• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سهیل اپریدی: د مرکزي حکومت د ناسمو سیاستونو له امله خیبر پښتونخوا کې بیا ترهګري راغلې

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۱ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیرسهیل اپریدي په خپله لومړۍ رسمي غونډه کې ویلي، چې د مرکزي حکومت د ناسمو سیاستونو له امله په خیبر پښتونخوا کې بیا ترهګري خپره شوې ده. هغه د مدغم شویو قبایلي ولسوالیو لپاره د قبایلي طبي کالج او قبایلو د ماډرن علومو پوهنتون د تاسیس اعلان هم وکړ.

اپریدي وویل چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ پر۸مه د ایالت د خلکو د رایو پر ضد هڅې شوې وې، خو د پولیسو او بیوروکراسي په همکارۍ د خلکو رایې خوندي شوې.

نوموړي د هغو کارکوونکو ستاینه وکړه چې د خلکو د حق په ساتنه کې یې مرسته کړې.

اپریدي ټینګار وکړ چې د هرې سیاسي ادارې پر اجنډا د عمل مسوولیت د حکومتي ادارو دی او د فساد پر ضد د صفر زغم پالیسي به دوام وکړي.

هغه د مدغم شویو ولسوالیو لپاره د قبایلي طبي کالج او قبایلو د ماډرن علومو پوهنتون د تاسیس اعلان هم وکړ.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر په حکومتي ادارو کې پر اصلاحاتو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې پولیسو ته به ټول ضروري وسایل او بودجه ورکړل شي او د ترهګرۍ پر وړاندې به قوي اقدامات ترسره شي.

نوموړي د پولیسو قربانیو ته درناوی څرګند کړ او د پاکستان له مرکزي حکومت څخه یې وغوښتل چې د ترهګرۍ ضد پیسې او نورې بودجې په وخت ور کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې پولیسو ته به اجازه ورنه کړل شي چې د سیاسي غچ اخېستنې لپاره ایف‌ای ار ثبت کړي او په زندانونو کې به هېڅ ډول تشدد ونه شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

روغتیاپالان:د تورخم دروازې بندیدو وروسته په روغتونونو کې د افغان ناروغانو ګڼه ګوڼه کمه شوې

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۶ GMT+۱
•
جواد شينواری

پاکستاني روغتیا پلان وايي، د تورخم دروازې بندیدو له امله د پېښور په خصوصي او دولتي روغتونونو کې د افغان ناروغانو ګڼه ګوڼه کمه شوې ده. روغتیا پالان زیاتوي چې د تورخم دروازې له تړل کېدو وړاندې په یادو روغتونونو کې هره ورځ له ۱۰۰۰ څخه ډېرو افغان ناروغانو مراجعه کوله.

په پېښور کې د لیډي ریډډنګ، خیبر ټیچنګ، حیات اباد مېډکل او نورو روغتونونو مسولینو ویلي، چې د تورخم دروازې له تړل کېدو وړاندې په یادو روغتونونو کې هره ورځ له ۱۰۰۰ څخه ډېرو افغان ناروغانو مراجعه کوله.

روغتیا پالان وايي، د تېرې اوونۍ راهیسې اوس د پېښور په خصوصي او دولتي روغتونو کې د افغان ناروغانو شمېر صفر ته رسیدلی دی.

روغتیا پالان زیاتوي، تر دې وړاندې د پېښور په روغتونونو کې افغان ناروغانو د زړه، سرطان، پښتورګو او هډکو ناروغیو په برخه کې درملنه کوله، خو د تورخم دروازې په بندیدو سره پاکستان ته د افغان ناروغانو ورتګ باندې په بشپړ ډول بندیز لګول شوی دی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د یوې اوونۍ شخړو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول تګ راتګ باندې بندیز لګول شوی، خو وړاندې تردې د کابل د ننګرهار، کنړ، لغمان او ګڼو نورو ختیځو ولایتونو اوسیدونکي د درمنلې لپاره پېښور ته تلل.

پر همدغه مهال په پېښور کې د هوټلونو مسولینو، د درملو کارباریانو، موټرچلوونکو د افغانستان انټرنشنل خبریال ته ویلي، چې د تورخم دروازې بندیدو سره یې کاروبارونه اغېزمن شوي دي.

د ټي ټي پي مشر وايي چې دی په خیبر ولسوالۍ کې اوسیږي

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۲ GMT+۱

د پاکستان د طالبانو غورځنګ مشر مفتي نور ولي مسید په یوه تازه ویډیو کې، چې په غرنیو سیمو کې یې اخېستې، وايي، د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې اوسیږي او له خپلو قبایلي سیمو فعالیت کوي. نوموړی وايي، دا ویډیو یې ددې لپاره کړې چې وښيي ژوندی دی او له افغانستان نه بهر اوسیږي.

