• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکی: د بې‌اسنادو افغانانو د راتګ د مخنیوي یوازینۍ لاره د پولو اغېزناک کنټرول دی

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۲ GMT+۱

د ایران د یزد والي محمد رضا بابايي ویلي، چې د افغان کډوالو د «غېرقانوني» تګ راتګ د ستونزې د حل یوازینۍ لاره د ایران د پولو اغېزمن مدیریت دی.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، بابايي ویلي:«د بهرنیو وګړو د تګ راتګ د تنظیم لپاره په هغو ولایتونو کې چې له نورو هېوادونو سره پولې لري، اغېزمن اقدامات کولای شي د دې ستونزې د حل بنسټیزه لاره شي.»

نوموړي د یزد د اوسېدونکو د اندېښنو په اړه چې د افغان کډوالو له زیات حضور سره تړاو لري، ویلي: «خوشبختانه چې په وروستي یوه کال کې د کورنیو چارو وزارت د کډوالو د تنظیم او ثبت لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي.»

هغه غوښتنه وکړه، چې د یزد په ولایت کې دې د وګړو د چارو ادارې دفتر لپاره اړین تاسیسات برابر شي او د افغان کډوالو د استوګنځایونو د تنظیم لپاره دې جدي اقدام وشي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې ایران په وروستیو اوونیو په ځانګړي ډول د اسراییل او حماس د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو بهیر چټک کړی دی.

تر دې وړاندې د خراسان رضوي د والي مرستیال امیرالله شمقدري ویلي و، چې د دغه ولایت اړوند سیمو څخه شاوخوا ۸۰سلنه بې‌اسناده افغانان د دوغارون بندر له لارې بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

شمقدري زیاته کړې، چې د افغان کډوالو د ثبت او څارنې لپاره بایومیټریک سیستم بشپړ شوی، چې له مخې به یې د کډوالو تګ راتګ په خراسان رضوي کې په انلاین بڼه څارل کېږي.

د ایراني چارواکو دا تازه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر ضد د نړۍوالو بشري بنسټونو او د ملګرو ملتونو له لوري اندېښنې زیاتې شوې دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

پاکستان ځينو بهرنیو سفیرانو ته له افغان طالبانو سره د شوې جګړې په تړاو معلومات ورکړل

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۶ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت درېیو چارواکو په اسلام‌اباد کې د نورو هېوادونو مېشتو یو شمېر سفیرانو ته د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ او افغان طالبانو تر منځ د شوې جګړې په تړاو معلومات ورکړل او ورسره یې د پاکستان د امنیت پر ساتنې ټينګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۲۲مه) په خپله اېکس پاڼه وویل، د دغه وزارت چارواکو د پاکستان د مشروع امنیتي اندېښنو په تړاو بشپړ معلومات ورکړل، خو نور یې په اړه جزییات نه دي وکړي.

د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د جګړې اور وروسته له هغې بل شو، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د تېرې پنجشنبې د تلې ۱۷مه د افغانستان پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ. پاکستان پرته له دې چې په رسمي توګه د یاد برید مسوولیت ومني ویې ویل، د پاکستان د خلکو د امنیت لپاره هر هغه کار چې لازم وي کوي یې.

په هغه وخت کې د طالبانو دفاع وزارت یاد برید بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن او له خپل حریم څخه یې دفاع خپل حق وباله او خبرداری یې ورکړ، که له دې وروسته وضعیت هر څومره ترینګلی کېږي مسوولیت به يې د پاکستان د پوځ پر غاړه وي.

طالبانو بیا په دویمه شپه یې (د شنبې په ماخوستن د تلې ۱۹مه) په شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم ځمکني عملیات پیل کړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام وکړ او بیا طالبانو رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.

اسلام‌اباد بیا پر پاکستان د افغان طالبانو بریدونه بې دلیله وبلل، خو افغان طالبانو خبرداری ورکړ چې که پاکستان بیاځلي د افغانستان حریم نقض کړي، نو په کلکه به ځواب ورکړي.

له دغې جګړې وروسته په افغانستان او پاکستان کې تبلغاتو زور واخیست او لا تر اوسه هم په کره توګه روښانه نه ده، چې په یادې جګړې کې په دواړو خواوو کې څومره کسان وژل شوي او همداراز ولسي وګړو ته د اوښتې زیان کچه څومره ده.

