د اسلام‌اباد پولیس وایي، ۱۷ بې‌اسناده افغان کډوال یې نیولي دي

د اسلام‌اباد پولیس وایي، چې ۱۷ بې‌اسناده افغان کډوال یې نیولي او زنداني کړي یې دي. پولیس زیاتوي، چې دوی د بې‌اسناده افغان کډوالو پر وړاندې د نیولو عملیات پيل کړي؛ خو یاد کسان د عملیاتو پرمهال له پولیسو سره د مقاومت له امله زنداني شوي دي.

د اسلام‌اباد پولیسو ویلي، چې دغه کسان یې د بري امام په سیمه کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د نیولو عملیاتو پرمهال نیولي دي. د اسلام‌اباد پولیسو پر اېکس پاڼه لیکلي، چې ټول بې‌اسناده افغان کډوال له پاکستان نه ستنول کېږي.