• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

دمتقي څرګندونو ته د داعش خراسان غبرګون:طالبان د اسلامي دولت خلاف د کفارو په لیکو کې درېدلي

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۱ GMT+۱

هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له سفر او له نوموړي څخه د تود هرکلي وروسته، د «داعـ ش خراسان» څانګې سخت غبرګون ښودلی، او یادې ډلې په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې طالبان د «اسلامي دولت» پر ضد له کفري جبهو سره یو ځای شوي دي.

دغه غږیز پیغام چې د پنجنشبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) خپور شوی، په هند کې د امیرخان متقي هغو خبرو ته اشاره کوي چې ویلي و، د سیمې د اړتیا پر بنسټ هند او طالبان باید د داعش پر ضد ګډه جبهه ولري، ځکه دا د دواړو ملتونو د هوساینې یوازینۍ لار ده.
د داعش خراسان څانګې همداراز ویلي، چې د دوی پر ضد جبهه کې امریکا، اسراییل، ناټو او نور بودایان شامل دي او طالبانو د «اسلامي دولت» پر ضد د همدې جبهې په لیکو کې د مبارزې لېوالتیا ښودلې ده.
د داعش خراسان څانګې پدې غږیز پیغام کې ویلي: «د طاغوت په جبهه کې کافران او منافقان راټول شوي او د ایمان هېڅ څرک پکې نه لیدل کېږي. دوی هم په خوله اعتراف کوي او هم پرې عمل کوي، په همدې لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هندیانو ته په خطاب کې ویلي، چې د سیمې اړتیا دا ده چې له داعش سره ګډه جبهه ولرو، ځکه دا د دواړو ملتونو د هوساینۍ یوازینۍ لار ده».
یادې ډلې په دې غږیز پیغام کې د امیرخان متقي د وینا هغه برخه هم خپره کړې، چې نوموړي په هند کې د خپلې وینا پر مهال ویلي: «داعش د سیمې له لویو ستونزو څخه یوه ده او افغانستان د دې پدیدې پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې و. دا پدیده اوس د طالبانو د مبارزې په پایله کې له افغانستان څخه ورکه شوې ده. د سیمې اړتیا دا ده، چې له داعش سره د مبارزې په برخه کې په ګډه جبهه کې ودرېږو، ځکه دا د دواړو ملتونو د هوساینې یوازینۍ لار ده».

100%

داعش خراسان د متقي د همدې خبرو په تړاو وایي، چې طالبان له پخوا راهیسې په همدې جبهه کې دي. د دوی په خبره: «کله چې امریکا د خراسان ولایت په تمکین سیمه کې یرغل وکړ، دوی د همدې جبهې په لیکو کې د اسلامي دولت پر ضد جنګېدل».
یادې ډلې طالبان د «شیطان لښکر» بللی او ویلي یې دي، چې دا ډله د طاغوت په جبهه کې جنګېږي.
د داعش خراسان څانګې د طالبانو غړو ته په خطاب کې ویلي، چې د دوی مشران اوس د کفارو د جبهو غړي شوي، نو دوی باید له خپلو مشرانو بېزاري څرګنده کړي.
د دوی په وینا: «موږ د طالبانو کشرانو ته وایو: ایا اوس هم خپلو مشرانو ته چې د کفارو په جبهه کې د غړیتوب اقرار کوي، ورسره کار کوئ؟ ستاسو د مبارزې پایله دا ده چې له هغو کسانو سره کار وکړئ چې د کفارو د جبهې سره یو ځای شوي؟ اوس هم وخت دی او له خپلو مشرانو څخه جلا شئ؛ دوی اوس د کفر په ټیکه ولاړ دي او تاسو د هلاکت کندې ته ورغورځوي. له کفارو سره هوساینه نشته. که سوکالي غواړئ، د کفارو جبهو له غړیتوب څخه لاس واخلئ».

