په مالیزیا کې شاوخوا ۶زره زدهکوونکي په انفلونزا ناروغۍ اخته شوي

په مالیزیا کې شاوخوا ۶زره زدهکوونکي په انفلونزا ناروغۍ اخته شوي دي. د مالیزیا د پوهنې وزارت د دغه خبر په خپرولو سره ویلي، چې د خوندیتوب لپاره یې د ښوونځیو د رخصتولو اعلان هم کړی دی.

په مالیزیا کې شاوخوا ۶زره زدهکوونکي په انفلونزا ناروغۍ اخته شوي دي. د مالیزیا د پوهنې وزارت د دغه خبر په خپرولو سره ویلي، چې د خوندیتوب لپاره یې د ښوونځیو د رخصتولو اعلان هم کړی دی.
یاد وزارت سپارښته کړې، چې ټول باید احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي او خپل ډلهییز فعالیتونه کم کړي.

د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) د اسراییلي یرغمل شویو او فلسطیني بندیانو ستنېدو د اسراییل، غزې او لوېدیځې غاړې په سیمو کې احساساتي صحنې رامنځته کړې.
رېیم کې، ماتان زنګوکر له دوو کلونو بند وروسته له خپلې مور سره وکتل.
رېیم کې، اسراییلي یرغمل نیمروډ کوهن له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.
رامالله، له اسراییلي بند څخه خوشې شوی فلسطینی له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.
رامالله، د اسراییل له بند څخه د خوشې شوي فلسطیني څخه د هغه کورنۍ هرکلی کوي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د روسیې د انرژۍ اوونۍ په نړۍوال فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ. دغه وزارت یاد سفر د اوبو او انرژۍ وزارت لپاره یو مهم سفر بللی دی.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې لهمخې، عبداللطیف منصور به په یاد نړۍوال فورم کې له ګډون سربېره د انرژۍ او اوبو سکتورونو په برخو کې د متقابلو همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د افغانستان د انرژۍ سکتور د وړتیاوو د معرفي کولو په موخه د اړوندو هېوادونو له چارواکو سره هم وګوري.
دغه وزارت یاد سفر مهم بللی، ځکه په وینا یې د انرژۍ نړۍوال فورم د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، پانګونې او د انرژۍ د پراختیا په اړه د نظرونو د تبادلې مهم فرصت برابروي.
خبرپاڼه کاږي، عبداللطیف منصور به په دې سفر کې هڅې وکړي چې د اوبو او انرژۍ په برخو کې پانګونو ته ګډون کوونکي غړي هېوادونه وهڅوي.
د انرژۍ په نړۍوال فورم کې د دغه طالب چارواکي ګډون په داسې حال کې دی، چې د افغانستان تر نیمايي زیاته انرژي وارداتي ده.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د دوشنبې په ورځ د اسراییل په پارلمان کې ویلي چې که ایران چمتو وي نو دی ورسره موافقه کوي.
تهران او واشنګټن د جون په میاشت کې د ایران او اسراییل ترمنځ د ۱۲ ورځني جګړې تر مخه د اټومي خبرو پنځه دورې ترسره کړې وې، هغه جګړه چې واشنګټن په کې د ایران پر مهمو اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل.
دغه خبرې له لویو خنډونو سره مخ شوې، لکه په ایران کې د یورانیمو بډاینې موضوع چې لویدیځ غواړي دا مساله پر ځای ودریږي څو د وسلې جوړولو خطر تر ټولو کم حالت ته راټیټ شي، خو تهران دا پلان رد کړی دی.
ټرمپ د ایران سره د یوې معاملې په اړه وویل: «موږ چمتو یو کله چې تاسې چمتو یاست او دا به غوره پرېکړه وي.»
هغه د پارلمان غړو ته وویل: «موږ د دوستۍ او همکارۍ لاس پرانستی دی. زه درته وایم، هغوی (ایران) غواړي معامله وکړي. که موږ موافقه تر لاسه کړو نو ډېر ښه به وي.»
د شنبې په ورځ د ایران بهرنیو چارو وزیر د امریکا د اټومي پروګرام په اړه د احتمالي «عادلانه او متوازن» وړاندیز هرکلی وکړ، خو ویې ویل چې تهران د خبرو لپاره کوم پیلني ټکي نه دي تر لاسه کړي.
الجزیرې راپور ورکړی، چې د فلسطین مشهور خبریال صالح الجفراوي د غزې په صبرا سیمه کې د وسلهوالو په ډزو کې وژل شوی دی. د راپور له مخې، یاد خبریال د صبرا په سیمه کې د فلسطین د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ډلو ترمنځ په نښتو کې وژل شوی دی.