نور ولي مسید په خپله دې ویډیو کې، چې د طالبانو د عمر سټوډیو له خوا خپره شوې، ویلي چې دی د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې اوسیږي او له قبایلي سیمو نه خپل فعالیتونه کوي.

هغه په دې ویډیو کې ویلي، چې هدف یې نړۍ او خپلو پلویانو ته دا ښودل دي، چې دی ژوندی دی او له افغانستان نه بهر اوسیږي.

نور ولي مسید سوګند کړی، چې دی په خیبر کې اوسیږي او په افغانستان کې یې اوسېدل ټول تورونه دي.

هغه په دې ویډیو کې خپل جنګیالي په پاکستان کې جګړې ته هڅولي او په خپلو لیکو کې یې پر اطاعت ټینګار کړی دی.

د ټي ټي پي مشر خپل جنګیالي له عامو خلکو سره ښه چلند ته هڅولي دي.

خېبر پښتونخوا؛ ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز برید کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

۱۹ تله ۱۴۰۴ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۲ GMT+۱

خېبر پښتونخوا کې پولیسو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې په ډېره اسماعیل خان کې د د دوی په یو ځای مرکز د وسله والو برید یې شنډ کړی او شپږ وسله وال یې هم وژلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرې شپې برید له کبله ۷ تنه پولیس وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو چارواکو ویلي چې تر برید وروسته د پولیسو او وسله والو ترمنځ څو ساعته جګړه هم شوې ده. خبرپاڼه کې همدا شان راغلي چې اوسپه سیمه کې وضعیت عادی شوی؛ خو د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات لا هم روان دي.

د پاکستان پارلمان پخوانی غړی: پوځ په قصدي ډول په پښتونخوا کې ترهګرو ته ځای ورکړی و

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۱ GMT+۱

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی مراد سعید وايي، بالاخره د پوځ ویاند اعتراف وکړ، چې په خیبر پښتونخوا کې په قصدي توګه ترهګرو ته ځای ورکړل شوی و. د هغه په وینا، اوس باید د پوځ اوسنيو او پخوانیو مشرانو ته په یاده سیمه کې د ولسي وګړو د وژل کېدو په تړاو تر ټولو سخته سزا ورکړل شي.

مراد سعید د جمعې په ماښام (د تلې ۱۸مه) په اېکس پاڼه کې د ۲۰۲۱ کال څخه تر اوسه د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان د پوځ له لوري د ترهګرو د ځای پر ځای کېدو په تړاو له ډېرو توضېحاتو ورکړې وروسته ویلي، د روان کال د بارانونو او سېلابونو د راوتلو په موسم کې د پاکستان پوځ ترهګر له باجوړ څخه د دېر او سوات غرونه ته ولېږدول.

سعید زیاتوي، «ای‌اېس‌ای هغو ته د تللو لارې ښودلې او په هغه شپه د لارې په اوږدو کې هر ډول دولتي دفتر او د پولیسو پوستو ته ویل شوي وو، چې څراغونه بند کړي او ځایي خلکو ته امر شوی و، چې له کورونو ونه وځي.»

د هغه په باور، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې دغه چارې له بهرنیو هېوادونو سره د کړو ژمنو او همداراز د خپل واک د اوږدولو لپاره کوي.

مراد سعید زیاتوي، «زما د هر ځوان د وینې مسوولیت ستاسو پر غاړه ده، ولې نور زموږ د غریبو اولادونه ستاسو د جګړو لپاره د سون توکي شي؟»

نوموړی د پاکستان پوځ ته په خطاب کې په ټينګار سره وايي، «دوی [ترهګر] مو چې څنګه راوړي او خپاره کړي نو بېرته یې ټول کړۍ.»

هغه په پای کې ویلي، «بس ډېرې شوې ستاسې دا اداکارۍ او رياکارۍ!»

باجوړ کې په دوو جلا پېښو کې ۲ پاکستاني سرتېري او ۳ ولسي وګړي وژل شوي

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۹ GMT+۱

سرچینې وايي، چې نن سهار (جمعه د تلې ۱۸مه) د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په ماموند سیمه کې د «ټي ټي پي» وسله والو او پاکستان امنیتي ځواکونو تر منځ په نښته کې ۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. له سيمې داسې راپورونه ورکول کېږي چې لا هم جګړه روانه ده.

سرچینې زیاتوي، د دغې جګړې په ترڅ کې نن ماښام یو توغندی پر یوه کور هم لګېدلی او له امله یې ۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې، د خېبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان کې هم د ځايي امنیتي ځواکونو او وسله والو جنګیالیو تر منځ نښته روانه ده.

ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو او وسله‌والو تر منځ نښته روانه ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه برید هغه مهال پیل شو چې یو شمېر وسله والو جنګیالیو په دېره اسماعیل خان سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه روزنیز مرکز برید وکړ.

د پاکستان امنیتي چارواکو لا تر اوسه د دغې جګړې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

لا تر اوسه هېڅ یوې ډلې هم د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.