100%


دا په داسې حال کې ده، چې د داعش خراسان څانګې دغه غږیز پیغام د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ایکس خواله رسنۍ کې خپور کړې دی او ورسره لیکلي یې دي، په هند کې د امیرخان متقي تود هرکلي د پاکستان حکومت او ملاتړي یې سخت خپه کړي دي.
هغه پر دې څرګندونو چې داعش خراسان ادعا کړې وه طالبان له هندوانو او عیسویانو سره یو ځای شوي، سخت غبرګون وښودلی او ویلي یې دي، چې دا د هند د ۲۰۰ میلیونو مسلمانانو سپکاوی دی.
زلمي خلیلزاد هم د طالبانو په څېر پر پاکستان تور پورې کړی، چې له داعش خراسان ډلې ملاتړ کوي. هغه زیاتوي: «د داعش خراسان ملاتړ د پاکستان لپاره هوښیار ګام نه دی. افغانستان او پاکستان باید د داعش خراسان پر ضد په ګډه کار وکړي. امریکا کولای شي مرسته وکړي».
د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي: «د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته په هند کې د دیوبندي اسلامي مدرسې د استادانو، ادارې او زده‌کوونکو له‌خوا شوی تود هرکلی په ځانګړې توګه د پام وړ و. دا طبیعي خبره ده چې د پاکستان حکومت او د هغه ملاتړي پرې ډېر خپه دي. د داعش خراسان ډلې هم ورته غبرګون ښودلی او یو ۱۲ دقیقه یې غږیز پیغام یې خپور کړی دی چې پکې پر طالبانو نیوکه شوې چې ګوندې هغوی له هندوانو او عیسویانو سره یو ځای شوي او د اصلي مسلمانانو پر ضد درېږي، دا ادعا د هند د ۲۰۰ میلیونو مسلمانانو لپاره سپکاوی دی».

100%


داعش خراسان د طالبانو پر ضد تر هغه وروسته غبرګون ښودلی، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تېرې چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) اعلان وکړ چې امیرخان متقي د روسیې په پلازمېنه مسکو کې له څو رسمي ناستو وروسته، د هند د بهرنیو چارو وزیر په بلنه د رسمي سفر لپاره نوي ډیلي ته تللی دی.
متقي په دې سفر کې له خپل هندي سیال او یو شمېر نورو لوړپوړو هندي چارواکو سره پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې اترې وکړې.
له دې سره، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د تېرې شنبې په ورځ بیا د خپل شپږ ورځني سفر پر مهال د هند د دیوبند له مدرسې هم لېدنه وکړه، چې له تود هرکلي سره مخ شو.
متقي له هندي چارواکو سره د داعش پر ضد پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې دا ډله اوس په افغانستان کې په بشپړه توګه له منځه تللې ده. نوموړي زیاته کړه، چې اړتیا ده د سیمې په کچه د داعش خراسان پر ضد ګډه مبارزه وشي.
د طالبانو په ګډون د سیمې ګڼ هېوادونه د داعش د فعالیتونو له امله اندېښمن دي او د یادې ډلې پر ضد پر جدي مبارزې ټینګار کوي. له بلې خوا، یو شمېر هېوادونه بیا یو بل تورنوي، چې داعش ته یې په خپله خاوره کې خوندي پناه ورکړې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد همدا څو ورځې وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د داعــش ډلې خراسان څانګه له پاکستان څخه راټوکېدلې او د دغه هېواد پوځ یې په تنظیم کې پراخ لاس لري. هغه همداراز وویل، د یادې ډلې لوړپوړي غړي په پاکستان کې اوسېږي او هلته د جلب و جذب لړۍ هم ورته روانه ده.
مجاهد زیاته کړه، چې پاکستان باید د داعش مشران ور وسپاري، خو پاکستان بیا تل د داعش ډلې ملاتړ او په خپله خاوره کې یې د یادې ډلې حضور رد کړی دی.

100%

بلخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۲۴مه، د بهرنیو چارو وزارت له کارکوونکو سره په کابل کې په یوه ناسته کې د خپلو وروستیو سفرونو جزیات شریک کړل.

هغه وویل، د مسکو ناسته د طالبانو د رسمي ګډون له امله د تېر څلور کلونو په پرتله بې‌سارې وه.

هغه د نوي ډیلي شپږ ورځنی سفر «تاریخي او له لاسته‌راوړنو ډک» وباله او وویل، د دې سفر پر مهال یې له هندي چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخولو ترڅنګ، د دیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا او د ګډې کمېټې د جوړېدو په اړه هم موافقه کړې ده.

