په پروان کې د لاسي بم چاودېدو له امله ۹ تنه ټپیان شوي

د طالبانو د پروان امنیه قومانداني وايي چې د یاد ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې تېره شپه د ماسخوتن د لمانځه پرمهال د لاسي بم چاودېدو له امله ۹ تنه ټپیان شوي دي. طالب چارواکي وايي، پیښه د یوه مقتدي د بې احتیاطۍ له امله شوې.

دوی زیاتوي، چې د پیښې په تړاو تر دې مهاله څوک نه دي نیول شوي او په تړاو یې د امنیتي ځواکونو څیړنې دوام لري.