تېره اونۍ د رېل پټلۍ له لارې ۱۲۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د طالبانو ټولګټو وزارت وايي چې په تېره یوه اونۍ کې د تلې مياشتې له ۱۸ مې نيټې څخه د تلې تر ۲۴مې پورې د رېل پټلۍ له لارې څه باندې ۱۲۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي. یاد وزارت وايي، په دې انتقالاتو کې د نفتي، غیر نفتي توکو ترڅنګ یوه برخه د انارو جوس او نور څښاک توکي هم شامل دي.