متقي همداراز د دارالعلوم دیوبند(دیوبند مدرسه) له لیدنې یادونه وکړه او ویې ویل، دغه لیدنه «د تاریخي اړیکو د بیا ژوندي کېدو» سبب شوه، او هلته د تود هرکلي سره مخ شو.

هغه ټینګار وکړ چې «افغانستان خپلواک نظام لري، متوازن سیاست تعقیبوي او د خپلو ملي ګټو پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره د ښواړیکو غوښتونکی دی».

100%

په همدې حال کې، د متقي د سفر پر مهال پاکستان پر افغانستان بمباري کړې وه. ځینې شنونکي وایي، د پاکستان هوايي بریدونه او د دواړو خواوو ترمنځ سرحدي نښتې ښايي له نوي ډیلي سره د طالبانو د نږدې اړیکو له پراختیا سره تړاو ولري، ځکه اسلام‌اباد تل د کابل او نوي ډیلي اړیکو ته له شک او حساسیت سره ګوري.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

متقي: د مسکو ناسته بې مخینې او هند ته سفر تاریخي او له لاسته‌ راوړنو ډک و

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، د مسکو د فارمیټ ناسته د طالبانو د رسمي ګډون له امله بې‌ مخینې وه او نوي ډیلي ته یې وروستی سفر «تاریخي او له لاسته‌ راوړنو ډک» بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۲۴مه، د بهرنیو چارو وزارت له کارکوونکو سره په یوه ناسته کې د خپلو وروستیو سفرونو جزیات شریک کړل.

هغه وویل، د مسکو ناسته د طالبانو د رسمي ګډون له امله د تېر څلور کلونو په پرتله بې‌سارې وه.

متقي زیاته کړه، د روسیې، چین او یو شمېر نورو هېوادونو استازو د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات، د کورنیو چارو په نه‌مداخلې، د کنګل شوو شتمنیو د خوشې کېدو، د بشري مرستو د دوام، د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د افغانستان د حاکمیت د درناوي په اړه مثبت دریځونه څرګند کړل.

هغه د نوي ډیلي شپږ ورځنی سفر «تاریخي او له لاسته‌راوړنو ډک» وباله او وویل، د دې سفر پر مهال یې له هندي چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخولو ترڅنګ، د دیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا او د ګډې کمېټې د جوړېدو په اړه هم موافقه کړې ده.

100%

متقي همداراز د دارالعلوم دیوبند(دیوبند مدرسه)له لیدنې یادونه وکړه او ویې ویل، دغه لیدنه «د تاریخي اړیکو د بیا ژوندي کېدو» سبب شوه، او هلته د تود هرکلي سره مخ شو.

هغه ټینګار وکړ چې «افغانستان خپلواک نظام لري، متوازن سیاست تعقیبوي او د خپلو ملي ګټو پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره د ښواړیکو غوښتونکی دی».

په همدې حال کې، د متقي د سفر پر مهال پاکستان پر افغانستان بمباري کړې وه. شنونکي وایي، د پاکستان هوايي بریدونه او د دواړو خواوو ترمنځ سرحدي نښتې ښايي له نوي ډیلي سره د طالبانو د نږدې اړیکو له پراختیا سره تړاو ولري، ځکه اسلام‌اباد تل د کابل او نوي ډیلي اړیکو ته له شک او حساسیت سره ګوري.

طالبانو په غزني کې نږدې دوه زره جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، د غصب د مخنیوي ځانګړې محکمې د غزني ښار د نواباد ښارګوټي نږدې ۱۸۴۳جریبه ځمکه دولتي بللې او مصادره کړې یې ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د غصب د مخنیوي عالي کمېسیون د غزني د نواباد ښارګوټي د ځمکې دوسیه څېړلې او د دغه کمېسیون د قانون د ۱۷مې مادې پر بنسټ یې دا ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.

د وزارت په خبره، دا ځمکه د غزني ښار د شپږمې ناحیې په دوه کادستري ټوټو کې موقعیت لري، او د څېړنو وروسته د ځانګړې محکمې له لوري رسمي دولتي ملکیت اعلان شوی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې محکمه له اړوندو ادارو د معلوماتو تر ترلاسه کولو، د شواهدو او اسنادو د ارزونې او د ځمکو د متصرفینو د اعترافونو وروسته دا پرېکړه کړې ده.