له دې سره سم، د سرچینو په وینا لا هم د ډیورند کرښې په اوږدو کې خال خال نښتې کېږي، خو دواړه لوري یې په اړه په رسمي توګه څه نه وايي.

عمران خان: د ترهګرۍ ستونزه له افغانستان سره د خبرو له لارې پرته نه‌شي حل کېدای

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۲ GMT+۱

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، تاریخ ثابته کړې چې یوازې پوځي عملیات د ترهګرۍ حل نه دی، بلکې د سیاسي بصیرت پر بنست یوې اغېزناکې جامع ستراتیژۍ ته اړتیا لري او په وینا یې د ترهګرۍ ستونزه له افغانستان سره له خبرو پرته نه‌شي حل کېدای.

عمران خان د سې‌شنبه په ماښام (د تلې ۲۲مه) په خپله اېکس پاڼه د خېبرپښتونخوا د اعلی وزیر په توګه د سهیل افریدي د غوراوي په تړاو د مبارکۍ پيغام په خپرولو سره زیاته کړه، تحریک انصاف ګوند ته په خېبر پښتونخوا کې پوځي عملیات د منلو نه‌دي، ځکه د عامو خلکو له وژنې او له خپلو مېنو له بې ځایه کېدنې پرته بله هېڅ ګټه نه‌لري. «موږ له لسیزو راهیسې لوی لوی عملیات کړي، خو دغه ناورین پای ته نه‌دی رسېدلی او ترهګري نه ده ختمه شوې.»

عمران خان زیاتوي، د ترهګرۍ د بشپړې له‌منځه وړنې لپاره د تړلو دروازو ترشا د پرېکړو پر ځای د سیاسي بصیرت پر بنسټ یوې اغیزناکې او جامع ستراتیژۍ ته اړتیا ده.

د خان په وینا، د سیاسي استازو او د خېبرپښتونخوا حکومت له حضور او مشورې پرته جوړیدونکې هر ډول پالیسي د منلو نه ده او همداراز زیاتوي: «د ترهګرۍ ضد پالیسي باید د ټولو اړخونو لکه د ځایي قبایلو، صوبایي حکومت، وفاقي حکومت او د افغان حکومت په سلا جوړه شي. د ترهګرۍ ستونزه له افغانستان سره له خبرو پرته نه‌شي حل کېدای.»

هغه په دې مبارکۍ پیغام کې سهیل افریدي ته د «اوپننګ بېټسمین» خطاب کړی او ویلي یې دي، چې باید په ازاد ډول لوبه وکړي.

سهیل اپریدی د خېبر پښتونخوا نوی سر وزیر وټاکل شو | افغانستان انټرنشنل پښتو

عمران خان همداراز د تحریک لبیک پر لاریونوالو د پولیسو ډزو ته په اشارې سره ویلي، په هره ډیموکراتیکه ټولنه کې خلک حق لري، چې احتجاج وکړي او په وینا یې له لاریونوالو سره تاوتریخوالی او پرې ډزې کول د منلو نه دي او پر هغوی یې شوې ډزې په کلکه وغندلې.

د یادونې وړ ده، چې د «تحریک لبیک پاکستان» ګوند په لاهور- اسلام اباد کې د فلسطین په ملاتړ د تېرې اوونۍ په پای کې لاریون پیل کړ، خو دغه لاریون پر تاوتریخوالي واوښت او د پولیسو په ډزو کې لسګونه لاریونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې لا هم نه دی مشخص شوی.

په جنیوا کې د افغانستان استازی: د پاکستان وروستۍ څرګندونې بې‌سارې دي

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۱

په جنیوا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وایي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه چې پکې د افغانانو د ازادۍ او د یوه ټولګډونه او مشروع حکومت د جوړېدو غوښتنه شوې، د دواړو هېوادونو د اړیکو په تاریخ کې بې‌ساری اقدام بلل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي و، چې اسلام‌اباد د افغانستان د خلکو د «ازادۍ» او د «یوه واقعي ولسواک حکومت» د جوړېدو غوښتنه کوي. دغه وزارت د «طالبانو رژیم» اصطلاح په کارولو سره له طالبانو غوښتي، چې د «بې‌اساسه تبلیغاتو پر ځای دې د یوه ټولګډونه او د خلکو د استازي حکومت پر جوړېدو تمرکز وکړي.»

