• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: پر افغانستان د پاکستان د برید د ستونزې حل راته اسانه دی

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، پر افغانستان د پاکستان د برید ستونزه «زما لپاره اسانه ده». نوموړي په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د جګړو د حل پر ژمنې تینګار وکړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې هغه پوهېږي پاکستان پر افغانستان برید کړی او دا مسله د هغه لپاره «اسانه» ده چې حل یې کړي.

ټرمپ وویل: «زه د جګړو د حل سره مینه لرم.»

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې د خلکو پام ځان ته راواړ وه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه وروستيو نښتو او د دواړو خواوو ترمنځ د مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شوي دي.

ټرمپ په دې اړه وویل، چې د جګړو د منځګړیتوب او سولې په راوستلو کې فعال رول لوبولی او هغه د ستونزو د هوارولو وړتيا لري.

نوموړي زياته کړې: «زه پوهېږم چې پاکستان پر افغانستان برید کړی، دا زما لپاره حل کول اسانه دي. زه د جګړو د حل کولو سره مینه لرم.»

نوموړي وړاندې ویلي وه، چې «ځان د سولې منځګړی او د شخړو د هوارولو هڅاند ګڼي.»

یو شمېر نورو هېوادونو هم د پاکستان او افغانستان څخه غوښتي، چې جګړه ودروي او ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د غزې لوېدیځو سیمو ته د مرستو لېږد له خنډونو سره مخ دی

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۶ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د غزې نورو سیمو ته د مرستو په رسولو کې له جدي ستونزو سره مخ شوی. سازمان زیاته کړې، چې ټولې لارې خرابې دي اود دې ادارې د مرستو کاروانونه نه شي کولای د غزې شمال ته، چې د لوږې له سخت وضعیت سره مخ ده، ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، سره له دې چې د حماس او اسراییل تر منځ اوربند شوی، خو د جګړې له امله ډېرې لارې ویجاړې شوې او هغه اصلي لارې چې شمالي غزې ته رسېږي، لا هم تړلې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، د جګړې تر پای وروسته هره ورځ شاوخوا ۵۶۰ټُنه خوراکي توکي غزې ته لېږدول کېږي، خو دا اندازه لا هم د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر ټام فلېچر ویلي، چې د پراخې لوږې، بې‌کوره‌توب او د بنسټیزو خدمتونو د ړنګېدو د مخنیوي لپاره باید هره اونۍ زرګونه موټر په مرستو بار غزې ته داخل شي.

ټرمپ: زه د جګړو د حل منځګړې یم او تراوسه مې ۸ جګړې پای ته رسولي

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۱ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، «زه د جګړو د حل منځګړی یم» او ادعا کوي، چې تر دې مهال یې ۸ جګړې ختمې کړې دي. نوموړي ویلي د همدې جګړو په ختمولو سره یې د میلیونونو انسانانو ژوند ژغورلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ځان د سولې منځګړی بللی او زياته کړې یې ده، چې د خپل حکومت د چلولو ترڅنګ د جګړو حلولو ته هم ژمن دی.

ټرمپ وویل:«په اوس وخت کې، زه باید امریکا اداره کم. خو زه د جګړو د حل کولو سره مینه لرم. ولې؟ ځکه زه د خلکو د وژل کېدو مخه نیسم او ما د میلیونونو ژوندونه ژغورلي دی.»

هغه ټینګار کړی، چې د سولې منځګړی رول یې په پام کې نیولی او باور لري چې د هغه منځګړتوب به ملتونه د غمونو څخه وژغوري.

ټرمپ د دې څرګندونو په ترڅ کې یادونه وکړه، چې د هغه تر مشرې لاندې، څو نړیوالې لانجې یې د خبرو، فشار او دیپلوماتیکو هڅو په مرسته په اوربند او د شخړو د حل لوري ته سوق کړې دي.

د امریکا د عامه اړیکو دفتر تر اوسه په رسمي ډول توضیح نه ده ورکړې، چې د ټرمپ ادعاوې په کومو ځانګړو جګړو پورې اړه لري؛ خو د هغه پخواني اقدامات لکه منځګړیتوب د اسرائیل-غزې موافقه، د اذربایجان-ارمنستان د سولې پلان او همدارنګه د هندوستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هڅې د سیاستوالو او رسنیو پام ځانته را اړولی دی.