طالبانو د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او بېرته اخیستلو لپاره یو عالي کمېسیون جوړ کړی، چې په څلورو زونونو کې ځانګړې محکمې او په ټولو ولایتونو کې تخنیکي کمېټې لري.

د طالبانوعدلیې وزارت زیاتوي، چې د دولتي ځمکو د بېرته اخیستلو او ثبت بهیر په ټول هېواد کې په چټکۍ روان دی.

یاد وزارت تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه جریبه ځمکې دولتي بللې دي. د روان کال د وږي په درېیمه طالبانو په لوګر کې شاوخوا ۱۴۰۶جریبه ځمکه، او د غبرګولي په ۱۲مه د پخواني وکیل حاجي قدیر اړوند ۱۲۳۲جریبه ځمکه مصادره کړې وه.

منتقدان وایي، طالبان ډېری وخت د خلکو او سوداګرو شخصي ځمکې د «دولتي»په نوم مصادره کوي، خو د دې بهیر شفافیت او د اعتراض حق نه شته، ځکه د ځمکو مالکین نه شي کولای خپلې دعوې په رسمي ډول ثبت یا رسنیزې کړي.

طالبانو د جوماتونو ملا امامانو ته امر کړی چې د پاکستان د برید غندنه وکړي

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۰ GMT+۱

د طالبانو ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد د ټولو جوماتونو ملا امامانو ته امر کړې، چې د جمعې د لمانځه په تقریر کې پر افغانستان د پاکستان تجاوز وغندي. دغه وزارت له خلکو غوښتي، چې د دښمن د تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي او د دوی ملاتړ وکړي.

د طالبانو ارشاد، حج او اوقافو وزارت د پنجشنبه په ورځ د هېواد ټولو ملا امامانو ته په یوه خبرتيا کې لیکلي: «د جمعې د لمانځه لپاره په تقریر کې په تېرو څو ورځو کې پر افغانستان د ګاونډي هېواد د تجاوز پر غندنه تمرکز وکړي.»

دغه وزارت له امامانو غوښتي، چې د پاکستان بریدونو ته د طالبانو د ځواکونو ځواب او میړانه وستايي او خلکو ته ډاډ ورکړی، چې تشویش دي نه کوي.

د طالبانو وزارت ویلي، چې د پولو ساتنه او دفاع یې مسولیت دی او که څوک پرې برید کوي بیا هم ورته ځواب ته چمتو دي.

طالبانو پر خلکو غږ کړی، چې په دې حساس وخت کې د دوی له نظام سره ودريږي او ملاتړ یې وکړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: هره ورځ له ۷۰۰ زرو زياتو افغان ماشومانو ته غذایي مواد وېشو

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۲ GMT+۱

د خوړو نړيوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) ویلي، چې هره ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې له ۷۰۰زرو زياتو د ښوونځيو ماشومانو ته په ويټامينونو بډاي بیسکټ وېشي.

دغه ادارې د خوړو نړیوالې ورځې په مناسبت پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي،چې دا ویټامین لرونکي بیسکټ د ماشومانو په ذهني وده او د زده‌کړې په بهير کې مرسته کوي.

د «ډبلیو ایف پي» په وينا، د دغو بیسکټو توليد په خپله د افغانستان دننه ترسره کېږي او د توليد په فابريکه کې ډېری مېرمنې په کار ګمارل شوي دي.

په ياد يادښت کې راغلي، په داسې حال کې چې د افغان مېرمنو د کار موندلو فرصتونه ورځ تر بلې راکمېږي، د ښځو استخدام په دې پروژه کې يوه لويه لاسته راوړنه بلل کېږي.

د پروګرام له قوله، په دغو بیسکټونو کې کارېدونکي مواد د ماشومانو انرژي لوړه ساتي او د هغوی د زده‌کړې وړتيا زياتوي.

يوه مېرمن چې د بیسکټونو په کارخونه کې کار کوي، وايي: «ډېره خوشحاله يم چې زموږ توليد د هېواد د بېلابېلو سيمو ښوونځيو ماشومانو ته رسېږي».

هغې زياته کړه، دا د ځايي کارکوونکو له‌خوا جوړېږي، بسته‌بندي کېږي او بيا بېلابېلو سيمو ته لېږدول کېږي.

