نور جلال جلالي د روغتیا په برخه کې د نړۍوالو مرستو پر غوره مدیریت ټینګار وکړ

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي (یکشنبه د تلې ۲۷مه) د افغانستان لپاره د وګړو صندوق (UNFPA)، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د روغتیا نړۍوال سازمان له استازو سره په کتنه کې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو او د نړۍوالو له لوري د مرستو پر غوره مدیریت ټينګار وکړ.