

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۲ GMT+۱
ایرانی چارواکی: باید په ایران کې یوازې درې سلنه افغان کډوال پاتې شي
100%

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو مرکز مشر نادر یاراحمدي ویلي، هڅه کوي چې په دغه هېواد کې یوازې درې سلنه افغان کډوال پاتې شي. د هغه په وینا؛ دا مهال په ایران کې د افغان کډوالو کچه تر شپږ سلنې ډېره ده.

د ایران د صدا او سیما خبري اژانس د راپور له مخې؛هغه په یزد سیمه کې یوې غونډې ته وویل، په ایران کې یوازې اسناد لرونکي کډوال پاتې کېدای شي؛ بې اسنادو کډوال به له ایران نه واېستل شي.

د نوموړي د شمېرو له مخې؛ په تېرو ۷ میاشتو کې تر یو مېلیون او ۴۱۰زرو ډېر بې‌اسناده افغان کډوال له ایران نه اېستلل شوي دي. هغه د بې‌اسناده افغان کډوالو د اېستلو موخه په ایران کې د نظم او امنیت ټينګښت وباله.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک ویلي و، چې په تېرو ۷ میاشتو کې له ایران او پاکستان نه تر ۱.۹ مېلیونو ډېر افغانان اېستل شوي دي. هغه د ایران او پاکستان له حکومتونو غوښتي و، چې سملاسي دې د افغان کډوالو جبري اېستل ودروي.

خو له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو اېستلو لړۍ اوس هم روانه ده او هره ورځ زرګونه افغانان په زور اېستل کېږي. هغه ویلي، چې په ایران کې یوازې درې سلنه افغان کډوال پاتې کېدای شي؛ خو دا یې نه‌دي ويلي، چې درې سلنه څومره کډوال کېږي.

یونېسف: په افغانستان کې ۲.۱۳ مېلیونه ماشومان ښوونځيو ته نه‌ځي

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۰۶ GMT+۱
یونېسف: په افغانستان کې ۲.۱۳ مېلیونه ماشومان ښوونځيو ته نه‌ځي
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره (یونېسف) وايي، چې په افغانستان کې اوس هم د لومړنیو ښوونځیو ستونزې نه‌دي حل شوې. د یادې ادارې په وینا؛ ډېری هلکان د بې‌وزلۍ له امله زده‌کړې پرېږدي او د نجونو د زده‌کړو وضعیت هم د اندېښنې وړ دی.

دغه اداره وايي، چې اوس هم شاوخوا ۲.۱۳ مېلیونه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي.

یونېسف له یونسکو سره په ګډه په افغانستان کې د ماشومانو د زده‌کړو په اړه څېړنه کړې او په خپل راپور کې یې لیکلي:« د لومړنیو زده‌کړو وضعیت هم د هلکانو او هم د نجونو لپاره د اندېښنې وړ دی. ان دا چې ژور بحراني حالت ورته ویلای شو.»

یونېسف د ښوونځيو دغه ویجاړ حالت د طالبانو د کمزوري او محدودې ښوونیزې تګلارې پایله بولي. دغه ادارې له طالب چارواکو غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لرې کړي.

یونېسف خبرداری ورکړی، که د نجونو پر زده‌کړو بندیز همداسې دوام ومومي؛ نو تر ۲۰۳۰کاله پورې به نږدې څلور مېلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو هم بې‌برخې شي.