د خوړو نړيوال پروګرام تر دې مخکې، د وږي په ۲۸مه نېټه خبرداری ورکړی و، چې شاوخوا ۵ميليونه افغان ماشومان او ميندې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي، او د افغانستان د لوږې بحران ورځ تر بلې ژورېږي.

په سپین بولدک کې د پاکستان بریدونو شل زره کورنۍ بې‌ځایه او سوداګر زیانمن کړي

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۵ GMT+۱

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د پاکستاني ځواکونو وروستي بریدونه د سیمې خلکو ته نه یوازې د ځاني زیانونو سبب شوي، بلکې د هغوی اقتصادي ژوند یې هم له سختو ننګونو سره مخ کړی دی. د جګړې له امله شاوخوا شل زره کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي.

د کندهار ولایت د طالبانو د پېښو سره د مبارزې او چمتوالي ادارې مسولین وایي، د جګړې پر مهال په سپین بولدک کې لږ تر لږه لس د موټر پلورنځي زیانمن شوي دي.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د جګړې له امله نه یوازې موټر پلورنځي، بلکې د سیمې شاوخوا پنځوس دوکانونه هم تخریب شوي او پکې پرتو وسایلو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.

طالبانو تر اوسه د مالي زیان په اړه دقیق معلومات نه دي وړاندې کړی، خو وایي چې په دې اړه پلټني روانې دي.

د سپین بولدک د موټر پلورنځیو یو مسوول عبدالله وویل: «یو هاوان زموږ په شوروم کې ولګېد، درې موټر یې راخراب کړل. شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ تاوان راته رسېدلی دی. اوس مو نه د کار توان شته او نه د جبران وس.»

یو بل د موټر پلورنځي څښتن هم ورته شکایت لري. نوموړی وایي: «هاوان زموږ شوروم ته نږدې ولګېد، څو موټره یې تخریب کړل، موږ ته یې سلګونه زره افغانۍ زیان واړاوه. خلکو له ډاره خپل دوکانونه پرېښي دي.»

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي برید کې زیانمنې کورنۍ
100%
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي برید کې زیانمنې کورنۍ

بل خوا د سپین بولدک ولسوالۍ له ډیورنډ کرښې سره نږدې سیمو څخه د خلکو بې‌ځایه کېدل هم دوام لري.

د سیمه‌ ییزو چارواکو په وینا، له دغو سیمو څخه شاوخوا شل زره کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې دي.

ډېری دغه کورنۍ د سپین بولدک په هغو سیمو کې مېشتې شوي، چې له ډیورنډ کرښې څخه لرې دي او یوه برخه یې بیا د کندهار ښار ته تللې دي.

د بې‌ ځایه شویو کسانو له ډلې یو تن حاجي احمد وویل: «موږ له خپلو کورونو یوازې د سر ژغورلو لپاره راوتلي یو اوس مو نه سرپناه شته او نه خوراک، ژمی را روان دی که دا ستونزه همداسي دوام ولري نه پوهیږي چې چیري به ځو.»

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي برید کې زیانمنې کورنۍ
100%
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي برید کې زیانمنې کورنۍ

د کندهار طالب چارواکي وایي، د بشري وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره د بې‌ځایه شویو کورنیو د ثبت بهیر پیل شوی او که چیري ستونزه رامنځته کیږي هغوی ته به یو کمپ جوړ کړي.

د کندهار له میرویس روغتون څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تیرې ورځې نښتو او د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډیورنډ کرښه له اوږدې مودې راهیسې وخت ناوخته جګړې، ډزې او هاواني بریدونه کېږي؛ دا جګړې هغه وخت زیاتې شوې چې پاکستان پر کابل او څو ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

دواړه هېوادونه یو بل د سرغړونو او بریدونو په تورونو تورنوي، طالبانو تل ټینګار کړی چې د پاکستاني ځواکونو له‌ خوا د هاوانونو او توغندیو بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف عمل دی.

کارپوهان وایي، د دواړو لورو تر منځ د سرحدي کړکېچ دوام نه یوازې د خلکو ژوند اغېزمن کړی، بلکې د سوداګرۍ، راکړې ورکړې او د سیمه‌ ییز اقتصاد د رکود لامل هم شوی دی.