ټرمپ:که هند له روسیې د تېلو پېرلو ته دوام ورکړي، پر صادراتو به یې تعرفې په خپل حال پاتې شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ته ویلي:« له روسېې نه دې نور تېل نه پېري؛ خو که زما خبره و نه منې، نو پر هندي صادراتو به لګول شوې تعرفې پر خپل حال پاتې شي.»

دا مهال هند تر نورو ډېر د روسیې تېل پېري.