اندېشه چې د سې شنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل په یوه ټلویزوني خپرونه کې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې دا د پاکستان له لوري یو مهم سیاسي تحول او د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي فصل پیل ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه، چې د پاکستان دننه د وسله‌والو بریدونو زیاتوالی ښيي چې هم افغانستان او هم پاکستان د طالبانو د بېرته واک ته رسېدو درنه بیه پرې کړې ده.

نصیر احمد اندېشه وویل: «د نیابتي ډلو کارول د هېڅ هېواد په ګټه نه دي. پاکستان خپله د بې‌ثباتۍ او بې‌دولتۍ له امله سخت زیان لیدلی.»

هغه چې په اسلام‌اباد کې یې د افغان سیاسي فعالانو او د ښځو د حقونو له یو شمېر استازو سره هم لیدلي، زیاته کړه چې تندلارې او افراطي ډلې نه‌یوازې د افغانستان، بلکې د پاکستان لپاره هم یو ستر ګواښ دي.

اندېشه څرګنده کړه، چې د پاکستان استخباراتي او سیاسي کړۍ تمه لرله چې طالبان به د اسلام‌اباد د سیمه‌ییزو دریځونو، په ځانګړي ډول د کشمیر په قضیه کې ملاتړ وکړي، خو دا تمې تر اوسه هېڅ پوره شوې نه دي.

د ده په وینا، د پاکستان دا تازه دریځ ښيي چې دغه هېواد اوس د طالبانو پر ملاتړ له سره غور کوي او غواړي د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي.

د پاکستان رسنۍ: د کورمې ولسوالۍ اړوند ډيورند کرښې په اوږدو کې یو ځل بیا د جګړې اور بل شوی

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۵ GMT+۱

د پاکستان جیونیوز د راپور له‌مخې، نن ماښام د خېبرپښتونخوا د کورمې ولسوالۍ اړوند د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ او افغان طالبانو تر منځ یو ځل بیا جګړه پيل شوې ده. دغې رسنۍ ادعا کړې، چې د پاکستان پوځ د طالبانو یو ټانک او پوسته په نښه کړي دي.

افغان طالبانو پر کابل او پکتیکا د پاکستان له هوايي یرغل وروسته د تېرې شنبې په ماخوستن (د تلې ۱۹مه) په شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره ډيورند کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم ځمکني عملیات پیل کړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام وکړ او بیا طالبان رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.

د طالبانو ویاند له دغې جګړې وروسته وویل، سره له دې چې د دوی له لوري جګړه پای ته رسېدلې اعلان شوې، خو د پاکستان پوځ لا هم پر افغان طالبانو ډزې کوي.

له یادې رسمي نښتې وروسته نن ماښام بیاځلي د لویې پکتیا اړوند د ډيورند کرښې په اوږدو کې د دواړو لورو تر منځ د جګړې راپورونه ورکړل شوي او جیونیوز ته د پاکستان امنیتي سرچینو ادعا کړې، چې دا ځل د جګړې پیلوونکي افغان طالبان دي او دوی هم په ځوابیه برید کې د طالبانو یو ټانک او یوه پوسته له منځه وړې ده.

په همدې تړاو د جیونیوز له لوري په یوې خپره شوې ویډیو کې پر یوې غونډې د توغندي لګېدل ښکاري او جیونیوز ادعا کوي، چې دغه سیمه کې د طالبانو یو ټانک او یوه پوسته په نښه شوي دي.

افغان طالبانو او پاکستان لا تر اوسه په رسمي توګه د دغې جګړې په تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه وضعیت یو ځل بیا ترینګلی شوی

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یو ځل بیا ترینګلتیا زیاته شوې ده. د طالبانو امنیتي سرچینو ځایي رسنیو ته ویلي، چې د پکتیکا ولایت د انګور اډې په سیمه کې خلکو ته له سیمې څخه د وتلو امر شوی.

سرچینې زیاتوي، له دې وروسته چې سیمه له ملکي وګړو خالي شوه، د طالبانو امنیتي ځواکونه په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر اوسه په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ مستقیمه نښته نه ده شوې، خو دواړه لوري په بشپړ پوځي چمتووالي کې دي.

له بلې خوا، د خوست ولایت ځايي سرچینو هم ویلي چې د ځاځي میدان په سیمه کې له ماښامه پیل شوې نښته اوس پای ته رسېدلې ده.

تر اوسه د دواړو لورو چارواکو په رسمي ډول د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.