پر پکتیکا د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کرېکټ ۸ سیمه ییز لوبغاړي وژل شوي

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۸ GMT+۱
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د پاکستان هوايي ځواکونو په بریدونو کې د کرېکټ ۸ سیمه ییز لوبغاړي وژل شوي دي. د سرچینې په وینا، په دغو بریدونو کې ۴ نور لوبغاړي ټپيان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه لوبغاړي په ښرنه ښار کې د کرېکټ په یوه سیمه ییز ټورنمنټ کې له سیالۍ وروسته یوه کور ته د ډوډۍ لپاره بلل شوي و، خو نن ماخوستن (جمعه د تلې ۲۵مه) د پاکستان د هوايي ځواکونو له لوري بمبار شول.

د افغانستان کرېکټ بورډ او طالبانو لا تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي و، چې د پکتیکا په ارګون او برمل ولسوالیو کې د پاکستان د نن شپې په هوايي بریدونو کې ولسي کورونه په نښه شوي او پکې لږ تر لږه د دوو ماشومانو په ګډون ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي او د ۶ ښځو په ګډون ۷ نور ټپيان شوي دي.

100%

عبدالسلام ضعیف:د پاکستان له‌خوا اوربند مات شو

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د لومړۍ دورې په اسلام اباد کې سفیر عبدالسلام ضعیف پاکستان ته د «غدار» په خطاب کولو سره د جمعې په ماخوستن (د تلې ۲۵مه) ویلي، چې دغه هېواد اوربند مات کړی دی. هغه زیاته کړې، «الله دې خیرکړي دپاکستان غدار پوځ له‌خوا اوربند مات شو.»

عبدالسلام ضعیف همداراز په ډاګه کړې، «افغانان دچاسره جنګ نه غواړي خوکه ورباندې تحمل شي بیا یې استقامت حق دی.»

یاد بریدونه او نښتې په داسې مهال کې رامنځته کېږي، چې تازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ لنډمهالی اوربند د دوحې د روانو مذاکراتو تر پایه غځول شوی و.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و، چې طالبان هېڅکله هم متجاوز نه و، او د اړتیا پر مهال یې دفاع ته کلکه ملا تړلې او په وینا یې په سپین بولدک کې پاکستاني لوري له درنو تلفاتو وروسته د اوربند غوښتنه کړې وه.

د نوموړي په وینا، له پاکستان سره په اوربند کې طالب ځواکونو ته ویل شوي، تر هغې چې پرې برید نه وی شوي، پر پاکستان لوري به برید نه کوي.

اکسیوس: ټرمپ نه غواړي چې اوکراین ته د «تاماهاوک» توغندي ورکړي

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۰ GMT+۱
100%

د امریکايي رسنۍ «اکسیوس»د دوو باخبره سرچینو په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په یوې لیدنه کې ویلي، چې دا مهال نه غواړي د اوږد واټن تاماهاوک توغندي اوکراین ته ورکړي.

د سرچینو په وینا، دا لیدنه «اسانه نه وه». که څه هم د خبرو پر مهال څوک نه غږېدل، خو ټرمپ جدي او پرېکړه‌ کوونکی ښکاره کېده. یوې بلې سرچینې دا لیدنه «ناوړه» بللې ده.

راپور زیاتوي، زیلینسکي په ټینګار سره غوښتنه کړې وه چې اوکراین ته د «تاماهاوک»توغندیو مرسته وشي، خو ټرمپ له دې غوښتنې سره مخالفت وکړ او هېڅ انعطاف یې ونه ښود.

د باخبره سرچینو له قوله، ټرمپ ټینګار وکړ چې د روسیې په اړه باید ډيپلوماتیکو هڅو ته لومړیتوب ورکړل شي، او د تاماهاوک توغندیو ورکول ممکن د دې هڅو د زیان سبب شي.

د اکسیوس د راپور له مخې، زیلینسکې له ټرمپ سره د لیدنې تر پای وروسته سمدستي له اروپايي مشرانو سره په یوه ویډیويي غونډه کې خبرې وکړې. د راپور له مخې، د اروپايي هېوادونو یو شمېر مشران د ټرمپ د ظاهراً بدل شوي دریځ له امله حیران شوي وو.

ټرمپ له وړاندې هم ویلي و، چې غواړي د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي، خو د هغه وروستي دریځ د واشنګټن او کیف اړیکې یو ځل بیا له ابهام سره مخ کړې دي.