د غزې د خبریالانو او فعالانو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، د صالح الجفراوي مړی چې د خبریالانو لپاره ځانګړی ضد مرمۍ جاکټ یې پر تن و، د یوه موټر شا ته پروت دی.
ښاغلی الجعفراوي ۲۸ کلن و او د جګړې له امله له شمالي غزې بېځایه شوی و. هغه د جګړې له سیمو څخه د خپرو شویو ویډیويي راپورونو له امله شهرت موندلی و.
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې له ۲۷۰څخه ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
د یادولو ده، چې د غزې جګړه د نړۍ د خبریالانو لپاره له وژونکو شخړو ګڼل کېږي.
یوې هندۍ خبریالې سمیتا شرما چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې یې ګډون کړی و، وايي چې د افغان نجونو د زده کړو د حق په اړه د متقي ځوابونه ریښتیا نه وو. د نوموړې په وینا، امیرخان متقي د افغان ښځو د جنسیتي مساواتو په اړه دروغ ویلي.
سمیتا شرما چې یوه خپلواکه هندۍ خبریاله ده او د بهرني سیاست په برخه کې تمرکز لري، پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې بالاخره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر اړ شو، چې د ښځینه خبریالانو له جدي پوښتنو سره مخ شي.
هغې همداراز زیاته کړه، چې د متقي خبرې د افغان ښځو له واقعي وضعیت سره هېڅ ورته والی نه لري.
له دې سره، د هندو ورځپاڼې مدیره سوهاسیني حیدر بیا ویلي چې هغې هېڅکله نه دي ليدلي چې د طالبانو له یوه چارواکي څخه په مطبوعاتي کنفرانس کې د ښځو د وضعیت په اړه دومره ډېرې پوښتني وشي.
هغې وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د افغان ښځو په اړه له پوښتنو سره مخ شو، خو روښانه ځواب یې ورنه کړ.
نوموړې زیاته کړه، د متقي دا ادعا چې یو پر څلورمه برخه ښځې زدهکړې ته لاسرسی لري او د ځینو ټولنیزو ازادیو خوندیتوب شته، له حقیقته ډېره لرې ده.
د هندو ورځپاڼې مدیرې وویل، چې هغه د خپلو دندو د یوې برخې په توګه د افغان ښځو پروړاندې د طالبانو پالیسي څاري. هغې ټینګار وکړ، هغه څه چې امیر خان متقي ادعا کوي په افغانستان کې نشته.
مېرمن سوهاسیني حیدر یادونه وکړه، طالبان باید پوه شي کله چې دوی د هند په خاوره کې وي، دوی باید د دغه هېواد قوانین ومني او د جنسیتي برابرۍ ته درناوی وکړي.
یوه بله خپلواکه هندي خبریاله نانیما باسو وویل، چې د هند حکومت طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو له دې ډلې سره ډیپلوماټیکې اړیکې د نوي ډیلي لپاره ځانګړي پيغامونه او پایلې لري. هغې ټینګار وکړ، چې هند ته د طالبانو د چارواکو بلنه افغان ښځو او نړۍ ته پیغام لېږي.
دې خبریالې ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ځوابونه د ښځو د زده کړې په اړه «شوک ورکوونکي» وو.
هغې زیاته کړه: «طالبانو داسې ادعاوې وکړې لکه موږ چې د افغانستان له حاله ناخبره یو.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دا مهال په یوه رسمي شپږ ورځني سفر هند ته تللی دی. د طالبانو چارواکو د جمعې په ورځ افغان سفارت کې ښځینه خبریالانو ته اجازه ور نه کړه چې د امیرخان متقي د خبري ناستې ګډونوالې شي.
د طالبانو دا کار د هند د سیاستوالو، مدني ټولنو او رسنیو سخت غبرګونونه راوپارول. د هند د بهرنیو چارو وزارت د کورنیو نیوکو له زیاتوالي وروسته له طالب پلاوي وغوښتل، چې یوه بله ناسته د ښځینه او نارینه خبریالانو د مساوي حضور سره جوړه کړي.
د طالبانو پلاوي بیا د یکشنبې په ورځ د افغان سفارت په ودانۍ کې دویمه خبري ناسته د ښځو په حضور کې ترسره کړه. امیرخان متقي په دې دویمه ناسته کې د افغان ښځو د زدهکړې او ازادۍ د حق په اړه د ګڼو پوښتنو سره مخ شو.